Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان سفیر پاکستان ته په تورخم کې د دروازې د جوړولو په وړاندې خبرداری ورکړ

تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر استازي د پاکستان پوځ ته خبرداری ورکړ چې په تورخم کې د دروازې له جوړولو لاس واخلي کنې د بدو پایلو مسوولیت به د پاکستان په غاړه وي.

ښاغلي زاخېلوال په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې پاکستان له دې سره سره چې موافقه وکړه چې د دروازې د جوړولو کار به دروي او مسله به له دیپلوماتیکې لارې هواروي، د دروازې د جوړولو کار نه دی درولی.

پرون وروسته له دې چې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز او د بهرنیو اړیکو له سلاکار سره ډاکتر زاخېلوال پر اوربند او د دروازې د نه جوړولو پر سر موافقه وکړه، پاکستان وویل چې په تورخم کې اوربند ټینګ شوی خو دوی د دروازې د جوړولو کار نه دی درولی.

زاخېلوال همداراز ویلي چې د پاکستان د پوځ له پلاوي سره یې په دې موافقه کړې وه چې پر مسلې به په لوړه کچه حبرې کېږي، د دواړو خواوو جګپوړي پلاوي به یې د خبرو له لارې هواروي او پر دروازې به تر هغو کار نه کېږي چې مسله حل شوې نه وي.

د افغانستان سفیر وايي چې د پاکستان پوځ ته په تورخم کې د دروازې پر جوړولو د کار د بیا بیلېدو په اړه لیک استول شوی او خبرداری ورکړای شوی چې د هر راز نتیجې مسوولیت به د پاکستان په غاړه وي.

ده دا هم ویلي چې مجبوره به شي چې د لانجې جزییات څرګند کړي او بیا به دې ته اړتیا پاتې نه شي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت کار ته دوام ورکړي.

20 total views, 3 views today

5 comments

  1. Naim Akbari Reply

    شاغلی زاخیلوال وایی چه مجبوره
    به شی چه دلانجی جزئیات نشر کی زما په گمان چه که دپردی شا ته کومه معامله نه شته باید وخلگو ته یی نشر کی اودایی حق دی چه ددی دسیسی په جزئیاتو خبر شی.

  2. صدیقی Reply

    موږ په خپلو سرحدی زواکونو ویاړو الله مو په هر زای کی بریالی لره او له مشرانو مو دا درخواس ده سی دی خپلو زاوکونو وینه خرسه نه کړی

  3. شاهین افغان Reply

    جناب زاخیل وال صاحب
    د پاکستان دولت هیڅکله په خپلو دیپلوماتیکو اونړیوالو ژمنو وفا نده کړی. دا د دوی تاریخی عادت دی. په دروازو زمریان نه بندیږی. پریږده چې دوی خپل مصرف وکړی . که ورځ یی راغله بیابه لکه د برلین دیوال چې د میلیونونو دالرو په مصرف جوړ شوی وو ، وران او خلک به یی خښتې له ځان سره د یادګار په توګه وړی.
    په سیاسی مسایلو کې ډیر احساساتی کیدل زمونږ په تاوان دی . تاسو د افغانستان خلکو اودولت ته ډیر محترم او د درناوی وړیاست. د امرالله صالح تبلیغات اوس دومره ځای نه نیسی

  4. Mohammad Arif Haleemy Reply

    Zakhilwal saheb stasi diplomatic qadamoona qabil de ehteram de kashkai wazir kharija wai kher yaw mashom rawast wazir kharija trena joor kr bayad khpal dariz bandi wadarigi ter so kar motlaq band she fakistan sara loy majboriat zamong hedwal che halta sigi yaw lar moshkelato sara ba makha makh she kho bia ham khpal watan ta ratlai she pati shwal khwara deri lari ba allah paida kri de kar sara ba yaw taraf ta fakistan mong ta waqighi doshman marifi she bal taraf ba de afghanoo tawajoo khpalmanzi na fakistan ta she allah karim de la barya pa hela aw ziat omer pa hela.

  5. sayed.rahman.ziarmal Reply

    زاخیل وال صیب ! ولی چپ یی هره خبره چه شته روشانه یی کړه او خپل وطنی فرض ادا کړه حا یینی باید په جهانی کچه رسوا شی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *