Categories

اعلان

Loading…

هیلې مو له مثبت فکره کسانو سره شریکې کړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

که غواړئ هدف ته ورسېږئ، نو خپله موخه مو یوازې له څو مثبتو او همفکره کسانو سره شریکه کړئ، له نورو خلکو سره یې په اړه ډېرې خبرې مه کوئ. هېڅکله له منفي بافه او حسودو خلکو سره د خپلو موخو په اړه خبرې مه کوئ. له مثبت فکره خلکو سره د خپلې موخې په اړه خبرې کول پر دې معنا چې انرژي اخلئ او له منفي بافه کسانو سره خبرې کول بیا پر دې معنا دي چې تاسو خپله انرژي له لاسه ورکوئ، نو چې داسې ده خپل وخت مو بېځایه مه تېروئ او خپله انرژي مو له لاسه مه ورکوئ.

که موږ خپل وخت ته په خپله ارزښت ورنه کړو، نور خلک به څه ډول زموږ وخت ته ارزښت ورکړي، په دې ډول کړنو سره کولای شو چې د ((جذب)) قانون په خپل طرف فعال کړو. د راز په اړه ټول جوړ شوي فلمونه په دې برخه کې درسره مرسته کولای شي.

یوازې ۲ سلنه خلک کولای شي چې خپل ځان ته انګېزه ورکړي او بې له دې چې د بل چا تر نظر لاندې کار وکړي، خپلې موخې ته ورسېږي. ښه لاره دا ده چې بیا هم یو ځل خپلې موخې له مثبتو او هم فکره کسانو سره شریکې کړئ، په دې ډول سره کولای شئ خپلې موخې ته د رسېدو لپاره نور هم وهڅېږئ.

د دې لیکنې له لوستو وروسته د خپلو همفکر او مثبتو ملګرو یو ټولی جوړ کړی، د یوې او یا هم د شپږو میاشتو په اوږدو کې سره کېنئ. د خپلو موخو په اړه خبرې وکړئ او یو له بل سره موخو ته د رسېدو په برخه کې مرسته وکړئ.

71 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *