Categories

اعلان

Loading…

اې د ( ِاقرَاء ) د نزول میاشتې !    محمد انور ولید 

۳۰ـ ۳ ـ ۱۳۹۵ هجري لمریزکال

الهي امورو ته پابند انسان د رب العالمین په ټولو مخلوقاتو کې د موعودو نعمتونو وړ یو داسې مخلوق دئ چې الله پاک د عباداتو او معاملاتو په تعبُدي او معاملاتي اړخونو کې د سم او پرځای تعمیلولواو بري له برکته ور باندې پېرزو کړي دي . ولې انساني مخلوق په خپل کِرداراو الهي آزموینه کې یو ترټولو ضعیف مخلوق هم دئ چې تل د قدیر خدای (ج) فضل او لارښوونې ته اړ او محتاج دئ . خو دغه لارښوونه او حقیقي شفأ په الهې وحی کړای شوي قرآن کې ده . ا و قرآن خپله د الله (ج) ستر فضل دئ پر خپلو مؤ منو بند ه ګانو باندې . ځکه قرآن د مؤمنانو له پاره شفأ او رحمت دئ چې د وخت عابد ، ذاکر ، مخلص ، صابر ، زغمونکی ، هوډ من ، د الله (ج) د لارې ساتونکی ،  با ایمانه ، صادق ، امانت کاره ، مُوحِد او د الله (ج) مخلوق ته په لاس او ژبې سره  خیررسوونکی بنده له ټولو دنیوي او اُخروي بلاوو څخه نجات پرې موندلی شي .

دغه الهي اکملترینه تل پاتې نړیواله برنامه  او د ستورد کال په ترټولوغوره ، بختوره ، سپېڅلې او له نبوي خصلت سره سم د عبادت په میاشت کې په هغه شپه د بشریت د لارښود قانون په صفت د انسانانو په تر ټولوغوره ناجي حضرت محمد (ص)  باندې د ملکوتي روح الامین په واسطه د الله (ج) له لوري را نازل شوی . په دې میاشت کې له ټولو بد مرغیو څخه د نجات قانون په تدریج سره را نازل شو . هغه قانون چې له ټولو وضعي دستوراتو سره ښکاره توپیرونه لري . دې قانون ته کتاب الله ( قرآن ) ویل شوی دئ . په دې میاشت کې د قدر شپه را نغښتې ده . هو ؛ دا داسې شپه ده چې تر (۱۰۰۰) میاشتو، یا په بله وینا ؛ تر (۸۰ ) کالو قبول شوي عبادت غوره بلل شوې ده . هو ؛ هغه شپه خو د قدر شپه ده ، چې د روژې د درېیمې لسیزې په طاق ورځو کې د انسان له اټکل څخه د الهي بالغه حکمت له مخې پټه ده .

خو مسلمان باید له وخت نه ګټه پورته کړي او هره لحظه له خپل خدای (ج) څخه د مغفرت غوښتنه وکړي ، ځکه مرګ ناڅاپه راځي او سبا هم معلومه نه ده چې څه پېښېږي . څوک چې د الله (ج) له حکم سره سمه روژه ونیسي او خپل خدای (ج) ته ددُعأ لاسونه پورته کړي ، الله (ج) د هغه دُعأ هرو مرو قبلوي . په دې اړه رسول اکرم (ص) فرمایلي دي : د درېیو کسانو غږ خدای (ج) ژر اوري او سوال یې ژر قبلوي : یو د هغه روژه تي چې په لاس ، ژبه ، سترګو ، غوږونو ، افکارو او د وجود په ټولو اندامونو یې روژه نیولې او ( له هر ډول حرامواو خبیثه اعمالو یې ځان ساتلی وي ) . بل د مظلوم غږ ژراوري او سوال یې قبلوي ، او درېیم د عادل مسلمان پاچآ غږ الله تعالی ژر اوري او سوالونه یې قبلوي . خو ددې پر خلاف د مشرک سړي او مشرکې ښځې سوال چې له پیر بابا ، شینکي بابا ، دُربابا ، دا تاګنج بخش بابا ، میا ولي بابا ، ګورړې شریف او نورو باباګانو څخه یې غواړي ـ نه یې روژه قبلېږي او نه هم سوال . ځکه دوی خپله روژه او سوال دواړه غیرالله ته منسوبوي . په داسې حال کې چې د ځمکې او آسمانونو د ستونزو او سهولتونو د دروازو کلي ګانې ټولې له الله تعالی سره دي ، نه له بابا ګانو سره . نوعقلاً باید له چانه سړی سوال وکړي او چاته باید سړی روژه ونیسي ؟ معبود برحق مالک الملک او د عزت ، ذلت ، پاچاهۍ او ګدایي واکمن ته ـ اوکه کوم بل داسې چاته چې د خپل ځان واک هم ور سره نه وي ؟

روژه خدای پاک ته د عبادت کولو له امله د نږدې کېدو میاشت ده . روژه د خدایتعالی د ذ کراو یادولو میاشت ده . په دې میاشت کې باید د خدایتعالی ذکر ډېر وشي ، د خدایتعالی قرآن باید ډېر تلاوت شي ، په ترجمې او تفسیر یې ځانونه پوه کړي . او هغه په خپل ژوند کې عملي کړي ، او یا لږ تر لږه هغه له بل چا څخه واوري ، په تېره امیدوارې مېرمنې ، ځکه چې د امید وارو مېرمنو په رحم کې ژوندۍ تطفې مستقیًماً د مور له ټولو مثبتو او منفي خصلتونو او کردار سره تړاو لري او د مور په رحم کې پر پراته ماشوم یا ماشومه باندې اغېز پرې باسي . ځکه خو دنیا ته راغلي اطفال د مور له غېږې تر مرګه پورې یا فطري هدایت شوي وي ،هېڅ وخت په نارواوو نه ور وړاندې کېږي ، تل ښه کارونه کوي او خلکو ته ګټه رسوي ، او یا فطرتاً د موږ له غېږې تر ګوره پورې بېلارې وي او لکه کرګس تل په مردابونو او خوسا ډنډونو کې ټونګې وهي ، چې له هغوی څخه پرته له حرامو څخه هېڅکله هم د خیر او حلالو تمه نه شي کېدای ، او د همدغو کسانو له خوا په ټولنو کې د حق او باطل تر مینځ جګړې او سره اورونه بل وي . په داسې حال کې چې انساناناو پېریان یوازې  د ( معبود بر حق ) د عبادت له پاره پیدا شوی دئ. موږ تل باید په عباداتو کې خپل خدا ی یاد کړو ، ترڅو خدا تعالی موږ یاد کړي او رحم را باندې وکړي. او په معالاتو کې په تېره په دې میاشت کې شتمن باید فقیرانو، یتیمانو، کونډو، بې کوره، سوالګرواوبېوزلوکسانوته د استعانت، سخأ ، همدردۍ، خواخوږۍ او بشپړانساني اخوت لاسونه وروغځوي ، بېوزله او ناداره لوېدلي له ځانه سره را پورته کړي . خپل زکات ، خیر، خیرات او صدقه هغوی ته ورکړي. د ناروغانوعیادت او پوښتنې ته ور شي. دوه تنه مسلمانان چې په خپلو کې له یو بل څخه خوابدي وي ـ باید په پند ، موعظو او د حکمت په پسته او نرمه کاملاً معقوله انساني منطقي ژبې سره یې پخلا کړي . که خپله له چاسره خوابدي لري کینه او کدورت دې له خپلې کوپړۍ او زړه څخه وباسي ، ځکه تر درېیو ورځو ور آخوا د مسلمان له مسلمان سره کینه ساتل ډېره ستره ګناه او د ایمان د زوال سبب جوړېږي . ځکه کینه او کدورت د ایمان زنګ دئ . لکه څنګه چې اوسپنه د زنګونو په واسطه له مینځه ځي، همداسې ایمان د کینې او کورت په واسطه له مینځه ځي .

هغه مسلمان وروڼه چې  د روغې جوړې کولو وس او استعداد لري ، ور باندې واجبه ده چې سره خفه وروڼه له دې ګناه څخه خلاص او نور د ورورۍ په آرامه فضأ کې ژوند سره وکړي .

هغه کسان چې ددوو مسلمانانو تر مینځ په خپل منافقانه مهارت سره د خپلو شومو اهدافو ترلاسه کولو په خاطر د نفاق او د ښمنیو تخمونه کري . په اصطلاح خپل عزت ، خپله ګټه ، خپل واک ، او خپله برلاسي د نورو په مرګ ژوبلو، تجرید او بې عزتیو کې لټوي او لاس په کې لري . د هغوی په ایمان اواسلام کې شک دئ او باید له سره خدای ته توبه وباسي اوخپل ایمان له سره تجدید کړي . ځکه دداسې کسانو د منافقت کچه  د اسلام له حریم څخه وتلې او د منافقت له عائقې برخې هم ورآخوا کفري عقیدې ته رسېدلې ده . دوی ته عبادالله نه ، بلکې عباد النفس اوعباد الشیطان ویل کېږي، چې نه له عباداتو سره سرو کار لري او نه یې په معاملاتو کې پرته له ضرررسولو چاته ګټه رسېږي . د الله له پرستش او عبادت سره تل په ټکر کې وي ، او په معاملاتو کې پخې ژمنې ماتوي ، دوراغ وایي ، امانت خیانتوي .

تاسو وګورۍ چې د کندز ، بغلان ، هلمند ، پکتیکا ، ګوشتې او تورخم جګړو ټول ملي سپېڅلي نیتونه  له نورو ناوليو ارمانونو او نیتونو څخه بېل کړل . ملي ریښتینو مفکورو او مافیایي سیستمونو او د سیاسي دسیسو هټیوالو خپله یو د بل په وړاندې خپل ځانونه په خپل عمل او چوپتیا کې سره وښودل . د سپېڅلې روژې او ددې پاکې خاورې اصلي بچیان او عبادت کوونکي او سیاسي عبادت کوونکي هم خلکوسره وپېژندل .

ځکه له دولت څخه دباندې او په حکومت کې د ننه ځینې خاموشې سیاسي څېرې او بانډونه ناروا قتلونه کوي ، ځان وژنې ، په اخلاقي انحرافاتو کې ښکېل وي ، رشوت خوري ، له واک څخه په ناوړه ګټې اخیستو سره په بیت المال کې ناروا تصرف کوي او په خپله خوښه دخپلو خپلوانو ، ډلو او انډيوالانو مالي ملاتړ او ننګه کوي او هغوی یې په شیطاني او کفري اعمالو تر سره کولو باندې لګوي . سولې ته ژمن نه دي . انساني وقار اوحقوقو ته په سپکه سترګه ګوري او حقوق یې تر پښو لاندې کوي . د دولت د ملي حرکاتو پر ضد ددولت د کاواکه کولو له پاره هر ډول خنډونه جوړوي . د الهي عباداتو او انساني معاملاتو پر حدودو باندې تېری او تجاوز کوي ، د کونډو ، یتیمانو او بېوزلو ځورول ، د هغوی خوار او زار حالت او بې روزګاري ، لوږې ، تندې ، بې کوري ، در په دري او مرګ ژوبلې ورته نیم اختر وي . په کورونو ، تشنابونو، هوټلونو او نورو ځایو کې روژه خوري .

د عبادت پر ځای سازونه اوري او ساز ته د روح غذا وایي ، پردۍ ځمکې غصبوي  ، په بیت المان او واک چلولو کې ناروا تصرفات کوي ، د پردیو استخباراتو په خوله خپل هېوادوال وژني ، د یو ټبر سردمداران د بل ټبر په وړاندې د ورکې ، سره وېشلو او نابوۍ توطئې جوړوي او د ا خاصیت عموماً په واک کې د تل پاتې کېدو په خاطر د لږه کیو عادت وي چې د خپلو پخو ملي زېرمو پر سر له خپلو سترا تیژیکي اصلي دښمنو سره د کاغذي سیکو راټولولو په خاطر ناروا معاملې کوي ، رقصونه او سازونه اوآن پردین اودینې شعائرو باندې ملنډې وهي ، دین پلوري ، او داسې نورهغه خبیثه پټ عادتونه چې له خلکو څخه یې د ستېج پر سر په خبرو ، ظل الله ، غیر مسؤوله او واجب الاحترام څېرو کې پټ ساتي ، خلکو ته فرېب ورکوي ، ځان واک ته پرې رسوي او بیا د خلکو په پاکو رأیواو برخلیک باندې ملي ضد لوبې کوي ، دا  او دېته ورته نور ټول شیطاني اعمال خو یې د پلاراو نیکه ورپاتې میراثونه دي چې په اصطلاح د اروپايي بشرد حقوقواو آزادۍ په وثیقه یې څارنه ، روزنه ، پالنه ، ساتنه اوتمویل  کېږي .

خو په خوله یې روژې وي ، شاته یې د بیت المال او مظلوم ملت د خوړلیو حقوقو توبرې وي . ولې لاسونه ، ژبې او د بدن نوري پټې او ښکاره برخې او اندامونه یې د اولیاء الشیطان په واک اختیارکې ورکړې وي . له ناروا لارو د واک پر ګدیو باندې ناست وي ، او وایي چې : آسپه مې خپله ـ لښته د ځنګله ـ نن یې نه وهم نو کله . نو الله دې موږ ټول مسلمانان په تېره افغانان له دغّه ډول شیطاني دامونو څخه په خپل امن و امان  کې وساتي ، زموږ عبادت دې خدای پاک قبول کړي او نور دې خدای پاک موږ  له را پېښو ټولو ناورینونو ، مرګ ژوبلو ، دښمنیو او ملي او دیني نفاق  څخه وساتي او ټول دې خدای پاک په خپلو کې سره وروڼه وروڼه کړي  . نور به زه خپلو خبرو ته د خواجه عبدالله انصاري (رح ) په دې دعاء سره د پای ټکی کېږدم چې ویلي یې دي : ( یا الله (ج) مفت دې پیداکړی یم ، مفت مې وبښه ! ) نو موږ دې هم خدای پاک مفت وبښي ځکه داسې کوم عمل موږ نه دئ تر سره کړی چې د حساب له مخې یې پرې وبښل شو . آمین ، ثم امین یا رب العالمین برحمتک یا ارحم الراحمین .

290 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2