Categories

اعلان

Loading…

دا لوی لوی ویښتان چې لرې دا ولې خلک وژني؟/ رضوان الله بلال

چوپه چوپتیا شوه، ماشومان غلې شول، د سړې له خولې ناړې بادیدلې.

بې شرفې ما نه وو درته ویلي چې د خیرو لور بیا دلته ونه وینم، سبا چې ته هم غټه شې د دوd پیرې به کوې، ته په خبره نه يې، اوس غواړې چې اوزغني دې دروشکوم، بې حیا له دې بلې بې ایا سره.

ماشومې کښته کتل، په خټو ککړ لاس يې شاته نیولی و، د سترګو ترکو نجونو يې چپ لور ته وکتل، د سرو کالو نجلۍ بیریدلي وه دواړه لاسونه يې شاته په دیواله سریښ کړي وو، سړي ته يې برګ برګ کتل.

د سړي له خولې هم هغسې پوچ پاش وتل، ماشومې پورته وکتل پلار يې روان شو.

په تلو کې يې وویل، بیا تکرار نشې کنه ژوندۍ دې خښوم، دا چې بیا په ټول کلې کې بدنام شم ترهغه ښه ده.

ماشومې پورته وکتل، مخې ته يې په عمر پخه ښځه ولاړه وه، ژر دې لاسونه ومینځه راځه ډوډۍ تیاره ده دا نورې نجوني ولیږه چې ولاړې شې خپلو کورونو ته.

دسرو کالونجلۍ له دیواله لاس جلا کړل ځاي په ځاي ودریده.

نری غږ يې تر غوږ شو ستا خور ولې تښتیدلی وه؟

د سرو کالو نجلۍ همداسې بیریدلي ولاړه وه او ټول حواس يې د خوني په اوره کې وو چې بیا ورباندې هغه ږیره ور قهرجن سپین ږیری را ونه وځې.

نجلۍ بیا وویل، زما بابا ویل چې کماله له کوره تښیدلی وه. ته نوره زموږ کره ساتیري ته مه راځه چې بابا مې وهې بیا سمه ده.

دسروکالو نجلۍ نورو نجونو ته وکتل ټولو په خوله خندا پرته وه.

یوې وویل، هي پیت پزي ستا خور اوس چیرته ده؟

بلې وویل نور موږ له تاسره سات نه تیروو، او نه هم ستاسو کره درځو.

بالښت لوندوو دښځې له سترګو اوښکې رواني وې، سلګو اخیستي وه، په ژړا کې یوه یوه خبره کوله، کمالې ولې دې داسې وکړل، تا خپل پلار او موږ ته هم نه وکتل.

نجلۍ خپله چیرې لمنه پټه کړه دمور سرته کینسته.

مورې ببو چا مړه کړه؟

هغه چیرته تښتیدلي وه؟

ښځې په سر ټیکری سم کړ، په سرو سترګو يې نجلۍ ته وکتل ويې ویل نوره دې ببو مبو نشته او نه به يې نوم اخلې، هغې د دپلار لونګي په ټول کلې کې ټیټه کړه، سر يې دیواله ته ولاړ غامبورې يې وبریښیدل، پوزه يې کش کړه، په پښو يې خپله لمن کش کړه نجلۍ ته يې وکتل.

که به ته هم دغسې کیږې رب دې واخله نجلۍ وارخطاوه له مور څخه يې وبریده.

ورو يې وویل، خو ببو څه کړي وو چا مړه کړه؟

هغه خلکو مړه کړه.

څنګه يې کړه؟

 په ډبرو يې مړه کړه

ولې؟

ځکه چې له اکرم بیغرته سره تښتیدلي وه؟

نوبیا چا بیرته راوستل؟

دکلې خلکو پیدا کړي ول بیا يې په سیمه کې ملایانوته په لاس ورکړي وو.

نو چیرته يې مړه کړه؟

دکلې په سر هغه د دلدارخان په پټو کې.

ملایانو مړه کړه؟

نه ملایانو خلکو ته وویل چې مړه يې کړئ، او هغه بې شرفه اکرم يې هم مړ کړ دغسې ښه شو، مینه کوې، پلار ته دې نه وکتل ولې دا ډيره مسته وه، پخپل زړه يې ژوند جوړول.

دا لوی لوی ویښتان چې لرې دا ولې خلک وژني؟

دا ستا دخور په رقم بد خلک وژني چې دپلار دعزت په کیسه کې دې نه وې.

اوس ببو بیرته نه راځې؟

نه مې درته ویل چې نوره دې ببو مبو نشته او نه يې نوم واخلې.

ښځې سپین کاغذ ورپورته کړ، په عکس کې نرۍ نجلۍ ولاړه وه، تور ویښتان، غټې سترګې خو پوزه يې یو څه ټیټه وه په خوله يې نرۍ موسکا پرته وه کماله شل کلنه وه چې له اکرم سره يې مینه کوله.

کاغذ چیرې شو ښځې وویل بې حیا عکسونه هم اخیستې وو.

ماشومه ولاړه شوه، دلمنې چیرې ځاي يې په لاس کې سره را غونډ کړی وو، په زړه کې ورتیره شوه، چې لویه شم نو د ببو ښایسته کالې به هم زه اغوندم.

14 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *