Categories

اعلان

Loading…

څنګه مو هیلې پر حقیقت بدلولی شو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

 

دا چې څنګه کولای شو خپلې هیلې پر حقیقت بدلې کړو، دې موخې ته د ورسېدو لپاره څو لارې شته.

د هغه څه، چې تاسو یې هیله لرئ هره ورځ یې ښکلي انځورونه وګورئ.

د خپلو هيلو په اړه مو هره ورځ خیال بافي وکړئ.

د خپلو هیلو په اړه مو هره ورځ کیسې ولیکئ.

هره ورځ مو ذهن په ښکلو هیلو ښایسته کړئ.

له خپله خیال پلوه خوند واخلئ؛ فکر وکړئ، چې همدا اوس هغه څه، چې غواړئ لاسته یې راوړئ لری یې او د هغو له شتون څخه خوند اخلئ

د ژوند له هر فارغ وخته مو د خپلې راتلونکې لپاره ګټه واخلئ.

خپل وخت مو پر منفي خبرو، د منفي انځورونو پر کتلو او د منفي فلمونو پر لیدلو مه تېروئ. خپل وخت مو په کینه، حسادت، مه ضایع کوئ، بلکې د ژوند هره شېبه مو په شکر ادا کولو او د نورو د خوښ ساتلو لپاره و کاروئ. د انګېزې د ساتلو لپاره مو هڅه وکړئ، چې د موخې انځور مو تل په سترګو کې و ځلېږي او په اړه یې لیکل وکړئ. فکر وکړئ، چې موخې ته د رسېد په وخت کې څه ډول احساس لرئ؟ ولیکئ، ولیکئ او څومره چې لیکئ، هغومره به مو له خپلې موخې سره مینه پیدا شي. هر سهار ولیکئ، هره شپه ولیکئ، کله چې وزګار اوسئ د خپلو هیله په اړه مو ولیکئ، د دې پر ځای، چې کینه وکړئ د بېچاره ګۍ او یوازېتوب احساس وکړئ، دا ولیکئ، چې غواړئ چېرته ورسېږئ، څه وکړئ او څنګه یو کس درنه جوړ شي.

داسې انځورنه پیدا کړئ، چې موخې ته رسېدل پکې په ګوته شوي وي. که غواړئ کور واخلئ نو د خپلې خوښې د کور انځورمو پیدا کړئ او مخې ته یې کېږدئ.

4 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *