Categories

اعلان

Loading…

افغانستان تورخم ته کومکي ځواکونه واستول

تاند- په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د دې خبر د خپرېدو تر شېبې (د شپې ۱۲ :۳۰) خال خال ډزې روانې دي. راپورونه وايي چې افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې پاکستاني پوځیان وشړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د ننګرهار د سرحدي لوا د قوماندان په مشرۍ کومکي ځواک له درنو وسلو سره تورخم ته ورسېد.

سمونوال ایوب حسین خېل، چې په تورخم کې د افغان ځواکونو قومانده په غاړه لري، پژواک خبري اژانس ته ویلي چې افغان ځواکونو پاکستاني پوځیان له خپلې خاورې په شا تمبولي دي.

پژواک د ناتایید شویو راپورونو پر اساس وايي چې افغان ځواکونو له پاکستاني پوځیانو یوه پوسته نیولې ده.

د سیمې ځیني اوسېدونکي بیا ادعا کوي چې افغان ځواکونو څو پاکستاني پوستې نیولي او شاوخوا ۲۰ پاکستاني پوځیان یې وژلي دي. خو دا ادعا خپلواکو سرچینو تایید کړی نه دی.

د ملي امنیت شورا ویندوی تواب غورځنګ وايي، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو توپچي ځواکونه، د امنیه قوماندانۍ د پولیسو ځانګړې قطعه او د لومړۍ سرحدي لوا کومکي ځواک هم تورخم ته استول شوی دی.

په تورخم کې نن /یکشنبه/ ماښام افغان او پاکستاني ځواکونو پر یو بل ډزې وکړې.

د پاکستان پوځ وايي چې د ډزو په نتیجه کې یې یو پوځي ټپي شوی دی خو افغان چارواکو تراوسه خپلو ځواکونو ته د مرګ ژوبلو د اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.

د ملي امنیت شورا ویندوی تواب غورځنګ وايي، پاکستاني پوځ غوښتل چې تورخم ته څېرمه له ډېورند کرښې دې خوا ته د انګور اډې په شان تاسیسات جوړ کړي، د لومړۍ سرحدي لوا پنځم کنډک عکس العمل وښود او جګړه پیل شوه.

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر دفتر ویلي چې پاکستان په تورخم کې د وضعیت په خرابولو غواړي چې د نړیوالو پام له اصلي مسلو په بله واړوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویندوی تواب غورځنګ دې پېښې ته په اشارې په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي:« د افغانستان د ملي امنیت سلاکارښاغلي محمد حنیف اتمر په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو مغرضانه او د ټولو اصولو خلاف تحرکات په دقت څارلي او ټولو امنیتي ځواکونو؛ په ځانګړي ډول په ختیځ کې د مېشتو سرحدي پولیسو او ۲۰۱ سېلاب قول اردو رهبرۍ ته د وسلوال پوځ اعلی سرقوماندانۍ هدایت کړی، چې د خپلې باعزته خاورې د لویشتې، لویشتې دفاع او ساتنې لپاره د دښمن او ملاتړو پر وړاندې یې پوره چمتو وي.»

تواب غورځنګ د دواړو خواوو د ډزو د تبادلې په نتیجه کې د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي او دا یادونه یې هم نه ده کړې چې دې نښتې څومره دوام کړی دی. خو ډاډ یې څرګند کړی چې افغان ملي او دفاعي ځواکونه به په لوړه روحیه د ملي نوامیسو دفاع وکړي.

459 total views, 1 views today

2 comments

  1. عبدالکبیر(ذهین)م Reply

    ماشاالله، الله تعالی دی مونژ ته توفیق راکړی چه تل ددی خاوری د دفاع په خاطر د خپلو دشمنانو په مقابل کی وجنګیزو ، دشمن که د طالب په لباس کی راشی او که د پآکستانی ملیشو په جامه کی هیڅ فرق نکوی ، مونژ به د ژوند تر آخره سلګی پوری جنګیزو او دخپلی مقدسی خاوری نه به دفاع کوو، ژوندی دی وی د افغانستان امنیتی ځواکونه

  2. sayed.rahman.ziarmal Reply

    ګوری دخدای لپاره زما ګران داوردو افسراناو سرتیرمو خو غیر لدی هم په نورو متفرقه نا احوالو کی مړه کیږی پریږدی چه نن دهغه قطعه طریق رازیل او بی شرفه پا کستانی پنجابی په مقابل کی کلک وجنګیږی دغه پی پلاره او بی موره حرامیان غلی نه کښینی تر څو په درد اخته نشی همدای وخت ده نوره خوصله کول دنا پوهانو کاردیپریږدی تر اټک سید پوری زموږ حقه حقوق را ژوندی کړی.

Leave a Reply to sayed.rahman.ziarmal Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2