Categories

اعلان

Loading…

په مخ کې پرتې ستونزې مو له منځه یوسئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

 تر هر څه وړاندې د خپل ځان په اړه فکر وکړئ  کومې ښېګڼې لرئ؟ د لا زیاتوالي لپاره یې څه کول په کار دي، له دې ښیګڼو څخه خپلې موخې ته د رسېدو لپاره څنګه ګټه اخیستلای شئ؟ کومې نیمګړتیاوې او کمۍ لرئ؟ د دې نمګړتیاوو لاملونه څه شی دي او څنګه کولای شئ له منځه یې یوسئ تر څو خپله مخه مو پرانیستې وي. له ټولو مخکې په دې اړه فکر وکړئ چې کوم څه خو به ستاسو او ستاسو د ذهن تر منځ د خنډ په توګه نه وي واقع شوي، کله چې ستاسو ذهن د ګڼو ستونزو په حل کولو لګیا وي، نو ستاسو په خوا یې ډېر پام نه وي او ستاسو غږ په اسانۍ سره نه شي اورېدلای. ستا ذهن تل ګڼ غږونه لکه نصیحت، اخطار، زړه سوی، دلیل او برهان او داسې نور اوري، نو تل مو باید دې ته پام وي چې تاسو باید څه واورئ. ستاسو ذهن تاسو ته لارښوونه کوي چې په کومه لار باید ولاړ شئ. ستاسو په ذهن کې شته وړتیا تاسو ته نه وایي چې تاسو تر نورو کسانو غوره یاست؛ ځکه دغه الهي ډالۍ د ټولو په سرونو کې شته، خو ذهن مو دا درته ویلای شي چې کوم څه مو ډېر په ګټه دي.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *