Categories

اعلان

Loading…

د کومو هېوادونو اقتصاد تر ډېره په تیلو ولاړ دی؟

ژباړن: شفیق الله یوسفزی –
د سعودي عربستان چارواکي وايي دوې غواړي د پراخو اصلاحاتو په راوستو سره، په تیلو باندې د خپل اقتصاد اتکا  کمه او یا پای ته ورسوي. اوس دوې د حکومت بیلا بیلې ادارې بیارغوي، تر څو پرې پلانونه پرمخ یوسي او په ترڅ کې د دوې د اقتصاد تکیه پر تیلو کمه شي او یو داسې وخت ته داخل شي چې اوسني دورې ته د تیلو پخوانۍ دوره وویل شي.
په سعودي عربستان کې ددې پراخو اقتصادي اصلاحات لامل په دوامداره او چټکۍ سره د تیلو د بیو ولویدل ښودل شوی. په 2014 م کال د جون په میاشت کې د تیلو بیه تر ټولو لوړ قیمت یعنې یو بیلره تیل په $115 ته لوړ شوې وو، د وخت په تېرېدو سره د تیلو په بیو کې د پام وړ ټیټوالي راغې، ترڅو په 2016 م کال د فبروری میاشتې په وروستیو کې د یو بیلر تیلو بیه $35 ته را ښکته شو. د تیلو په بیو کې دغه ستر بدلون د تیلو سترو صادرونکو هېوادونو او د اوپیک سازمان غړو ته ستر مالي زیان واړوه او د هغو هېوادونو اقتصاد يې د بودجوي کسر سره مخ کړي چې په تیلو تیکه وه.
سعودي عربستان د یو پروګرام له مخې چې د 2030 لرلید یا (Vision 2030) نومېږي، هلې ځلې کوي تر څو د راتلوونکي لپاره چمتوالي ونیسي او ددې پروګرام له مخې سعودي به په راتلوونکي یوه نیمه لسیزه کې خپل د اقتصاد تړښت او تکیه به د تیلو په عایداتو را کمه کړي.
 هغه اصلاحات چې د اپریل په وروستیو کې شهزاده محمد بن سلیمان اعلان کړي، په ترڅ کې يې په نړیواله سطحه یو ستر د پاچا د پانګې صندوق جوړول، د دولت د تیلو کمپنۍ (سعودي ارامکو) خصوصي کول، د انرژۍ بلاعوضو مرستو لمنځه وړل، پانګوونې ته پراختیا ور کول او د حکومت موثریت قوي کول دي.
شهزاده محمد د العربي تلویزیوني چینل ته ویلي: مونږ یو داسې حالت ته پراختیا ور کړې وه چې د سعودي عربستان اقتصاد يې په تیلو معتاد کړې وو.
د تیلو د ټيټې بیې په وجه د سعودي عربستان اقتصاد ته سخته ضربه ورسیده. د پطرولیم سکتور د محاسبې له مخې د تیلو استخراج او صادرات ددې هېواد د کورنۍ ناخالص عاید 45 سلنه او د صادراتو د خالصې ګټې 90 سلنه جوړوي.
د سعودي عربستان ترڅنګ دلته یو څو نور هېوادونه هم شته چې اقتصاد يې د تیلو له عایداتو څخه خړوبېږي او اوسمهال د تیلو د ټيټو بیو له امله اقتصاد يې په خراب حالت کې دی.
دلته ګورو چې په نړۍ کې د کومو هېوادونو اقتصاد په تیلو ولاړ دی او تیل يې د اقتصاد په رغونه کې د صادراتو او د کورنۍ ناخالص ګټې غوښنه برخه جوړوي.
هغه هېوادونه چې اقتصاد يې په تیلو ولاړ دی
لاندې لومړې ګراف ددې ښودنه کوي چې هغه کوم هېوادونه دي چې اقتصاد يې د ګاز، ډبروسکاره او په ځانګړې ډول د تیلو په استخراج او صادراتو ولاړ دی. د دغې درجه بندۍ له مخې سعودي عربستان په 11 مقام کې دی. په داسې حال کې چې د الجیریا، اذربایجان، بروئني، دارالسلام، عراق، کویټ، لیبیا، سوډان او وینېزیلا د هېوادونو 90 سلنه صادرات همدا تیل دي او ددې هېوادونو اقتصاد د تیلو په استخراج او صادراتو ولاړ دی.
د یو نظر په ډول د کومو هېوادونو اقتصاد تر ډېره په تیلو ولاړ دی؟  نړیوال بانک د همدې سوال د ځواب لپاره په لاندې ګراف کې په تیلو باندې د هېوادونو اقتصادی تړښت په اړه معلومات را ټول کړي او دا ګراف ددې ښودنه کوي، چې د یو هېواد د تیلو عایدات د همدې هېواد په کورنۍ ناخالص عاید کې څومره ونډه لري. سعودي عربستان د کویټ او لیبیا څخه وروسته دریم مقام خپل کړی دی، چې 45 سلنه کورنۍ ناخالص عاید يې تیلو پورې تړلې دی.
د پیسو نړیوال صندوق د یو راپور له مخې د فارس خلیج د همکاریو د شورا شپږ غړي چې کویټ، قطر، عربستان، بحرین، عمان او امارت په کې ګډون لري، اقتصادي وده يې د تېر کال 3.3 سلنې څخه سږ کال 1.8 سلنې ته ښکته شوې. همدارنګه ویل کېږي چې په 2016 م کال کې د تیلو د بیو د ټیټوالي له امله د تیلو تولیدوونکو هېوادونو عایدات له 490 میلیارد ډالرو څخه تر 540 میلیارد ډالرو زیان سره مخامخ شي.
د پیسو نړیوال صندوق د پخواني راپور له مخې چې په 2015 کال په اکتوبر کې خپور شوې وو، ویلي وو چې د منځنۍ ختیځ د تیلو تولیدوونکي هېوادونه  د تیلو د بیو د ټیټوالي له امله 360 میلیارد ډالره زیان لیدلی دی، خو نوي څېړني ښيې چې نوموړي هېوادونه د تیلو د بیو د ټیټوالي له امله 390 ملیارد ډالره زیان لیدلی دی.
د پیسو نړیوال صندوق د راپور له مخې د منځنۍ ختیځ هېوادونه د تیلو څخه د کمو عایداتو له امله د دوې اقتصاد د بودجې له کسر سره مخ شوې او اقتصادي وده يې ځوړ حالت په لور روان دی، په ځانګړې ډول عربستان چې اوس هم ډېری عایدات يې تیلو پورې تړلي دي.
ویل کېږي چې تېر کال د سعودي عربستان د عایداتو 72 سلنه د تیلو له صادراتو څخه وو. عربستان به سږ کال د 90 میلیارد ډالرو بودجوي کسر ولري او ددې هېواد اقتصادي وده هم 2 سلنه وړاندوینه شوې ده.
په ایران کې د بندیزونو د لرې کېدو څخه وروسته د سوداګرۍ او بهرنۍ پانګوونې پراختیا له امله ددې هېواد اقتصادي وده 4 سلنه وړاندوینه شوې،  پداسې حال کې چې تیر کال ددې هېواد اقتصادي وده شاوخوا صفر وه، همدارنګه د وړاندوینې له مخې د ایران اقتصادي وده به راتلونکی کال 3.7  سلنه وي.

4 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *