Categories

اعلان

Loading…

وږی/ لنډه کیسه/ لیکوال نورمحمد سعید

ناڅاپه یې پر اوږه لاس راکېښود. په وارخطايي مې ور وکتل. له شپېتو د پورته عمر ښکاریده. پر سر یې یو څو تاره سپین وېښته څپولی پراته وو. له ګونځو ډک مخ، ببره سپینه ږیره او کوچنۍ سترګې. سپین بریتونه یې ښايي د سګریټو لوګي ژړبخون اړولی وو، چې دواړه شونډې یې پکې پټې وې. باڼه او وریځې یې لا هم خیرن معلومیدل. د کالیو اصلي رنګ یې پخوا الوتی و. د ډیلي پهاړګنج بازار کې ګهیځ مهالي چې ټول ( د شوګیرو میین ویده پراته یې )  د داسې سړي په لیدو زما سر کې هم هغسې خیال وګرځېد، چې د هر چا ذهن کې ګرځیدای شي… درویزګر!

لیونی!

شرابي یا مداري!

جیب ته مې لاس کړ، چې تر ټولو کوچنی لوټ راوباسم، چې سړي پر اوږه وټپولم:

– دوریزه نه کوم، خدای دې ډېر درکړې، څه نومیږې؟

– سعید یم!

– کشمیری یې؟

– نه !

– ښه خیر! نومونه او کور کلی خو هسې هم بدلیږي رابدلیږي، کله وي او کله له سره نه وي. ما ته ګوره تر پروسږکاله سلیم احمد وم، حیدراباد کې مې کور، کاروبار او بچي وو، اوس نه کور شته، نه بچي او نه مې هم څوک نوم په خوله اخلي. هغه صفاکاره بوډۍ مې هر سهار په جارو وهي، چې د مارکیټ له مخې خپله بستره ټوله کړم.

– ولې کور او بچي دي؟؟؟

– پردي شوو، تر هغې چې مې د کار توان درلود، پلار وم، واکمن وم، کور او کوڅه کې مې حیثیت و، چې له کاره ولویدم، زامنو مې کاروبار سمبال کړ او رویه یو څه بدله شوه، خو بیا هم ګوزاره کېده، د مېرمنې له مړینې دوې میاشتې وروسته مې یو ګهیځ کشرۍ نږور د کالیو غوټه د کور درشل سره راته ایښې وه.

په خپل ښار کې یو څو ورځې وګرځېدم، خپل خپلوان او دوستان مې لیدل، چې مخ یې رانه اړاوه. نږور مې د کالیو په غوټه کې یو څه نغدې پېسې راته ایښې وې، د ریل ټکټ مې واخیست او دلته ډیلي ته راغلم.

 دلته ۤپاچا یم. نه د نږندو تروه تندي وینم او نه د زامنو غوږواندې اورم. تر هغه پر سړکونو ګرځم، چې پښې مې کار کوي. هلته د نظام الدین اولیا زیارت کې پریمانه ډوډۍ خورم. بیا د خلکو ننداره کوم، چې د بچو د راتلونکي جوړولو لپاره ټیټ سرونه منډې وهي.

په دغو منډو ترړو کې یې خپل راتلونکی زما غوندې هېر کړی. څو ځلې مې د یوه نیم د پوهلو کوښښ وکړ، خو په قهر راته وګوري او رانه تېر شي، یا یوه، دوې روپۍ راوغورځوي، خو ته پوهېږې زه سوالګر نه یم، هغسې چې دوی فکر کوي، سودايي هم نه یم، که نه؟

– هو! سمه ده، خو زه دلته مساپر یم له ما څه غواړې؟

– هېڅ نه غواړم، بس یو څو خبرې راسره وکړه!

88 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *