Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان ستونزې او فرصتونه – د روغتیايي سیستم ارزونه

حمد عارف رسولي

 (درویشتمه برخه)

په روغتیایي خدمتونو کې بهرنیو هیوادونو ته اړتیا

کله چې پاکستان په زرهاوو افغانان چې زیات یې ناروغان او د هغوی خپلوان وو، په ناڅاپي توګه په تورخم کې په سره لمر کې په ساعتونو او ورځو ایسار کړل، نو زموږ د خلکو مجبوریت او مظلومیت یې نړۍ ته وښود او زموږ د خلکو وطني احساس ته یې هم ټکان ورکړ.

زیاتو هیوادوالو له دولت څخه غوښتنه وکړه چې په هیواد کې یوه یا څو معیاري شفاخانې جوړې کړي تر څو هیوادوال د پردو او په تیره د ګاونډي پاکستان له احتیاجه خلاص شي. دا غوښتنه په ځای ده، د خلکو ویښتیا ښيي،او ښه پرمختګ دی، ځکه د پرمختیایی علومو د پوهانو په اند که خلک د غفلت په خوب ویده وي، د خپلو ستونزو په هکله سم فکر ونه کړي، د پخپلو پښو دریدو او په ځان بسیاینې په فکر کې نه شي، اصلاحات و نه غواړي، په چارواکو اړین زور وا نه چوي، په پریکړو اغیزه و نه کړي نو په هغه ټولنه کې پرمختګ هم نه راځي. دولت ته په کار ده چې د ملت غوښتنو ته ځواب ووایي. زه باور لرم چې دولت او اړین ارګانونه به یې هم تر خپله وسه ورباندې کار کوي ترڅو دا ملي ستونزه حل شي.

اوس اصلي خبره داده چې ایا یوازې د یوې یا څو شفاخانو جوړول موږ د پردو او په تیره د پاکستان له احتیاجه خلاصولای شي او که نور څه کول هم په کار دي. زموږ دولت او ملت ته په کار ده چې یاده ستونزه، نورې ورپورې تړلې مسئلې، او په تولیزه توګه په هغو لاملونو او عواملو باندې چې دا او نورې ملي ستونزې یې راپیښې کړي دي پوره غور وکړي، هر اړخیزه ارزونه یې وکړي او د سمو او اصلي لارو په موندلو کې ورڅخه کار واخلي.

د افغانستان د روغتیاي سیستم ننګونې

په اصل کې د روغتیايي سیستم ستونزه د هیواد د نورو سکتورونو ستونزو ته ورته ده، او هغه زموږ د دولتي نهادونو، حکومتولۍ، د قوانینو د پلي کولو، د پالیسیو او کړنلارو د پلي کولو او نورو ساحو کې زموږ ملي ستونزې په ګوته کوي. خو دلته یوازې د روغتیايي سکتور په هکله بحث کوو.

له یوې خوا زموږ ۳۶ سلنه خلک د بیوزلۍ تر کرښې لاندې په فقر کې ژوند کوي او خلک مو د خپلو کورنیو د روغتیا لپاره اړینه پانګونه نه شي کولای، زیات ماشومان مو د خوار ځواکۍ (سو تغذي) له ستونزې سره مخ دي، د مور او ماشوم پالنه نشته، روغتیا پالان (صحي کارکوونکي) خلکو ته صحي مالومات کم ورکوي او د ملک په زیاتو سیمو کې یې هیڅ درک نه لګي، عام خلک د راز راز ناروغیو اړینو واکسینو ته لاسرسی نه لري، ښاري هوا مو تر نړیوالو ستندردونو څو ځلې زیاته ککړه ده، د څښلو پاکو اوبو ته مو کم خلک لاسرسی لري، د حفظ الصحې، سنتشن او صحي تشنابونو خدمتونو او اسانتیاوو ته لاسری په تیره په کلیوالو سیمو کې کم او په نشت حساب دی. له بلې خوا، جګړو او ناخوالو، بیکوره توب، د قانون نه پلې کیدو، د زورواکانو ظلمونو او نورو زموږ خلکو ته د رواني ناروغیو ستونزې پیدا کړې دي. دا ټول هر یو پخپل وار او په ګډه سره په هیواد کې د ناروغیو زیاتوالي ته لاره اواروي.

له پورتنيو لاملونو چې کومې ناروغۍ راټوکیږي یوازې په دوا او معالجوي طبابت یې نه شو کابو کولای او د عامې روغتیا وقایوي اړخ ته هم پاملرنه په کار ده. خو زموږ په صحي سیستم کې تر وقایوي طبابت په معالجه او تداوۍ باندې زیات تمرکز کیږي.د وقایې لپاره سم ښوونیز نظام، فرهنګ، سهولتونه،  علمي څیړنې، مجهر څیړنیز مرکزونه او څیړونکي، او متخصص ډاکټران ډېر کم لرو او اړینه پانګونه په دې کې نه ده شوې. زموږ په روغتیايي نظام کې د طبي ډاکټر، نرس، روغتیا پال، قابلې، د حفظ الصحې او مور او ماشوم د ساتنېد کارکوونکو تر منځ کوم نړیوال منل شوی تناسب او انډول نه شته.

زموږ دولتي سیستم د ارزونو، تفتیش، د کمښتونو او غوره ټکو د رابرسیره کولو، په دې هکله په اړینو وختونو کې د کوم علمي راپور د جوړولو په هکله کوم منل سیستم نه لري او که یې لري، نه کمښتونه رابرسیره کوي، نه ورڅخه څوک درس اخلي او هر څوک او هره اداره او مرکز هڅه کوي چې خپلې ستونزې پټې او پلټونکي راضی وساتي. خو که یو ښه نظارتي او مدیریتي سیستم، او د لوایحو د پوره  پلي کولو قوي سیاسي اراده رامنځته شي دا ستونزه به هم په کراره کراره حل شي.

مالومه ده چې پانګې ته اړتیا ده. خو که رښتیا ووایو که سم مدیریت او رهبري وي، پانګه به ستونزه نه وي. نړیوال مرسته کوونکي مرسته کوي. همدارنګه، که ښه منظم پلان، د باکیفیته مدیریتي سیستم، د قوي سیاسي ارادې او ښې رهبرۍ په مرسته زموږ د زرهاوو خلکو هغه پیسې چې په بهر کې یې په معالجه لګوي دلته پوره پانګه رامنځته کولای شي.

د ګاونډیو هیوادونو د دوا کمپنیو زموږ زیات دوا واردوونکي او ډاکټران د بې کیفیته دوا رواجولو ته هڅولې ځکه ورڅخه یو څه ګټه اخلي، که څه هم زیاته ګټه یې همدې بهرنیو کمپنیو ته رسیږي. ټولو ته مالومه ده چې د پاکستان د دوا هره کمپنۍ زموږ په هیواد کې زیات شمیر دلالان لري، د یادو کمپنیو د دوا نمونې او سمپلونه مفت زموږ ډاکټرانو ته ورکوي په دې شرط چې هغوی ېې دوا په نسخه کې ناروغ ته ولیکي او دواخانه یې باید ولري. ځینې ډاکټرصاحبان بیا دا بې کیفیته دوا د خرڅلاو او ګټې لپاره بیله کوم سم تشخیصه ناروغ ته خورا زیاته تجویز کوي. خو ډاکتران وایي چې زیاته او بې ځایه دوا استعمال د ګټې په ځای زیات زیانونه لري.

یو وخت له یوې نسخې سره یوې دوا خانې ته ورغلم چې دوا واخلم او ګورم چې دوا خرڅوونکی پیژنم او له زیات وخت وروسته یې وینم. راته ویې ویل د دې نسخې د هر قلم دوا دوه ډوله لري، چې عام کس نه ورباندې پوهیږي، خو یو یې ډېر ښه او بل يې ډېر ټیټ کیفیت لری، په قیمت کې توپیر شته او داچې زه کوم غواړم. حقیقت دادی چې هر چاته دا خبره نه کیږي او دوا ورباندې پلورل کیږي.

د لابراتوارونو لپاره نه کوم منل شوی نړیوال د سرټیفیکشن او اکریډیتشن کوم سیستم کارول کیږي، نه د کوم قبول شوي سټنډرد له مخې کار کوي او که کوم څه وي نه عملي کیږي. وسایط یې ډېر ټیټ کیفیت لري، سمه پالنه او ترمیم یې سم نه کیږي، تکنیشنانو ته اړینه روزنه نه ورکول کیږي او د کار کیفیت یې په ټاکلو وختونو نه ارزول کیږي. که موږ وګورو د ټول کابل په شفاخانو کې یو څو د ګوتو په شمار د (ام ار آي)، (سي ټي سکن) او نور د ښه کیفیت لرونکي وسایل شته. په ځینو شفاخانو کې که وي هم کیفیت یې خورا ټیټ، او ارزونه یې کمزورې وي، او په پای کې سم تشخیص ورباندې نه کیږي.

بله ستونزه داده زموږ زیات خلک د ډاکټر مسلک او تخصص ته نه ګوري، نه ورباندې پوهیږي او نه د دولت له خوا کوم عامه پوهاوي رامنځته کیږي، د یوه مسلک ډاکټر ته هر ډول ناروغ ورځي. هغه هم بیله سم تشخیصه زیاته دوا ورکوي. خلک چاره نه لري نن یوه او سبا بل ډاکټر ته د علاج لپاره ځي، له پیسو هم خلاص شي او ناروغي یې هم په خپل ځای پاته وي.

څه کول په کار دي؟

په هیواد کېد نورو سکتورونو په څیر زموږ د روغتیاي نظام د پرمختګ لپاره دا لاندې قدمونه باید واخیستل شي:

  1. یو توان ورکوونکي بستر او چاپیریال ته چې د غوره قوانینو، لوایحو او مقرراتو د شتون او پلي کیدو په مرسته رامنځته کیږي، او قوي سیاسي ارادې ته اړتیا لري باید پوره پام وشي او رامنځته او تقویه شي. قوانین، پالیسي ګانې او کړنلارې باید تل په دقت وارزول شي او که موثریت یې کم وي باید بدل شي.
  2. د روغتیا وزرات باید داړوندو همکاروسازمانونو په مرسته په مشارکتي توګه د هیواد د روغتیايي نظام لپاره یو لید لوری، د اوږدمهاله یا ستراتیژیک پلان، منځ مهاله او لنډ مهاله د عمل پلان جوړولو او عملي کولو یوه پروسه رامنځته کړي (لاندې شکل دا پروسه ښه ښیی او باید تل تعقیب شي). باید د هغو د پلي کولو، نظارت، ارزونې او ورڅخه د زده کړې سیستماتیک پروګرام ولري او په هرو څو میاشتو کې باید په هغو بیا کتنه وکړي. د پلان کولو دې پروسې او ګډ ستراتیژیک پلان ته باید د وزارت رهبري ژمنه او نور روغتیاي کارکوونکي پکې شامل وي، هغه په ښه توګه پلی کړي، بیا بیا یې وارزوي، کمښتونه یې په ګوته او اصلاح کړي، او دا پروسه د اړتیا له مخې هرې دری میاشتې او یا شپږ میاشتې تکرار کړي. که دا کار وکړي نو تر څه وخت وروسته به یو غوره روغتیاي نظام ولرو.
  1. 2په داسې یو چاپیریال او سازماني شرایطو کې د ښو کدرونو روزل، وده او رشد که ناشونی نه وي خو خورا سخت کار دی. له همدې کبله اړینه ده چې د کدرونو روزنې ته هم زیاته پاملرنه وکړو او لازم شرایط ورته برابر کړو.

د افغانستان د روغتیایي سکتور دولتي او غیر دولتي نهادونه باید یو سم نظارتي او مدیریتي سیستم رامنځته کړي. قوانین او مقررات په کلکه پلي کړي، د فساد او بې کیفیته دواوو د قاچاق، واردولو، پیرودلو او عرضه کولو مخنیوی وکړي. باید اوسني ناکاره لابراتوارونه په نړیوالو معیارنو، ستندردونو او وسایطو مجهز کړي. د تکنیشنانو، ډاکټرانو علمي او تخنیکي سویه لوړه او اوسني بې خونده تشخیص او کمزوره معالجه سم کړي.

زموږ روغتیایي سیستم، شفاخانې او نور روغتیايي مرکزونه باید د یوه یا دوه کلونو په بهیر کې د ځان ارزونې، روڼوالي، د مالوماتو شریکولو، حساب ورکولو، مکافات او مجازات یو پرمختللی باکیفیته نظارتي سیستم او مقررات رامنځته او په کلکه یې پلي کړي. په دې سیستم کې به ټول افغاني روغتیايي مرکزونه وتوانیږي چې لمړی خپلو کمښتونو ته ځیر شي، هڅه وکړي چې هغه لیرې کړي او ځان د ارزونې او نورې زده کړې لپاره تیار کړي، او بیا نور تخصص لرونکي سازمانونه په کار وګوماري ترڅو په مدیریت، نظارت او ارزونه، پلان جوړولو، د پلانونو په پلي کولو، په مالي چارو، د ظرفیت په لوړلو او نورو ساحو کې لا تر اوسه شته کمښتونه ورپه ګوته او اصلاحات راولي. نن سبا د نړۍ ټول ورته نهادونه، لکه شفاخانې، پوهنتونونه او نور له دې سیستماتیک سیستم څخه ګټه اخلي او خپل کارونه ښه کوي.

باید موږ د خپل روغتیايي سکتور په قوانینو او مقرراتو کې داسې بدلون راولو چې زموږ د روغتونونو علمي ارزونه، ټریننګ، بیا ارزونه، سرټیفیکشن او اکریډیتشن په علمي منل شوو نړیوالو معیارونو د متخصصو پلټونکو لخوا ترسره شي. که زموږ روغتیايي سیستم دا کلتور پخوا خپل کړی وای نو اوس به زموږ حالت ډېر ښه وای.

دلته لکه چې هیواد والو په وروستیو وختو کې غوښتنه کړې ده که په کابل کې په نړیوالو معیارونو کوم ښه روغتیاي مرکز جوړ شي له یوې خوا به په لنډ مهال کې زموږ هیواد وال بهر ته له تلو خلاص شي او له بلې خوا کیدای شي چې په هیواد کې د یوه نمونه مرکز په توګه د تخصصي، تخنیکي، مدیریتي، پلان کولو، د پلان په عمل کې پلي کولو، د پلان ارزونې، د روغتیايي خدمتونو د ښه کولو په مدیریت او سیستم جوړولو کې د ظرفیت لوړولو لپاره به ګټور تمام شي.

سپارښتنې

  1. د روغتیا محترم وزارت او د هغه ټول اړوند واحدونه، معینتونه، ریاستونه او نور د نورو اړوندو ادارو، نادولتي موسسو، مدني ټولنو، اکادیمیکي نهادونو او نورو په مرسته باید په صحي سکتور کې د مشارکتي پلان کولو، پلي کولو، ارزونې، له دې پروسې د زده کړې یو دواملرونکې پروسه رامنځته کړي.
  2. لکه په پورته شکل کې ښودل شويدا د پلان کولو، پلي کولو، ارزونې، ورڅخه زده کړې چې څه شي ښه کار ورکړ، څه شي ستونزې درلودې او لاملونه یې څه وو،  بیا بیا تکرار کړي، ترڅو د اړوندو معینیتونو، ریاستونو، ادارو، شفاخانو، او نورو کارونه سم او معیاري شي.
  3. ځینې ستراټیژیک موضوعات به د ټول وزارت د رهبرۍ په کچه پلان او ارزول کیږی او ځینې بیا د هر واحد په خپله ساحه کې دا د پلان کولو، ارزولو او سمولو دا پروسه تکرار کړي او پایلې له نور وزارت سره شریکې کړي او تل دا کار دوام وکړي.
  4. د لابراتوارونو، د شفاخانو د مدیریت، د دواګانو د واردولو، پلټنې، ویش، او نورو په هکله قوانین او مقررات ( که شتون ونه لري) جوړ شي، او که په ځینو ساحو کې کمښتونه ولري اصلاح او په کلکه پلي کړي.
  5. د قانون او مقرراتو له مخې دې د شفاخانو، لابراتوارونو، معاینه خانو، د دوا واردونکو شرکتونو او نورو لپاره د فني ارزونې، سرټیفیکشن اخیستنې، د هغه د نوي کولو، او د هغه لپاره د ظرفیت لوړولو شرایط رامنځته او په کلکه پلي کړي.
  6. د بې کیفیته دواوو د مخنیوي لپاره د مقرراتو جوړ او په کله یې د پلي کولو اراده پيدا او ورڅخه څارنه وکړي.
  7. پخ روغتیاي سکتور کې د فساد په وړاندې بې امانه مبارزه وشي او د فساد زغم د صفر ته راکښته شي.

د یوه آزاد، هوسا، په خپلو پښو ولاړ او روغتیا لرونکې افغانستان په هیله

محمد عارف رسولي

کابل، افغانستان

د دې لړۍ نورې برخې

10 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *