Categories

اعلان

Loading…

د داعش مړي کابل ته یوسئ/ پښتون زلمی

نظر

ګرانوهیوادوالو ! امنیتي ځواکونو تر اوسه پورې پینځه دیرش داعشیان وژلي او اته ویشت تنه ټپیان دي. جګړه په شدت سره دوام لري. یوه هیله لرم ! که چیرې مې چارواکي غږ آوري نو له جګړې وروسته په هغه صورت کې چې مونږ ته د داعش مړي، ټپیان او روغ کسان په لاس راغلل دا کابل ته انتقال کړئ.

تر هغې چې د اورکزو، اپریدو او نورو اخوا میشتو پښتنو کورنۍ او مشران نه وي راغلي مړي یې څلور سوه بستر روغتون کې وساتي. کله چې هغوی راغلل نو د میلمه پالنې په خوا کې به یې پوهوو چې د دوی زامن د پنجاب تر امر لاندې د خپلو پښتنو په وړاندې غپول کیږی.

دوی به لیکلی تضمین کوي چې هلته به پښتانه پوهوي چې د دوی بچیان د پنجاب لپاره جګړه کوي نه د اسلام لپاره. کله چې د مړو جسدونه ورسپارل کیږي نو نړیواله میډیا باید حضور ولري او د پاکستان سفارت ته د دوی په حضور کې وسپارل شي.

په دې توګه به له یوې خوا پاکستان بربنډ شي او له بلې خوا به هلته میشت پښتانه وپوهول شي. مننه قوماندان زړور ذاهد صیب تانه هیله کوو چی دا کار وکړې

12 total views, 1 views today

6 comments

  1. babrak Reply

    ډیر ښه پیشنهاد دی
    که دولت دا کار ونه کړی نو معلومیږي چي زمو رهبران ټګان دی

  2. Ahmad Reply

    زه له دی نظر سره موافق یم باید د قومی مشرانو ډله راشی او داکسان له تضمین ورسته ورکړل شی او پوره وه پوهول ش

  3. هاشم Reply

    یو زبردست، ګټور او نوښتیز نظر دی- عملي کول یې ضروري دي!

  4. mawlawi khadim Reply

    بهترین نظر دی
    ملګرو تایید یې کړئ
    الله دې ټولې فتنې دفعه کړي

  5. Kafil Niazai Reply

    چا کی چی عقل وی دیره ښه وی ګرانه تا خوډیره سمه خبره کړی ده خو په چا یی عملی کړو؟

Leave a Reply to babrak Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *