Categories

اعلان

Loading…

ولې رشوت ونخورو؟ – نبي ساحل

چارانه پوښتنه وکړه، چې ولې رشوت ونخورو؟ ولې  اداري فساد او اختلاس ونکړو؟

نوموړي دوه هغه کرکټرونه تصویر کړل، چې یو یې رشوت خوري، اختلاس کوي او په بېلابېلو اداري فسادونو کې ښکېل دی او بل یې هغه چې دا هیڅ نه کوي او پاک سپېڅلی ډېر په صداقت او رښتینولۍ خپلې ورځنۍ ورسپارل شوې چارې ترسره کوي.

هغه چې رشوت خوري، اختلاس او اداري فساد کوي؛ ورځ تر بلې یې په اړوند اداره کې موقف لوړیږي، لویانو ته نږدې کېږي، تر هغه ښکته مامورین ترې ګټه ويني، په ټولنه کې یې د ښه اقتصادي حالت په لرلو سره ټولنیز دریځ لوړیږي، په کورنۍ کې یې حتا له خپلې مېرمنې، مور و پلار او د کورنۍ له نورو غړیو سره صمیمیت ډېریږي. په سیاسي لحاظ ګوند جوړولی شي، باډیګارډان درلودلی شي او بلا زیات نور کارونه کولی شي.

هغه چې فساد، رشوت او اختلاس نه کوي؛ ورځ تر بلې یې په خپل دفتر او اداره کې دریځ کمزوری کېږي، ځکه چې نه خپلو مشرانو ته څه ورکوي او نه ترې لاندې مامورین کومه ښه ویني، په ټولنه کې یې دریځ کمزوری کېږي، ځکه چې د وړ؟! اقتصاد څښتن به نه وي. کورنۍ اړیکي یې حتا د کورنۍ له غړو سره سړیږي، ځکه چې د ورځې مروج فیشني ژوند نشي ورته برابرولی، سیاسي موقف به یې په ټولنه کې ضعیف وي او ډېر هغه څه به نشي کولی چې په پورته حالت کې یې کولی شول.

نو، پورته ټولو دلایلو ته په کتو سره به ښه دا  نه وي چې هم رشوت وخورو، هم اداري فساد وکړو او هم اختلاس؟

د رشوت اخیستو زیانونه څه دي؟

دلته د رشوت او فساد په دیني اړخ خبرې نه کوو، دا موضوع پریږدو چې کوم دیني عالم پرې وغږیږي. یوازې به یې پر اقتصادي، ټولنیز او سیاسي اړخ خبرې وکړو.

له فساد او رشوت څخه ځان پاک ساتل یوازې یو اخلاقي کار ندی، بلکې دا یو قانوني جبر او مسوولیت هم ګڼل کېږي. که دغه پدیده یوازې له اخلاقي اړخه و څېړو، په اخلاقو ډېری وخت قانون نه پلی کېږي او سزا پرې مرتبه نه وي، خو په فساد او رشوت او نورو همرنګو مسایلو باندې سزا مرتبه وي او قانوني تعقیب یې لازمي دی.

رشوت د ټولنې اخلاقي او قانوني دواړه بنسټونه نړوي، ټولنیز او قانوني بحران ته ټولنه ور ټېل وهي. په اقتصادي لحاظ د ټولنې د ملا تیر ماتوي او ټولنه له اقتصادي، اخلاقي، قانوني او سیاسي فلج سره مخامخ کوي. د بېلګې په توګه؛ که د میرویس میدان د هوايي پله په پروژه کې فساد او اختلاس شوی وي، ښکاره ده چې لومړی د پله کیفیت را ټیټیږي، که چېرته د پله ټولټال قیمت د بېلګې په توګه څلور میلیارد افغانۍ وي، هرې ساختماني کمپنۍ چې د رشوت په بدل کې دغه قرارداد ترلاسه کړی وي، له شک پرته به د پله له کیفیت څخه هغه رشوت ورکړې پیسې را سپموي، نو بناً د پله کیفیت را ټیټ شو. پدې ډول لوی اقتصادي زیان مو ولید، که کوم وخت پول را ونړیږي له شک پرته چې ځاني زیان به هم ولري، دا یې د ځاني زیان، اړخ شو، په همدغه کوچنۍ پروژه کې دا ډول ستره ناکامي په ټوله کې د یوه ولسواک نظام د کارونو د ټیټ کیفیت څرګندويي کوي او دا خلکو ته په زبات رسیږي چې حاکم ټیم د کار او خدمت وړ ندی، نو ځکه خلک تصمیم نیسي او واک بل چاته ورکوي، پدې ډول دوی له یوه سیاسي زیان سره هم مخ شول. خپله دا د رشوت ورکولو او رشوت اخیستلو د پروسې په بهیر کې ښکېل کسان له یو ډول بد اخلاقۍ سره عادت کېږي چې دا خپله ټولنې ته د بد اخلاقۍ د ترویج یوه لار ګڼلی شو.

فاسده اداره د هیڅ ډول پرمختیايي کارونو جوګه کېدلی نشي، هغه د یو مبلایل خور انجین حیثیت لري، په زیات لګښت کم  او ټیټ کیفیت کار کوي.

د فاسدې ادارې او عامو خلکو ترمنځ کرکه او نفرت را پیدا کېږي، خلک ترې فاصله نیسي او دا د دې لامل ګرځي چې له ادارې او حکومت څخه د خلکو ملاتړ له منځه ولاړ شي، په ډیموکراتیکو نظامونو کې چې کله له دولت څخه د خلکو ملاتړ له منځه ولاړ نور هغه دولت د ټینګې ندی.

دا سمه ده چې رشوت اخیستونکي به ظاهراً مفشن او مجلل ژوند ولري، خو دا مه هیروئ چې هغوی هره شېبه د خپل وجدان په محکمه کې محکومیږي، هغوی نه د شپې راحت لري او نه دې ورځې. اوریدلي به مو وي چې وايي مردارې پیسې پایښت نلري، خیر دا به ومنو چې پایښت لري اما ارامښت او سوکالي په هیڅ وجه نلري.

معمولاً دوه ډوله کسان دي چې په اوسني نظام کې هر اړخیز فساد کوي. یو هغه دي چې د قدرت او واک په لوړو پوړیو کې دي، هغوی پوهیږي چې د سالم نظام یا د جوړولو توان نلري او یا هم د دې کیفایت نلري چې په یوه سالم نظام کې واوسي، نو ځکه په لوی لاس فساد ته لاره هواري او بلکې خپله په لویه کچه فساد کوي. دویم هغه کسان دي، چې د دوی ارواوې وږې دي، دوی له بې وزلو کورنیو څخه له دې پرته چې اداري سلسلې مراتب طی کړي، لوړو لوړو مقامونو ته رسیدلي، ویریږي چې خدای مکړه بیا له هغه پخوانۍ بیچارګۍ، مجبورۍ او لوږې سره مخامخ نشي. نو ځکه دوی د ځان، د خپلو زامنو، لمسیانو او ان د کړوسیانو غم هم پر سر اخیستي او مال ورته ټولوي.

د دغو خلکو حیثیت تر هغو ځناورو هم ډېر ټیټ او پریوتی دی چې په ځنګلونو کې ژوند کوي. هغوی چې کله یو ښکار وکړي بیا تر هغې په بل پسې منډې نه وهي تر څو هغه خلاص نه وي. حتا تر هغې د بل ښکار هڅه نه کوي تر څو چې وږی شوی نه وي. خو زموږ دا لوی مفسدین تر دغو ځناورو لا ډېر وږ سترګي او بد دي.

باید څه وکړو:  

مروج رشوت د دولت دننه دی، له دولت د باندې به کمې داسې ادارې وي چې رشوت پکې وي، ځکه هغه ادارې د قانون پلې کوونکې ادارې ندي، همدغه دولتي مامورین دي چې قانون په خلکو پلوري. په دغو مامورینو کې یو زیات شمېر یې پراګمتیکي ستونزې لري هغه پدې مانا چې دوی به ښه پوهیږي چې دغه ستونزه یوه ټولنیزه ستونزه ده او د هېواد راتلونکې له رېښې خرابوي، مصلحت یې ګڼي چې سترګې پرې پټې کړي او پر وړاندې یې هیڅ نوع مبارزه او عمل ونکړي. یا د دې خاطره چې په واک کې پاتې شي سترګې پرې پټوي.

یو دوست مې همیشه په دولت کې د فساد د سیستماتیک کېدو خبره کوي، هغه وايي زموږ نظام د پیپونو یوې شبکې ته ورته دی، چې هر پیپ یوه لوی مفسد یا حرام خواره ته ورغلی دی، که په پیپ پښه کېږدې هلته په هغه اوبه بندیږي، اوبه چې پرې بندې شوې نور دې بندونکي ته خطر مخ شو.

نوموړی یو بل مثال هم راوړي، وايي زموږ نظام د کشمش پاکۍ د چچ حیثیت لري، پاک کسان  په سیستماتیک ډول له چچ څخه د ناکاره کشمشو په څېر غورځول کېږي.

زما په اند هر انسان پخپل ژوند کې باید یو لړ اصول او قواید ولري، یو شمېر مسایلو ته نه او یو شمېر نورو ته هو ووايي، له یو چا، یو سازمان او یوې ټولنې سره تعهد ولري. تر څو چې انسان له بې بندوباریو څخه را ونه وځي او یو منظم سازماني ژوند ته نننوځي تر هغې به د پاک اوسېدو انګېزه ورسره رامنځ ته نشي. زه له یو ګوند سره متعهد یم، چې وطن ته به کار کوم، فساد، بد کار او انسان ته به ضرر نه رسوم او خپله توجه به مې دې ته وي چې د افغان انسان د ژوند شرایط ښه کړم. نو همدغه تعهد د دې لامل ګرځي چې په ورځني ژوند کې انسان پاک وساتي.

د دې بدې ناروغۍ یوه بله نسخه چې ماته کار وړ ښکاریږي هغه دا ده چې د نظام د سوچه کولو لپاره یو منظم سیستماتیک سازماني فعالیت وشي.‎ د دغه سازماني فعالیت په راس کې باید پاک، په کار پوه او وطن او نظام ته وفادار کدرونه را ټول شي، پلان جوړ کړي او د عملي کېدو لارې چارې یې و سنجوي. دا کار هم شونی دی او هم ساده دی، خو کافي وخت او کافي حوصیلې ته اړتیا لري. اوږده مبارزه، سپیڅلې، علمي او عملي مبارزه پکار ده، تر څو یوه ورځ لومړی له لویو زورورو حرام خورو سره حساب وکړي او ورپسې دا واړه یې ورک کړي.

د همداسې ورځې په هیله

33 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *