Categories

اعلان

Loading…

طالبانو د کندوز پر دوو ولسوالیو بریدونه کړي

تاند- وسله والو طالبانو په کندوز ولایت کې پر دوو ولسوالیو بریدونه کړي او لا هم لږترلږه په یوه ولسوالي کې جګړه روانه ده.

د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو پرون د لنډې مودې لپاره د قلعه ذال ولسوالي ونیوله خو د هوايي ځواک له ملاتړه وروسته افغان ځواکونه وتوانېدل چې طالبان د قلعه ذال د ولسوالۍ له مرکزه وباسي.

له بلې خوا وسله والو طالبانو نن /پنجشنبه/ پر ارچي ولسوالي بریدونه پیل کړي دي.

د کندوز په ولایتي شورا کې د ارچي یو استازي عبدالنظر وايي، طالبان پر ارچي ولسوالي بریدونو ته دوام ورکوي، کومکي ځواک سیمې ته نه دی رسېدلی، ټوله ورځ د ولسوالۍ په ډېرو برخو کې جګړه روانه وه.

د کندوز د والي ویندوی محمود دانش وايي، د قلعه ذال ولسوالۍ د نن ورځې په نښتو کې لږترلږه یو پولیس وژل شوی او ۴ نور ژوبل دي.

طالبانو په جګړه کې له یوې وقفې وروسته په وروستیو څو ورځو کې بیا جګړو ته زور ورکړی دی. دوې ورځې وړاندې یې د هلمند پر سنګین ولسوالي هم بریدونه وکړل، د ولسوالۍ ډېرې برخې یې ونیولې خو افغان ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ طالبان بېرته په شا وتمبول.

52 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *