Categories

اعلان

Loading…

ولسمشره! تاته اړین نقل/ حفیظ الله تسل

بیا هغه وخت را رسېدلی چې د کابل پوهنتون استادان په اعتصاب لاس پورې کړي، خو دا اعتصاب د شونډو د ګنډلو، د پوهنتون د تړلو او یا د کار د نه کولو اعتصاب نه دی، بلکې له شپږمې ګوتې سره چلند یا په عامه اصطلاح، د ژوبلې ګوتې د نیولو او بې حده زور کولو اعتصاب دی؛ دا اعتصاب بېلابېل لاملونه لرلای شي چې په اغلب ګومان، ستونزه په لوړه کچه او په یو بدل شوي معیار اوښتې ده.

څو مهم ټکي دي چې باید ژر پرې غور وشي، ګنې خبره نوره هم خرابېدونکې ده او ممکن د ولسمشرۍ ماڼۍ یې هم د مهار کولو توان ونه لري.

کله چې ډاکټر غني د ولسمشرۍ لپاره و ټاکل شو، ورسره له تړلو هیلو یوه هیله د هغه د هغې ژمنې پوره کېدل و چې په لنډ وخت کې به د کابل پوهنتون او یو شمېر نور پوهنتونونه د ژور بدلون شاهدان وي، یعنې هغه ستونزې چې کله ولسمشر غني د پوهنتون د ریاست پر وخت لیدلې وې او تر اوسه دوام لري، هغه ستونزې چې د کمپاین په دوران کې یې د پوهنتون له استادانو او محصلینونه اورېدلې وې او یا یې په دې اړه شواهد درلودل، دې ته اړ کړ چې باید ژور بدلون پکې راولي چې تر اوسه یې اقدام نه دی کړی؛ که څه هم یو شمېر کارونه یې خورا د پام وړ او ګټور تمام شوي، خو اوس وخت رارسېدلی دی چې خپله دغه کړې ژمنه پوره کړي.

دلته (په پوهنتون کې) هر څه ژور بدلون ته اړتیا لري؛ خو له بده مرغه، بدلون مننونکي نه دي. که ولسمشر د طرحې د جوړولو په فکر کې کېږي او یا دا چې په څه لنډه موده کې به د دې ژمنې پوره کېدو ته وخت ور کوي ښه دا ده چې همدا اوس خو یوههڅه وکړي. سملاسي ستونزه چې باید سملاسي حل شي، د ازموینې په ورځو کې د یو څارګر پلاوي ټاکل دي چې د تېر په څېر د یو شمېر شورخوښه مشرانو او که سپینه وویل شي، د یو شمېر استادانو له خوا ځنډ او خنډ جوړولو او د نورو د لمسون د پر مخ وړلو مخنیوی وکړي. د حقوقو د خونديتوب او د نورو شته بېسارو او کمسارو ستونزو چې تر اوسه یې ګڼ زده کړیالان او استادان په خپلو کې سره اچولي او د تعصب، خودپرستۍ او لوړښودنې د هوس په وسیله پرې روګدي شوي او د یو او بل د پرزولو کوښښ کوي حل کړي.

تېر کال د ولسمشر د یو تقنني، پر ځای او مناسب فرمان له مخې باید ټول هغه استادان چې عمرونه یې تر ۶۵ کلونو اوښتي تقاعد شوي وای او همدا راز په فرمان کې راغلي وو چې باید تر ماسټرۍ د ټیټې زده کړې کوونکي په پوهنتون کې استادان مقرر نه شي.

نه یوازې دا چې یو شمېر استادان لا لرې شوي نه دي، زموږ د ازموینې پر وخت یې داسې اعتراضات پیل کړل چې مستقیماً یې زموږ په نومرو او کدر نه جبرانېدونکی اغېز وکړ، په دې بهانه چې حکومت یې د حق الزحمې پیسې نه دي ور کړي، د شپې دورې محصلین د ازموینې د نه اخیستو په ګواښ لاریون ته وهڅول، د پردې پر مخ همدا خبره وه او آن د څو مضامینو ازموینه مو چې باید اخیستل شوې وای، د بشپړ زحمت او خوارۍ سره، سره وځنډول شوه او د یو اجباري کار په ډول مو ترسره کړه؛ خو له بده مرغه د پردې تر شا د ماسټرۍ د نه درلودونکو او تقاعد ته د برابرو استادانو د نه لرې کېدو هڅه وه.

تر دې وړاندې هم په بیا بیا د تدریس د وخت نا مناسبه ټاکنه، د استادانو مسلسله غیر حاضري، پر غیرې مسلکي استادانو د مضامینو د تدریس اجباري وېش او ګڼې نورې هغه ستونزې وې چې د سمستر له پیل تر پایه او آن د له ستونزو ډکو ازموینو پورې مو ورسره د زړه وینې څښلي دي.

عمده بله ستونزه چې زمونږ پر زده کړو یې مستقیم اغیز کړی، د شلو او دیرشو کلونو پخوانیو چپترونو د تدریس او زده کړې مساله ده چې له زده کړو یې ماړه کړي یو.

سږکال چې د چنګاښ د میاشتې ۲۶مه نېټه د ازموینې د اخیستلو د پیل ورځ وه، له ټولو محصلینو ازموینه واخیستل شوه، خو له بده مرغه د د شپې له محصلینو سره چې د شپږمې ګوتې نسبت ورته کېږي، د میرې چلند شوی او کېږي.

موږ که د ژور بدلون خبره کوو، نو ستونزه یوازې په د شپې دوره کې نه؛ بلکې د پوهنتون په بیلابیلو برخو کې؛ ورسره د ننګرهار پوهنتون چې د سیاسي موخو ښکار ګرځېدلی، د داعش تر تورې پردې او د امارت اسلامي د سپینو سرتړوونکو پټیو په ښکاره کېدو، د اندکې موخې لپاره د پردیو په اشاره د لارو تړل او ورته نورې پردیپاله کړنې، د خوست او کندهار په پوهنتون کې د زورواکو او چارواکو ناوړه هڅې، چې ښه بېلګه یې په کندهار پوهنتون کې د پتیال وژنه او داسې نور دي، د هرات، فاریاب، بادغیس، پکتیا، پکتیکا، پنجشیر، سرپل او ګڼ د دري مېشتو په پوهنتونونو کې د سیمه یزو قومندانانو د ناوړه او له شرمه ډکو کړنو په ترسره کېدو، د بجه بازۍ او حتی د … بازۍ په ترسره کېدو د بې کچې تعصباتو د پاللو په امتداد په بیا بیا تکرارېدونکې ده هم ده.

څو ورځې مخکې کابل پوهنتون کې د خالي بستونو لپاره د استادانو د تقرر په موخه ازموینه اخیستل شوې، د ازموینې له ګډونوالو څخه درې تنه بریالي شوي، پر ځای د دې چې مقرر شي، یو شمېر استادان یې د دې لپاره مخالفت کوي چې د دوی کسان نه دي بریالي شوي او باید ازموینه له سره واخیستل شي.

نور نو ویلو ته اړتیا نشته بدلون اړین دی او دا یې ښه وخت او موقع ده، ځکه چې نور یې نو د لسګونه محصلینو زړونه له لوړو زده کړو تور کړي، د خوښې څانګه یې اوس د نا خوښې څانګې او یا هم د جبري زده کړې په توګه ور بدله شوې ده، اوس زده کړې د روښانه راتلونکې لپاره نه، بلکې د کورنۍ د فشارونو له امله د یو ستر بوج د کمولو او همدا راز د ځان خلاصون په موخه تر سره کېدونکې ده.

پاک او سپیڅلي نیت لرونکو استادانو ته په بشپړ احترام

8 total views, 1 views today

2 comments

  1. Ahmad Gul Reply

    تسل صاحب ګل خبره دی کړی ، خو اوس باید ولسمشر صاحب غوږ وګروی ، ځکه دا د استادانو مسئله مورثی ده دوی چی کوم د کدر په شکل کی زده کړیالی وګوری ضرور یې په نښه کوی چی ددوی په زړه نه وی او تل یې هڅه دا وی چی د شاهی نظام غوندی باید څوک پیدا نشی چی ددوی خبره ماته کړی او یا یی فرمان ونه منل شی د یوه زده کړیالې څخه هغه حق اخستل شوی چی په استاد باندی پوښتنه وکړی ، که یی وکوله بیا یی خیر نشته ، او بل داچه دوی په زړه میتودولوژی کی درسونه لوستی او اپډیټ شوی ندی تل به یی په کلونو کلونو هغه یو لکچر تدریس کاوه او کوم تغیر او نوی شی پکی اضافه نشول که یی یومحصل نوی شی تری و پوښتی بیا هم دوی یی خپله بی عزتی ګڼی زیات داسی شیان چی محترم ولسمشر د خپل ریاست په وخت کی کتلی وی

  2. SULAIMAN FOKOUR Reply

    ډېره ښه لېکنه ده ، خو ژوره ، هر اړ خيزه ، علمي او مسلکي نه ده ـ هيله ده چې ګران ليکونکى راته په غو سه نه شيـ دحل اساسي لاره داده ، چې دلوړو زده کړو لپاره مل، علمى ، مسلکي اوداسې قانون جوړشي چې دپورتنۍ ستونځې په ګډون ټولې مسلې حل کړي ـ په درنښت
    SULAIMAN FOKOUR

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *