Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان د ملي امنیت شورا په تورخم کې د افغان ځواکونو زوړه ورتیا وستایله

تاند- په تورخم کې د وروستیو شخړو په باب د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا نن /سې شنبه/ بیړنۍ غونډه وکړه او پرېکړه یې وکړه چې لانجه دې له دیپلوماتیکو لارو حل شي.

راپورونه وايي چې په تورخم کې حالات لا هم ترینګلي دي او تر ماښام ناوخته پوري د دواړو خواوو ځواکونو پر یو بل د درنو وسلو خال – خال ډزې کولې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا غړیو په تورخم کې د افغان امنیتي ځواکونو زړه ورتیا او له خاورې څخه دفاع وستایله.

د ملي امنیت شورا غړیو په تورخم کې د پاکستان اقدامات د نړیوالو حقوقو او موازینو خلاف او د اندېښنې وړ وبلل.

د ملي امنیت شورا په غونډه کې په دې تاکید وشو چې دا ډول مسلې باید د جګړې له لارې نه بلکې له دیپلواتیکو لارو هوارې شي.

په همدې حال کې په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال، چې اوس په کابل کې دی، ویلي چې د پاکستان له صدراعظم او لوی درستیز سره یې ټېلفوني خبرې کړي دي.

راپورونه وايي چې پاکستاني پوځیانو نن یو وار بیا هڅه وکړه چې د افغانستان په خاوره کې پوسته جوړه کړي خو د افغان امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول.

76 total views, 1 views today

1 comment

  1. sayed.rahman.ziarmal Reply

    نوی چک پستونه مه جوړوی موږ یی ورانوو موږ دغه ځلی اټک سید په ګوته کړی ځانونه وررسو انشا الله.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *