Categories

اعلان

Loading…

د تجربو لیکل/ ژباړه: شفیق امیرزی

لیکوال: جیف ایلکینس

ډېر خلک وايي لیکوالي څنګه وکړم؟ یو شی څنګه ولیکم؟ چې ورته وايي تجربې او احساسات دې تر کاغذ پورې ولېږدوه. وايي په ذهن کې مې په دې اړه څه نشته. په حقیقت کې شته دي خو ستاسې ذهن له دې سره نه دی عادت شوی چې یوه تجربه او سوژه څنګه تاسې ته درکړي څو یې ولیکئ. دلته مو په لنډه توګه ځينو لارو ته اشاره کړې ده.

کله مې چې د لومړي ځل لپاره لیکوالي پیل کړه، ملګرو او استادانو به ویل هر هغه څه دې چې په ذهن کې دي و یې لیکه پروا مه کوه چې سم دي که نا سم، خو یوازې لیکه یې. دا خبره سمه او پر ځای وه. خو ما یوه ستونزه لرله هغه دا چې اول خو مې دومره څه په ذهن کې و نه چې له هغه دې یوه کیسه جوړه شوې وی یا دې له هغه یو مضمون جوړ شوی وی. بیا به که و هم ما له ذهن او حافظه د کاغذ مخې ته راوړلی نه شوای. دا سمه وه چې له ذهن یو څه د کاغذ مخې ته راوړم، خو پوښتنه دا وه چې څنګه مې دا کار کړی وئ؟

هغه څه مې چې په ذهن کې دي، څنګه یې ولیکم؟

په لنډه توګه یوه ورځ ما په لیکلو پیل وکړ. سره له دې چې ما ته نه کومه جنايي کیسه معلومه وه، نه د کومې ډاروونکې کیسې سوژه راسره وه خو ما د کیسې لیکل پيل کړل. ما فکر وکړ چې ورځنۍ تجربې ټولې پخپله د کیسې سوژې دي. هره ورځ کولی شم پخپل ورځني کار کې یوه کیسه ځان ته پیدا کړم. په دې توګه به مې هم کیسه لیکلې وي او هم به مې د خپل ژوند یوه تجربه خوندي کړې وي. تاسې هم که سوژه نه لرئ له ورځني ژوند ښې تجربې اخیستی شئ.

دې ته ورته ستاسې احساسات هم له تجربو سره تړلي دي. تاسې کولی شئ له همدې احساساتو او تجربو په استفادې خپله داستاني نړۍ جوړه کړئ.

کله چې زه یو څه احساس کړم

د پرون ورځې کیسه درته کوم. د سرای په منځ کې ناست وم، شل میاشتني ماشوم مې په چمن کې منډې وهلې. هغه کوښښ کاوه چې ښه چټکه منډه وکړي. ما ورته کتل. هغه سره له دې چې نوی په ګرزېډو راغلی خو بیا یې هم هڅه کوله چې چټکه منډه وکړي. نیم چمن یې لا نه و وهلی چې پړمخې را ګزار شو، ما ورته کتل د هغه له لویدو سره سم زما په زړه کې څړیکه تېره شوه. دا هر څه پخپله یو احساس و، په یوه نامريي تار زه او هغه سره تړلي و، ماشوم پاڅېد ځمکې ته یې سوکونه او لغتې بندې کړې، د خپلو لوېدلو پړه يې پر ځمکه اچوله. ولاړم د ورځني یادښت کتابچه مې پرانیسته او همدا صحنه مې پکې ولیکله، په دې توګه ما هم یوه تجربه خوندي کړه او هم مې د خپلې راتلونکې کیسې لپاره د احساس د لېږد یوه نوې لاره پيدا کړه.

درې ګامه تر لیکلو

کله چې زه غواړم له خپل حقيقي ژوند ځينې احساسات کیسو ته را انتقال کړم، نو لاندې درې کارونه کوم.

لومړی ګام: د احساساتو ورځنی یادښت

زه چې کله د یوې کیسې لیکل پیل کړم او وغواړم چې یو څه ولیکم، نو لومړی ورځم د یادښت کتابچه مې ګورم، پنځه دقیقې مې لګېږي، خو هلته مې هرو مرو داسې څه لیکلي وي چې په کیسه کې زما په درد خوري.

کله چې تجربه یا کوم ثبت کړی احساس مخې ته راغی بیا یې لیکم. کوښښ کوم هغه پخپله کیسه کې عملي کړم. باید ووایم چې زما دا لیکنه دخپرېدو وړ نه وي او نه هم د دې وړتیا لرې چې نورو ته یې وښيم، خو وروسته څو ځله کتلو هغه د دې وړتیا لري چې خپره شي او نور خلک نظر ورباندې ورکړي. په دې توګه ما یوازې احساسات لیکلي وي او کولی شم ګټه ترې واخلم. اوس که دا شیان ما نه وی لیکلي کېدای شوای له ما هېر شوي وی. زما نوټونه او یادښتونو ما ته یوه انګیزه راکوي او ډير کله داسې هم شوي چې بالکل یې زما د کیسې زاویه بدله کړې ده.

د زوی په اړه مې چې خپل احساس لیکلی هغه کېدای شي داسې یو متن شي:

لیدل مې چې بچی مې منډې وهي. زوی مې ولوید. د درد احسای یې وکړ. د هغه درد مې حس کړ. نوی یې تګ پیل کړی و، خو هغه له لوېدلو سره سره را پورته شو، هغه په دې پوهېدو که له لوېدلو وډار شي منډې نه شي وهلی. هغه بیا تر هغې حرکت نه و کړی څو یې چې چمن ته څو ګزارونه ور نه کړل. هغه د خپل لوېدلو پړه پر چمن اچوله، خو د خپلو عضلو له کمزورۍ نه و خبر.

زما د یادښت لیکلو پنځه دقېقې وخت نه و نېولی. لوستلو یې هم تر پنځو دقیقو کم وخت ونیو، خو زما یوه تجربه او حساس یې خوندي کړی و، له پورته کرښو کولی شم هرو مرو په یوه کیسه کې ګټه پورته کړم. نو اړ نه یم چې پر خپل ذهن ډېر فشار راوړم او یا هم کوم وخت ځان بې سوژې وبولم.

دویم ګام:  د خپلو احساساتو ژورو ته ځم

کله چې ما یادښت پرانیست او یو څه مې ترې واخیستل اوس نو هغه احساسات چې ما لیکلي تحلیل کوم. کوښښ کوم له هغه یوه ښه پایله واخلم. غواړم خپل کرکټر تصور کړم، هغه ته خپل احساسات ور انتقال کړم، غواړم هغه څه د خپل کرکټر په څېره او کړو ړو کې ووینم چې ما احساس کړي دي او یا ما تجربه کړي دي. اوس نو دې ته لاره جوړوم چې زما کرکټر (ښځينه/ نارینه) څنګه هغه تجربه چې ما کړې ده نورو ته عملي ښودلی شي؟ دا احساسات څنګه عملي کولی شئ او هغه لاره کومه ده چې هر څه طبیعي او ښایسته ښکاره شي؟

اوس نو همدا چې فکر مې وکړ کرکټر او بڼه مې خپلې تجربې او احساس ته پیدا کړه، له ځان سره یې لیکم، وروسته ورځم او ښکلې کیسه ترې جوړوم. ښايي د کیسې لیکل او په اړه یې فکر کول، بیا اډېټ کول یو څه وخت و نیسي خو همدا نو د لیکوالۍ ښکلا ده، څومره چې ژور فکر وکړې، په موضوع پسې ژور وګرځې همدومره به دې کیسه ښکلې وي.

درېیم ګام: صحنه لیکم

ما له احساساتو یادښت اخیستی و، په دې اړه مې هم فکر وکړ چې زما کرکټر به اوس دا پېښه او تجربه څنګه عملي کوي. اوس نو د دې وخت دی چې دا هر څه ولیکم. اوس که زه غواړم یو ناول یا یوه کیسه له خپلو تجربو جوړه کړم په اړه یې فکر نه کوم، ځکه په دې توګه به مې سترګې ورته سپینې شي چې دا به اوس څنګه پوره کېږي؟ اوس یوازې غواړم خپل احساسات او تجربه راوباسم او قلم ته یې تسلیم کړم. زه اوس یوازې غواړم په همدې شېبه کې لیکل وکړم او ټول فشار مې پر دې وي چې څنګه خپل احساسات آزاد کړم او له حافظې یې د کاغذ مخې ته راوړم. وروسته شا ته ځم او هر څه ته یو تړاو ورکوم، کوښښ کوم چې خپل تسلسل وساتي او بیا نو د دې وخت دی چې هغه به کیسه شي، کیسګۍ شي او که نه ناول.

د بېلګې په توګه زه غواړم په دې وروستیو کې پر یوه ناول کار وکړم. دغه ناول د دوو داسې کسانو په اړه دی چې له خپله کوره وتلي دي او اوسمهال کور نه لري. اوس د ناول په یوه صحنه کې یو کرکټر منډه کوي او کوښښ کوي چې وتښتي، خو زه پوهېږم هغه څنګه د بل کرکټر ګوتو ته ور ولم، غواړم هغه ولوېږي دا چې د لوېدلو صحنه څنګه انځور کړم ما لېدلې ده، ځکه د خپل زوی لوېدل مې په سترګو لیدلي دي. اوس نو دا یوه تجربه او احساس په خپل ناول کې ښه راوستی شم.

کېدای شي دا صحنه تر یوه وخته پورې له نور ناول سره و نه شم تړلی، خو زه خپلو لیکلو ته ادامه ورکوم، که زما په ناول کې داسې صحنه راشي چې په هغه کې زما د کیسې اتل د څو کسانو لاس ته لوېږي او اتله نشي کولی څه وکړي یوازې، اتل غورځي، اتله د هغه درد احساس کولی شي. زه کولی شم دا صحنه په ښه توګه انځور کړم؛ ځکه دا هر څه ما د خپل واړه ماشوم په لوېدو کې لیدلي دي. په دې توګه کولی شو خپلې تجربې پر خپل کرکټر عملي کړو.

تاسې تر هغه څه ډېر پوهېږئ چې فکر کوئ

ښايي موږ نابغه نه و، یا ښايي موږ بې کوره اتلان نه و یا ښايي موږ ډیر هغه څه چې غواړو ولیکو نه وي کړي یا نه وي تجربه کړي، خو یوه خبره کوم چې زموږ احساسات نړیوال دي. هغه څه چې موږ یې احساس کوو ټوله نړۍ یا د نړۍ ټول انسانان یې احساس کولی شي خو مهمه دا ده چې دا حساسات باید رابرسېره کړو. کله چې موږ خپل احساسات وساتو، خپل تجربې د کاغذ پر مخ خوندي کړو کولی شو له هغې د یوه قدرت په توګه کار واخلو، په لیکوالۍ کې هغه موږ ته پياوړتیا او قدرت را بښلی شي. موږ که خپلې تجربې په لیکوالۍ کې وکاروو نو لیکوالي به مو عملي وي، نورو ته به په زړه پورې وي. زه په یوه خبره باور لرم. هر هغه څه مو چې په یاد او حافظه کې دي هغه ولیکئ. وروسته وروسته به دا هر څه درته عادي وي. خو که مو ونه لیکل هغه به تر ایرو لاندې الماس شي چې هیچا ته په درد نه خوري.

همدا نن یو کار وکړئ

هغه څه مو چې نن تجربه کړي پنځلس دقیقې وخت ورکړئ. د هغه په اړه ښه ژور فکر وکړئ او بیا یې را واخلئ پر خپل کرکټر یې عملي کړئ. کله مو چې خپل کار سر ته ورساوه له خپلو ملګرو سره یې شریک کړئ او د هغوی نظرونه یې په اړه واخلئ.

81 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *