Categories

اعلان

Loading…

د ټولنيزو رسنيو ارزښت او مسوليت/ ګل احمد محبت

په يوه ورکشاپ کې ملګرو په دې بحث وکړ چې (FM) راډيو ګانو يا غږيزو رسنيو خلک بې لارې کړل. د هغوی هدف دا و چې دغو رسنيو په کلي کور کې دومره نفوذ کړی چې ښځې يې د خاوندانو او اولادونه يې د پلرونو په مقابل کې راپورته کړل. دا به دومره مهمه نه وي؛ ځکه زموږ په ټولنه کې دود همدا دی چې چا ته دې د هغه حقوق نه ښودل کېږي او باداري دې پرې کېږي.

دلته تر ټولو اړينه دا ده چې ووايو رسنۍ دومره زور او اغېز لري چې يو بدلون او انقلاب يې راوستی او راوستی يې شي. يو وخت ويل کېدل چې رسنۍ د يو هيواد څلورمه قوه ده؛ خو اوس ويل کېږي چې رسنۍ پر درې واړو قواوو پورته ده او پر دوی د څار او نظارت دنده لري. موږ هم  همدا خبرې منو؛ خو که څوک راته ووايي چې د خپل رسالت له مخې عامه افکار مثبت خواته رهبري کړئ؛ بیا مو ځواب له دې کاره عجز، ناتواني  او منفي وي.

رسنۍ د خپل اصلي رسالت او مسوليت له مخې کولی شي عامه افکار مثبت خواته رهبري کړي. د يو ولس عامه افکار که کنټرول کېدای نه شي؛ خو رهبري کېدای شي. رسنۍ کولی شي، په ولس کې ډاډ او رواني امنيت رامنځته کړي او هم کولی شي د خلکو رواني امنيت ته زيان واړوي. د بیان له ازادۍ څخه په ناوړه ګټنې موږ له رسنيو څخه هم ناوړه ګټه اخلو. خو دې ته مو پام نه دی چې د بيان ازادي د رسنيو له ازادۍ سره توپير لري. هر هغه څه چې موږ په کلي کور کې په وستل کې وايو، د هغه ويل له رسنيو څخه، د رسنيو د قانون خلاف عمل دی.

 زموږ په هيواد کې بيا ډېرې رسنۍ پر مثبت خوا کار نه کوي. يا خو په شعوري ډول دوی دا کار کوي او يا يې په لاشعوري ډول د خلکو افکار تخريب کړي دي. انګرېزان وايي: (له هر هغه څه نه چې د وينې بوی راځي، هغه د خبريالانو لپاره د ليډ ارزښت لري.) موږ دې ته خوشالېږو چې زموږ خبر دې مينه‌وال ولري. که په يو ځای کې کومه لويه پروژه افتتاح کېږي موږ يې په کيسه کې هم نه يو؛ خو که يوه وړه چاودنه هم وشي، بيا د ټولو رسنيو د سر خبر همدا وي.

شايد په نوره نړۍ کې هم همداسې وي؛ خو موږ افغانانو بيا دې کار، ته کار ويلی دی. د هيواد په يو ګوټ کې يوه وړه جګړه او يوه وړه چاودنه په ټول هیواد کې لکه د ځنګل د اور داسې خپرېږي؛ خو ډېر لوی، لوی مثبت کارونه څوک په خوله هم نه اخلي. ولس او هیوادوال هم له دغسې منفي خبرونو سره سخته دلچسپي لري او له مثبتو هغو سره يې بيا نه لري او نه ورته کوم ارزښت ورکوي. ځکه چې زموږ په هیواد کې فقر، غربت او جنګ خلک له دې سره روږدي کړل چې د جنګ او جګړو له خبرو پرته دوی ته نور څه خوند نه ورکوي.

شايد يو شمېر رسنۍ همدا دليل ووايي چې موږ د ولس په خوښه دا کار کوو. خو د دوی دا دليل ناسم او هيڅ پر ځای نه دی. رسنۍ او ژورنالستان د ټولنې سر لارې دي. دوی بايد ولس ته دومره ورښکته نه شي چې ځان د ولس په رنګ کې رنګ کړي. دوی بايد ولس په ځان پسې روان کړي. دا د رسنيو د وس خبره ده چې د ولس ذهنونه ووينځي او د دوی دا دود او دا ذوق بدل کړي.

څومره وخت چې موږ په رسنيو کې منفي‌ګرايي ته ورکوو، که دومره وخت مثبت‌ګرايي ته ورکړو باوري يم چې اغېز به يې څو چنده زيات وي. دا د رسنيو او ژورناليستانو مسوليت دی چې د خلکو ذهنونه راجوړ کړي. که موږ په فزيکي لحاظ يو څوک يو کار کولو ته په زور او جبر اماده کوو، تر ټولو اسانه لار همدا ده چې لومړی د هغه ذهن د دې کار کولو ته جوړ او اماده کړو؛ خو دا کار د رسنيو له لوري کول ډېر اسان او رازان کار دی چې  عزم او اراده موجوده وي.

په خواله رسنيو(فيسبوک، ټويټر او ….)  کې خو بېخي زموږ اخلاق پرېوتي او مسوليتونه مو راڅخه هېر دي. هر څومره چې افغانستان د ټيکنالوژۍ له اړخه پرمختګ وکړ، هر څومره چې د بیان ازادي پياوړې شوه او هر څومره چې يې رسنيو ته وسعت او پراختيا ورکړه په هماغه کچه ورسره زموږ ژورناليستيک اخلاق راټيټ او رسنيز سلوک مو همدومره کمزوری شو. د ټيکنالوژۍ له وسعت او پرمختګ سره د هر چا جېب ته رسنۍ او د پيغام لېږدونې وسيله ورسېده.

هر څوک له هر ځايه کولی شي چې خپل پيغام له نورو سره په اسانه او ارزانه ډول شريک کړي. خو زموږ ډېر پيغامونه داسې نه وي چې د ولس او هيواد په خير دې وي. بې‌ځايه نيوکې، غندنې، شخصيت وژنې، ښکنځلې او یا هسې څو بې مفهومه رنګين الفاظ زموږ پيغامونه تشکيلوي. د نورې نړۍ خلک انټرنيټ او خواله رسنۍ د دغو اهدافو او هسې ساعت تېرۍ لپاره نه کاروي. هغوی له دې لارې خپل علمي معلومات ډېروي او خپلې ستونزې پرې اواروي.

دا هم هېرول نه دي پکار چې زموږ ډېر هغه وګړي چې خواله رسنيو ته لاس‌رسی لري بېسواده او نالوستي دي. خو چې يو شمېر لوستي يې وګورې پر هغو نالوستو به شکر وباسې. چټيات، وېره او وحشت خورول، بې اساسه معلومات خپرول او د مشرانو غندل يې د ډېرو لوستو خلکو اصلي او اساسي کار دی. هر څوک چې په هر ځای کې هره خبره له خولې وباسي بايد په مسوليت او احتياط سره يې وکړي.

په خواله رسنيو کې د مستعاريانو بازار سخت ګرم دی. که مستعار نوم د اصلاح او ښه نيت په پار وکارول شي خو ډېره ښه ده؛ ځکه دې ټولنې ته په کتو بايد له مستعار نومه استفاده وشي، کنه نو په مستعار نوم د چا غندل او بې ځايه څرګندونې کول د پست‌فطرتۍ هغه نهايي حد دی. دا هيواد او دا ولس پر هر چا حق لري؛ خو پر ژورنالستانو يې تر هر بل چا ډېر حق او د دوی مسوليت تر بل هر چا دروند دی. تمه ده چې د خپل اصلي رسالت او مسوليت له مخې داسې مواد خپاره کړي چې د هيواد په ابادۍ او سمسورتيا کې ګټور او د عامه افکارو د ترميم سبب او لامل وګرځي.

51 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *