Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان حکومت وايي، د افغانستان حکومت دې د تورخم د پېښې په اړه تحقیقات وکړي

تاند- د پاکستان حکومت په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډزو پر تبادلې ژوره اندېښنه څرګنده کړه او له افغانستانه یې وغوښتل چې په دې برخه کې تحقیقات وکړي.

د پاکستاني اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د صدراعظم د ویاند دفتر وویل، د پاکستان حکومت د افغانستان د امنیتي ځواکونو د یکشنبې د ورځې د ډزو د راپورونو په تړاو د افغانستان پولې ته نژدې د خپلو پوځیانو د امنیت په اړه ژوره اندېښنه ښيي.

د پاکستان د صدراعظم ویندوی همداراز ویلي:«موږ دا بې موجبه حملې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په تاوان ګڼو او تمه لرو چې د افغانستان حکومت د پېښې په اړه فوري څېړنه وکړي.»

خو افغان امنیتي ځواکونه وايي چې پاکستاني پوځیانو پاروونکي حرکتونه وکړل او دوی یې اړ ایستل چې ځوابي اقدام وکړي.

ویل شوي چې افغان ځواکونو پاکستاني پوځیان له خپلې خاورې د ډیورند کرښې پوري غاړي ته واړول او د افغانستان یوه پخوانۍ پوسته، چې د اوبو په بدل کې یې پاکستان ته موقتاً سپارلې وه، بېرته نیولې ده.

د پاکستان پوځ د خپل یوه پوځي ټپي کېدا تایید کړې ده.

خو ناتایید شوی راپورونه وايي چې ممکن ۲۰ پاکستاني او ۵ افغان پوځیان وژل شوي یا ټپیان شوي وي.

517 total views, 2 views today

4 comments

  1. عبدالله Reply

    د افغانستان سرحدی قواوو نن په تورخم کی د تروریستانو (داعیشیانو، القاعده او طالیبانو د غټ پاچا) څو پوستی ړنګی کړی، او په لس ګونه تروریستان یی په حلاکت رسولی دی، امید دی چه ځمونږ امنیتی قواوی د دغه تروریستانو کور ( اسلام اباد) ته ځان ورسوی. چه افغانستان اونړی دترور او وهشت څخه په آمن شی

    ژوندی اوسر لوړی دی وی دافغانستان قهرمان او زړور امنیتی ځواکونه

  2. dawud Reply

    د تاند له ادارې غوښتنه کوو چې ملي ګټې په پام کې ونیسي او افغان ځواکونو ته شهید ولیکي، ځکه چې هغوی معترض دي

  3. عبدالولی نورزی Reply

    افغانستان خو هسی په وینو رنگ دی اودا 40 کاله یی دودی په وینو رنگ ده رازی پی دا د شیطانه پیدا ای اس ای خو هم زان سره رنگ کرو او شته چی ووایی سر یی زما مالی ستاسو نو قسم که خو هغه مخکینی بیا تم کری —– اما هوائی بریدونه دی نه وی

  4. Ruh Reply

    د افغانستان ملی قهرمانانو او داحمدشاه ابدالی اصلی بچیانو ته دی ډالی وی
    اې سربازه یاره خیژه په مورچل باندې
    بیا به دې ویده کړمه سیوری د اوربل لاندې
    ما هم ملا تړلې ده ځمه د وطن په ننګ
    ګوره چې په شا نه شې ځه په ټینګ تکل باندې
    ځار دې له مېړانې شم شا ته له دښمن نه شې
    ورکړه د همت ګذار نیغ په دې ګوګل باندې
    دا پاکستاني دښمن مه پرېږده دې خاوره کې
    سترګې یې وروباسه تش په یو کتل باندې

Leave a Reply to Ruh Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2