Categories

اعلان

Loading…

د سولې شورا يو شمېر طالب مشران عمرې ته بللي

خبریال: نصیب (کابل) په کابل او پیښورکې  سولې شورا ته نږدې اوباوري سرچينو ويلي، چې د سولې شورا د ارشاد واوقافو وزارت  له لارې يوشمير طالب مشرانو ته دعمرې ویزې اخیستي اوسعودې عربستان ته يې را غوښتي دي.

دا هغه طالب مشران دي، چې اکثره يې له طالب مشرتابه نه ناراضه دي.

په دغو طالب مشرانو کې د ملا محمد رسول مرستيال ملاعبدالروف، د طالبانو د وخت د اطلاعاتو کلتور مرستيال وزير عبدالرحمن احمد هوتک، د طالبانو د واکمني پرمهال د باندنيو چارو مرستيال وزیر عبدالرحمن زاهد، د طالبانو د واکمني پرمهال د کار او اجتماعي چارو وزير مخدوم عبدالسلام، شیر اغا رشيدي، مولوي محمد مسلم حقاني اويوشمېر نوردي.

خو عبدالرحمن زاهد دا خبره رد کړه، ویې ویل چې دا خبره واقعیت نه لري.

سرچینې وايي چې د دغو طالب مشرانو د سفرې اسانتياوو د برابرولو چارې عبدالرحمن زاهد ته د اوقافو وزارت د يوه مرستيال لخوا سپارل شوې وې. زاهد پخپله هم د دې وفد ملګری دی.

د طالبانو د حکومت د باندنيو چارو بل مرستيال وزير ملا عبدالجليل هم د دې وفد سره په عمره کې يوځای شوی دی.

د وفد غړو تمه څرګنده کړې چې د طالبانو د قطر له غړو به هم ښايي مولوي دلاور اوسهيل شاهين په شخصي استازیتوب له دوي سره په ناستوکې برخه واخلي .

د وفد يوه غړې دعوه کړې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور ملاعبدالمنان هم له دوي سره په اړيکه کې دی

شنونکې د سولې شورا دغه اقدام پرځاي اومثبت پرمختګ ګڼي.

95 total views, 1 views today

6 comments

  1. انجنر محمدولی Reply

    دسولی شوری خو دامریکا لخوا جوړه شو وی نو دا جنا بان چی دسولی شوری سره جوړ دی دا نور یی ولی جنګونه کوی

  2. عمر Reply

    دا حقیقت نلری . یوازی استخباراتی تبلیغات دی.

  3. شمس Reply

    یو اړخ دی عمرې ته ولیږی او بل اړخ دی جنتو ته ورلیږی

  4. انجنر عبد الله پوپلزیی Reply

    وروره تاسو فوشتنه وکړی ورغلی هسی موږ او تاسو سره جنګوی که دا شیوخ تللی وی خو بیا موږ کم عقل ی چی جنګ کوو

  5. عبدل ولي کوچى Reply

    په ولله که پردي هيواد که دوي ده يوه غلام حيست هم نلري ،خودي يوچا په چا خرس کړي چي هغه سه وايي هغسي دوي کوي دوي نه اسلام ته وفادار دي او نه افغانستان ته

  6. فیض محمد Reply

    دا درواغ دی او یو کوشش دی چی طالبان پخپلو کی بدگمانه کری.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *