Categories

اعلان

Loading…

د بایزید روښان د نوي موندل سوي اثر په اړه/ استاد محمد معصوم هوتک

پروفیسر عبدالخالق رشید ته په دې شپو ورځو کي د اورمړ بایزید روښان (۹۲۸ ــ ۹۸۳) د یوه نوي اثر د موندلو ویاړ په برخه سوی دئ. دا اثر عریان الغیب نومیږي او یوازنۍ نسخه ئې د پروفیسر رشید صاحب له خوا د یوې لیکني په ترڅ کي راپېژندل سوې چي تاند او روهي ویبپاڼو نن ( د۲۰۱۶ع کال د جون اتمه) خپره کړې ده. ددې قلمي نسخې د سر او پای پاڼي ئې ماته د لیکني تر خپرېدو مخکي رالېږلي وې چي ما چټک مرور پر کړی دئ. د نسخې په پای کي په څرگنده توگه په سره رنگ لیکل سوي دي :” تمت تمام شدنسخه عریان الغیب من تصنیف بایزید انصاری”.نسخه د سوال او جواب په بڼه ترتیب سوې ده او پوښتنه ئې زیاتره د” یاشیخ” په خطاب کېږي او اړوند جواب ئې اکثراً د” یاحسین” په خطاب ورکول کېږي. د نسخې په پیل کي تر بسم الله او دوعا وروسته راغلي دي :

” حسین بن حسن رحمة الله علیه که از عزیزان و شاگردان و مریدان بایزید هادی بود رحمت الله علیه یکروز کاغذ آورد و گفت یاشیخ اگر رضایتوبود یکچند پند و نصیحت برای من درین کاغذ بنویسی تا برای منفعت بخوانم و بشنوم شیخ گفت یا حسین گفتن و شنوانیدن آسان است و لیکن دشواری در قبول کردن و عملی کردن است بنگر که در قرآن مجیدیاد کرده است قوله تعالی ….”

په پورتني عبارت کي ئې حسین بن حسن هم د بایزید روښان ” عزیز” بللی او هم ئې” شاگرد  و مرید” بللی دئ. له عزیز څخه مراد دادئ چي حسین بن حسن د بایزید روښان له خپلوانو څخه وو. دغه ” حسین بن حسن”  څوک دئ؟ په دې باب له ما سره څه خبري سته چي له درنو لوستونکو سره به ئې شریکي کړم.

د بایزید روښان درې اکاگان (ترونه) ول : شیخ خداداد، عبدالرحمن او حسن. د حسن لور بي بي شمسو بایزید روښان ته ناسته وه. حسن ئې هم اکا وو او هم ئې خسر وو. بي بي شمسو یو ورور درلود چي حسین نومېدئ. دغه حسین د بازید هم د کاکا زوی وو او هم ئې اخښی ( د ماندینې ورور). د عریان الغیب لیکوال همدغه ( حسین بن حسن) دئ. په حالنامه کي ئې راوړي دي چي کله د کانیگرام کلانترانو د بایزید د گرفتارولو اراده وکړه او شاوخوا لاري ئې ورته ونیولې، دغه شیخ حسین بن حسن او نورو یارانو له کانیگرام څخه د بایزید د ایستلو پلان جوړ کړ. حالنامه لیکي :” پس حسین پسر شیخ حسن و برادر بی بی شمسو مرید پیر دستگیر بود، یاران را بطلبیدند هیچ کس در خانه نبود پی روزگار رفته بودند مگر چار کس یکی احمد دوم غزنی سوم شیخ حسین چهارم سید علی، پس شیخ حسین گفت سید علی را که مصلحت آن بینم که پیر دستگیر قدس سره را پیش از آن خبر باید کرد که منکران نه رفته اند تا در دست ظالمان نه افتد ….” وروسته نو شیخ حسین پر آس مخکي روانېږي. ” منکران” ئې راگرزوي او  دی لاس ور سره اچوي او په نتیجه کي پر لاس د توري واری خوري… دا بیان د افغانستان د علومو اکاډیمۍ د گستتنر چاپ حالنامې په  ۲۱۷ مخ کي او د ۱۳۸۸ ش = ۲۰۰۹ ع کال چاپ په ۲۱۱ ــ ۲۱۲ مخونو کي راغلی دئ.

د حسین بن حسن تر پېژندلو وروسته دا پوښتنه مخي ته راځي چي عریان الغیب چا لیکلی دئ؟

د موجودي قلمي نسخې په پای کي د ” من تصنیفات بایزید انصاري”  صریح او څرگند عبارت داخبره له شک او شبهې باسي چي د عریان الغیب منځپانگه د بایزید روښان له خولې راوتلي خبري دي خو دا چي دا اثر (عریان الغیب) به پخپله د بایزید روښان انصاري لیکنه وی که دده د کاکا دزوی ، اخښي ، شاگرد او مرید ( حسین بن حسن)لیکنه یا د کوم بل چا،نوري څېړني ته اړتیا لري. د کتاب د اول مخ د عبارت له مخي خو څوک دا ویلای سي چي دا کتاب بایزید انصاري د خپل مرید حسین بن حسن په غوښتنه لیکلی دئ او دا هم څوک ویلای سي چي همداعبارت  له حسین بن حسن پرته کم (کوم) یو بل چا لیکلی دئ، ځکه چي ” حسین بن حسن رحمة الله علیه که از عزیزان وشاگردان و مریدان بایزید انصاری بود” داسي جمله ده چي د حسین بن حسن په باب له ده پرته بل چا لیکلې ده. د (بود) کلمه بیا پر دې خبره دلالت کوي چي ددغي جملې د لیکلو پر وخت حسین بن حسن ژوندی نه دئ. خو وروسته بیا د” یاشیخ” او ” یاحسین” له خطابوڅخه داسي نتیجه راوزي چي حسین پوښتنه کوي او شیخ جواب ورته وایي. دا ټولي خبري هغه وخت ښه ترا سپینېدلای سي چي نسخه د تحقیق میدان ته راووزي او وڅېړل سي.

پروفیسور عبدالخالق رشید کښلي دي چي دا نسخه د ملفوظاتو په بڼه ترتیب سوې ده.  د ختیځو ژبو په عرفاني ادب کي ملفوظات دهغو بیانونو او قولونو مجموعې ته وایي چي مرید یا شاگرد د خپل پیر یا استاد له خولې ترتیب کړې وي. د ملفوظات په نامه په فارسي او اردو ژبو کي زیاتي مجموعې سته چي د یو دوو  درو نومونه ئې پروفیسور رشید صاحب پخپله لیکنه هم راوړي دي او په هغو کي ئې د “فوایدالفؤاد” نوم په سر کي راوړی دئ چي د خواجه نظام الدین اولیاء (۶۳۳ ــ ۷۲۵هـ ق ) اقوال او خبري دي. ددغو ملفوظاتو لیکوال امیر نجم الدین حسن بن علاء سجزي دئ چي په ” سعدی هندوستان” سره مشهور وو. امیر علاء سجزي لیکي چي” آن روز هرچه از شیخ شنیدم، چون به مقام خود آمدم بر جای نسخه کردم. بعد ازآن هر بار آنچه سماع می افتاد در قلم می آوردم تا این معنی به خدمت شیخ باز نمودم ….”( وگ : فوایدالفؤاد ــ پیشگفتار ــ صفحه بیست ــ چاپ ۱۳۹۰ش ــ تهران). په فوایدالفؤاد کي د ۱۸۸ مجلسو بیان راغونډ سوی دئ خو امیر علاء سجزی وایي چي ده د خپل شیخ دپنځلسو کالو ویل سوي ملفوظات راغونډ کړي ول چي هغه ئې ټول په دا پنځو ټوکو فوایدالفؤاد کي راوړي نه دي. له دې یادوني مي مقصد دادئ چي په ملفوظاتو کي د یوه عارف ترخولي ټولي راوتلي خبري، د سفرو جریانات او نور وقایع راغلي وي. د عریان الغیب متن د پوښتنو او جوابو شکل لري.

د عریان الغیب نسخې د څو پاڼو له کتني وروسته ماته په اول نظر داسي ښکاره سوه چي د لومړي مخ د سر عبارت چي په هغه کي حسین بن حسن معرفي سوی دئ د بایزید روښان خپل بیان دئ او لکه پورته چي مي وویل ،دا کتاب ئې د حسین بن حسن په غوښتنه کښلی دئ. وروسته چي مي په پوښتنو او جوابو کي د” یاشیخ” او ” یاحسین” خطابونه ولیدل ، بیامي داسي زړه ته راتېرسول چي ددې اثر محتوی او بیان د بایزیدروښان دئ خو ترتیب او اوډنه ئې د نورو عرفاوو د ملفوظاتو په شان د روښان پیر د مرید او مخلص حسین بن حسن په لاس سوې ده. که زما دا اټکل سهي وي، نو د کتاب په سر کي د هغو دوو جملو لیکوال باید وموندل سي چي پکښې دحسین بن حسن پېژندنه په ماضي صیغه (بود) راوړه سوې ده. دا لیکوال یا باید پخپله روښان پیر وي، یا له حسین بن حسن پرته کم (کوم) بل څوک؟ دلته یو وار بیا وایم چي دا خبري هغه وخت سپینېدلای سي چي نسخه د تحقیق میدان ته راووزي.

په دې ترڅ کي ددې خبري یادونه به هم بې گټي نه وي چي د عارفانو او مذهبي پېشوایانوځیني آثار د اَمالي په شکل تهیه سوي وي. امالي هغه چاره ده چي یو څوک خپل شاگرد ته بیان کوي او هغه ئې لیکي. د املاء کلمه هم له همدې اصطلاح سره اړه لري. په لغتنامه دهخدا کې د (امالی) په شرح کي راوړي دي چي ” امالی … کتابی راگویند که استاد تقریر کنند وشاگردان بنویسند … حاصل این نوشته ها را امالی می گفته اند” د اخوند دروېزه په مخزن الاسلام کي ( قصیده امالی) د همدغه راز املا سوو قصیدو څخه ده. نو عریان الغیب ته که یو (امالی) کتاب وویل سي چي د بایزید روښان له خولې دده مرید او د کاکا زوی او اخښي لیکلی دئ، هم به بېځایه خبره نه وي. دا زما د اول لوست له مخي خپل استنباط دئ. که خبره نوره پسې وڅېړل سي، ښایي د تائید له پاره ئې نور دلیلونه هم وموندل سي. زه هیله من یم چي دا اثر د څېړني میدان ته راووزي او چاپ سي.

محمدمعصوم هوتک

آشاوا ــ کاناډا

لسمه د جون (د روژې پنځمه) ۲۰۱۶ع

373 total views, 1 views today

3 comments

  1. zaringul Reply

    داستاد په لیکنه کې چی کومه وروستۍ پاڼه لیدل کیږی پرهغې کشلی دي چی (من تصنیف بایزید انصاری ) نه تصنیفات ! ب
    درناوي
    زرین ګل اندیا

  2. babrak Reply

    ټولو افغانانو او نړیوالو ته مبارک
    بایزید روښان د افغانستان د فرهنګی او اجتماعی او نظلمی برخی لوی اتل دی مګر ډیر افسوس چي د نوی زمانی مرتجعینو د اخوند درویزه په څیر مرتجع د مغولو مزدور په شان د ننی امریکا او انګلیس مزدورانو د جهاد له کامیابی وروسته د ننګرهار پوهنتون چی ددغه زمری په نوم وو بدل کړ نوموړی نه یوازی عالم او مجاهد وو بلکه لوی فیلسوف هم و چی ځانته یی د مغولو په خیټه کی دولت جوړ او خپل سیاسی نظام یی درلود

  3. محمد معصوم هوتک Reply

    ښاغلې زرین گل
    ستاسي خبره بیخي سمه ده. (من تصنیفات ) ټایپي تېروتنه ده. ( من تصنیف) ئې صحیح دئ. ستاسي له یادوني مننه. ـ
    م . هوتک

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸