Categories

اعلان

Loading…

د نړۍ تر ټولو ستر راډیو تیلسکوپ په چین کې جوړ شو

تاند- چین د نړۍ تر ټولو ستر رادیو ټیلسکوپ، چې ۵ کاله پخوا یې کار پرې پیل کړی و، وروستي پړاو ته رسولی دی.

دا ټیلسکوپ د چین په جنوب کې د ګوییژو (Guìzhōu) ولایت په یوه غرنۍ سیمه کې جوړ شوی دی.

د دغه ټیلسکوپ قطر ۵۰۰ متره او مساحت یې د فوټبال د ۳۰ میدانونو هومره دی.

تر دې وړاندې د نړۍ تر ټولو ستر ټیلسکوپ د امریکا د ناسا ټیلسکوپ و چې بې شمېره ستوري، مځکې، اجرام او کهکشانونه یې پرې کشف کړي دي.

2چین وايي چې په دې ټیلسکوپ به، چې دوه میاشتې وروسته ورڅخه کار اخلي، په فضايي تحقیقاتو کې ګټه واخلي.

 د دې ټیلسکوپ پر جوړولو چین ۷۰۰ ملیون یوانه، چې شاوخوا ۱۱۰ ملیون امریکايي ډالره کېږي، لګولي دي.

د دغه ټیلسکوپ د جوړولو وړاندیز په ۱۹۹۴ م کال وشو خو کار پرې په ۲۰۱۱ م کال پیل شو.

نن چین وویل چې د دغه ټیلسکوپ، چې له زرګونو درې کونجي ټوټو جوړ شوی، وروستۍ ټوټه نصب شوه.

74 total views, 1 views today

enclosure:
https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/c/c9/Zh-Guizhou.ogg 16295 audio/ogg

1 comment

  1. Bashir Reply

    دآفغان حکومت ددې چينائې وسلو په ساتنه کي پوره مسوليت لري چه دا وسلې دمخاليفونو او دپاکستان ولاس ته يا ونشنلستي افرادو په لاس ونه لويږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *