Categories

اعلان

Loading…

د مونوګراف لارښود/ سید اصغر هاشمي

٥. د پيل خبرې: په ځينو اثارو کې د سرخبرې  راځي او په ځینو کې نه راځي. اکثره مونوګرافونه موپیلیزه نه لري، خوپه څېړنېزو اثارو کې د پیل خبرو راول حتمي دي، دا چې مونوګراف یو تحقیقي جوړښت دی، نود دغې برخې راوړل پکې ښه د.

۶.فهرست (ليکلړ يا لړليک): په مونوګراف یا کتاب کې د ټولې لیکل شوې موضوع لوی او واړه سرلیکونه(عنوانونه) په ترتیب سره راوړل کیږي، د هر عنوان مخې ته یې عددي شمېره هم موجوده وي، ترڅو چې لوستونکي وکولای شي چې لوستلوپه وخت کې د خپلې خوښې موضوع په اسانۍ سره پیدا کړي.لکه:

ليــکلــړ

سرليک                                  مخ              م    مخ

سريزه  1                             ۱                       ۱

د ګل پاچا الفت پېژندنه

کورنۍ، زوکړه او ټاټوبی 11                     ۱۱

زده کړه، ژبې او دندې12                        ۱۲

نمانځنې او سفرونه16                             ۱۶

اثار17                                                ۱۷

الف: تحقيقي اثار18                                 ۱۸

ب: تخليقي اثار18                                    ۱۸

الف: منظوم اثار20                                  ۲۰

د پسرلي نغمه20                                      ۲۰

۷. مقدمه ياسريزه:  د هرډول تحقیقي لیکنې لپاره سريزه يامقدمه کليدي حيثيت لري اوپه مقدمې کې بايد)دڅېړنې طرحه، د څېړنې هدف، د څېړنې ارزښت، د څېړنې پوښتنې، د څېړنې تاريخي شاليداو څېړنې ميتود) سرليکونوباندې بحث وشي او د تحقيقي اثر مقدمې لپاره مهم  دي.لکه:

سريزه

استاد ګل پاچا الفت د درېيمې (معاصرې) دورې مفکر، رياليست، تخليقګر (منظوم او منثور)، ښه څېړونکی او محقق او د ماضي، حال او راتلونکي زمانې ښه شاعر او ادبي ټوټو ليکونکی ليکوال و.

دې پښتو ژبې ته په لسهاوو کتابونه ليکلي دي، په فارسي ژبې يې شعرونه او نثرونه هم ليکلي دي، چې د هنريت او شعريت نه خالي نه دي او ددې ټول فارسي شعرونه او ځينې ادبي ټوټې د فارسي ژبې د ښو شاعرانو او ليکوالانو سره پرتله کولی شو، که چېرې استاد ګل پاچا الفت په فارسي ژبې د شعرونو مجموعه درلودلی، نو د فارسي ژبې په هنريت او شعريت سمباله شاعري به وه.

د استاد ګل پاچا الفت اصلي او مورنۍ ژبه پښتو وه او په پښتو ژبې يې رنګينه او زړه راښکونکې تخليقي، تحقيقي، تحليلي او تفسيري، ژباړې او په نورو ژبو اثار ليکلي دي.

استاد ګل پاچا الفت پښتو ژبې او ادب ته ډېر خدمتونه کړي دي او له همدې امله ما د استاد الفت د حق ادا کولو لپاره د ماسټرۍ پروګرام په پای کې (د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګيزه او جوليزه څېړنه) تر سرليک لاندې تحقيقي او څېړنيزه موضوع واخيسته او په دې لنډې زماني موده کې مې هڅه وکړه، چې خپله څېړنه په ښه ډول وليکم او تر پايه يې ورسوم.

زما دغه څېړنه په ټوليز ډول په درېيو لويو برخو وېشل شوې ده.

لومړۍ برخه يې د استاد ګل پاچا الفت هر اړخيزه پېژندنه ده، دوېمه برخه يې د شعرونو منځپانګيزه او محتواييزه پېژندنه سره د اسانه او څرګندو شعري بېلګو، درېيمه برخه د استاد ګل پاچا الفت د ختيزې شاعرۍ، نوې شاعرۍ او ولسي شاعرۍ د ډول ډول ژانرونو او د هر ژانر ډولونو جوليز او شکلي جوړښت پېژندنه ده.

يو ښه ليکوال او شاعر د ټولنې هينداره وي، دی هغه څه ليدلی شي، چې عام وګړي يې نه ويني، دی هغه څه ويلی شي، چې عام وګړي يې نه شي ويلی، دی هغه څه اوري، چې نور عوام يې له اورېدو سره سره درک کولی او احساسولی نه شي، دی هغه درد، احساسات او جذبات لري، چې ډېر عوام يې نه لري.

استاد ګل پاچا الفت مفکر، رياليست، مبتکر، سترګور او د انتقادي ريالېزم يو له پياوړو تخليقګرو ځنې دی، دده په شعر او هنري نثر کې د مفکورې برخه ډېره پياوړې ده او د خپلې تولنې په درد دردمن ليکوال و.

له ولس او قوم سره اوسېدانه، نه يوازې د ولس له دردونو سره شريکېدل دي، بلکې لومړيتوبونه يې هم ورته څرګندېږي، اړتياوې هم ورته معلومېږي، دودونه، کړه وړه او ټولنيز سلوک سره يې اشنا وي، د خپل هېواد د خلکو او چارواکو ټولې کړنې يې تر نظر تېرېږي، کوم شيان چې د پرمختګ مخه نيسي ورته ګوته نيسي، غوښتنې يې د ولس غوښتنې وي او د ولس استازي کوي.

دغه ډول د استاد الفت په شعرونو کې د منځپانګې او محتوا له مخې ډېرې ويناوې د ولس د درد د دوا لپاره،  د دوی د ستونزو د حلولو لپاره او دوی ته د يو ښه او هوسا ژوند درلودلو ښې ښې بېلګې لري.

په ټوليز ډول دده ښوونيز او روزنيز شعرونه، ديني، اصلاحي، انتقادي، رياليستيک، ټولنيز، اخلاقي، وطن دوستي، عدم تشدد، مثبته ديموکراسي، ملي آزادي، فکر آزادي، بيان آزادي، ټولنيز نظرونه، انسان دوستي، مساوات، ښځو اهميت، ښځو حقوق، عدالت، اتفاق، ملي وحدت، د علم ارزښت، همدردي او داسې نور شعرونه په دې دلالت کوي، چې دی د خپل ولس شاعر و او ددوی ستونزې يې د شعر په ژبه بيان کړي دي.

استاد الفت د مظلومانو، بېوزلو، بېچاره وو او غريبو خلکو پلوي کوله او د ټولنيزو ظلمونو نه سخته کرکه  درلوده او مخالف يې و، په ټوله شعري او نثري ليکنو کې د ظالمانو له ظلمونو نه پرده پورته کړې ده او د خانانو، غلامانو، منفي ديموکراسۍ، پيرانو، د تيارو اندو مذهبيانو، رسم او رواج، د وخت د ځينو مشرانو، ملتپالنې، نژاد پالنې، رشوت او داسې نورو غندنې په شعرونو او نثرونو کې کوي.

ما په دغې څېړنې کې کوښښ کړی، چې د استاد الفت د ټولو شعرونو د محتوا او منځپانګې ښه پېژندنه سره د شعري مثالونو او د شکلي او جوليز جوړښت له مخې د ټولو کالبونو او فورمونو پېژندنه سره د شعري مثالونو راوړي دي.

په سريزه کې د څېړنې طرحه، د څېړنې هدف، د څېړنې ارزښت، د څېړنې پوښتنې، د څېړنې تاريخي شاليد او د څېړنې ميتود نه بايد يادونه وشي، چې دموضوع د اوږدوالي له امله په پورته سريزې راوړلو بسنه کوم.(۱۹: ۱۵ـ ۱۷ مخونه)

٧.  د څېړنې اصلي متن ياموضوع:  د څېړنې اصلي موضوع کې څپرکي، لوى او واړه سرليکونه شامل دي.

٨. پايله: پايله په ډېرو لږو عباراتو کې لیکل کېږي او د ټولې موضوع استازیتوب کوي. په دې برخه کې د موضوع پر اهمیت بحث کېږي او د شوي کار په لاس ته راوړنود کار خبرې پکې وي. پایله د څېړنېز اثر په پاى کې راځي.لکه:

پايله

 د الله تعالی په فضل او کرم (د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګيزه او جوليزه څېړنه) اثر همدلته پای ته ورسېد، په ټوليز ډول دې تېزس کې درې لويې برخې موجودې دي.

لومړۍ برخه د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت پېژندنه ده، دوېمه برخه د استاد ګل پاچا الفت د ټولو شعرونو منځپانګيزه، محتواييزه او معناييزو شعرونو ښودنه سره د ارزښمندو او پرځای مثالونو ده او درېيمه برخه د استاد الفت د ټولو شعرونو جوليز جوړښت پېژندنه او د هرې جولې (ځېل، کالب او فورم) ډولونه سره د مثالونو ښودل شوي دي.

استاد الفت د معاصرې (درېيمې) دورې له مبتکرو او مفکرو ليکوالانو او شاعرانو نه يو وتلی شاعر او ليکوال دی، چې ددې پښتو او فارسي ليکنې د ډېر ارزښت وړ دي او په نورو ژبو ليکنې هم د يادولو وړ دي.

د استاد شعرونه د محتوا او پيغام له مخې هر ډول برخې لري، دده ښوونيز او روزنيز شعرونه د ولس او عوامو د پوهاوي لپاره ويل شوي دي، انتقادي او رياليستک شعرونه يې د ټولنې د ستونزو او په ټولنې کې د نيمګړتياوو د ښودنو هغه ويناوې دي، چې دې ليدلې، اورېدلې او حس کولې او ډېر ښه د غريبو او بېچاره وو له ستونزو باخبر و، دده عشقي شعرونو کې د عوامو، وطن، انسانيت، اسلاميت، همدردي، آزادي، علم او پوهه او داسې نورو توکو سره مينه، محبت او عشق څرګند مثالونه لري.

د الله تعالی او رسول اکرم صلی الله عليه وسلم په باب ستاينې (حمد او نعت) تصوفي او عرفاني شعرونه، ديني او مذهبي شعرونه يې هم د خلکو د اصلاح او د عقبا د لاس ته راوړلو لپاره نصيحت درلودونکې ويناوې دي، د استاد ټولنيز نظرونه (انسان دوستي، مساوات، د ښځو حقوق، د ښځو اهميت، مساوات، عدالت او نور) هم په دې دلالت کوي، چې ده يو نړيوال فکر درلود او د اسلامي علومو باخبر سترګور شخصيت و.

دده په شعرونو کې غندنې هم شته، چې ډېرې غندنې اصلاحي رنګ لري او د ټولنې د اصلاح او پرمختګ لپاره يې ويلي دي، دده په شعرونو کې ارواپوهنيز نظرونه، هغه شعرونه چې د هېواد د پرمختګ لپاره ويلي دي او هغه شعرونه چې د هېواد د وروسته پاتې کېدو په لاملونو يې بحث کړی د يادولو وړ دي.

استاد په شعر او نثر کې د استادۍ مقام درلود، نثر يې له  شعر نه خوږ او شعر يې له نثره خوږ دی.

ادبي اثار يې له ژبنيو اثارو مهم او ژبني اثار يې له ادبي اثارو مهم دي او د ادبي تيورۍ د علم بنسټګر هم دی.(۱۹: ۲۴۲ـ ۲۴۳ مخونه)

٩. مناقشه: مناقشه له پايلې وروسته راځي. په مناقشه کې د هغوستونزمنواوپټوموضوعاتويادونه کېږي چې څېړونکى ورسره مخامخ شوى وي او مثبتې پايلې لاس ته راوړې وي او همدارنګه د هغو نظرياتو او افکارو يادونه، چې د اختلاف موارد او ستونزې په کې موجودې وي، يادونه يې کوي.

١٠. وروستي نتيجه ګيري. په نتيجه اخيستنې کې موضوع ته مربوطې  پوښتنې، د څېړنې لنډيز او نيتجه وړاندې کوي، د لنډيز  او نتيجې  وړاندې کول په څېړنېزه ليکنه کې ډېر ارزښت او اهميت لري. ځکه دا کار له يوې خوا له لوستونکي سره په ښه او ژر پوهېدنه کې بشپړه مرسته کوي، هغه څه چې یې په  متن کې خواره واره لوستي وي، دلته په لنډيز سره راټولېږي.

١١. وړانديزونه. هره علمي لیکنه بايد علمي پشنهادونه (وړانديزونه) ولري او د څېړنې د نتايجو د عملي کېدو لارې چارې بايدڅېړونکى پيشنهاد کړي يا که چېرې يومحقق په يوه ځانګړې موضوع  د تحقيق کولو اراده کوي او سره د ډېروکوښښونو يې څېړنه نورو پراخو معلوماتو ته ضرورت ولري، نو په دې صورت کې اينده  ليکوالو اوڅېړونکيوته شخصي وړانديزونه کوي.

۱۲. د ماخذونوعمومي فهرست: د ماخذونواومنابعو نه په متن کې استفاده او پاى کې يې راوړل حتمي دي.

په ماخذونوکې هغه چاپ او ناچاپ اثار او سرچينې په ګوته کېږي، چې ليکوال ورڅخه  د ليکنې  پر وخت استفاده کړې  وي.

د ماخذونو له راوړلو سره لوستونکيو ته دا څرګندېږي چې ليکوال  د کومو اصلي او فرعي ماخذونو نه استفاده کړې ده، څومره  مواد او منابع  يې مطالعه کړي  دي، لکه:

ماخذونه

۱. الفت، ګل پاچا، د زړه وينا: پښتو ټولنه، کابل،۱۳۴۱ ل کال.

۲. الفت، ګل پاچا، استاد ګل پاچا الفت شعري کليات (لومړی چاپ): د شهرت ننګيال په زيار، دانش خپرندويه ټولنه، پيښور،۱۳۸۹ ل کال.

۳. الفت، ګل پاچا، د ټولنې په جوړښت کې د اسلام نقش (دويم چاپ) :دانش خپرندويه ټولنه، پيښور، ۱۳۹۰ ل کال.

د هرې څېړنېزې موضوع شکلي جوړښت  د پورته راوړل شوو عنوانونو سربېره نور واړه سرلیکونه هم لري، خو دا چې بحث په مونوګراف دی په پورته راوړل شووسرلیکونوبسنه کوم.

د هر سرلیک سره مې ځکه یوه یوه نمونه راوړله، ترڅو چې محصلانو لپاره عملي نمونې موجودې وي.

 دمحتوا له مخې تر هرسرلیک لاندې بېلا بېل بحث کیدای شي، چې په سیستماتیک ډول لاندې وړاندې شوي دي.

نور بیا………

41 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *