Categories

اعلان

Loading…

د کوټ غميزه او زمونږ مدني فعالان/عبدالله مياخېل لندن

ځينې دوستان د موقت حکومت ، لويې جرګې او نورو مسايلو باندې چې هيڅ يې اوس وخت نه دى او نه هم امکان لري خبرې کوي ، که ددوى نه پوښتنه وشي چې وروره ولې موقته اداره غواړې؟ ځواب يې دادى چې ولا وضعيت ورځ تر بلې خرابيږى او بايد لاسته راوړنې حفظ او وساتل شي. نو ته او خداى چې د موقتې ادارې په رامنځته کيدو ته لاسته راوړنې ساتې که تخريبوى او په لوى لاس لاسته راوړنې چلنجوى!! لاسته راوړنه خو همدا ده چې د تير حکومت دوام دى . يا وايې خير مخکې له وخت څخه دې انتخابات وشي؟ نو ستا د انتخاباتو مصارف خو يوسل او پنځوس ميليونه ډالره کيږي او بهرنيان په کې خپله دلچسپي لري او قانوني کميسيون پسې راخيستې چې اصلاحات !!! بايد په کې راشي کنه مونږ همکاري نه شو کولاى ، نو ته د خپلې بوديجې څخه ټاکنې ترسره کولاى شې؟ حتمآ ځواب مو نه دى . نو که په وطن مو زړه درد کوي راځې وروره موقته اداره دا هغه پريږدۍ چې داحکومت خپل پاتې عمر (درې کاله) نور هم پوره کړي ، فکر وکړئ عبوري حکومت دى او تېر به شي د همدې حکومت ملا وتړۍ او همکار شئ ورسره ، ددې پرځاى چې دحکومت بدلون غواړئ او مظاهرې کوئ، او غونډې کوئ د ننګرهار غم وخورئ ، دبدخشان فکر وکړئ د سنګين په اړه غږ پورته کړئ ، ټول وطن مو د وينې رنګ اخيستى ، له تيرو دوو راهيسې د ننګرهار کوټ په سرو لمبو کې سوځي ، په لسګونه خلک په دې جګړه کې شهيدان شول ، ټپيان شول ، کورونه يې وسوځول شول او لاهم په شدت سره جګړه روانه ده او هيڅوک يې دمخنيوي په اړه غږ نه پورته کوي ، بس ټوله خبره د واک او قدرت ده ، ځوانان او تش په نوم معدني !!! مدني فعالان موقته اداره غواړي او لاريونونه کوي ، غونډې جوړوي چې مونږ حکومت نسکورو وو هيڅ هم نه شئ کولاى ، که دومره تکړه ياستۍ د هغه وحشت په اړه غږ پورته کړئ چې په هيواد کې روان دى . ننګرهار پوهنتون محصلينو ! که همدا اوس يو کس غږ پورته کړي چې په امريکا کې د قرانکريم العياذ باالله چا توهين وکړ نو ټول ننګرهار ته اور اچوئ ، خو نن مو ايمان چيرته دى چې د الله تعالى مخلوق بې ګناه د جګړې په لمبو کې سوځي ، ستا دا مسوليت دى قران د الله کتاب هغه يې په خپله ساتي ستا چيغو ته يې ضرورت نشته د الله د مخلوق ژوند وژغوره چې د دنيا او د اخرت ګټه په کې ده ، ستا اواز او چيغه ځاى نيسي ، که ثواب غواړى الله فرمايي چا چې ديو انسان ژوند وژغوره لکه چې د ټولو انسانانو ژوند يې ژغورلى وي. او مونږ په داسې يو موضوع بحثونه او غونډې کوو چې هيڅ لومړيتوب نه لري ، راځئ لومړيتوبونو پسې ورګرځو ، چې ملت ته څه لومړيتوب لري ؟ د ملت درد نوى ولسمشر دى که امنيت ؟ ملت کار غواړي که نوى حکومت ؟ ملت ډوډۍ غواړي ، آرامه او امن ژوند غواړي . پريږده چې ځواب يې کړم چې خبره خلاصه شي نوى ولسمشر دى هم وضعيت نه شي ښه کولاى . که کولاى شي ايا دې ولسمشر نه خارجيان شکايت لري ؟ يا ستونزه ورسره لري؟ همدغه پيسې چې اوسني حکومت ته ورکول کيږي کيداى شي بل حکومت ته هم ورکړل شي ، اوس د لسو کالو وړاندې افغانستان نه دى ، ولسمشر په تش جيب نه جنګ کواى شي ، نه انتخابات کواى شي ، يوشى هغه ده درګرده لګيا ده کوي چې بهرنۍ مرستې جلب کړي په زړو او نويو پروژو کار وکړي دا يې مسوليت دى او کوى يې!! خو ! ستا عالي جناب مسوليت څه شى دى ؟ کله مو پدې فکر کړى ؟ هرسم هم اوس مونږ بد وايو ، انتقاد وکړئ داصلاح لپاره نه د تخريب لپاره. وروره مصلحت مخکې هم شوى وو اوس هم دى او پرته له مصلحتونو حکومت هم نه کيږي ، زه خپله هم مصلحت پلوى سړى يم ، نور راځئ تير په هير د خپل رنځور ، دردمند او په وينو ليت پيت هيوادوال په خاطر ددوښمنانو بد نيت او شوم اهداف نابود کړو، او په ګډه دخپل ګران هيواد د آبادۍ او له روان وضعيت څخه د ايستلو کوښښ وکړو
. مننه #وماعلينا #الالبلاغ

231 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2