Categories

اعلان

Loading…

لسګونه ځوانان د کمپیوټر له زده کړو فارغ شول

پنجشنبه د غبرګولى ۲۰-۳-۱۳۹۵

هغه غونډه چې د لوګر د ځوانانو ټولنیزې او کلتوري ټولنې په ادبي غورځنګ تالار کې جوړه شوې وه، د دغه ولایت ګڼ شمیر قومي مشرانو، ځوانانو، لیکولانو او شاعرانو ترڅنګ د پوهنې ریاست کارکوونکو ورکې ګډون کړې وه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پيل شوه، وروسته د لوګرد ځوانانو ټولنیزې او کلتوري ټولنې د پوهنې کمیټې مشر امداد الله مسعود ښه راغلاست مراسم ترسره کړل.

غونډې ته د لوګر د ځوانانو ټولنیزې او کلتوري ټولنې مشر خان ولي احمدزی وویل چې په تیرو دریو میاشتو کې د دغه ولایت سل تنه اړو او ممتازو زده کوونکو ته یې په وړیا توګه د کمپیوټر د لمړنیو پروګرامونو د زدکړو زمینه برابره کړي وه.

احمدزی زیاته کړه په تیرو دریو میاشتو کې زده کوونکو ته د کمپیوټر لمړني پروګرامونه(وینډوز، ورډ، اکسل او پاورپوینټ) پروګرامونه تدریس کړل.

هغه زیاته کړه له سل تنو څخه ۶۰  تنه بریالي شوي او پاتې ۴۰ تنه نور ناکام شوې دي چې د دوهم ځل لپاره به بیا تر روزنې لاندې ونیول شي.

د ټولنې مشر له بنسټګرو، پوهنې کمیټې غړیو او د دې پروسې سره له مالي مرسته کوونکو څخه  مننه وکړه.

د لوګر د ځوانانو ټولنیزه او کلتوري ټولنه یوازیني ټولنه ده چې د دغه ولایت ځوانانو ته د نورو خدمتونو ترڅنګ پوهنې ته ځانګړې پاملرنه او کار کوي.

رسنیزه کمیټه

250 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2