Categories

اعلان

Loading…

ایدهي څنګه پیدا کیږي؟ / لیکوال: اتل مشواڼی

  ایدهي یو عادي انسان و، نه!  نه و عادي انسان.عادي انسانان موږ یوو، بلکې ټول هغه خلک دي، چې پر ځمکه ګرځي، ژوند کوي، ډوډۍ خوري، اوبه څښي؛ خو نوم نه لري، هدف نه لري، خدمت نه لري.

ایدهي رخت پلورلو، لۀ نهه کلنۍ څخه ورته مور ناروغه ور تر غاړې وه، دۀ به د مور ټول خدمتونه خپله کول، جامې به یې ورته مینځلې، خواړۀ به یې ورته تیارول او نورې اړتیاوې به یې ورته پوره کولې. مور یې د دۀ پۀ نولس کلنۍ کې وفات شوه. سړي د مور دردونه وليدل، تنګسیاوې یې وزغملې، یو فکر ورته پیدا شو، دا فکر ممکن د ډېرو خلکو ذهنونو کې ځای ونیسي، موږ به داسې ډېر خلک ومومو، چې ورته فکرونو ورته پیدا شوي؛خو ایدهي یو بېل انسان و. دی د بشریت خدمتګاري ته الله تعالی وقف کړی و، د دۀ زړه زموږ لۀ زړونو بېل و، رښتیا هم دی د بېل شخصیت څښتن و. دۀ فکر ته عمل ورکړ او د عمل لپاره یې وسپنیزه اراده درلوده.

      ایدهي لومړيو وختونو کې یوازې ایدهي و، بس صرف ایدهي! دا کوم ایدهي چې نن موږ او تاسې پېژنو،دی هغه نه و. دۀ دا نوم او دا مقام وروسته وګټه!

لۀ کله نه یې چې د انسانیت خدمت ته فکر وکړ، بیا یې دغۀ فکر ته عملي بڼه ورکړه. دۀ د ناروغۍ درد محسوس کړی و، ځکه مور یې ناروغه وه.څۀ دې وشي!؟  بس بېوزلو ناروغانو ته دې داسې روغتونونه جوړ شي، چې د دوی وړیا درملنه وکړي، داسې سیستم دې ورغول شي، چې پۀ وخت او بې لۀ ځنډه د بېوزلو ناروغانو تر کورونو ورشي او ستونزه حل کړي.

دۀ ولږه ليدلې وه، د تشې ګېډې درد یې څکلی و، د وږي ماشوم کړیکې یې تر غوږو تېرې وې. د دې مسلې د حل لپاره دې څۀ وشي!؟

داسې یوه ټولنه دې جوړه شي، چې د هیواد د ګوټ، ګوټ وږي پکې ماړۀ شي، چېرته هم داسې څوک پیدا نه شي، چې نس یې تش وي او موږ ورته د خوراک څښاک بندوبس نه وي کړی.

د یتمۍ ناچاري یې لیدلې وه، ځکه یې د دغو ناچارو د غمخورۍ او غمرازۍ لپاره ږیره سپينه کړه!  کومه ږیره چې د ولس او انسانیت پۀ خدمت کې سپینه شي، د هغې قدر زر چنده شي، بلکې انسان سره بیا د داسې انسان قدر چېرته وي. بیا باید د دۀ بدله الله تعالی ته پرېښول شي، الله تعالی د نيکیو ښۀ بدله ورکوونکی دی.

ایدهي روغتونونه جوړ کړل، د یتمانو لپاره یې روزنتونونه ورغول، د وږوو لپاره یې وړیا خوړنځي فعال کړل، د بې سرپرستو لپاره د سر سیوري ورغول.پۀ روغتونونو کې یې لۀ شل زره نه ډېر بې مودې ماشومانو ته ژوند ورکړ. د یتمانو پۀ روزنتون کې یې لۀ پنځوس ۵۰ زرو نه ډېر یتمان وروزل. څلوېښت، پنځۀ څلوښت زره نرسان او نرسانې یې وروزلې، چې د خلکو خدمت پر وخت او ښۀ وشي. لکهاوه وږي یې ماړۀ کړل.

د ایدهي بنسټ اوس پۀ اووه دېرش هیوادونو کې څانګې لري، یوازې پۀ پاکستان کې درې سوه (۳۰۰)  څانګې لري. څلېرشت ساعته دغه څانګې پرانتې وي.دغه مرکزونه  اووه سوه(۷۰۰)  امبولانسه لري،درې الوتکې یې پۀ واک کې دي او اته ویشت (۲۸)  کښتۍ لري، چې د اړتیا پۀ وخت ترې ګټه اخیستل کیږي.

ایدهي ومړ، خو مړ نه دی،  ولې!؟

لا یې بنسټ ژوندی دی، دا کارونه چې څومره غزیږي دی به ورسره هومره ځوانیږي،  د دې تلپاتې خدمت اجرونه تلپاتې وي او د داسې کسانو نومونه د مړني لایق نه وي.

دا یو ایدهي و، یو نظریه ورسره وه، نه اول و، نۀ به اخيري کس وي. لۀ دۀ مخکې داسې لوړ اشخاص ډېر تېر شوي دي، زموږ خوږ نبي صلی الله علیه وسلم د داسې کسانو رهنما و. د دۀ ټول صحابه کرام اجمعین د بشریت د خدمت نومونې وې، ورپسې عمر بن عبدالعزیز د عطفې او خدمت مثال و او همداسې نور پاتې تاریخ لۀ وياړمنو کارنامو ډک دی.

موږ خو تاریخ ځکه لولو، چې ترې عبرت واخلو، ښۀ یې خپل کړو لۀ بدو یې ځان وساتو. راځئ اوسمهال د خپلې افغاني ټولنې ځينې خدایي خدمتګارانو ته راشو، د دوی ګوند به نه څېړو، دوی سره به ژبنی، سمتي او بل هر ډول تربګنيت نه پالو، بس د دوی کړی او روان کار به و ځېرو!

جلال اباد ښار کې باز محمد عابد دی، هغه شاعر او فرهنګي فعال دی، چې نور به څنګه وي، زۀ یې نه پېژنم. تر اوسه یې لسهاوه ګوډو او بې وسو بې لاسو او پښو والاو ته لاسونه پښې ورکړي دي. ژمی به پر بایسکل ګرځېدۀ لۀ خلکو به یې د اغوستنې او اغوستوني شیان را ټولول او پر بې وزلو یخمنو به یې وېشل.دی د سبا ورځې ایدهي دی، د هغې ټولنې ایدهي، چې نن تر هرې بلې ټولنې دې خلکو ته ډېره اړتیا لري.

زموږ ټولنه پوهې ته اړتیا لري، پوهې او ښوونې ته دومره اړمنه ده، چې لۀ ولږې او سرپناه اول باید دغې مسلې ته پام وشي. شاید دۀ د بې تعلمۍ او ناپوهۍ مزه څکلي وي، ځکه ورسره سوچ پیدا شوی،چې دې ټولنې ته پاچاخان او ایدهي غوندې څوک شي، او د پوهې، ښوونې زمینه ورته جوړه کړي. عبدالرحمن وطنوال لۀ علم سره مینه لري، نږدې هر کار پۀ لوګر ولایت کې لۀ خپل جبه زرونه -زرونه افغانۍ مصرفوي، بې وزلو ماشومانو ته یې د کانکور چمتوالي وړیا کورسونه جوړ کړي، دې مرکزونو کې سلهاوه زده کوونکي زده کړې کوي، دا زده کوونکي به سبا ته انجینر جوړیږي، لکه د وطنوال غوندې، دا زده کوونکي به سبا ته ډاکټران، اقتصادپوهان، ادیبان او نور، نور جوړیږي. دا وړه خبره نه ده، دا خدمت نادیده مه نیسئ، وطنوال د دې ټولنې رښتنی خدمتګار دی، دی به کۀ همداسې خپلو کارونو ته دوام ورکړي، د افغانانو اتل او ایدهي وي.

د تعلم او یتمانو یو بل خدمتګار او چوپړ کونکی هم پېژنم، شاید ډېر کم خلک یې وپېژني. دغۀ ګمنامه کس ډېر ستر خدمت شروع کړی، دې لوی کار ته ملا تړلې، دا داسې خدمت دی، چې زموږ ټولنې ته حیاتي ارزښت لري. انجینر نجیب پۀ لوګر ولایت کې پۀ خپلې شخصي پانګې لۀ خپله جبه یتمانو ته خصوصي ښوونځی جوړ کړی. نږدې دوه دونیم سوه یتمان پکې وړیا زده کړې کوي. دوی ته جامې بوټونه، خولۍ، څادر دی اخلي. کتاب، قلم، کتابچه، تخته او نور ټول وسایل دی ورکوي. ښوونکي یې ورته پۀ لوړو معاشونو نیولي، ښۀ پرېمانه ښوونکي لري، تقویتي مضمونونو ته یې بېل استاذان نیولي. دا هر څۀ مفته نه کیږي، نږدې دغه ښوونځی “دارالهدی ” د میاشتې څلور، څلورنیم لکه افغانۍ لګښت لري.دومره روپۍ چې د یوۀ شخص لۀ جبه یوازې پۀ دې نېت را وځي، چې یتمان دې، ډاکټران، انجینران ادیبان شي، یقناً دا ستر خدمت دی.انجینر نجیب لۀ خلکو پټ ایدهي دی، د دۀ د لاس ثمره د هیواد پۀ ابادونه کې ستر رول لري، ګانده کې به دغه مېوې زموږ د هیواد ښکلا وي.

ایدهي او ایدهي غوندې کسان همداسې پیدا کیږي، لۀ یوۀ فکره، لۀ یوۀ اخلاصه او بیا ورته د عملي کار کولو لۀ برکته!

داسې به ډېر کسان وي، چې زموږ ټولنې ته لۀ زړه خدمت کوي، یوازې زړونو کې درد او د الله تعالی رضا لري. زۀ یې نه پېژنم، شاید داسې نور کسان تاسې وپېژنئ!

ستاسې د سیمو ایدهان هم شته، د دوی قدر وکړئ!  دا خلک ټولنې ته درمل دي، چې انسانیت ته کار کوي، دوی پاچاهان دي،ممکن لۀ همدغو کسانو څخه ډېر یې د سبا ورځې ایدهي شي.

چې د خلکو خیر خواهي لرې پۀ زړۀ کې

مبارک دې شه! پاچاهي لرې پۀ زړۀ کې

ستر خوشحال بابا

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *