Categories

اعلان

Loading…

د محمدیار دعیاش مُلا ِدلخراش شعر/ شریف الله دوست سرواني

د ښاغلي محمدیار یار یوغزل شعربدلون اونیزه دوهم کال ۲۴ګڼه\پرلپسې ۷۶ ګڼه  چهارشنبه ۱۳۹۵/ثور/۸ ۶ مخ کي د(عیاش مُلاته) تر سرلیک لاندي خپور سوی، لومړی د شعر بشپړه بڼه ستاسو مخي ته ږدو ورسته ور باندي بحث کوو:

عیاش مُلا ته

دا پر ممبر دنفرتونو بُت تراش څوک دی؟

دمحبت زاره چي چوي دلخراش څوک دی؟

ته يې په ورک جنت او زې دوطن طور کي ګورم!

وایه!چې څوک مومن دعشق په تلاش څوک دی؟

ته چي پر حورو خپله ښځه په موخۍ ورکوې!

پر ما شکمن يې مُلا ته وخدای عیاش څوک دی؟

ته! چې ځيره نه وي ، پیسه نه وي سجده دي نه وي!

دخدای لایقه! چي لایق يې دپاداش څوک دی؟

ستا بې له اور مار او لړمه، پېرزوینه څه ده؟

بل مبلغ دشرارت او اغتشاش څوک دی؟

که تا اشرف المخلوقات شر ته شړلي نه دي!

بیا دا شریر شیطان بې شرمه بدمعاش څوک دی؟

کله چي سړی پورتني شعر ته نظر واچوي ، سخت افسوس ، خپګان او ناهیلي ترې خپره سي، چې زموږ یار دویاړلي کندهاره – پلازمېنې کابل ته ولاړ دا ایډیالوژي یې واخیسته ، دا پیغام يې راورسېد!!!

که مې خپله د ښاغلي یار پورتنی شعر نه وای لوستی دبل له خولې به مې کله هم زړه نه وای منلي.اوس نو که یاد شعر نقد او انتقاد وي بیا خو نقد خپل آرونه لري ، لومړی دا چي نقد باید داصلاح لپاره وي نه دتوهین او تخریب لپاره ، بل دا چي نقد خپل پولي او بریدونه لري له هغه باید تېری ونه سي ، بل دا چي نقد خپل صلاحیتونه لري او ټولنه کي دا صلاحیت هغه چا ته ورکول کیږي چې تر نقد کېدونکې موضوع فوقیت ، ارجحیت او لوړوالی ولري همدا ډول په ټولنیزو عیبونو کي تخصص ولري اخر دا چي نقد باید بې پرې وي.حقیقت دا چي په پورتني شعر کي یو آر هم نه تر سترګو کیږي ،او داسي معلومیږي چې شعر د مُلا سره د یوې تاوجني شخصي عقدې له مخي په ګرمو اعصابو د احساساتو په ایشېدلي رنګ لیکل سوی وی. که د مُلا او یار منځګړی قضاوت وکړو ، یار چې ږیره خریلې سنت موکد يې پایماله کړي دي، سرتور سر يې بل سنت ترک وهلی دی ، په لمونځ او  روژه يې خدای تعالی خبر ، مُلا ورته د اصلاح لپاره کله هم په رسنیو کي دا ډول الفاظ نه دي کارولي .یاره که ستا په نظر په مُلا کي ستونزه سته بیا خو تاسو به هم دیوه ګوند دعوه کوی د دیني علماوو کمېټه به لری د علماوو د لويي اجماع له لوري باید په غوره اصلاحي لارو حل سي نه په رسنیو کي په نامناسب الفاظو ، هغه الفاظ چې زموږ د ادبیاتو اصول هم دا اجازه نه راکوي که خدای تعالی ته مخه کړو د نفرتونو بُت تراش به څوک وي مُلا که زموږ یار؟

یو وخت مې د یوه لیکنه کي دافغانستان د یوه له منځه تللې او بدنامه سوي ګوند مرکزي او مهم غړي کیسه او خاطر  ولوستل لیکلي يې وه :« اغلب ، به لمریز ۱۳۴۹ کال و ، کله چي زموږ ګوند چټک خپریدی او سیاسي نفود مو ورځ تر بلي زیاتېده  ، دشورویانو سره مو هم دوستانه او تودې اړیکي لرلې ، رسنیو کي به مو خپل فکر او ایډیالوژي خپروله ، یو وخت مرکزي کمېټې ته دنورو لیکونو تر څنګ یو شعر دخپرولو لپاره راغی چې سرلیک يې و( دُرد بر لېلن) نوموړی کیسه کوي چي کله مې دشعر سرلیک ولوست تکان مې وخوړ ، دا چې زه هم دلیکونو دسانسور په کمېټه کې وم ، یاد شعر کې مې مقدس مصطلحات د لېلن لپاره نامناسب وبلل او سمدستي مې رد کړ، خو کمېټه کې ځینو ټینګار وکړ چې نه دا شعر باید خپور سي دا دهر چا خپل نظر دی دا او ها… ورغبرګه مې کړه چې زموږ د ټولني اعصاب دا ډول افرطي څه نسي زغملای ، راسره ويې نه منل خبره رایی ته ولاړه په رایي کي موږ وبایله شعر چاپ ته انتخاب او چاپ سو ، کله چي چاپي رسنۍ بازار ته راووته او تر ولایاتو هم ورسېدل ، دپلازمېنې ، شاوخوا او ولایاتو څخه سرویس او لارۍ موټرونه ډک – ډک دمُلایانو راتلل او په پُلخیشتي جومات کې کښته کېدل واعظونه ، بیانونه ، نصیحتونه شروع  سوه ، تکفیرونه او تکبیرونه یو په بل پسې ویل کېده ، دوخت له سیاسي ادارې او ولس سره په خورا لویه ستونزه کې را ګېر سوو عواقب يې دومره خراب سو چي د موضوع کابو کولو لاره يې را څخه ورکه کړه.

دا پېښه ژوندی تاریخ دی هغه ګوند څه سو ؟ ایډیالوژي یې څه سوه ، دافغانستان برخلیک څه سو؟

د یار په شعر کي د « عیاش مُلا ، ورک جنت ، پر حورو خپله ښځه په موخۍ ورکول، دشرارت مبلغ» مصطلحات به مخاطب څه ډول ښه تعبیر کړي ، ایا په مقدسو مصطلحاتو لوبي کول په ایمان د لوبو کولو سره برابر نه دي؟

تجربې چغي راباندي  وهي ؛ کوم ملت چې د تاریخ له حافظې څخه عبرت او تجربه وانخلي تباه کیږي.بل دا چي سمدستي دحساب وړ ټول اجتماعي موسسات لکه مسجد ، مدرسه ، حجره او کلي د مُلا په واک کي دي زه او ته یوازي د ښار په دوه چوکه کي راګرځو نو مُلا خبره چي په اونۍ کي د جمعې په خطبه کي ځای نیسي ګوند يې دکال په کنګره کي ځای نسي نیولای.بل دا چې زما او ستا لومړی ښوونکی مُلا دی ( الف با تا ) مو له همده زده کړي دي ایا ښايي چي موږ ورته په دې الفاظو نصیحت وکړو، بیا هم وایم که ستونزه له مُلا سره وي باید دمناسب احتیاط له مخي حل سي .له یاره خو دا تمه کېدل چې دمُلا او معلم ، طالب او محصل ، مدرسې شاګرد اوښوونځی زده کوونکي  تر منځ یې پروت واټن را لږ کړی وای ، خو لکه چې دا واټن نور هم زیات سو.زموږ دیني او ټولنیز اعصابو ته شوک او لړزه ورکول خورا بدي پایلي لرلي دي ، دیار له شعره دا استنباط کیږي چې په لوی لاس سیاست له مذهب سره په ټکر کې اچوي.زه نه مُلا یم او نه هم مفتي ، د ادبیاتو، حقوق او سیاسي علومو دوې پوهنځی مي لوستي ، وایم دټولنې د یوه کوچني غړي په توګه پر دې حقیقت او واقعیت سترګي نه پټیږي چې یار دیوې ټولنې شریف او مقدس قشر سپکاوی کړی دی .یار د ودان افغانستان ګوند دسیاسي ماشین په راز کي ځای لري، هغه ګوند چې لا هم په نطفه کې دی هیله لري راتلونکي ته دافغانستان پر سیاسي سټېج د پام وړ ځای ولري خو که په یاد ګوند کي د یوې ټولنې د قیمتي برخې ضد ایډیالوژي خپریږي دا وړۍ د شړۍ نه بلل کیږي .او یا که یار د اروپا د منځنیو پېړیو (۴۷۶ – ۱۴۵۳م) دپا پانو ظلمونه لوستي وي او پر وړاندي يې د مبارزینو کړني لوستي وې او له هغو يې الهام اخیستی وي ، بیا خو زموږ او اروپايي ټولنې ، مُلا او پاپ هیڅ نه سره مقایسه کیږي ، زموږ مُلا هیڅکله دومره عیاش کيدای نسي.او که دیار دعوه دا وي چې ټول مُلایان يې نه دي یاد کړي یوازي يې عیاش مُلا یاد کړی په تکرار وایم چي دا بیا زما او دیار صلاحیت نه دی هیواد مو د جیدو علماوو ډک دی قحط الجال خو نه دی .او که دې ته سیاسي مبارزه وايي بیا خو  په سیاست کي افراطي پلویتوب ، ښکنځل بازي، بدرد ویل ځای نه لري.رښتنی سیاستوال د دې پر ځای چې ټولنه کې د توهین چلاقه و چلوي لومړی باید خپل اعمال سم کړي .ملي یوالی او تفاهم هله راتلای سي چې ګوندنه او حکومتونه ځان دخلکو دسوکالۍ او درناوۍ لپاره وقف کړي ، کله چي سیاسي مبارزه کوو ، اسلامي مقدسات موهم لارښوونه راته کوي چي پر عدالت ، تقوا ، خیر او ښېګڼي باندي تکیه ولرو، که څوک هیواد ته دخدمت په لاره کې صادقانه خدمت کوي او له خیانته کرکه کوي تجربو ښودلې ده چې تاریخ او بشري ټولنه د زیارکښو زیار نه هېروي ، حتی دبین البشري  زیار کښو زیار دټولو انسانانو سره شریک او د درناوي وړ وي.په پاکه سیاسي مبارزه کې د وجدان هنداره له ذاتي او نفسیاني ککړتیاوو ساتل په کار دي ، سیاسي موخو ته درسېدو لپاره باید په پاکه مینه ، انساني کرامت ، اسلامي ارزښتونو ساتلو ، ښه خوی او عادت مخته ولاړ سو ، ځکه دې کې د انسانیت او اسلامیت لوړ اسرار ځای لري.

د اسلامي ودان افغانستان په هیله

148 total views, 1 views today

7 comments

  1. Ali Reply

    خدا ی پاک په قران کی فرمایی: إِنَّ اللَّهَ لا يَنْظُرُ إِلَى صُوَرِكُمْ وَأَمْوَالِكُمْ وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ وَأَعْمَالِكُمْ
    فکر کوم ښاغلی دوست به ددی ایت په ترجمه پوهیږی او ضرور نه ده چه زه یی ورته وژباړم که خدای د یار ږیری ته ګوری او زړه ته نه یی ګوری عمل ته نه ګوری نو بیا خو دین ټول په همدی دوه تاره ویښتو کی دی زړه او عمل هیڅ رول نه لری.
    هزار نکتهٔ باریک‌تر ز مو این‌جاست نه هر که سر نتراشد قلندری داند

    که فکر وکړ د فلج ناروغی یوازی په افغانستا ن او پاکستان کی پاته ده دا دا چا له لاسه د ملا له لاسه! مکتب یوازی دلته سوزل کیږی دا د چا لاسه د ملا له لاسه! ځانمرګی د چا له لاسه د ملا له لاسه ! نه پرمختګ د چا له لاسه د ملا له لاسه نو یار به خود له ملا شکایت کوی ؟ ږیره پریښودل یوازی په افغانستان کی سنت موکد ده د عربو یو شیخ هم دا سنت موکد نه پیژنی د حضرت بیدل دا بیت : خر باش که این جامعه از فرط خری- هر که او نه خر است کافرش میخوانند!

  2. خیبر افغان Reply

    دوست صاحب ته سلامونه !
    ستاسی اندیښنه ما هم ولوسته او پدی متاثره شوم چې زموږ پر وطن نن ورځ د پنجابي‌جنګ روان دی، خلک دی هره ور‌ځ په انتحاري‌حملو کی وژل کیږي، نجونې او ځوانې ښځې دي پر سرکونو خیرات ټولوي.، پر ماشومانو جنسی تجاوز دبی حیایي‌تر حده لوړ شوی … یو وار ډنډ ولسوالی ته ورسه او بیا د شهیدانو پر چوک را وګرزه اوبیا یوه شیبه له ځانه سره فکر وکړه … زه باور لرم چی تر دې ډیری غټی مسلی به درته پیدا شي.
    د مصر په څير هیواد کی چی ازهر ودان دی ، په سعودي‌عربستان کی چی ته یی هم په ژبه انسان شوی یی او په ژبه به یی اخری ساه ورکوی ، د انسانانو دفکر د بیان په اړه اجازه شته نو تا ته ښايي‌ چی لږ خپل ځان او خپل ګریوان ته نظر وکړی او د یوه بل افغان د مرګ لپاره له مقدمه چیني‌لاس واخلی.
    موږ هغه ملایان چی د کمونستانو پر ضد یي‌ په منبرونو کی وعظونه کول هم ولیدل چی څرنګه یي‌د پښتنو او تاجکو او هزاره ګانو ښځي په تاکونو کی بندی کړی او کوم جنایتونه یی ونه کړله … تا چی دومره وخت د محمد یار غندنی ته بیل کړی همدا وخت به دی د هغو مظلومو افغانانو په اړه لیکنه کړی وه چی د تخار کندز په لاره یی له بسونو کښته او په بې رحمی شهیدان کړل … تا به د هغه شهید پولیس په اړه لیکنه کړی وه چی وړمه ورځ په تورخم کی له وطنه په دفاع کی شهید شو … خدای د خوار نه که ! ډیر افغانان قتل شوو خو ستاسی زړه لا هم ندی سوړ شوی او لا مو هم په خلکو پسی پښي لوځي کړی دي. ډیر د خجالت ځاي‌دی !‌ زه خپله پدی هم شرمیږم چی تا ته جواب درلیکم خو ستا په نادانی او بی غمی او بی مسولیتی او بی کاری می سخته غصه راغله …‌که دومره بی کاره یی چی د ملایانو دفاع کوي‌ ورځه ټوپک واخله به تورخم کی ودریږه چی که خدای پاک شهید کړی ، مستقیم به جنت ته ولاړ شي. هم به دی محمد یار له غمه خلاص شی هم ملایان …. ته خپل ځان ته ولی حق ورکوی چی د ملا دفاع وکړی یا د بل چا ؟ تا چیرته ملايي‌ کړی ده ؟ تا خدای خبر چی ښونځي‌ته هم تللی یی که نه ځکه املا او انشا دی له ورایه کمزوری ده … پریږده چی د محمد یار ځواب یو ملا ورکړی ، خو هغه ملا چی داسلام زده کړه یی کړی ده او حق ولری چی منطقي‌ دفاع وکړي…. خدای د خوار نه کړه کم عقله ! بل وار چی داسی اشتباه ونه کړی ځکه خلک هسی هم په دی ورځو کی په خوا بدي‌ کی غرق دی نو داسی احمقانه لیکنی لا د چا عصاب خرابوي‌….

    علی خانه !‌ژوند ژوند !‌ستا لیکنه منطقي او په شریعت برابره وه !‌ د مور شیدی !!
    بیدل ته دی خدای جنتونه نصیب کړی چی داسی منطقي او په تول برابره خبره یی کښلې ده :

    خر باش که این جامعه از فرط خری- هر که او نه خر است کافرش میخوانند!

  3. همابون Reply

    محمد یار صاحب شعر د نن زمانی په هغو ملایانو پوری اره لری کوم چی خان عبدالغنی خان ورته مخکی لارشونه کری او دا زموژ ملک هم له دوی له لاسه پاتی راغلی هیله ده تول ملایان دی زان ته راجع نه بولی

  4. محمدربی آماج Reply

    ښاغلۍ دوست صیب اسلام علیکم اوښه روځ ولری! د ادب اودرناوی په وړاندی کولوسره ستاسو د اندونو درناوۍ کوم مګرورسره همغږۍنه یم، کچیری ستا سو موخه هغه پخوانۍ خبری اودهغی مهال د دینی علماو دینی غیرت او اسلامی او وطنپاله روحیه وی لکه همدا چی تاسو ورته اشاره کړیده اویاهم لکه د مولوی عبدالواسع او هغه بل خدای بښلۍ مولوی صیب چی د سقاو د زوی په وړاندی په میړانه اواسلامی غیرت ودریدل او د شهادت لوړی مرتبی ته ورسیدل. بالکل درسره همغږۍ یم.مګر دلته بیا هغه د کورنۍ پخوانۍ ټوپۍ یا خولۍ په سر کول ډیره تیره خبره ده او له هغی زماني څخه اوس هغه دی ۸۷ کالونه تیر شویدی .داوسنیو حالاتو په نظر کی نیولو سره زماپه اند دمحمدیار د تلي پله درنه ده اوداځکه چی له بده مرغه اوسمهال زیاتره ملاصاحبان د دین پنامه کرکه او نفرت خپروی ،هغه د رحمن باباپه ژبه چی : دین یی دام وی د دنیا په لارکی ایښۍ««»» پری را اړوی وحشیان د مخلوقات. که همدغی د طالبانو دوری ته ځغلنده کتنه وکړو ډیر څه برالا ښکاری ،نن روځ ځانمرګی لکه متاع دسیاسی موخولپاره خرڅیږی ډیره غوره بیلګه به یی درته ووایم چی څو کاله وړاندی د زابل ولایت مرکزقلات ښار کی د پولیسو په مرکزباندی ځانمرګۍ برید وشو، برید کوونکۍ د کوټي د شورای لخوا د کابل د حکومت د پنځمی ستنی لخوا په په ۲۵ لکه کلدارو پیرل شوۍ وو.او مغزی پریولل یی ملاصیب کړیدی!؟؟ بله داچی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کړني به دی هم په یاد وی دامریکایانو دبمبار په مهال دپنجشنبي په روځ دکفتان مدد په چوک کی کله چی دمنکراتو دفتر بمبارد شو نو په زرګونو کورنی اوډیر محرم عکسونه هوا ته داسی پورته شول چی ټوله سیمه یی وپوښله پوهیږی داکوم عکسونه وو؟ دا هغه عکسونه وو چی همدی ډلی دخلکو دکورونو څخه دحرام په نامه را ټول کړی وو او بیا یی د هماغه خلکو خویندو او لوڼوعکسونو ته کتل او خوند یی او خوند یی ځنی اخیست !؟ د خلکود ږیرو کچه کول د روسی ګیلاس اویاهم دلامپی د ښیښي پوسیله دکوم ځا ی سنت وو؟!( محمدی غرا سنت خو نه ښکاریدل)،ههمغه د زنا پنامه لومړنۍ حد همد محمدی غرا شریعت برحلاف اجرا شو په کندهار کی زه همالته وم. په زنا کی په روز اوجبر اقرار نه اخیستل کیږی او داسی نور.پخپله لوی ملاصیب ما لیدلۍ وو چی مازیګر مهال یی له ملاحسن اخند سره د ټنډي خري لوبه کوله! دینی سواد خو به یی تاته هم ښکاره وی کنه خو ماته ښه مالوم وو.نواوس څلور څلور نکاح ګانی دوی وکړی او په تواغ یا ټس کی یی ټول ملک اوپه ځانګړی توګه پښتانه سوځی. نو دلته د همدای ټیپ ملایانو لپاره هغه وردګي لنډي ډیره پځای بریښي کوم چی وایی : چی د کتاب مخی ته ګورم ««»» په جنتو کی د ځای نه وینم مینه (ملاصیبه).

  5. قاسم Reply

    افرین دوست صیب ډیر ښه تحلیل مو کړی د محمدیار یار شعر کي د (ورک جنت) الفاظ د دې مانا لري چي نوموړی یا خو په جنت عقیده او باور نلري او یا يې دیني معلومات صفر دي الله دي یار هدایت کړي

  6. Ali Reply

    قاسم جانه ستا د سواد (علمیت) کچه څومره ده چه داسی ژراو بی له کومه دلیله قضاوت کوی او د محمدیا ر معلومات صفر بولی.د سړی علمیت چه هر څومره لږ وی هغومرژرقضاوت کوی . ځکه خو به امام ابی حنیفه صاحب د یوی مسلی د حل او رایستلو له پاره میاشتی میاشتی فکر او مطالعه کوله او د هیڅ سړی معلومات یی صفر نه کڼل ځکه هر څوک یوه اندازه معلومات او علم لری او زه په دی باور یم چه ستا معلومات به هم صفر نه وی خو خبره دی د احساساتو له مخی لیکلی ده

  7. قاسم Reply

    Ali جانه
    زما علمیت دومره نه دی خو دومره دی چي ستا او دمحمدیار دعلمیت کچه معلومه کړمه ځکه په لومړي پوسټ – ځواب کې چې دې دآیت په نوم حدیث کښلی ، اصل کې دا ایت شریف نه بلکي حدیث دی ستاسو د دیني معلوماتو او سواد اندزه ترې په ډاګه شوه عیان ته بیان څه دی خپل ځانونه اصلاح کړئ مشکل مو حل کیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *