Categories

اعلان

Loading…

پاکستان غواړي چې له افغانستان سره د اوبو د ونډې په اړه موافقې ته ورسېږي

تاند- د پاکستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، له افغانستان سره د اوبو په برخه کې د تړون لاسلیکولو ته لېواله دی.

دا وزارت وايي«موږ وروسته له دې چې باوري معلومات ترلاسه کړل چې افغانستان پر کابل سین د بندونو د جوړدولو پلان لري، په خپل وزارت کې پر دې مسلې څو مشورتي او څېړنیزې غونډې وکړې.»

دي نیوز ورځپاڼه وايي، د پاکستان د اوبو او انرژۍ وزارت یوه جګپوړي چارواکي ورته وویل چې په مختلفو هیوادونو کې یو شمېر پاکستاني سفیرانو دا موضوع ورسره شریکه کړې او ځیني وخت د بهرنیو چارو وزارت هم دا موضوع راپورته کړې ده.

دغه پاکستاني چارواکي همداراز وویل چې د اوبو او انرژۍ وزارت له ګڼو ادارو غوښتي چې له افغانستان سره د پاکستان د اوبو د ونډې په اړه معلومات او په دې برخه کې وړاندیزونه وروسپاري.

دغه پاکستاني چارواکي همداراز ویلي چې دا د پاکستان حق دی چې په خپل ګاونډ کې د کابل سین د اوبو (اندازې) په اړه معلومات ولري.

دي نیوز ورځپاڼې پخوا ویلي و چې د افغانستان حکومت د هند په مرسته پر کابل سین ۱۲ بندونه جوړوي چې ۱۱۷۷ میګاواټه برېښنا به تولیدولی شي. (تفصیل)

دې پاکستانۍ ورځپاڼې ادعا کړې چې پاکستان د کالاباغ او مونډا بندونه جوړ نه کړای شول او دې مسلې د افغانستان دریځ غښتلی کړی چې ۱۲ بندونه په خپله خاوره کې جوړ کړي.

ورځپاڼه د پاکستان د اوبو او انرژۍ وزارت د بې نومه چارواکي په قول زیاتوي، نړیوال بانک په هغه صورت کې چې افغانستان او پاکستان وغواړي تیار دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوبو موافقه وڅېړي او دواړه هیوادونه هغسي تړون لاسلیک کړي چې په ۱۹۶۰ م کال هند او پاکستان لاسلیک کړی و.

دغه چارواکي وویل چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره د نړیوال بانک له لارې په تماس کې دی او دواړه هیوادونه احساسوي چې باید د کابل او کونړ د اوبو د ونډې په برخه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ یوه موافقه موجوده وي.

د افغانستان اوبه ګاونډیو هیوادونو ته بهیږي. پاکستان ته د کابل، کونړ، ګومل او توچي سیندونه، ایران ته د هلمند، فرارود او هریرود سیندونه، د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د امو دریا له لارې کوکچه، کندوز او نور سیندونه بهیږي.

ایران او پاکستان په ځانګړي ډول د دې لپاره چې افغانستان خپلې اوبه کنټرول نه کړي د افغانستان پر ناامنۍ پانګونه کړې ده.

534 total views, 3 views today

6 comments

  1. محمدربی آماج Reply

    په اوسنی وخت کی دپاکستان د پوزي ویښته د انرژۍ ستونځه ده او کومی اوبه چی د افغانستان څخه پاکستان ته بهیږی د پاکستان په کرهڼه او د انرژۍ په تولید کی غټ رول لوبولۍ شی. د بیلګی په دود د کالا باغ او داسو د اوبو بندونه چی د افغانستان له اوبو څخه تغذیه کیږی. نو د اوسنی حکومت دغه پلان چی د انرژۍ د کورنی تولید په اړه یی لری د پاکستان او ایران دواړو د سترګو نه یی خوب تښتولۍ دۍ اودغه کړنه د افغانستان لپاره د انرژۍ او کرهڼي په برخه کی ستراتیژیک ارزښت لری او باید پلۍ یی کړی اوهمدا راز د پاکستان او ایران په وړاندی د سراتیژیکی وسلی رول لری.

  2. جهانګیرخان Reply

    افغانستان باید خپل کار پرمخ پوزی اوپاکستان ته باید یو څاڅکی اوبه هم ورنه کړی

  3. اجمل خان Reply

    افغانستان او پاکستان د اوبو نریواله معاهده نه ده لاسلیک کری. افغانستان یوازی له ایران سره د هلمند اوبو پر سر معاهده لری. دآفغانستان پر اوبو صرف افغنستان حق لری نه پاکستان. په دغه لینک کی د اوبو نریوله معاهده کتلای شی

    https://treaties.un.org/Pages/ViewDetails.aspx?src=IND&mtdsg_no=XXVII-12&chapter=27&lang=en

  4. Babakarkhail Reply

    یاره د انسانی کراماتو نه دی لری وی په دالخورو پاکستانیانو می د سپی متیازی هم نه لوریږی دا خو لا اوبه دی، افغانستان باید د تیرو څو لسیزو د اوبو قیمت تری وغواړی کومی چی دوی ته بی خرته ور روانی وی!!! تل دی وی لوی افغانستان…

  5. ولي Reply

    سلامونه او نيکي هيلي محترمو افغانانو رونو نن خو دي خبري بيخي ليوني کړم چي پاکستان واس لا خپله برخه غواړي معلومه کړي دافغانستان په اوبو کي دي قوم ته بايد يو کلاس اوبه هم ورنکي د به ډيري غټه غلتي وي د افغانستان حکومت بايد دوي پر ميز کشنوي ور سر حساب وکي چي بچي ۴۰ کاله دي زما اوبه زما لاري او سرکونه دي استعمال کړي دي اول بايد د قر ض ر خلاس کي بيا به سر خبري کو

  6. فهیم پردیس Reply

    فهیم پردیس کابل
    افغانستان حکومت د خپلو اوبو او د هغی د محار حق لری پاکستان باید نور خپل موقف وپیژنی او د همسایه هیواد کښی دی خپله برخه نه لتوی او نه د برخی حق لری د دی هیواد تول منافقت زمونږ اوبو او نورو طبیعی منابو پوری تړلی دی چی د مرکزی حکومت د پیاوړپیا او د ښه حکومت داری په نتیجه کښی د اوبو بندونه د برق تولید او پرمخ
    تللی زراعت خاوند وی بیا د پاکستان نه به هیڅ نوع واردات نه وی او خود کفا به وسو انشاالله

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2