Categories

اعلان

Loading…

د ماشومانو وهل ځیرکتیا ته څومره تاوان رسولی شي؟/ ډاکټر سباوون

ښايي ډیری کسان  اوس هم په دې باور وي چې د ماشومانو وهل یا هغوي ته جزا ورکول د روزنې په برخه کې اغیزمن وي. که څه هم په ډیرو هیوادونو کې اوس د ماشومانو فزیکي تنبیه یا د ماشومانو وهل جرم ګڼل کیږي خو زموږ په ټولنه کې ډیری کسان اوس هم په دې باور دي چې چیرې ډب نه وي هلته ادب نه وي.

 ما د یوه راډیويي پرګرام لپاره د ماشومانو د وهلو او د راتلونکې نسل په وړاندې د خشونت په هکله د ناروې او سکاندیناوي هیوادونو علمي نشرېې وکتلې ډیر داسې معلومات مې پيدا کړل چې زموږ په ټولنه او روزنیزو ادارو کې کله هم ورته پام نه دی شوی هیله ده دغه لیکنه  پر میندو او پلرونو سره بیره د ماشومانو د روزلو ادارې هم ولولي ځکه چې د ټولنې اصلاح او بدلون د راتلونکې نسل له بدلول او سمې  روزنې نا شونې وي.

په امریکا کې په یوه څیړنه کې دغه خبره جوته شوې ده کوم ماشومان چې  له خشونت سره مخامخ وي او یا وهل خوري د هغو د ځرکتیا  «IQ» اندازه تر نورو پنځه په سلو کې کمه وي. جالبه خبره پکې دا وه چې  تر ټولو ځیرک ماشومان پکې د سویډن او ناروې ښودل شوي. علت ېې هم دا ؤ چې دلته د ماشومانو وهل جرم ګڼل کیږي او ممکن مور یا پلار ته د بند سزا ورکړل شي.

 د ناروې د سایکولوجۍ تحقیقاتي مرکز ویلي دي هغه ماشومان چې خشونت ورسره کیږي، د هرې مسلې حل یوازې په خشونت کې ګوري او ورو ورو د منقطي استدلال توان له لاسه ورکوي او په خپل ژوند کې د ډیرو وړو مسلو د اواري چل نه ورځي.

دا هغه څه دي چې زموږ په ټولنه کې عام دي حتي ګورو چې په ټلویزونونو کې مو د منطق او استدلال ژبه خشنه ده او په هر کار کې له زوره کار اخلو. دغه حالت  ټولنې ته له خشونت پرته بل څه نه ورکوي، ښايي محدودې کورنۍ وي چې ستونزې په خبرو او منطقي استدلال حل کوي.

په دې څیړنو کې ثابته شوې هغه ماشومان چې بدني جزا ورکول کیږي او یا له رواني پلوه تحقیر کیږي په خپل نفس اعتماد له لاسه ورکوي او دغسې کسان د نوښت او ابتکار قدرت نه لري. که لږ ځیر شو دا هغه څه  دي چې زموږ په ټولنه کې لیدل کیږي. زموږ کم  ځوانان حتي زموږ تعلیم یافته کسان  خاص نوښت او ابتکار لري ، چیرته چې نوښت نه وي هلته پرمختګ نه وي.

موږ هغه ماشوم مودبه ګڼو چې مطیع او فرمانبرداره وي کله چې ماشوم بې له جنجاله زموږ هره خبره ومني دا راته مودب انسان ښکاري خو ایا یو مودب او مطیع انسان تکړه اود کار سړی کیداي شي؟

 هیڅکله نه په ډیرو هیوادونو کې دا خبره جوته شوې چې کنجکاوه ماشومان او هغه ماشومان چې  ډیر نه دي ځورول شوی او یا ازاد پريښودل شوي تر  مطیع او فرمانبرداره ماشومانو تکړه دي او لوړو پوستونو او مقامونو ته رسیدلي دي.

په کلونو کلونو ځینې ماشومان ترنظر لاندې نیول شوي او ارواپوهانو ته ثابته شوې هغه ماشومان چې وهل خوري ، وهل کوي. هغوي چې په کور کې وهل خوري په ښونځي کې نور ماشومان وهي او هغه چې په ښونځي کې وهل خوري په کور کې خپل وروڼه  او خویندې ځوروي.

 له اروايي نظره دغه خبره بیخي جوته شوې چې د ماشومتوب حالت  په لوینې کې د ماشوم په شخصیت اغیز لري  او د ماشوم شخصیت په ماشومتوب کې بڼه خپلوي نو هغه ماشوم چې تل رټل کیږي او یا سپکې سپورې ورته ویل کیږي یا وهل کیږي شخصیت ناسمه وده کوي او دغه ماشومان دروغ هم ډیر وايي.

 دوي له ډاره هم دروغ وايي او ورو ورو ېې دروغ په عادت بدلیږي پر دې سربیره ماشوم له تاسو فاصله پيدا  کوي او د دې پر ځاي چې پر تاسو باور وکړي پر نورو باور کوي، دغه چاره د انحراف او بې لارې زمینه برابروي.

په ډیر برخو کې اروپايي اروا پوهان وايي ماشوم ته بیځایه  حتي د «نه» یا «مکوه» کلمې مه کاروئ ځکه  د هغوي په زړه کې د ویرې زړي کري او اعماد ېې کمزوری کیږي.

هر ماشوم خپل خاص شخصیت لري دا خبره چې ماشوم د سپین کاغذ په شان ده بیخي ناسمه ده ماشوم سپین کاغذ نه دی چې موږ هر څه ورته دیکته کړو هغه ېې ووايي یاېې وکړي ،بلکه ماشوم خپل خاص شخصیت لري او یوازې مرستې او لارښوونې ته اړتیا لري، د مور او پلار دنده دا ده چې شخصیت ېې نور مذبوت کړي او مرسته ورسره وکړي.

 ښايي ډیرکسان دا ووايي چې که پر ماشوم پټکې ونه شي او یا ونه وهل شي نه تربیه  کیږي او خبرو ته هیڅه غوږ نه ږدي ،دا خبره نن سبا هیڅوک درسره نه شي منلی ، کله چې په ټولو پرمختللو هیوادونو کې د پټکو او وهلو په ځاي په خبرو او منطقي استدلال ماشوم روزل کیږي نو ولې باید موږ دغه کار ونه کړاي شو.

 خو زموږ ستونزه په څه کې ده چې ماشوم زموږ خبره نه مني او سپين سترګي راسره کوي؟ تر ټولو لوي علت ېې دا دی چې موږ سمې او جدي خبرې ورسره نه کوو ، پر ماشوم خبرې هغه وخت اغیز لري چې مخامخ ېې سترګو ته وګورو او د خبرو لپاره وخت ورکړې ، داسې نه کیږي چې ته ګورې تلویزون ته یا په بل کار بوخت یاست او ماشوم ته وایئ چې  دا کار مه کوه. ماشوم د ارتباط او ستاسو د پام د اړولو لپاره دغه کارونه کوي شوخي او شیطانت ېې د ارتباط یوه وسیله ده، که وخت ورکړئ او شخصیت  ته ېې ارزښت ورکړئ نو سل په  سلو کې نتیجه ورکوي.

 کله چې مو اعصاب خراب شول هیڅکله ماشوم ته مه نیژدې کیږئ لومړی باید خپل اعصاب ارامه کړئ  له ځان سره فکر وکړئ، ژوره ساه واخلئ او له هغه وروسته په ارامښت ورسره خبرې وکړئ.

خپل سرحد ورسره وساتئ، او په دې ېې پوه کړئ چې کله تاسو یوه خبره کوئ پکې جدي یاست کله چې ماشوم ته وخت ورکړئ او هغه هم په دې پوه شي چې تاسو خپلو خبرو کې جدي یاست نو له خشونت پرته ستاسو خبره مني البته دا توقع مه لرئ چې ستاسو ټولې خبرې دې ومنې اجازه ورکړئ چې په خپل منطق درسره بحث وکړي او نتجیې ته ورسیږي.

ډیرځله موږ خپله مشکل لرو او زړه په ماشومانو تشوو دا تر ټولو ناځوانمردانه کار دی، کله چې تاسو ماشوم غواړئ په یاد ولرئ ټول مسولیت ېې ستاسو دی د نس مړول او ډوډۍ پيدا کول مهم نه دي تر دې ډیر مسولیت لرئ.

دغه بحث او په دې هکله خبرې ډیرې دي خو دغه خبره په پوره ډاډ سره ویلی شم چې زموږ د ټولنې ډیری ستونزې ، عقدې ، جنګونه ، وژلې او خشونت د ماشومانو د ناسمې روزنې او له ماشومانو سره د خشونت له امله دي.

خپلې خبرې به د سویډنۍ لیکوالې اسټرید لینګډن په دې جملې  سره راونغاړم چې وايي:

خپلو ماشومانو ته مینه ، ډیره مینه او ډیره ډیره مینه ورکړئ روزنه او ادب په خپله راځي.

درنښت ډاکټرسباوون

12 total views, 1 views today

3 comments

  1. عبیدالله شلګری Reply

    زمونږ او اروپایی ټولنی پرتله کول ځکه ډیر د قبول وړ نده چی هغوی عموما یو یا دوه ماشومان لری، قوی اقتصاد لری هغوی نسبت تر کمیت په کیفیت باورمند دی خو برعکس زمونږ په هیواد کی تر ټولو بیکاره او بی روزګاره کس تر ټولو ډیر اولادونه لری تعلیم او تربیه خو په ځای پریږده ان چی نس یی نشی ورمړولی. زما په نظر که د داسی لیکنو تر څنګ په دی هم کار وشی چی خلک د کمو اولادو راوړلو او د هغوی سمی تربیی او تعلیم ته و هڅول شی لا به ښه وی.

  2. Shughla sha monawar Reply

    زہ خپل سلامونہ او احترامات
    وڑاندی کوم اول زل می دی چی تاسی تہ یو سہ لیکم زہ اوس ھم نہ پوھیگم چی سرنگہ درتہ ولیگم او تاسی د سہ پہ ھکلہ تبصرہ خای خو توکل پہ خدای می شروع کڑی زہ داکتر سباون پہ ھکلہ لیکم چی د ماشومانو سرہ د خہ چلند پہ ھکلہ ی دیر گٹور او مهم معلومات لیکلی کلہ چی ما ولوستل نو پہ ھمغہ لوستلو پہ دوران کی ی پہ ما دیر تاثیر وکڑو ددی باوجود چی مونگ دا شیان لوستی ھم وو خو کہ چیرتہ ورسره دا معلومات ھم ورکڑی چی خاوند او خزہ ھم باید خپلو منزونو کی جنگ جگڑہ یا بعضی تیزی خبری ونہ کڑی د خپلو ماشومانو پہ مخکی چی دا ھم پہ ماشومانو دیرہ ناوڑہ اغیزہ لری

Leave a Reply to Shughla sha monawar Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *