Categories

اعلان

Loading…

له نورو د ستاینې تمه مه لرئ

حمیدالله حمیدي

نړۍ له ګڼو ځان غوښتونکو کسانو ډګه ده، په بې ساري ډول به په کې کوم کس پیدا شي چې بې له کومې تمې ستاسو ستاینه وکړي. هغه ښايي نن ستاسو ستاینه وکړي؛ ځکه تاسو په قدرت کې یاست، همدا چې خپل موقف مو له لاسه ورکړ، ستاسو موفقیت هېروي او په دې پسې ګرځي چې څنګه وکولای شي په تاسو کې منفي ټکي پیدا کړي او په ویلو سره یې تاسو ته ذهني نا ارامي درکړي.

ولې د مرګ تر ورځې پورې په دې پسې ګرځئ چې د نورو پر وړاندې مطرح شئ؟ په داسې حال کې چې د نورو پر وړاندې ځان مطرح کول د دومره هڅو ارزښت نه لري. خپله دنده په پوره صداقت سره سرته ورسوئ او د نورو د ستاینې په تمه مه کېنئ.

۱- له چاپېریال سره جوړجاړی وکړئ:

که غواړئ چاپېريال د ځان په خوښه را واوړوئ، نو یوازې خپلې بریاوې به مو له لاسه ورکړې وي؛ هڅه وکړئ خپل ځان له محیط او چاپېریال سره برابر کړئ، یوازې د همدغه کار په کولو سره، هغه محیط چې مخکې له تاسو سره په جنګ و، په حیرانۍ سره به ستاسو په خوا وڅرخېږي او له تاسو سره به جوړجاړی وکړي.

۲- هغه څه چې درملنه نه لري، ویې زغمئ:

د تاوان پر ګټې بدلولو تر ټولو ښه لاره همدا ده، د ورځې په اوږدو کې له ډېرو لوړو او ژورو سره مخ کېږو چې نه شو کولای هغه وزغمو، نو باید زده کړو چې له هغه سره څنګه جوړ جاړی وکړو، دا هم باید زده کړو چې له دې ډول پېښو سره څنګه چلند وکړو، پر خپل ځان باور ولرئ؛ همدا باور د دې لامل کېږي څو د دې ډول ستونزو پر وړاندې ځان قوي وساتئ.

۳- له خپل توان سره سم مسئولیتونه ومنئ:

لازمه ده چې دغه پند تل درسره په یاد ولرئ؛ موږ ډېر کله غواړو چې ډېر مسئولیتونه پر غاړه واخلو، داسې فکر کوو چې دا کړنه به مو د ذهن د ارامتیا سبب وګرځي، خو تاسو ته چې خپل توان معلوم دی، ولې له اندازې زیات مسئولیتونه قبلوئ؟ تاسو نه شئ کولای د زیات کار او یا زیاتو مسئولیتونو پر غاړه اخیستو سره خپل ذهن ته ارامتیا ور وبښئ، نو له ډېرو کشمکشونو څخه ځان وژغورئ، تر څو ارام ذهن ولرئ.

245 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸