Categories

اعلان

Loading…

پاکستانى پوځ: د ملا منصور وژنه “خواشينونکې” پېښه وه

تاند- د پاکستاني پوځ د رسنيو مسول جنرال عاصم سليم باجوه  له افغان طالبانو سره د سولې په تړاو او د ملا منصور پر وژنې په لومړي ځل څرگندونې کړې دي.

جنرال باجوه په جرمني کې د المان غږ له اردو څانگې سره په يوه کمسارې مرکه کې د ملا منصور پر وژنه خبرې وکړې.

ده  وويل:

” بې له شکه چې د ملا اختر منصور وژنې د سولې بهير ته لوى گوزار ورکړ. “

د پاکستاني پوځ د رسنيو دغه مسوول له دې انکار وکړ چې گواکې ملا اختر منصور په پاکستان کې ژوند کاوه.

ده وويل ملا منصور له يوه بل هېواده د پاکستان خاورې ته داخل شوى و او دلته امريکاييانو په نخښه کړ.

جنرال باجوه وويل، په همدې دليل پاکستان د دغې پېښې له امله امريکا ته احتجاح کړى دى.

دى وايي، پاکستان د امريکا دوست هېواد دى خو بيا يې هم د ملا اختر منصور د وژنې په تړاو څه راته ونه ويل.

جنرال باجوه وويل، پاکستان غواړي چې د افغان ستونزې سوله ييز حل وموندل شي.

دى په دې باور دى چې ملا امختر منصور د سولې او بيا پخلاينې پلوى و.

د پاکستان د پوځ د رسنيو مسوول وايي په شمالي وزيرستان کې د حقاني، القاعدې او نورو ډلو کسان وژل شوي او دوى دې ته نه گوري چې د ده په وينا ترهگر د کوم ځاى يا هېواد دي.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *