Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان ستونزې او فرصتونه – هیواد د دوو لارو پر سر

محمد عارف رسولي

(یو ویشتمه برخ)

پسمنظر، د افغانستان د شاوخوا حالاتو یو تحلیل

پرمختللې ملتونه خپل تاریخي، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند، تیرې پالیسۍ، ستراتیږۍ، کړنلارې، بریاوې او ناکامۍ تل  ارزوي، هغوی قوي حافظه لري او زر یې خپل تاریخي حوادث نه هیریږي. د بریاوو او پاته راتلو لاملونه او د هغوی د اغیزو لړۍ سره یو د بل تر څنګ ږدي، ورڅخه زده کړه کوي، او په رڼا کې یې د خپل راتلونکي لپاره تګلاره ټاکي. په دوی کې که کوم بحران او کړکیچ پیدا شي مدیریت کوي یې او زر لاره باسي. دا ملتونه تل هڅه کوي د خپلو ستراتیژیکو مغزونو، مرکزونو او پالیسیو په مټ ننګونې په فرصتونو بدلې او ستونزې کمې کړي. دوی د خپلو ګټو لپاره د نورو ملتونو خلک داسې په کار اچوي چې هغوی نه پوهیږي.

د وروسته پاته ملتونو زیات خلک، سیاسیون، ډلې او چارواکي د بیخبرۍ، جهل، ځان غوښتنو او تنبلۍ په خرو سواره وي. نه کوم لید لوری او تګلاره لري چې ویې ارزوي او ورڅخه زده کړه وکړي، اصلاح راولي، او نه له حوادثو زده کړه د هغوی په قاموس کې وي، هرڅوک پخپله ساحه د کار کې د ټول ملت د بریاوو وارث ځان بولي، خو د تیروتنو مسوولیت نه مني. ګوندونه نه کوم پلان لري، نه کوم سم ارمان. نه کدرونه روزي، نه ورته اهمیت ورکوي، تل په رهبرۍ شخړه وي، رهبر د چاپلوسانو په حلقه کې بند وي، هغوی چې ځان روڼ اندي بولي، بې تفاوته، غلي ناست او یوازې د خپلو ګټو په فکر کې وي. په داسې ټولنه کې که کوم وړ رهبر او د قوم خادم هم رامنځته شي، څوک یې ملا نه تړي، نه ورباندې راټولیږي، ورڅخه من او سلوا غواړي، زر یې غواړي، او حتمي یې غواړي او که ورته ونه رسیږي بیا ناهیلي، تیت او پاشان وي، د دوی کدرونه یو بل نه مني، لکه د ګور چینجي یو بل خوري، تل خپلې درنې او د نورو سپکې وايي، هر یو یې اصل او نور ټول کم اصل وي، او په وړو مسئلو کې سره مصروف وي.

موږ چې یو وروسته پاته، شخړو وهلی ملت یو، فردي او ټولنیزه حافظه  مو کمزورې، د سترو ملي پیښو او تاریخي جریانونو د علتونو او د خپلو کړو وړو د اغیزو په هکله سم فکر نه شو کولای. بې پرې اغیزه لرونکي شنونکي او لیکوالان چې د پرګنو اذهان روښانه کړي ډېر کم لرو، د هغوی زیات شمیر په وړو تعصبي او کرکجنو تبلیغاتو کې ګیر او د حقایقو له ویلو ډډه کوي. نو ځکه له خپل نژدې او لیرې تاریخ، خپلو تیروتنو او لاسته راوړنو کومه زده کړه نه کوو. د ناکامیو په وخت یو بل ملامتوو، لاملونه یې نه څیړو او زده کړه نه ورڅخه کوو.

له بلې خوا افغانستان په یوه خورا پیچلې جیوستراټیژیک او جیوپولیټیک موقعیت کې قرار لري چې دا موقعیت موږ ته خورا زیاتې ننګونې او فرصتونه لري. دلته هم د سترو نړیوالو او هم د سیمه ییزو قدرتونو سیالۍ په ښه زور کې روانې دي. دلته، زموږ په ګاونډ کې هند او چین په قوي مسابقه کې لګیا دي تر څو د نورو د ملګرتیا په مرسته بله خوا د اقتصادي، سیاسي او تجارتي نظره په ستونزو کې بند وساتي، له ستراتیژیکو ګټو او اړیکو یې محروم  کړی، او دې ته ستراتیژیک حلقه کول (Strategic Encirclement) او په لومه کې ګیرول وایي. دلته دواړه حریفان هڅه کوي، چې په ستراتیژیکو لارو، بندرونو او ملکونو کې خپل نفوذ وساتي او بله خوا ورڅخه محروم او لیرې وساتي. په دې کې د نړۍ د سترو قدرتونو تر څنګ ایران، افغانستان او پاکستان او د منځنۍ اسیا ملکونه ټول خپل خپل اهمیت لري. چابهار او ګوادر د دې ستراتیژیکو سترو سیمه ایزو او ان نړیوالو لوبو مرکزي ځایونه دي. دا سیالۍ په موږ خامخا اغیزه کوي، موږ ته هم ننګونې لري او هم فرصتونه پکې شته دي. خو که ننګونې، تهدیدونه او فرصتونه ټول په غور وڅیړو، کیدای شي نور د غفلت له خوبه ویښ شو، ملي عزم او ایماني جزبه لکه څنګه چې پلرونو مو د اړتیا په وخت کې رامنځته کړې وه زموږ حالت هم بدل کړي. نو زموږ اوسنی حالت همدا غوښتنه کوي، چې هر افغان سر په ګریوان کړي، د سترو ملتونو عادتونه په ځان کې پیدا کړي او د دې کار امکان شته.

طلایي فرصتونه

افغانانو ته په تاریخ کې څو ځله طلایي فرصتونه په لاس ورغلي خو په خواشینۍ سره ورڅخه نورو غلیمانو او خپلمنځي بې اتفاقيو  اخیستي دي. کله چې امان الله خان له انګریز څخه ازادي واخیسته افغانستان په نړۍ کې ستر پرستیژ وموند، وړاندیز وشو چې افغانستان د اسلامي خلافت مرکز شي، د آزاد هند لمړی جلاوطنه حکومت په کابل کې جوړ شو، او د اسارت په لومه کې د ټولو ملتونو سترګې افغانانو ته واوښتې او غوښتل یې زموږ په پله پل کیږدی او له موږ څخه زده کړه وکړي.

همدارنګه، بیا کله چې روسان په وتو شول د دې موکه برابره شوه چې افغانستان یو وار بیا خپل ستراتیژیک مرکزیت ومومي، خو په خواشینۍ سره د پردو سنجول شوو مانورونو او پلانونو، د یوې واحدې رهبرۍ او د کوم ستراتیژیک فکر د نه شتون او د ځینو داخلي کړیو د ځان غوښتنو له کبله دا موکه هم له لاسه ووته. داخلي شخړې پیل، د ملګرو ملتونو پلان سبوتاژ او د ملک لپاره یې تر ننه بدې اغیزې ګورو.

ډېر کار پوهان په دې باور دي چې، اوس یو ځل بیا یو شمیر ستراتیژیکو پیښو، د سیمه ییزو قدرتونو و انرژۍ او مواصلاتو ته اړتیا او زموږ ستراتیژیک موقعیت موږ ته یوه بله طلایي موکه برابره کړې ده. د ټاپي، کاسا یو زر او نورو برښنایي پروژو طرح، تطبیق او بشپړول، ریل پټلۍ، چابهار، د سلما بند، دکجکي بند، حاجیګک، عینک، د تیلو او غازو او د نورو ورته پروژو پیل او بریالي تکمیلول، د نورو شتمنو ملکونو لکه د اماراتو د پانګې جلبول، د سولې نوښتونه او ورته ژمنتیا او داسې نور نوښتونه به موږ ته یو نوی ژوند راوبښي او نه یوازې به مو د پردو له احتیاجه وژغوري بلکه نور هیوادونه به په اقتصادي، سیاسي او تجارتي مسئلو کې راته اړ شي.

که موکه ورکړه شي، تمه شته چې اوسنی جمهور رئیس دا وړتیا، پوهه، اخلاص، نړیوالې اړیکې، کریزمه او د مشرتوب ځانګړتیاوې لري چې دا ځل له شته فرصتونو سمه ګټه واخلي. هغه هم د سترو اغیزه لرونکو طاقتونو سره په ژبه پوهیږي، نړیوالو شکمنو قدرتونو ته قناعت ورکولای شي، د پوره تحلیل وړتیا لري، او د دپلوماسۍ په دې شطرنج لوبه کې یو څه مهارت هم لري. نو راځی چې کلک عزم وکړو او داځل دا طلايي فرصت له لاسه ورنه کړو.

افغانان د دوو لارو په سر کې

اوس پورته حالاتو زموږ ملت د دوه لارو په سر درولی، یوه د هوښیارۍ، سولې، پرمختګ، د ننګونو په فرصتونو د بدلولو لاره ده. بله د شخړو، ځان غوښتنو، کرکو، جهالتونو، قومي تعصباتو او په پای کې د نورو د ګټو او نیابتي جنګونو                          (Proxy Wars)  په لمبو کې د سولو، یو بل وژلو، د ملک د ورانۍ لار ده. که مو لمړۍ سمه لاره ونیوله، د سویلي، منځني اسیا، چین او منځني ختیځ په تجارتي، اقتصادي، علمي، کلتوري، اقتصادي او ستراتیژیک مرکز به بدل شو.

خو دا هلته کیدای شي، چې زموږ هغه خلک چې عقل یې تر اوسه کار کوي، شخصي او ګروهي ګټو یې سترګې نه دي ړندې کړې، ځوان نسل چې په داخل او خارج کې په زده کړو بوخت دی، یو شمیر سیاسي څیرې چې په فساد کې تر اوسه نه دي بګیل شوي، قومي مشران، تکنوکراتان، مسلکي خلک، په وطن مین شنونکي، لیکوالان او ژورنالستان او وسله وال ځواکونه لاس سره ورکړي او د پورته فرصت څخه ګټه واخلو.

که موږ هوښیار و اوسو، له موکې سمه ګټه پورته کړو، امن راولو، اړینه زیربنا، ټولنیز شرایط، ښه قوانین او مقرررات رامنځته او پلي کړو، نه یوازې تجارتي لارې به مو زیاتې شي، د یوه یا بل ګاونډي له انحصاره به خلاص شو، بلکه د نورو وابستګي به هم په موږ پیدا او یو ستراتیژیک انډول به هم په سیمه کې رامنځته شي. پخپله به د تجارت مرکز شو او خپل مالونه به نړیوالو مارکټونو ته په اسانۍ او ارزانه ورسوو. په کور د ننه به د خپل ستراټیژیک موقعیت، لارو او اقتصادي دهلیزونو، تجارتي مرکزونو، مارکیټونو، تجارتي توکو، محصولاتو په عرضه کولو او کارولو کې به زیاته پانګونه وکړو، بهرنۍ پانګونه به راجلب او زیاته ګټه به وکړو. که په دې کار وتوانیدو، سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت به مو زیات، نړیوال پرستیژ به مو اوچت، ملي باور به مو ټینګ او ستر ستر هیوادونه به افغانانو ته د ستراتیژیکې ملګرتیا لپاره اړ شي.

دا کار څنګه ممکن دی؟

څوک به ووایي چې د ملت په اوسني ویشل شوي حالت کې به دا کار څنګه شونی شي. منو چې ننګونې زیاتې دي، خو د تونل په اخر کې رڼا لیدل کیږي او هغه دا چې زیات شمیر ځوانان ویښ شوي، هغوی پوهیدلي دي، اوسنیو تهدیدونو ورته ښودلې چې یا به سمیږی یا به خدای مکړه ورکیږی. زموږ زیات خلک پوه شوي چې په ځانونو کې د سترو مثبتو بدلونونو وخت دی. د سولې، بیا رغونې او پرمختګ وخت دی. پوه شوي چې که له اوسني کرکجن حالت څخه چې د کینو، ځاني ګټو په قطیو او بکسونو کې یې له یو بله څخه لیرې ساتلې یو بهر نه شو نور هم پسې خواریږو. اوس زیات افغانان باور لري چې، د زغم، یو بل منلو او ملي ګټو ته د لمړیتوب ورکولو وخت راغلی دی. که څه هم منو چې تر اوسه یو شمیر د ناروا او تعصباتو په خرو سواره دي او لایې درک کړې نه ده چې نور دا لاره کار نه ورکوي او ملت ورڅخه بیزار دی.

زه دانه وایم چې څوک د خپل حق نه غواړي، خو د خپلو حقونو او د نورو وطنوالو د حقونو حدود د هم وپيژني، له مشروع لارو د ورته مبارزه وکړي، او صبور د و اوسي. دا هغه څه دي چې ټول پرمختللي ملتونه ورته ژمن دی. د ټولنو او ملتونو پرمختګ باید خپل طبیعي مسیر ووهي. دا سمه ده چې په متوازن پرمختګ او تکامل کې ملي ګټې پرتې دي، په ګډ کور کې چې ګران افغانستان دی د هر چا مساوی حق دی. خو دا حق هلته خوندي کولای شو چې هوښیار، یو موټی، د پردو له اغیزو ازاد او ملي ګټو ته ژمن و اوسو.

که هر افغان پورته ارمانونو، لیدلوري او موخې مهم بولي نو لمړی د له خپله ځانه پیل وکړي، سولې ته د ژمن شي، هغه د وغواړي، د سولې کلتور د خور او د سوله ردوونکو په وړاندې د مبارزه وکړي. موږ باید یقین ولرو چې په سوله کې د هر افغان خیر نغښتی دی او په شخړه کې د هر یوه تاوان او د پردو ګټې دي. کیدای شي ځینې د ګوتو په شمار خلک به پیدا شي چې ګټې به یې په جنګ کې وي، خو هغوی به ډېر کم او هغه کسان وي چې له جنګونو یې سرمایې زیاتیږي، شخصي زیان نه ور رسیږي بلکه ورځ تر بلې پړسیږي. ټول افغانان یو بل ته باید د رغنده کار لپاره لاس ورکړي، منفي فکرونه دې له سره وباسي او هیله من د واوسي. هر ژمن هیوادوال باید یقین وکړي چې که موږ اوسني مثبت پرمختیایي قدمونه ټینګ کړل، سوله مو راوسته، دا پروژې مو پیل،  پلې او ګټې اخیستو ته سیخې کړې نو حال به مو ۱۸۰ درجې مثبتې خواته روان شي. د ملي باور یوه فضا به رامنځته شي، ناهیلۍ به ورکه او په نړۍ کې به با وقاره ځای خپل کړو.

هلته به د چا ګټې خوندي وي؟

که برښنا هر کور او هرې فابریکې ته تر یوه مناسب وخت وروسته ورسیږي، تعلیم، صنعت او خصوصي سکتور به مو پرمختګ وکړي، خلکو ته به کار پیدا شي، دولت به مو توان، وړتیا او زیرمې ولري چې قانون بې له توپیره په ټولو سم پلی کړي، د هیواد ښوونیز نظام او عامه خدمتونه به په عادلانه توګه د ملک هرې سیمې ته ورسیږي او ملي اقتصاد به مو قوي شي او دا حالت د ټولو په ګټه وي. خو دا کار سوله ییزه، عقلاني او علمي مبارزه او غوره تګلاره هم غواړي چې موږ یې څه ناڅه لرو خو عزم باید ورته ولرو.

په پورته حالت کې به فرصتونه زیات شي، یو څوک به دولتي چارواکي شي، نور به ستر ستر پانګوال، صنعتکاران، ملي تاجران وي، زیات شمیر به د احترام وړ مشهور لیکوالان، څیړونکي، او په ملي کچه منل شوي شنونکي او ژورنالستان وي، بله کتګورۍ خلک به د پوهنتون وتلي استادان، محققان او د احترام وړ نورو مسلکونو پوهان وي او همدارنګه، نورو ته به د هیواد په ولسوالو قوتونو کې د خدمت او ملي ستراتیژیستانو په صفت افتخار حاصلیږي. خصوصي سکتور به مو ستر ستر ملي پانګوال رامنځته او د سلهاوو زرو او ملیونونو خلکو لپاره به د کار زمینه برابره کړي، او دا ټول به په هیواد کې محرومیت لږ او وروسته به بیخي ورک شي، زیات خلک به مو ښه ژوند ولري او بیا به د کرکو او تعصباتو کچه هم راټیټه شي، خلک به پخپل افغاني هویت او وطن فخر وکړي او ملي ارمانونو ته به ژمن شي.

په هره کورنۍ، سیمه او ملک کې که بیوزلي وي، د هغو خلک له یو بل سره جوړ نه وي، د زیرمو د ویش په سر اختلاف لري، له توپیرونو ځوریږي او یو بل ملامتوي. خو کله چې د هغوی اقتصاد ښه شي کیدای شي د ناخوالو او بدمرغیو کچه یې هم راټیټه شي. زموږ په ملک کې هم د شخړو، فساد، بیوزلیو او د قانون د نه پلي کیدو په اساس اقتصاد کمزوری، فرصتونه کم او د خلکو په منځ کې کرکې او تعصبات شته او ورڅخه کړیږو. اوس کومه لاره به ښه وي چې په دې ستونزو بریا ومومو؟ ایا زموږ قومي او ایدیولوژیکي ډلې یوبل ګوښه کړي تر څو شته فرصتونه او زیرمې ځانته کړي؟ ایا دا امکان لري او که دا کار ته دوام ورکړو پایلې په مو څه وي او که آیا بله کومه ښه لاره هم شته؟

که کرکو او تعصباتو ته لمن ووهو او دوام ورکړو، هرڅه د ځان لپاره وغواړو، نه به د بهرنیانو له ظلم ځان خلاص کړو، نه به مو خلک په نس ماړه شي، نه به یو موټی شو، او نه به د سیالو ملتونو په کتار کې ودریږو. نو ځکه ښه خبره داده چې ترټولو زیات د هیواد ملي ګټو، ملي انکشاف او پرمختګ ته ژمن شو او له کرکو او تعصباتو ځان وساتو.

بله لاره داده چې زموږ ډلې او سیاسي شخصیتونه د تیر په څیر شخصي ګټو ته وفادار پاته شي، خپل پیروان بې خبره، کرکجن، ناپوهه او د پردو په خدمت کې وساتي، د سراسري سولې، ملي برنامو په ځای د عقدو پاللو، ملوک الطوایفۍ، قومي شخړو او یو بل نه منلو سیاستونو ته دوام ورکړي. ځوان کهول هم د اوسني نسل په پله پل کیږدي، په وړو، ټیټو، ناروا او جاهلانه تعصبي موضوعاتو کې بند پاته شي، دیني طبقه مو له تمدن، علم، صنعت، ابادۍ او د هیواد له شته ستونزو ځان بې خبره کړي، مدني ټولنې او بدلون غوښتونکې مو ملي او دیني ارزښتونه، ملي کلتور، ملي ګټې هیر کړي او د نورو د پروژو پلي کیدونکي شي نو پایلې به یې خدای مه کړه ښې نه وي.

که دا لاره غوره کړو، نو د غلیمانو پلانونه په ځان پلي کړو او د غلامۍ حلقې به خدای مه کړه په خپلو غاړو کې ټینګې کړو. شخړې، ورور وژنه، د بې ګناه عامه مسلمانانو وژونه به دوام وکړي او ستر ستر تاریخي فرصتونه به له لاسه ورکړو.

سپارښتنې

  1. له هر افغانه، چې په هر ځای کې اوسي، په هر فکر دی، غوښتنه کیږي چې د وطن او خپلو خلکو په اوسني حالت، د غدارو بهرنیو غلیمانو په کړو وړو ښه فکر وکړي. یقین لرو چې هر افغان به ومني چې د تیر په څیر زموږ دښمن تر حد زیات ظلم زموږ په حق کې روا بولي او لاس یې باید قطع شي.
  2. هیله ده له ځانه پیل وکړي، وګوري چې څه یې په وس کې شته هغه د نه سپموي، نورو ته د لاس ورکړي، له رنګارنګ قومي، ژبنیو، تنظیمي، ایدیولوژیکي او سمتی تعصباتو او کرکو د تیر شي او د خپلو خلکو، وطن او الله تعالی په وړاندې د خپل مسوولیت ادا کړي.
  3. هڅه د وکړي چې له اوسني تاریخي موقع څخه د اعظمي ګټې اخیستو لپاره د زمینې برابرولو لپاره د د خلکو به ويښولو کې پوره برخه واخلي او خپل خدایي او وطني دین د ادا کړي.
  4. د سترو ملي ستراتیژیکو موخو او پروژو، د تشریح، د هغو د ګټو په هکله د د عامه ذهنیتونو د روښانتیا، او له هغو څخه د ننګې کولو لپاره دې په ملي کمپاین کې برخه واخلي ترڅو د هغو د ارمانونو د تحقق لپاره سم شرایط برابر شي.
  5. حکومت د پورته یاد شوو ستراتیژیکو ارمانونو، پروژو، د تحقق لپاره وړتیا لرونکی څیړونکي ټیمونه، پالیسي جوړوونکي، تخنیکی او فني کارپوهان، ژمن او کارپوه دپلوماتان وګوماري ترڅو پیښیدونکې ستونزې له اړوندو بهرنیو خواو سره و ارزوي او په لمړي سر کې یې د هیواد د ګټو په رڼا کې یې ورسره حل کړي.
  6. دولت، ټول ګوندونه، مدني ټولنې، روحانی او سیاسي شخصیتونه دې د ملي ارمانونو د تحقق لپاره د سولې کلک ملاتړ وکړي او ملامت او سلامت مالومول د د تاریخ او د عامه ولس قضاوت ته پریږدي، ځکه اوس د وطن لویې ستراتیژیکې ګټې له تهدیدونو سره مخ دي.
  7. له لیکوالانو، شنونکو او سیاستوالو څخه غوښته کیږي چې د ر غنده تبصرو، شننو، مرکو او لیکنو په مرسته د خلکو د ازهانو په روښانولو کې برخه واخلي.
  8. د حکومت د دواړو ډلو څخه هیله ده چې د خپل تاریخي مسوولیت به بنا د نور د چوکیو په ویش ناندرۍ نه وهي، په ځان د رحم وکړي ځکه که خدای مکړه حالات نور خراب شی، دا پورته یاد شوي ستر امانونه تر لاسه نه شي، خدای او تاریخ ته به دوی ځواب ورکوونکي وي.

د یوه سرلوړي، خپلواک او پرمختللي افغانستان په هیله

محمد عارف رسولي

کابل، افغانستان

3 total views, 1 views today

2 comments

  1. ع..شريف زاد Reply

    سلام
    ددوه لارو پر سر نه بلکې په څلور لاري کې راګير پاتې يو چې لاملونه يې هم ډير زيات دى لومړي لامل يې څومره چې مو په ټاکنو کې دسهامي شرکت په وړاندې مبارزه اعلان خو دغ کار مو ونه کړ
    نه يوازې کار اهل کار ته ونه سپارﻻ شو نور مو هم اداره د ماشومانو په لاس ورکړه ۋګوري ستر مثال ته د يې بهرنيو چارووزير
    فساد د خلکو اذهان دومره مغشوش کړي دي چې نه د ليکوال، نه د شننونکي او نه دکوم بل عنصر زور ورباندې رسيږي فسادګر هم نارې سوري وهي چې هله مه پريږدي راونيسي چې غل ادي
    دولس مشکل په ګواښ نه حل کيږي بلکې سالم سوچ، فکر او نديښنه ته ضرورت لري او همدارنګه د هوس، احساستو، خبره هم نه ده د ملت عمراني کيدل په څو پړاونو کې له وچ سياست څخه رايستل دي
    د خليل زاد،پخواني ولس مشر کرزي دغه ملت له يوه اوږدې ساري ناروغي سره مخامخ کړي چې اوس د ولس مشر اشرف غني درملنه په لنډ مهال کې ور باندې موثره نه بريښي
    سره له دې ټولو هلو ځلو زموږ ولس او خلک بايد له تشريفاتي او فرما يشي ادارې او کاشانې راووځي چې يوشمير وکيلان، واليان او حتي سفيران په دې برخه کې تر سترګو کيږي
    پوهه اوسوله دومه ملګري دى دوه قوې دي چې په هروخت کې د ټولنې لپاره د تازه کب حيثيت لري. په کارده چه ټول افغانان له دې ابتکاره کار وخلي او په تيره بيا هغه څوک چې اوس ملي مسولييت لري
    ستا ټولې ليکنې ډيرې جالبې دي کاشکې زموږ ولس دداسې جهان بينۍ په لټه له پيله واى چې په ټوله کې له دوه لاري او څلور لاري څخه په امان کې پاتې واى
    د يوه مېړني، باتور، بريالي او پياوړي افغانستان په هيله

  2. محمد عارف رسولی Reply

    محترم شریف زاد صاحب سلامونه او ښې هیلې. تاسو سم وایاست او ستونزې زیاتې دي. خو چاره څه ده او په خواشینۍ سره موږ اوس دا شرایط نه شو بدلولای. په زیاتو څیزونو کې زموږ کنترول نه شته . اوس خبره داده چې څه کول په کار دی؟ سړی په یو څه اطمنان ویلای شي چې ښه لاره به داوي چې اوس له شته شرایطو ګټه پورته کړو، ورسره کار وکړو، او که کولای شو اصلاحات هم راولو. موږ ته اړتیا ده چې د علت او معلول اړیکو ته وګورو، اوسنی حالت(معلول) د څه او زموږ د کومو عملونو زیږنده دی(علت یې څه دی) ځکه دا کمښتونه ټول علتونه او خپل تاریخي لاملونه لری. باید عرض وکړم چې زیات شیان موږ په ځان کړي او کوو یې که ورته ځیر شو کیدای شي سم یې کړو خو ځینې نورو راباندې کړې هغه اوس نه شو سمولای، ځکه زموږ له کنتروله بهر دي او بایدښه ځیر شو چې کله موږ دا توان پیدا کولای شو چې هغه هم سم کړو.
    له ستونزو یوازې هغه ټولنې وتلای شي چې ظرفیت او وړتیا ولري. وړتیا هغه توان دی چې یوه ټولنه او ملت وکولای شي، په ګډه خپلې ستونزې وارزوي او ننګونې وارزوي، ورڅخه د وتو لارې په ګوته او لمړيتوبونه وټاکي او عملي یې کړي. وړتیا او ظرفیت یوازې له پوهنتون څخه د فارغانو، او لوستو کسانو زیاتوالي ته نه ویل کیږي، بلکه د هغوی توان د ستونزو د حل، د معضلاتو او لانجو د غوڅولو پوهې ته وایي، په خواشینۍ سره موږ د اوږدو شخړو له کبله دا ټول ظرفیتونه له لاسه وکړی. جنګ زموږ لوی دښمن دی، څومره چې اوږدیږی لا نور مو هم د یوه ملت په توګه له کاره غورځوي. له همدې کبله غلیمان مو په ځیرکۍ سره نه غواړي چې ختم یې کړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *