Categories

اعلان

Loading…

زیندۍ/ لیکوال: محمد ابراهیم سپېڅلی

ژر ژر يې د ماخستن ډوډۍ وخوړه او د کتابونو په لوستلو بوخته سوه، ځکه کلنۍ ازموینو ته يې یوه اوونۍ پاته ده.

د شپې تر یونیمي بجې پوري يې فزیک، کېمیاء اود بیولوژي کتابونه وکتل، خو هیڅ خوب نه ورځي، هرڅومره چي شپه پخیږي، خوب يې هم تښتي.

مور: « نجلۍ ویده سه سبا بیا وختي نه سې راکښېنستلای !!» خو دې ته چي خوب نه ورځي، نو د مور خبره يې بابیزه وګڼله او لاهغسي يې په کتاب کي سترګي ښخي کړي دي، خو داهم نه پوهیده، چي ولي يې نن سرګنګس دی، او خوب نه ورځي.

د مطالعې ګروپ يې مړ کړ د بام پرسر په خپل بستر کي وغزېده ، د څوارلسم سپوږمۍ يې سترګي وبرېښولې او خوب نورهم ځني لیري سو.

همداسي يې سترګي د شنه اسمان په لمن کي سپيني سپوږمۍ ته نیولي او د فکرونو په سېلاب کي غرقه ده ، ناببره د یوې توري پیشي ډډ ږغ (میو، میو) له سپومیه مځکه ته راشوه کړه.

لیلا وبیریده، ځان ته متوجه سوه ، سرته پروت ساعت ته يې وکتل وخت د شپې پاوکم درې بجې دي ، د کورنۍ ټول غړي په خواږه خوب ویده دي، یو څوک په خوب کي خرهاری هم کوي.

لیلا بیریږی، د بدن ويښتان يې له بیري شخ سول، یخ يې وسو، پښو ته پروت نازک توس يې پرسر راکش کړ او سترګي يې پټي کړې، خو بیاهم خوب نه ورځي.

په زړه کي يې وهم نورهم زیات سو، داسی يې و انګیرله،چي دابه يې په خپله بستره کي وروستۍ شپه وي.

ژريې کلمه شریفه وویله، ایت الکرسی يې پرځان چوف کړه ، زړه يې راغونډ کړ، له ځانه سره يې وویل، « ولاحوله ولاقوت شیطانه مخ دي تورسه !! »

لیلا پرځان اچولی نازک توس له سره لیری کړ، سپوږمۍ د اسمان له مخه ډېره ښوئیدلې ده ، له لیری ځایونو څخه د سهار د لمانځه اذانونه اورېدل کیږي، سپوږمۍ نوره هم د لویدیځ خواته تېره سوه او د ختیځ له لوري  ډېرخام د رڼا څرکونو د سهار د راتلو زېري کوي.

لیلا همداسي په بستره کي پرته اوپه چرتونو کي ډوبه ده، ناببره ددوی کور ته د نژدې مسجد له ګویا (لاوډسپېکر)څخه د (الله اکبر) ږغ ددې د اوږدو چرتونو لړۍ پرې اوسپين سرې موريې هم له خوبه راکښېنوله، پرځای کښېنسته، پړونی يې پرسر کړ کلمه شریفه يې وویل اوبیا د لمانځه لپاره اودس تازه کولو ته ولاړه سوه.

موريې د اودس تازه کولو څخه وروسته پر لیلا  اود کورنۍ پر نورو غړو د سهار د لمانځه لپاره ږغ وکړ، د لیلا لپاره داښه پلمه سوه او ژر راولاړه سوه.

لیلا نن د مور په یوه ږغ راپورته سو، د اودس تازه کولو لپاره نلکۍ ته کښېناستل ، ژر ژر يې اودس تازه کړ او د مور ترڅنګ پرلمانځه ودرېده .

لیلا ترلمانځه وروسته له سرتاخ څخه قرانکریم راواخیست وظیفه(تلاوت) يې شروع کړه.

لیلا د قرانکریم له هر توري ویلو سره ژاړي، زړه يې ډېر ډک دی، له  ډېري ژړا څخه نور د قرانکریم تلاوت نه سی کولای.

مور: « نجلۍ !خیر دی، ټوله شپه هم ويښه وې، اوس بیا ژاړې، څه کیسه ده، خیر خوبه وي؟»

مشر ورور غمي يې هم پوښتنه وکړه، «خوري ولي داسي يې؟ څه سوي دي ماته خو ووایه ؟»

د لیلا مشر خور مینه يې څنګ ته ورغله، خپله خور يې په غېږ کي ټینګه کړه ، ددې هم زړه نازک سو او دواړې په ژړا دي .

مور يې د لمانځه مصله ټولوي او لوڼو ته يې خوشکه کوي :« ولاړي سئ ! خدای مو له ژړا وساته څه کیسه ده، چی داسي په ناورین ژاړئ؟ ژر ولاړي سي چای را واخلئ چي غمی بیاکار ته ځي.»

دواړو خویندو اوښکي پاکي کړې او په ګډه پخلنځي ته ولاړسوې، چی د سهار چاي پخې کړي.

لیلا: «خوري! نن مي زړه مي داسی ډک دی، وایم راسه په زوره زوره چيغي کړه، چي دا زړه مي تش سي.»

مینه : «ته دا څه کوې، ماته دې لا ژړا راوسته ، شکر وکاږه مور مو ژوندۍ ده ، ځوان ورور مو شکر دی په کاراخته دی او که خدای کول په راتلونکي پنجشنبه به یې ترما ته په دستمال کي ډيره غورځې.»

مور: «نجونو خبري پرېږدی ! د چايو پخولو غم وخورئ ،بیابه لیلا مکتب ته هم ځي،چي امتحانونه يې نژدي دي ښه دی چي پروخت ولاړه سي.»

د سهار له لمر ختو سره د چايو څښلو لپاره دسترخوان هوار سو.

لیلا د چایو له ګیلاسه دوه غوړپونه وکړل او کښنده(غلې) راولاړه سوه.

د ټولګي مهالوېش ته ګوري، خو سد يې کار نه کوي، چي نن د کومو مضامینو د لوست وار دی؟

هسي يې یوڅو کتابونه، کتابچې او هندسي بکس په بستۍ کي کښېښودل، د مکتب توري جامې يې واغوستې.

له خوني څخه د سرای غولي ( انګړ) ته راووته.

غمی:«خوري نن ډېره زهیره معلومیږې خیر دی، درسونه خوبه  دي سخت نه وي اوکه بله خبره ده ؟»

لیلا پوړنی پرسر سم کړ او په وچو شونډو يې تمثیلي مسکا خپره کړه « نه لالا ټول کارونه سم دي.»

غمی:« چي ټول کارونه سم دي، نوزه کار ته ځم ،ستا د مکتب پیسې مي مور ته ورکړې، خو ګوره پرلاري دسړک بغل ته ځه ،یو شمیر موټروانان داسي تیز موټران چلوي، چي خدای نه کرده راڅخه مړه دي نه کړي.»

له دې خبري سره سم يې مشري خور، مینی پر راږغ کړه : «وروره ! د غم خبری مه کوه زه له مرګه داسي بیریږم.»

مور: «ورځه غمیه زویه دکاردي ناوخته کیږي، ددوی ډیري خبري زده دي.»

یوڅه ګړی  وروسته لیلا هم چادري پرسر اود کتابونو بسته يې اوږې ته واچول، د مور لاسونه يې مچ  اوله مشري خورڅخه يې د خدای پامانۍ ویلو سره سم مکتب ته روانه سوه .

دلیلا نن زړه غورځیدی، پښې يې لنډي لنډي کېدې ،خو داچي کلنۍ ازمویني يې رانژدې سوي دي، نو غیري حاضرۍ ته يې زړه نه کیدی.

د کورله کوڅې سړک ته راووته، د ورور خبري يې ورپه یاد سوې «چي مکتب ته ځې د سړک بغل ته ځه او ډېر پام کوه یو شمیر موټروانان داسي تیز موټر ځغلوي، چي خدای نه کرده راڅخه مړه دي نه کړي.»

لیلا هم ویني، چي اکثره موټران، موټرسایکلان او ان بایسکلان يې له څنګ سره په ډیري تیزۍ تیریږي، څو ځله يې هڅه وکړه، چي د سړک بلي غاړي ته واوړي، خو د ټرافیکي ګڼي ګوڼي له امله نه سي اوښتلای.

یو ګړی يې انتظار وکړ، ناببره يې یو تیز موټر له څنګه سره نژدې تېر سو، دوړي يې جوړي کړې ، بیرته لنډ راوګرځيد دې ته نژدې ودرید، د موټر دروازه په تېزۍ خلاصه سوه، دوه تنه مخپوټي کسان، چي توپنچې ورسره وې راکښته سول او لیلا يې تر لاسونو ونیول موټرته يې کش کړه.

لیلا نارې کړې، لیلا چیغي کړې، خو چا يې ږغ نه اوریدی او موټرته يې پورته کړه، موټر تیز حرکت پيل کړ، نژدې و، چي بیا يې د مکتب څلور پنځه کوچنیان په وهلي وای!

لیلا (په چیغو)« تاسي څوک یاست، تاسي څه غواړی او تاسي ما چیري بیا یاست؟»

د لیلا دواړو خواته په څوکۍ کي مول وهلي خلکو په قهر ورته وویل، ( ستا خیر په دې کي دی، چي چوپ سې ، بس )

لیلا ژړل، اوښکو يې ګریوان لوند کړ، ځان ته يې پام سو د کتابونو بسته يې دسړک پرغاړه  په کشولو کي لوېدلې ده له وهمه رېږېده ، د مخ بڼه يې الوتې ده، د زړه دربی خپله اوري، لکه به قفس کي بنده مرغۍ هیڅ يې په وس نه دي پوره.

د موټر توري هنداري پورته دي، دباندي هیڅوک د لیلا چیغي نه اوري، لیلا هڅه کوي د موټر دروازه خلاصه کړي او ځان له موټره  وغورځوي، خو څنګ ته ناستو دواړو مخ پټوکسانو يې لاسونه ټینګ کړل پزي ته يې لوند دستمال ورته ونیو، مړې خولې پرراماتي سوې او په ځان يې بې واکه سو.

یوه، دوې ، درې بالاخره لسمه ورځ د لیلا جسد، له کلي لیري په ریګو کي د پولیسو لخوا پیدا او روغتون ته یوړل سو.

د لیلا ښایسته ځواني د پېژندلو نه ده ، لیلا يې په زندۍ وژلې ده، د لیلا جسد له وژولو وروسته غورځول سوی او نیمايي سپیانو خوړلی دی.

مور، خور او ورور په سرو اوښکو د لیلا نیم جسد ته حیران ګوري، خو سمه يې نه پېژني.

یوازي د غاړي پر تعویذ يې وپېژندله، چي دا لیلا ده، د لیلا ځواني خاوري سوه، لیلا په نیم بدن د ابد لپاره د ګوربندي سوه اود لیلا کلنۍ ازمویني همداسي پاته سوې !!!

د لیلا په زړه کي د ورورک ددستمال خوشحالي هم ددې د جسد په ډول حیواناتو وخوړه.

١٦ – ٠٦ – ٢٠١٦ ، کندهارښار، چوڼۍ


د ښاغلي سپېڅلي نورې لیکنې

64 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *