Categories

اعلان

Loading…

د مونوګراف لیکلو لارښود/ سید اصغر هاشمي

 ( ۳ برخه)

د مونوګراف ليکلوګتې:

د څېړنې عام کالبونه (مقاله، رساله او کتاب) او خاص کالبونه (مونوګراف، تېزس او ډيزرټیشن) لیکل ژبې او فرهنګ ته او لیکوال ته ګټې لري.

هره تحقیقاتي، تخلیقي، تحلیلي او ژباړل شوې لیکنې ځانګړې ګټې لري.

یو محصل د مونوګراف په لیکلو خپل تحصیلي اسناد تر لاسه کولای شي او د یو مبتدي لیکوال په څېرکولی شي چې په اینده کې نوروڅېړنېزو کارونو ته هوډ وکړي.

د هر کار پیل ستونزې لري، خو د وخت په تېرېدلو سره تجربه پیدا کېږي او مشکلات کمېږي او د پرمختګ په لور د حرکت سیر سرعت پیدا کوي.

په لیکوالۍ کې هم یولړستونزې وي، چې په یوې ځانګړې موضوع تحقیق کولو ته زړه ښه کول او پیل یې ستونزمن کار دی.

سید اصغر هاشمي

سید اصغر هاشمي

محصل د مونوګراف لیکلو په پیل کې مشوش وي او ډول ډول پوښتنې یې ذهن ته راځي، خود لیکلوپه دوران کې ستونزې کمېږي او په لیکلوکې یې سرعت پیدا کېږي.

په تخلیقاتوکې شعر او نظم،  نثر او ډولونه یې ځانګړې ګټې لري، له نورو ژبو پښتو ته منظومې او منثورې ژباړې او په ښې موضوع څېړنې هم ګټې لري.

د څېړنې او تحقيق برکت دی،  چې ورځ تربلې نوي ـ نوي کشفيات کېږي اود انسانانود ژوندد بهبودلپاره د ښه ژوندموقع برابرېږي. د څېړنې ګټه په اکثره وخت کې فردي نه وي، بلکې ټولنېزه وي، يعنې که په لويديځ کې يو لويديځ پوه د سرطان د ناروغۍ لپاره درمل جوړوي، ددې درملونه يواځې يوفرد استفاده نشي کولای، بلکې ټولې نړۍ ته یې ګټه رسېږي.

د څېړنې د ګټې په باب  استاد زلمي هېوادمل وایي:

۱: د تېرې او اوسنۍ زمانې دحالونود معلومولولپاره د لټون د ذوق او ميلان اقناع کوي.

۲: د انسان د مادي او معنوي ژوندد ارزښتونود تغیريا تثبيت لپاره د غوره او ښولارولټول.

۳: د علوموپه بېلابېلوڅانګوکې د علمي ژونددوام.

۴: حقيقت ته د رسېدولپاره د حرکت او هڅو ادامه.

۵: د څېړنې علاقمندانو ته د تحقيق د لاروخلاصول.

۶: د پخوانيوپه انداو ژوندپوهيدنه اود هغوی د فکري سيرمطالعه.

۷: د طبيعت په تحليل او تجزيه کې د بشر د ذهني کوښښونواو تلاښونوپېژندنه.

۸: په خلکوکې د سليم ذوق خپرول اود پخوانيوفرهنګي ميراثونو د ساتلو زيار.(۲۷: ۵مخ)

لڼده دا چې څېړنه که هغه په هر فورم کې وي، روزمره ژوندکې اختراعاتو، کشفياتو، ابتکاراتو او د انسانانو د ښه ژوندد بهبود لپاره موقع برابروي.

په ساينسي علومواو اجتماعي علومو کې د هرې لاس ته راوړنې اصلي منبع له تحقيق او څېړنې نه سرچينه اخلي.

په پای کې د دې خبرې یادونه ضروري ګڼم، چې مونوګراف د څېړنې د خاصوکالبونو یو ډول دی او محصل کولای شي چې د تحقیق اساسات په نظر کې ونیسي او خپل کار پیل او پای ته ورسوي او خپلې ژبې ته به یې ډېره ګټه رسولې وي.

د مونوګراف ليکلو اړتياوې:

مخکې مې یادونه وکړه چې مونوګراف د څېړنې د خاصوفورمونو ځینې یو تحقیقاتي ډول دی، د هر تحقیقي اثر لپاره چې څومره ضرورت لیدل کېږي، په هماغه اندازه یو مونوګراف چې د پلټنې پر اصولو برابر وي،د ټولنې لپاره یې اړتیا شته ده.

د مونوګراف په لیکلو د شاګرد پوهه د لیکوالۍ په هکله زیاتېږي، د نورو لیکنو(څېړنو)لپاره  تجربه ورته حاصلېږي، د علمي فکر کولو توان پکې پیدا کېږي او د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو مطابق محصل د دې مستحق کېږي، چې خپل تحصیلي اسناد تر لاسه او له حقوقویې استفاده وکړي.

د مونوګراف لیکو په وخت کې بایدیوه علمي فرضیه اویا د څېړنې طرحه موجوده وي او په عمومي ډول باید لاندې پوښتنو ته ځوابونه پيدا کړو.لکه:

۱: کومه موضوع ولیکم؟

۲: څومره یې ولیکم؟

۳: څنګه یې ولیکم؟

۴: د چا لپاره یې ولیکم؟

۵: ولې یې لیکم؟

کومه موضوع وليکم؟: لیکوال  بایدد موضوع په هکله له مخه فکر کړی وي، په داسې موضوع تحقیق کولو ته دې زړه نه ښه کوي چې بکره او نوې نه وي. د لیکونکي(محصل) د علمي سويي او صلاحیت سره برابره نه وي. نه ډېره محدوده وي او نه ډېره لویه وي، تر څو چې په ټاکل شوي زماني وخت کې یې پای ته ورسوي.

محصل د موضوع ټاکلو د انتخاب حق لري او هیڅکله دې دغه حق بل چا ته نه ورکوي او نه دې د دې ویره ورسره وي چې آیا زما لیکنه به څوک خوښه کړي او کنه؟ آیا زما لیکنه به څوک ولولي او کنه؟ که داسې تشویشونه ورسره موجود وي، لیکوال نه شي کولای چې خپل کارونه په سم ډول پای ته ورسوي.

څومره يې وليکم؟:د موضوع انتخاب او د موضوع د لوی سر لیک (عنوان) انتخاب دمحصل کار دی، محصل باید داسې موضوع د مونوګراف لیکلو لپاره انتخاب کړي، چې په ټاکل شوي زمان کې یې پای ته ورسوي، د ډېرې لویې موضوع انتخاب محصل له ستونزو سره مخ کوي.

 د مونوګراف لپاره د ورقعو اندازه (کمیت، غټوالی او حجم) مهم نه دی، بلکې کیفیت او نوې خبرې مهمې دي. که په ټولګي کې یومحصل ۱۵۰ مخه مونوګراف لیکي، خو نوې او د ده خبرې پکې کمې وي او په همدې ټولګي کې بل محصل ۲۰ مخه مونوګراف لیکلی وي، خو د تحقیق آرونه یې په نظر کې نیولي وي او لیکنه یې د لیکوالۍ په خپله ژبه او د تحقیق په نوي طرز او ارایه په څېړنېزه ژبه نوې، ښکلې او زړه راښکونکې موضوع پیل او پای ته رسولې وي او د څېړنې شکلي او معنوي جوړښت یې په خپل مونوګراف کې تطبیق کړې وي، د لومړي ۱۵۰ مخو مونوګراف نه ۲۰ مخه مونوګراف څو مرتبې بهتره دی.

محصل باید په دې پوه شي چې غوره شوې موضوع څو مخه او په څومره وخت کې یې پای ته رسولی شم. پر موضوع علمي صلاحیت درلودل یوه بله مهمه ځانګړنه ده، که چېرې د پښتو ادبیاتو یو محصل د ادبپوهنې په هکله معلومات ولري او له دې برخې سره یې مینه وي، دی دې هیڅکله د ژبپوهنې او ادب تیورۍ په څانګو کې مونوګراف لیکلو ته زړه ښه نه کړي.

څنګه يې وليکم؟:د دې پوښتنې په ځواب کې به دومره ووایم، هره منظومه او منثوره لیکنه خپل فورم، کالب او جوله لري او همدارنګه خپل معناېیز او محتواېیزخصوصیات لري.

که غواړئ چې ښه هنري غزل ولیکی، نو د شعریت او هنریت اصلي او فرعي توکو راوړل پکې ضروري دي او همدارنګه د کالب له مخې باید هیڅ ډول نیمګړتیا پکې موجوده نه وي.

که غواړو چې ناول ولیکو، نو د ښه ناول هنري اساسي او فرعي توکي باید پکې وي. او د شکل له مخې د ناول بنسټیز توکي راوړل په خپل خپل ځای کې حتمي دي.

د هر ډول لیکنې د ژبې د ارایي طرز یې بېلابېل خصوصیات لري، تخلیقات یو ډول لیکنۍ ژبه لري، په تخلیقاتو کې ناول، لنډه کیسه او رومان یو ډول ژبه لري او ژورنالیستکي راپورونه بل ډول د لیکنې ژبه لري. څېړنه که هغه په هر فورم کې وي، د ادا کولو او لیکلو خپله ژبه لري. مونوګراف باید په معیاري ژبې ولیکل شي او هیڅکله باید د لهجو تاثیرات پکې ونه لیدل شي.

د چا لپاره يې وليکم؟: هره لیکنه د خلکو لپاره لیکل کېږي، د نړۍ ستر او ارزښتمن کتابونه انسانانو ته لیکل شوي او لیږل شوي دي. قرانکریم د انسانانو د لارښوونې لپاره نازل شوی، تر څو چې د خلکو د هدایت وسیله وګرځي.

په ټولنې کې هرکتاب د مخاطب لپاره لیکل کېږي، چې ځینې لیکوال دې خبرې ته زیات متوجې وي.

که یولیکوال ماشومانوته کتاب لیکي، دی مجبوره دی چې د افغانستان سیاسي، ټولنېز، اقتصادي او کلتوري حالات په نظر کې ونیسي، ځکه چې دغسې حالات په کورنیو او د کورنیو په ماشومانو مستقیم او غیر مستقیم تاثیرات لري.

لیکوال باید د ماشوم په ژبه ماشوم ته لیکل وکړي، د لویانو ژبه له ماشومانو سره او د متعلمینو ژبه د محصلانو سره توپیر لري، د ژبو توپیر یې له سویي سره رابطه لري.

ولې يې ليکم؟: د وروستۍ پوښتنې په ډول به دومره ووایم، چې هره لیکنه دیو هدف لپاره وي، خو د مونوګراف لیکنه بایدد ژبې او فرهنګ د غنامندۍ لپاره وي او محصلان کولای شي چې د مونوګراف له تحقیقه وروسته خپل تحصیلي اسناد تر لاسه کړي.

محصلان مونوګرافونه لیکي، د پوهنتون استادان د علمي ترفیع لپاره آثارلیکي او د اکاډومۍ غړي په څېړنو بوخت دي. د دغواکثرولیکنو اصلي مقصد دا وي چې د تعلیمي سندیاعلمي ترفیع د حاصلولولپاره استفاده ورنه وشي، خو د سندونو د تر لاسه کولو مهمه داده چې اکثره تحقیقاتي لیکنې موبایدد تحقیق پر آرونو برابرې وي او د ژبې په بډاینه کې مهم رول ولري.

محصل باید مونوګراف یوازې د تحصیلي اسنادو لپاره ونه لیکي، بلکې د دې اصلي هدف او مقصد باید ټولنې ته یوه نوې  موضوع لیکل وي.

د ښه مونوګراف ځانګړنې:

هره منظومه او منثوره لیکنه، هره ساینسي او اجتماعي څېړنه او د تحقیق هر ډول خپل خصوصیات لري. مونوګراف د تحقیق د خاصوکالبونونه هغه فورم دی، چې یوازې محصلان یې د لیکلوحق لري.

په عمومي ډول دیو ښه مونوګراف خصوصیات ډېر دي، چې په خاص ډول څو مهم یې دا دي:

۱: د هرمونوګراف موضوع باید له نوښت اوابتکاره ډکه وي اوکه چېرې داسې موضوع وي چې مخکې هم پرې کارشوی وي، نومحصل بایدد تحقیق په نوي طرز او ارايي سره خپل کار پیل او پای ته ورسوي.

۲: د مونوګراف لپاره له کمیته کیفیت مهم دی.

۳: د مونوګراف موضوع بایدد محصل له خوا غوره شي. موضوع بایدنه ډېره لویه وي او نه ډېره محدوده وي.

۴: مونوګراف باید د څېړونکي د لیکوالۍ په خپله ژبه لیکل شوی وي.

۵: د څېړنې شکلي جوړښت او محتواېیز جوړښت بایدپه مونوګراف کې تطبیق شي.

۶: په مونوګراف کې حتمي ده چې یوه نوې فرضیه ثابته شي.

۷: په مونوګراف کې مهمه ده چې د تحقیق ځانګړی ډول او میتود نه استفاده وشي.

۸:مونوګراف چې په کومه موضوع لیکل کېږي، بایدتیروڅېړنو ته په انتقادي نظر وکتل شي، د تیرو کارونو نیمګړتیاوې وښودل شي او د نوي کار ښیګڼوته اشاره وشي.

په عام ډول هره څېړنېزه لیکنه ډېر ښه خصوصیات لري، چې په خاص ډول مې د څو ځانګړنو یادونه وکړه.

136 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *