Categories

اعلان

Loading…

مکین: تر څو چې طالبانو ته له پاکستان پوځي او مالي مرستې رسېږي، دا ډله نه شي ځپل کېدای

تاند- د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې رييس جمهوریپال سناتور جان مکین، چې تازه د افغانستان او پاکستان له سفره خپل هیواد ته ګرځېدلی، وايي چې د پاکستان له خاورې له وسله والو طالبانو سره پوځي او مالي ملاتړونو د افغانستان حالات سخته کړي دي.

سناتور جان مکین وویل، د پاکستان په خاوره کې د وسله والو طالبانو په تېره بیا د حقاني شبکې د خوندي پناهځایونو له ویجاړېدو پرته په افغانستان کې طالبانو ته ماتې ناشونې ده.

ده تاکید وکاوه«په افغانستان کې د سولې تش په خوله د ملاتړ شعارونه ګټه نه کوي، باید د پاکستان مشران په خپله خاوره کې د یاغي ډلو مرکزونه او پناهځایونه له منځه یوسي.»

د دیکان کرونیکل انلاین خپرونې د راپور له مخې مکین د پاکستان له (ARY News) سره په مرکه کې وویل، پاکستان باید د حقاني شبکې پر ضد اقدام وکړي ځکه دا شبکه د یو شمېر امریکایانو او افغانانو په وژلو کې لاس لري او په پاکستان او افغانستان کې فعالیت کوي.

مکین او درو نورو امریکايي سناتورانو لینزي ګراهام، جو ډونلي او بین ساسي د تېرې اوونۍ په پیل کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز او نورو چارواکو سره وکتل او وروسته د پاکستان د پوځ په هیلي کوپتر کې د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته بېول شول چې په سیمه کې د طالبانو پر ضد د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو په اړه وضعیت له نژدې وګوري خو مکین یوه ورځ وروسته (جولای ۴) په کابل کې وویل چې له پاکستاني چارواکو یې وغوښتل چې د حقاني شبکې پر ضد اقدام وکړي.

سناتور مکین په افغانستان کې د ۸۴۰۰ سرتېرو د پرېښودو په باب د ولسمشر بارک اوباما د وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ، ویې ویل چې باید په پاکستان کې د ترهګرو خوندي پناهځایونه له منځه یووړل شي.

294 total views, 1 views today

2 comments

  1. نجیب الله علیزی Reply

    موږ خو همدا لس کاله همدا چیغي وهو چي تروریستان په پاکستان کښي دي او هلته یې چاره وکړي نو تاسو خو هره ورځ پاکستان ته پوځي کمکونه ورکوي ولي؟

  2. Naimatullah Zafary Reply

    زما په آند دا کومه نوی خبره نده بلکه د زلمی خلیلزاد په کتاب*استازی* کی هم په 2005 کلونو کی د امریکا د وقت لوړپوری چارواکو او په خپله خلیلزاد په دی ټینګار کوولو چه پاکستان باید د ټرهګری د ګروپونو څخه لاس واخلی او به صداقت سره د ټرهګری سر مبارزه وکړی او د پاکستان د وخت مشرانو دا خبره په وار وار سره رده وله چه مونږ ورسره شریک نه یو او زمونږ مبارزه صادقانه ده. د خلیلزاد خبر زه بیا هم دلته تاییدوم چه باید پاکستان د شمالی کوریا په شان یواځی پاتی شی. مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2