Categories

اعلان

Loading…

د کامې سفر/ شهسوار سنګروال

ټو له شپه نر ی نری با ران و. کله کله به شبه شبه راواورېد او دکړکيو ښيښې به يې وترنګولې او کله به یې د پرښې

په څېر د شپې چوپتيا خوبولې کړه.

چې سبا راپاڅېد م، اسما ن دا سې تک شين و  تا به وېل ټکی پرخ  هم نده را توی شو ی،  ولې د پا ڼو وينځل شوي مخو نه  داسې بر ېښېدل چې تا به وېل کو م بڼوال په لوی لا س د  ګلو نو پا ڼې وينځلې دي.

په انګړ کې مې د نا رنجانو وينځل شوې پاڼې او د انار د ګلو انارګوډي  له سترګو تېرول چې دروازه را وټکېده.

زما د یو دوست زوی باورجان را غی را ته ویې وېل کاکاجانه : ستا څو دوستان دي غواړي له تا سره وګور ي. که ګورم چې ګران اسد دانش راغی، له رو غبړ نه وروسته اوجره کې سره کېناستو. لا خبرې مو پيل کړې نه وې چې بيا دروازه وټکېده . دا ځل دزړه را ښکو نکي لغمان يو زړه راښکونکی  شاعر فردوس صاحب له يو شمېر ملګرو سره را غی را ته وې وېل:

نن تاسو په هغه غونډه کې مېلمه يئ چې د لغمان ولایت د نرسانو د فارغېدو په ویاړ جوړه شوې ده. د پو هنتو ن ريس چې دغه   پوهنتون يې په شخصي لګښت جوړ کړيدی راته ووېل چې سنګروال صا حب با يد هرو مرو راشي دا ځکه چې دی و چې د لومړي ځل لپاره يې دشخصي پو هنتون دجوړولو لپاره لاره پرانسته او په پېښور کې دا حمدشاه ابدالي په نوم پوهنتون، چې اوس د خوست شېخ زاهد پوهنتون دی ، بنسټ کېښود.

له دغې غونډې وروسته له شينکي لغمانه مخ په غوړېدلې کا مې وخوځېدو. په لاره کې مو د لغمان شينکي باغونه، غرونه غرونه  رنګا رنګه ونې، له اوبو ډک لښتي او دپټيو غنم چې څپک څپک له ځمکې را جګ شوي ول، له سترګو تېرول چې زموږ موټر په تېزو ګامونو د ښکلې او رنګينې کا مې لاره لنډوله.

دعزيزخان کڅ  بېلا بېل کڅونه موله سترګو تېرېدل چې د درونټې تونل مو سترګې راپټې کړې، له لږ تم نه وروسته موسترګې وبرېښېدې، له تونله ووتو او دننګرهار پوهنتون په شينکي بڼ موسترګې خوږې شوې.

د جلال اباد ښار هسکې ماڼۍ دسړکونو دواړه غاړو ته داسې تاثر راکوه لکه د دنګو غرونو په مېنځ کې چې تنګه لاره کږه وږه راماته شوې وي. تنګو سړکونو د دنګو ما ڼيو دبدبه زېانمنه کړې وه. له يوې خوا د خلکو ګڼه ګوڼه اوله بلې خوا له نن نه لسګونه کاله پخوا د ښاراېستل شوي تنګ سړکونه ول چې د جلال اباد ښکلی ښار چې د نارنج ګل خوشبويې به يې ټوله فضا په سر اخستې وه، پيکه کړی دی…

بهسودو پله ته ورسېدو. د سين مستو څپو د پله دواړه غاړې ګواښلې، داځکه چې دلغما ن او کابل سيندونو يو بل ته غاړه ورکړې وه اومخ د کو ڼړ په سين غرونه غرونه بهېده.

زموږ موټر دبهسودو د پټيو په مينځ کې په ځغاستو ګامونو منډې وهلې، موږ هم پداسې حال کې چې لمر مخ په ځوړه و او د موټر سيوری زموږ نه مخکې مخکې روان و د بنغرو بازار ته ورسېدو.

دا ځای زما دځوانۍ د خا طرو  ټاټوبی و. له نن نه يو څلوېښت کاله پخوا زه همدلته ښوونکی او بيا وروسته سر ښوونکی وم.

دا دستي زه د بهسودو خلکو مېلمه پا لنې ته د درناوي سرټيټوم.

تېرکال هم لېسې ته ورغلی وم. ډاکټر خسرو هم راسره و. هلته زما يو شاګرد چې ننګيالی نومېږي اوس د لېسې مدير و. غرمه مو دکو ڼړ دسين په غاړه دده په دېره کې تېره کړه…زموږ د عزت لپا ره يې ډېر لګښت کړی و، او په دسترخوان يې ډول ډول خوړو د دسترخوان دبدبه څو برابره زياته کړې وه، خو د هغوشړومبو مزه چې لا اوس هم دشونډو په سر ده، بېله ده.

موټر ډېر ژر د کامې په پله ورننوت او پله ته څېرمه دکو نړ د سين په غاړه د ډول ډول نيالګيو ليکې ډېرې زړه را ښکونکې وې…زه کامې ته ډېرځله تللی يم خو دا ځل د کامې رنګ او خوند بل ډول و.  زموږ موټر د دواړو بیالو يانې د پټيو په مينځ کې چې کومه لاره چنګه ونګه ماته شويده داسې په ګړنديو ګامو روان وو چې تا به وېل دلندن په ځنګله کې مزل وهو.

د موټر له لږې ځغاستې وروسته هغه ځای ته ورسېدو چېر ته چې دپېاوړي ليکوال صميم صا حب نما نځغو نډه جوړه شوې وه.

دغه ادبي ناسته پداسې ځای کې وه چې د رنګه رنګه ګلبوټو او ګلونو کتارونه د باغ او د باغ د ماڼۍ کلنکا ري څو برا بره زياته کړې وه

کامه خو نو کامه ده. د شخصېتونو ټاټوبی، دشاعرانو او ليکوالانو ټاټوبی، داستاد خادم او موسی شفيق ټاټوبی، د چا ټاټوبی د چا، د چا . . .په پاې کې  دصميم او غلا محمد کامه وال ټاټوبی.

د همدې صميمي صميم صیب په وياړ چې کومه غونډه جوړه شوې وه، يوه داسې دېره وه چې هم د کلي انځور، د کټونو ليکې پکې پلنې وې اوهم دښا ر تصوير چې ارامې چوکۍ پکې هره خوا ليکه شوې وې.

غونډه د قرانکريم په څو مبارکو اياتونو پيل شوه. وروسته وياند درې تنو صميم صیب، ما (سنګرول) او يون صیب ته سپا رښتنه وکړه چې دغونډې دمشرانو په توګه هغه ځانګړي ځاي ته لاړشي چې د دوی لپا ره ځاګړی شويدی.

وينا والو د صميم صاحب د هراړخيزه شخصیت په تړاو خبرې وکړې او دهغه هاندې هڅې ديوه ښه ليکوال او څېړونکي په توګه وستايلې.

ما هم پخپل وار د صميم صاحب په شخصيت اوږدې خبرې وکړې چې اوس نشم کولی ټولې خبرې راغبرګې کړم ،خو دخبرو په پای کې چې مې دکوم شعر څو بېلګې ورته ډالۍ کړې داسې وې:

چې ټوله دونيا وي او د زړه سر دې پکې نه وي

ښکارېږې به يوازې چې دلبر دې پکې نه وي

بې وسه اوبېکسه به پردي وطن کې څه کړې

چې غږ دې روژه ماتې اواختر دې پکې نه وي

اوجره دې پکې ړنګه وي وستل دې پکې شړ وي

ازان دې پکې ګونګ وي اوممبردې پکې نه وي

له غونډې وروسته د دود په توګه د کامې درنو خلکو بيا لونګۍ زما په سر را وتړله چې ترې مننه کوم.

چې کله غونډه خلاصه شوه زما د پوهنتون ګڼ شمېر شاګردان چې ډېری يې د طب په پوهنځي کې ول رانه راچا پېر شول .دوی ټينګار کاوه چې له موږ سره پاتې شه چې د کامې ټولې سيمې درباندې وګورو. خداې شته چې زړه مې کېده خو زه او دانش صیب د لغمان د والي صاحب عبد الجبار نعيمي مېلمانه وو نو ځکه مخ په لغمان راروان شو.

په داسې حال کې چې دمازديګر وړانګې له غرونو سره غاړه غړۍ وې ښکلې او رنګينې کامې ته موشا شوه. د کامې له پله را پورې وتو، ورورو تیارو خپله لمنه غوړوله چې دبهسودو په زړه کې مو لاره را ماته کړه خو پله ته څېرمه ځکه تم شولو چې دپله دواړو غاړوته دموټرو ګڼه ګوڼه وه نو وموپتېيله چې دګمبېري له لا رې لغمان ته ځان ورسوو … زه لا هغه وخت تنکی ځوان وم چې پدې لار تېر شوی وم، ولې نښې دومره بدلې وې چې ما فکر کا وه چې دېوې نا بلدې لارې لاروی يم.

دما ښام اته نيمې بجې وې چې والي صاحب تېليفون وکړ، دغه وخت موږ چار باغ ته رسېدلي وو. تیاره ماښام، کرغيو ولسوالي ته ورسېدو. تېاره خوره شوې وه، سترګه په سترګه نه ښکا رېده. خال خال ستوري داسمان تندي ته راختلې ول. نه يوازې موږ د ماښام تیارې شيشکې وېرولو حالاتو هم زموږ زړورتېا راګواښله داځکه، نه چې له کوم وېرونکې بريد سره مخ شو.

له مندراوړه چې راتېر شولو، د ماسخوتن اذانونه مو تر غوږو شول. کله چې مو موټر د ترګړيو له پله راتېرشو، ورورو مو ډاډ ډېرېده،تر هغې چې دلغمان په ودان ښار ورننوتو.

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *