Categories

اعلان

Loading…

پاکستان- د پیشو او موږک لوبه/ ډاکټر نبي مصداق

افغانستان د نړۍ په داسې یوه برخه کې پروت هېواد دی چې بې له ترکمنستان او چین نه نور پنځه هم سرحدي هېوادونه، ډېر اخلاص ورسره نه لري. د دې پنځو هېوادونو نه ځنډنی ایران او د پرون زېږېدلی پاکستان، د افغانستان د آرامۍ او پرمختګ غټ دښمنان دي. ایران ځکه چې د دوی درې سوه کلن صفوی دولت ته میرویس نیکه په ډېر مهارت په ۱۷۰۷ کال کې ماتې ورکړه او بیا د میرویس خان زوی او وراره ټول ایران لاندې کړ او ۲۹ کاله یې په فارس کې چې د ایران ځنډنی نوم و، حکومت وکړ. په دې ډول افغانستان له ترکیه او قفقاز سره هم سرحد شو.د بلې خوا،  ایرانیان په خپل تاریخ کې له عربو سره دښمني لري چې ولې یې دوی له زردشتي دین نه اسلام ته راواړول خو له افغانستان سره هم د دوی تعصب د صفوي نظام د ړنګېدو له امله دی.

زموږ د دري ژبه، چې له ایراني فارسي نه په پېړیو زړه ده، ایرانیان غواړي هغه لاندې کړي او له منځه یې یوسي.
په هغه وخت کې چې د افغانستان په شمال لویدیځو برخو کې خلکو په دري ژبه خبرې کولې، ایرانیانو ژبه پهلوي وه. هلته هیڅوک د دري ژبې په شعر نه پوهېدل، پهلوي ژبه، د سغدي، ارمیک او پښتو ژبې هم عصره او هم ځولې وې. درې واړه له منځه تللي خو پښتو ژبه د خپل  ډېر مکمل ګرامري، اصولو په اساس، لا هم مخ په ترقي ده.

په ارمیک ژبه د موسی(ع) له وخته خلک غږېدل. پهلوي ژبه، ګرامري  ژبه نه وه؛ خو اوس د ایرانیانو له عربي سره د کرکې له امله غواړي ځینې پهلوي لغات را ژوندي کړي. لکه: “واژه”، واژګون “ویژه” او داسې نور چې زموږ بې خبره دري ژبي یې بې له دې چې خپل تعقل او تعمق نه کار واخلي د طوطي په شان استعمالوي.

ډ مثال په ډول، “ویژه” معنی یي “خاص” ده؛ خو ګردان کېدای نه شي. تاسو د “ویژی” نه بل لغت نه شي جوړولی؛ خو له “خاص” نه نور لغات لکه: خاصتاً، بلخصوص، خصوصیات، خصوصي، خصوصاً او داسې نور جوړېږي چې هر یو نه په ګردان کې لا اقل ۲۶ نور لغتونه جوړېدای شي.

زموږ یا بې خبره او یا په ایراني ژبې مین کسان په دې ټولو امکاناتو چې عربي ژبې راکړي دي، سترګې پټوي او په ډېر افتخار د هغو پر ځای،  د پهلوي ګنګې ژبې “ویژه” په ویاړ، په  هره ممکنه لحظه کې استعمالوي.

که ایرانیان له عربي ژبې او عربو سره دښمني لري، موږ افغانان، د لوی الله ج نه شکر ګذاره یو چې مسلمانان یې پیدا کړي یو؛ نو ولې د قرآني الفاظو پر ځای د آتش پرستو غیر علمي ټکو ته، په خپله محاوره او لیکلو کې ځای ورکړو؟ ډ ایرانیانو ددې تیریو له امله ،و له ښه مرغه اوس یوه ډله افغانان په اروپا او امریکا کې متوجه شوي دي چې ایرانیان غواړي د دري ځای په ایراني فارسي باندې چې له همدې دري ژبې نه زېږېدلې ده ونیسي؛ نو د افغان- جرمني انلاین د ویب پاڼې له لارې غواړي د دري ژبې د لغاتونو یوه اصیله ډکشنري “قاموس کبیر افغانستان” ولیکي چې دا به دري ژبې او زموږ ځوانانو ته، تاریخي خدمت وي.

پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې انګرېزانو د اسلام په نوم د هند له لویې وچې نه را بېل کړ چې جوړېدو او آزادۍ ته یې نه چا توپ په اوږه کړ او نه هم مشرانو یې په شمول د علي جناح حاضر وو چې له هندوستان نه بیل شي. د هماغې بې علاقه ګې او زړه نا زړه له امله د پاکستان ټول حکومتي سېستم په لومړیو ۲۵ کلونو کې د انګرېزانو په لاس کې ؤ او موجوده شریره د آی اس آی استخباراتي موسسه چې انګرېزانو جوړه کړه، تر ۱۹۶۰ لسیزې پورې د انګرېزانو په لاس کې وه.

افغانستان له لومړۍ ورځې نه د پاکستان له منځته راتلو سره مخالف ؤ او په ملګرو ملتونو کې یې هم د پېژندګلوي پر ضد راییه ور کړه. خان عبدالغفار خان، صمد خان او نورو پښتنو مشرانو نه غوښتل چې پاکستان جوړ شي او هم یې د اټک نه را پدېخوا پښتنو لپاره د یوه رفرنډم غوښتنه وکړه؛ تر څو د دې برخې پښتنو ته فرصت ورکړل شي چې غواړي له هندوستان سره پاتې کېږي، له پاکستان سره  یو ځای کېږي او که آزاد هېواد جوړول غواړي.

د دې غوښتنې لپاره د پښتنو په ډېرو قومونو کې جرګې وشوې او له هغه رفرنډم نه ملاتړ وشو؛ خو انګرېزانو یې غوښتنې ونه منلې خو دا یې ورسره ومنله چې دا برخه به خود مختاره وي، پاکستان به بې د صوبې د خلکو له غوښتنو هلته کوم اقدام نه کوي.

یعنې د سرک او حتی عام المنفعه تاسیسات به هم بې د خلکو له غوښتنو، په خپل سر نه جوړوي. یوازې یو سیاسي نماینده ، د پولیټکل ایجنټ په نوم به هلته لري او د عسکرو پر ځای به له محلي خلکونه کوچنۍ ملېشه جوړوي چې له مرکز سره لاهور، بیا کراچۍ او  اوس اسلام اباد دی په تماس کې وي.

د افغانستان د تېرو ۴۰ کالو جنګونو او نارامیو، پاکستان حکومت اردو ته موقع ور کړه چې په هغه ټولو ژمنو چې د پښتونستان له خلکو سره شوې وې، پښه کېږدي او خپل د یولک نه په ډېرو عسکرو او هوايي بمباریو باندې، د پښتنو خاورې ته راننوځي او له  هغه ځایه له افغانستان سره د پيشو او موږک لوبه پیل کړي.

دا دی په دې تېرو ۱۴ کالو کې، د ډیورنډ د صفري کرښې نه په دې خوا، دلته او هلته تاسیسات جوړوي او چې زموږ محلي خلک ور ودانګي، بېرته ځي او بیا دا لوبه د دې لویې کرښې په امتدات چې ۱۷۰۰ میله اوږدوالی لري، دلته یا هلته بیا پیلوي.

د افغانستان په شمال کې درې هم سرحده هېوادونه چې زموږ د جهاد په برکت د ختیځې اروپا او نور شوروي جمهوریتونو په شان دوی هم آزاد شول، تر اوسه هم د پخواني کمونېستي رژیم د مشرانو له خوا ادره کېږی، ناممکنه نه ده چې په راتلونکي کې د ایران او پاکستان په شان، افغانستان ته د سر خوږ وګرځي؛ ځکه چې زموږ له هم سرحده خلکو سره یې ژبه، نژاد او مذهب شریک دي. نو ځکه هم موږ په افغانستان کې ژورو بدلونونو ته اړتیا لرو چې وکولای شو خپل هېواد او خاوره په مېړانې سره وساتو.

موږ باید خپلو ماشومانو ته وطن دوستي او د نورو دښمني او تنګ نظري چې موږ سره یې لري ور وښیو. موږ باید خپل حکومتي سیستم ته، د نورو هېوادونو په شان تغیر ورکړو چې مامورین دایمي شي او په امتحان سره، ماموریت تر لاسه کړي.

په دې ډول “واسطه” او “بډو” اخیستلو او ورکولو ته د پای ټکی کېږدو. په لیاقت سره ماموریت ته رسېدل به کله چې وویل شول د دوو بلاوو مخه ونیول شي چې هغه رشوت او واسطه دي. ما په دې باب جمهور ریس ته مفصل پلان وړاندې کړیدی.

حکومت به د ټاکنو له لارې راځي، چې کابینه به جوړوي؛ خو وزیر به د یوه مامور د برطرفۍ یا مقررۍ حق هم نه لري او همدا مامورین به د ګټونکي حزب د ژمنو تر سره کولو کې ورسره مرسته کوي. په دې شرط چې د افغانستان ۲۰ او یا ۵۰ کلونو پلانونواو ستراتیجیو پر ضد نه وي.

اوس زموږ په دې حکومتي سیستم کې چې ۳۰۰ کلن زوړ سیستم دی، کله چې یو وزیر مقررېږي، هغه د خپل وخت د فرعون په شان هر څه چې زړه یې وغواړي کولای شي چې داسې خلاص لاس، په نننیو حکومتې سیستمونو کې چاته نه ورکول کېږي.

پس که موږ غواړو چې په اوسنۍ نړۍ کې چې چار چاپېره مو، بدبینه او دښمن صفته ګاونډي پراته دي، آزاد او د ویاړ ژوند ولورو؛ نو له یوې خوا باید خپلو ځوانانو ته د حب الوطن درس ورکړو او له بلې خوا خپل حکومتي سیستم د ۲۱ مې پېړۍ په معیار جوړ کړو.


د ډاکتر مصداق نورې لیکنې

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *