Categories

اعلان

Loading…

ادبي غلا او تاثر/ لیکوال شرر ساپی

ادبي غلا یو ډول جنایت دی چې د مال له غلا څخه کم نه دی، ادبي غل افکار پټوي او دوهم غل دینار پټوي، ادبي غلا که د فکر وي او يا هم د متن وي غلا بلل کیږي، جریمه ده او قانون باید جزا ورکړي، کره کتونکو ادبي غلا په درې ډوله ویشلې ده، یو يې د الفاظو او ترکیبونو غلا ده، بله يې د معنی او مفاهیمو غلا ده او بله د لفظ او معنی دواړو غلا ده، ځينې کره کتونکې تاثر ته هم غلا وايي، دوی وایي چې دا هغه نالیدلی پل دی چې لیکوال او شاعر پرې له پورې وتلو وروسته ساحرانه غلا کوي، په دې وړه مقاله کې ما د نړۍ پر مخ د ځينو مشهورو لیکوالانو او شاعرانو د ادبي غلا، تاثر او الهام اخیستیې بیلګې راخیستي دي چې دوی په خپلو مشهور کتابونو کې ترې ګټه اخسیتې، او هغه اقتباسات به هم ووینئ چې له مقدس کتاب قران کریم څخه ځينو مشهورو لیکولانو راخیستی دي.

په نړيوال ادبي تاریخ کې تر ټولو مهمه غلا د مهم او مشهور شاعر د ویلیام شکسپیر کیسه” رومیو او ژولیت” ده، دا کیسه لسګونه کاله وړاندې ایټالوي لیکوال Matteo Bandello د ” مینه رونا” تر سرلیک لاندې لیکلې وه، نو شکسپیر د”رومیو او ژولیت” تر عنوان لاندې ډرامې ته واړوله، د دې ادبي شاهکار شهرت په ټوله نړۍ کې خپور شو، که څه هم د خپل ملګري ايټالوي لیکوال سره يې ظلم وکړ.

خو تر دې لویه ادبي غلا د ایټالوي لیکوال دانټی (Dante Alighieri ) “الهي کوميدي” ده، په دې کتاب کې يې د عربي فیلسوف شاعر ابو علاء المعري ” د بخښنې لیک” تګلاره غوره کړې ده، دغه کتاب په لاتینی فرهنګ کې پيژندل شوی کتاب و، لومړی دا چې په اندلس كْې عربي فرهنګ په اسپانيي باندې د عربانو د واکمنۍ پر بنسټ پريمانه خپور و، هغه چې د یوناني ارسطو فلسفه يې د ابن رشد په شرحو لاتیني ته اړولی وه او ارسطوطالیه الرشدیه باندې يې شهرت لاره، نو لاتیني ته د عربي کتابونو ژباړه ډېره اسانه وه، چې له هغو څخه يو د معري کتاب” د بخښنې لیک” و.

دا خبره هغه مهال راپورته شوه چې کله اسپانوي مستشرق بلاسیوس په 1919 م کال کې اعلان وکړ چې “الهي کوميدي” د عربي کتابونو څخه په تقلید کې لیکل شوی، د محمد ص د معراج او په تیره بیا د معري له کتاب” د بخښنې لیک” او د ابن عربي “مکي فتوحاتو” پر مټ لیکل شوې ده. دانتي په دې کتاب کې د تصادف له مخې د روماني واکمنۍ څخه د ایټالي ټول شخصیتونه او ادیبان او شاعران نه راخلي، معري په خپل کتاب “د بخښنې لیک” کې د ټولو جاهلي او اسلامي شاعرانو نومونه او هڅې راخیستي دی، نو لیکوال بې له شکه چې په خپله لیکنه کې د معري په لاره پل ايښی دی، که څه هم يې په جلا سبک لیکلی دی، د فردوس او جهنم په اړه يې مسیحې فکر ورځای کړی دی، خو معری بیا د کتاب غوښنه برخه او مرکزي خیال اسلامي فکر ګرځولی. دا خو څرګنده وه چې عربي فرهنګ او ثقافت د میلاد په دولسمه پېړۍ کې د ایټالې په جنوب کې وده کړې وه، او طبیعي ده چې عربي ادب او ثقافت به په دغه سیمه کې لاس په لاس خپور و.ابو علاء المعري خپل کتاب” د بخښنې لیک” د معراج د پېښې نه په الهام لیکلی دی او دا مسلمه خبره ده.

او د “دیکامیرون” لیکوال، ایيالوي جوفاني بوكاتشو په خپل کتاب کې د ” زر او یوه شپه” سبک غوره کړی دی، خپلې کیسې يې د دغه عربي مجهول لیکوال په سبک لیکلی دی، او دا کوم تصادف نه شي کېدلی بلکې ايټالوي لیکوال به هرومرو ” زر او یوه شپه” لوستلی وي، ځکه چې ” زر او يوه شپه” په نړیوال ادب کې لرغونی او مشهور کتاب دی چې د نړۍ ډېرو ژبو ته ژباړل شوی دی.

روسي مشهور شاعر پوشکین هم خپلې نه قصیدې مستقیما له قران کریم څخه په الهام اخیستي دي، ډاکټره استاذه مکارم الغمري وايي” پوشکين دغه نه قصېدې نېغ په نیغه له قران کریم او تفسیر څخه په الهام لیکلي دی، د بېلګې په توګه، پنځمه قصیده يې د لقمان سورت څخه، شپږمه يې د الفتح سورت څخه او نهمه يې د البقرې له سورت څخه په الهام لیکلي ده، همدا وه چې کله په 1880م کال لوی روسي لیکوال دوستيفسكي د پوشکين د نوښتونو په اړه خبرې کولې نو ويې ویل: ” کله چې د پوشکین “قراني اقتباسات ” لولو نو احساسو چې کوم مسلمان شاعر لیکلي دي، ځکه چې موږ په کې د قران عظمت ، روحانیت، پر باطل د حق بریا او د ایمان قوت احساسوو.

بې لکه شکه چې لویو لیکوالانو او شاعرانو له مقدسو کتابونو څخه په الهام مشهور مولفات پنځولی دي، چې څوک يې ادبي غلا بولي او څوک يې تاثر او الهام بولي، کله ناکله يې په شعوري او يا هم لا شعوري توګه هڅه کړې چې د مقدسو کتابونو څخه ځينې مشهورې کیسې، پېښې، انځورونه، او حتی نومونه راواخلي، په داسې بڼه چې عادي لوستوال پرې نه پوهيږي، دا به د دوی مهارت وي، ځکه چې لویان لوی کارونه کوي، په معاصر پښتو ادب کې هم ځينې لیکولان لرو چې له قران کریم څخه يې الهام یا تاثر اخیستی دی، که څه هم قران کریم کوم ادبي کتاب نه دی، خو د خپل وخت سره سم يې عربي ادب چلنج کړ، او غږ يې پرې وکړ چې د قران کریم په څېر یو سورت راوړئ، خو هغوی د دومره فصاحت او بلاغت سره بیا هم ونه شو کولی چې د قران کریم په څير یو سورت راوړي، بیا يې د یو ایت چلنج ورکړ، بیا هم په دې 1400 کلونو کې څوک پيدا نه شول چې د قران کریم په څير یو ایت راوړي، په معاصر وخت کې د پښتو ژبې پياوړی لیکوال سعدالدین شپون هم دا کار کړی دی، شپون صیب د خپل ناول “د سمڅې یاران” نوم له قران کریم څخه اقتباس کړی دی، په قران کریم کې د “اصحاب الکهف” په نامه یوه کیسه راغلې چې معنی يې کټ مټ همدا ” د سمڅې یاران” ده، په دې ناول کې کریکټرونه کله درې، کله پنځه او کله ډېر شي، په قران کریم کې د اصحاب کهفو په اړه صراحت شوی دی، چې ځينې وايي درې دي، څلورم يې سپي دی، ځينې وايي پنځه دي شپږم يې سپی دی…..د اصحاب کهفو په کیسه کې د یو سپي یادونه شوې چې له هغوی څخه نه جلا کیږي، همدارنګه د شپون صیب په ناول کې هم د سپي یادونه شوې، که څه هم یې په ناول کې رول تصنعي ښکاري، اصحاب کهف له ظالم پاچا څخه يوې سمڅې ته تښتیدلي او هلته يې پناه اخیستي څو يې له ظلم نه وژغورل شي، په ناول کې د روسانو له ظلم څخه خلکو سمڅې ویستلي او په هغې کې ژوند کوي، نو په ټول باور ویلی شم دا تصادف نه شي کېدلی، بلکې په لاسي توګه دا کار ترسره شوی دی، که څه هم د شپون صیب په ناولونو کې ماته د سمڅې ناول جلا خوند راکوي.

355 total views, 4 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸