Categories

اعلان

Loading…

ټاګور په پښتو ادب کې/ ګل رحمن رحماني

ټاګور د نړۍ له هغو ګوتو په شمېر شاعرانو، ليکوالو او مفکرينو دى چې د نړۍ په هره برخه کې په پراخه کچه  مينه وال لري او د مينه والو دا کچه يې د تاريخ په بېلابېلو دورو کې تر اوسه پورې نه يواځې چې ساتلې، بلکې مخ پر ډېرېدو ده.

سره ددې چې نوموړي ان د خپلو لومړنيو اثارو د پنځولو او جامع فکر له لارې نړيوال نوم موندلى و  او اثار يې د نړۍ ډېرو ژبو ته ژباړل شوي وو، خو د هغه نوبل ګټونکي اثر ګيتانجلي نړيوال نوم او  ادبي مقام  ورکړ.

دغه نوښتګر  او متفکر ليکوال، شاعر، اديب، موسيقي پوه اوفيلسوف، په واقعيت کې، د خپلو لوړو ادبي تخليقاتو او ژورو علمي –  فلسفي شهکارونو  په مرسته د نړۍ د بېلابېلو  خلکو ادبياتو ته لار موندلې او اوچت اثار يې د نړۍ په بېلابېلو ژبو  ته ژباړل شوي دي.

   د شهکار ادبي اثارو په اړه د ګڼو ادبپوهانو ګډ نظر دادى چې دا ډول اثار د بشريت معنوي پانګه ګرځي، هر څوک په کې خپل ځان ګوري او ليکوال يې په خپل هېواد، خپلو خلکوا و خپله ژبه پورې نه شي محدودولى. د ټاګور نامتو او نوبل ګټونګي اثر( ګيتانجلي) هم له خپرېدو وروسته له کلکتې نيولې د نړۍ تر ګوټ ګوټ پورې دردېدلي او په خداى مين زړونه ور خپل کړل.

په پښتو ژبه کې ددې اثر نه، نه يواځې چې په خاصو او عامو لوستونکو کې پراخ هرکلى وشو، بلکې ګڼو پښتنو ليکوالو يې هم تر اغېز لاندې د مينې، ښکلا او معرفت سردونه وليکل او په ځوانو ليکوالو کې لا هم دا ذوق مخ پر پراختيا او پالل کېدو دى.

دې اثر په پښتو ژبه او ادب کې د ټاګور پېژندنې او مفکورې ته کړکۍ پرانېسته او ګڼ ادبيان له دې سره همنظره شول چې که په شرق کې هم د چا ډرامې د شرقي تهذيب، فلسفې او حکمت هنداره بلل کېږي، نو له شک پرته چې هغه به ټاګور او د هغه اثار وي.

خو دا يواځې ګيتانجلي نه ده چې په پښتو ژبه کې يې د ټاګور پېژندنې بهير پياوړى کړى، بلکې د هغه ګڼ نور خپلواک او ځينې منفرد اثار هم شته چې په پښتو ژبه کې يې لوستونکى هر کلى کړى دى چې دلته به ورته اشاره وشي.

د استاد عبدالخالق رشيد په وينا چې په پښتو ادب کې د ټاګور د اثارو  لومړنۍ ژباړه ان د طلوع افغان خپرونې تر مهاله رسېږي چې منظومه ژباړه وه.

دده په خبره ، د ټاګور لومړۍ پښتو ژباړه چې د هغه يو شعر و، په ١٣١٢ لمريز کال کې په کندهار کې په طلوع افغان خپرونه کې خپور شوى چې له دې سره يې دافغان لوستونکو پاملرنه خپلې خواته را اړولې او وروسته دې لړۍ همداسې دوام موندلى دى.

د طلوع افغان خپرونه کې د خپاره شوي شعر يوه برخه د استاد رشيد له دري يادښتونو را  اخلم او پښتو ژباړه يې درسره شريکوم:

د وطن مورې!

ستا په مينه کې د خپلې وينې قربانۍ ته چمتو يم

زما د ژوند د کاميابۍ راز په دې کې دى

 چې ځان ستا له سپېڅلو قدمونو قربان کړم

ستا د محبت جوش له سترګو رڼې اوښکې بهوي

ستا د محبت غمجن غږ  زما په دردوونکو نغمو کې څرګند دى

د وطن مورې!

له ځانه زياته مينه درسره لرم.

زه پوهېږم چې مټې مې ډېرې غښتلې نه دي

خو ستا مينه فوق العاده جوش او شور راکوي

دا ددې څرګندونه کوي چې خپلې موخې او مطلب ته به رسېږم

    په پښتو ادب کې د ټاګور بل مشهور اثر  د هغه  د عارفانه اوچتو سردونو يا ترانو  ټولګه ده چې د ګيتانجلي يا(دسندرو  نذرانه) په نامه خپره شوې ده.

د ادب پوهانو په اند چې ټاګور خپل دغه شهکار په ژوند کې د متضادو تجربو، دردونو، د خپلو خپلوانو له جدايۍ او ژوند کې د ګڼو تجربو په پاى کې په بنګالي ژبه وليکلو او بيا يې خپله انګليسي ته وژباړه ،  د نوبل معتبرې جايزې مستحق وګڼل شو او د نړۍ نورو ژبو ته يې پراخه ژباړې پيل شوې، په دې اثر کې ټول ١٠٣ سرودونه راغلي دي.

    په پښتو ادب کې يې هم منثوره او منظومه ژباړه وشوه . منثوره او شعر وزمه ژباړه يې ارواښاد استاد عبدالروف بېنوا  کړې ده. دغه ژباړه تراوسه څو  ځلي چاپ شوی دی. ارواښاد عبدالروف بېنوا (١٢٩٢-١٣٦٢لمريز)دا اثر  په ۱۳۳۶ ش کال کې  په پښتو وژباړه چې په ” انيس ” ورځپاڼه کې پر پرله پسې خپرېدو سربېره د يوه ځانګړي کتاب په بڼه هم خپور شو.

د استاد رشاد د څېړنې له مخې، استاد بېنوا په لومړۍ ژباړه کې ددې ټولګې ١٠١ سرودونه ژباړلي، خو  کله چې دويم ځل چاپېده، نو دوه پاتې سردونه هم ورسره مل کړل، البته د استاد بېنوا ژباړه د ګيتانجلي له اردو ژباړې شوې ده چې اردو ژباړه  هم د نياز فتح پوري په نوم يوه پښتون کړې او د (عرض نغمه ) نوم يې ورکړى دى.

د مناجات وزمه شعرونو دا ژور او اوچت ، په زړه پورې فلسفي اثر دويم ځل هم د استاد رشاد لخوا په ۱۳۵۴ کال  کې له خورا مفصلې او کره  تاريخي  مقدمې سره چاپ شو. د اثر  انډيا- افغانستان فونډېشن او بېنوا خپرندويې ټولنې هم په ښه قطع او صحافت سره  په ١٥٥ مخونو کې خپرې کړى دى.

    د دغه اثر په پيل کې د جايت پرساد او استاد دوکتور مجاور احمد زيار له يو مخيزو يادښتونو وروسته، د ارواښاد علامه استاد اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد ۱۰۴ مخيزه سريزه راغلې چې په ترڅ کې يې د ټاګور پر ژوند، کړو وړو، اند او اثارو خبرې شوې دي.

له دې کتاب سره د استاد بېنوا ژوند ليک او د اثارو بشپړ ليک لړ هم مل شوى دى. په اثر کې د ګيتا نجلي پر عظمت خبرې شوې او ورسره د پښتو ژبې د پياوړي شاعر او ليکوال پيرمحمدکاروان يو اووه مخيز هنري يادښت هم راغلی دی چې په کې  له بېلګو سره د ټاګور په هنر او د ګيتانجلي پر ارزښت خبرې شوې دي. دا وروستۍ چاپ يې بېنوا خپرندويې ټولنې وړاندې کړى دى.

  په دې توګه ويلى شو چې د ټاګور پېژندنې په اړه په پښتو ادب کې تر ټولو لومړى اکاډميک کار ارواښاد رشاد کړى او د استاد بېنوا لخوا د اثر د عالي  ژباړې تر څنګ، د استاد رشاد  مقدمه  هم د ځانګړې يادونې او تاريخي ارزښت درلودونکې ده.

    د ګيتانجلي پښتو منظومه ژباړه، نازکخياله شاعر ارواښاد استاد محمدصديق پسرلي په شپېتمو کلونو کې کړې ده  چې د يوه برلاسي او د هندي سبک د استاد شاعر په توګه يې په ژباړه کې د ګيتانجلي ټولو ظرافتونو اوخوږلت ته ځانګړې پاملرنه کړې او له لوستلو يې د اثر د اصلي متن په څېر خوند اخيستل کېږي.

     په دري ژبه کې د ګيتانجلي ژباړه بيا روان فرهادي وړاندې کړې ده. ددې ترڅنګ محمدعلم بڅرکي (۱۹۲۱- ۲۰۰۲ع)  هم د ټاګور د تاج په نوم ناول ژباړلى. نصرت الهام د ټاګور ( په تياره کې) ناول پښتو ژبې ته ژباړلى چې ګودر خپرندويې ټولنې خپور کړى، خو ورسره هم مهاله يوه بل ژباړن شفيع الله تاند هم همدا ناول ( په تورتم کې) په نامه ژباړلى چې مومند خپرندويې ټولنې خپور کړى دى.

د هېواد له شماله مې په خپرندونکې مجله(پسرلي) کې د ټاګور د يوه بل غوره ناول( د ناوې بنګړي) پرلپسې ژباړه مې هم ليدلې  چې شپاړس برخې زما له سترګو تېرې شوې، خو دا چې وروسته به دا ناول په کتابي بڼه هم خپور شوى وي که نه؟ په دې اړه معلومات نه لرم.

    په پښتو او دري ادب کې د ټاګور تر ټولو بل مشهور اثر د( کابلي والا) داستان دى. پښتو او درې  ژبې ته ددې اثر  د ژباړې د راتګ يو ستر لامل دادى چې کيسه  په افغانستان پورې اړه لري او په کلکته کې يې ديوه مهاجر افغان ژوند انځور کړى دى.

  دا کيسه په خپله هم د ده د لوړي انساني ميني او ژور عاطفې احساس، روښانه ثبوت دى . دا ښکلې او په زړه پوري کيسه د هغه پردېس افغان د ژوندانه دردناک انځورکاږي چي د امير عبدالرحمان خان د پاچهۍ پر مهال، له خپلي کورنۍ او عزيزانو، خپل کلي او مالت، خپلو غرو او ډاګونو څخه زرګونه  ميله وړاندې، کلکتې ته په خوارۍ او غريبۍ پسې تللى.

     دى په  کلکته کې د پردېسۍ پر سوځونکي درد سربېره ، کلونه کلونه د قتل په تور د زندان په څلورو دېوالو کې تېروي، کيسه پر ژورو عاطفي اړخ سربېره، تاريخي او سياسي ارزښت هم لري  چې له هغه وخت نه تر اوسه يې د افغانستان او  هند پر اړيکو مثبت اغېز کړى او سياستوال يې هم ستاينې ته اړ شوي دي.

    د کابلي والا ژباړه استاد رشاد  کړې او خپره شوې  ده، خو ددې ترڅنګ يې ځينو نورو ليکوالو هم د  ژباړې کار تر سره کړى چې له دې ډلې د ډاکټر حميد شجاع ځاځی نوم د يادولو  وړ دى،  هندي ليکوال  روشن لال ملهوترا هم  دا کيسه پښتو ژبې ته ژباړلې ده. ښاغلي ځاځي ددې ترڅنګ د ټاګور ځينې نور داستانونه لکه( د شاعر ارمان، پورې  غاړه او ځينې کوچنۍ ټوټې هم  ژباړلې چې په منفرد ډول خپرې شوې دي.

    په ورته وخت کې د يوه اثر  ژباړه  به شايد له دې امله وي چې کله کله پښتانه ليکوال او ژباړونکي د يوه او بل له حال او احوال نه خبرېږي، يو ژباړن د بل ژباړن د ژباړې له کار  نه وي خبر، ځکه خو يې ددې پر ځاى چې د يوه ليکوال دوه بېلابېل اثار وژباړي، نو يو اثر ژباړي.

په پښتو ادب کې د ټاګور (په تياره کې) ناول او کابلي والا کيسه هم  دوو ليکوالو ژباړلي . په کابلي والا کيسه ژباړو کې سړى د خو ټکي ځکه نه شي را اېستلى چې طبيعي ده، هغوى لومړى ټاګور لوستى، تر اغېز لاندې يې راغلى يې او بيا يې داوطلبانه ژباړه کړې ده او غوره ژباړه يې کړې ده.

  د ټاګور د ځوانۍ د مهال د مينه ناکو او  مشهورو نظمونو ټولګه (Gardener) يا باغبان(باغوان) هم  استاد عبدالرحمن پژواک  درى ته ژباړلى او وروسته  يې د درې ژباړې  پر بنسټ   ځينې نظمونه په منفرد ډول پښتو ته ژباړل شوي دي.

 ددي ترڅنګ د (عابده) په نوم يوه بله کيسه هم په پښتو ادب کې شته چې ليکوال يې ټاګور دى. استاد رشاد کابلي والا داستان نه پرته د ټاګور (سوالګره نجلۍ) او (ظالم رواج) داستانونه هم پښتو ته ژباړلي دي.

له دې پرته د ادبياتو په پوهنځيو کې ځينې محصلينو د نړيوال ادب په ځانګړي ډول شرقي ادبياتو په لړ کې شايد د ټاګور په اړه د مونوګراف او کنفرانسونو موضوعات اخيستي وي، د ليسانس په دوره کې خپله له مانه هم غوښتنه شوې وه چې په نړيوالو ادبياتو کې به مونوګراف ليکم چې وروسته مې د(په نړيوالو ادبياتو کې د ټاګور) ونډه په نوم موضوع واخيسته، رسمي پروسه مې يې بشپړه کړه، خو هوډ مې دا وو چې له نورو زياتونو سره به يې د ځانګړي کتاب په بڼه خپروم.

     د کابلي والا کيسه د ګڼو لوستو افغانانو تر منځ خوله په خوله ګرځي او په پښتنو کې يې تر دېره د يوه فولکلوريک تاريخي روايت او ولسي کيسې بڼه خپله کړې چې له همدې امله يې پر بنسټ ګڼ فلمونه او نندارې جوړې  او نندارې ته وړاندې شوې.

     ددې ترڅنګ د پخواني ولسمشر نجيب الله لور موسکا نجيب چې په هند کې ژوند او زده کړې کړې، د کابلي والا پر بنسټ د دواړو هېوادونو د کلتوري اړيکو د نږدې والي لپاره په کابل او هند کې يو لړ نندارتونونه جوړ کړي او په سټيج هم ددې داستان د ښودلو هڅې شوې دي.

    د هېواد د پوهنتونونو د ادبياتو پوهنځيو د پښتو څانګې د نړيوال ادب په مضمون کې هم د ټاګور د ادبي ژوند او شخصيت يادونه شته او دهغه ځينې اثار په چېپټرونو کې معرفي شوي دي چې يوازې د هغه د پېژندګلوي او ټاګور سره د اشنايۍ تر کچې دي.

   ددې تر څنګ د نوموړي  د ژوند او شخصيت  په اړه ځينې مواد  د افغانستان د ښوونځيو د ښوونيز نصاب د پښتو ژبې مضمون په پاڼو کې هم  ځاى پر ځاى شوي، څو  زده کوونکي د نورو ادبي  معلوماتو تر څنګ نوموړي په اړه هم  لومړني معلومات تر لاسه کړي او لږ تر لږه يې له نامه سره اشنا شي.

    په پاى کې بيا هم ددې يادونه اړينه بولم چې د ټاګور اثر د مخاطب د جذب او زړه را ښکون ژوره وړتيا لري. شايد د نړۍ په ګوټ ګوټ په ځانګړي ډول هند کې مېشتو افغانانو د ټاګور د اثارو ځينې منفردې ژباړې هم کړې وي چې تر اوسه ترې معلومات نه لرم، خو يوه خبره اړينه بولم او هغه دا چې ټاګور پښتو ادب ته يوازې د خپلو کتابونو په پاڼو کې نه، بلکې له خپل فکر  او شاعرانه جذابيت سره راغلى دى او  د اوچت ذوق په ليکوالو او شاعرانو يې خپل اغېز پرېښى دى.

    هسې خو هند او د هند خاوره د پښتو ادبياتو، شاعرانو او پوهانو د ودې او پالنځي په نوم هم تاريخي شهرت لري او د دواړو هېوادونو وګړي  د طبيعت په لحاظ ګڼ مشترکات لري. په پښتو ادب کې له دې پرته د ځينو نورو هندي شاعرانو، ليکوالو  او مفکرينو د منفردو اثارو ژباړې هم  خپرې شوې دي. په دې برخه کې ځينې ژباړې  په  فلمي نړۍ، لوبو، مذاهبو او نورو مسايلو  پورې اړه لري.

د ارواښاد رشاد د وينا له مخې، د بنګال په زاړه ادب کې ګڼ مسلمان ليکوال هم ونډه لري چې هلته يې تر ټاګور وړاندې ځينې اثار پنځولي  دي، د دوى له ډلې يو هم قاضي نظر الاسلام دى چې له ټاګور وروسته يې بنګالي ادب ته کار کړى او شاوخوا ٣٠ منظوم او منثور اثار لري،د (بنګالي سندرې) په نوم اثر يې پښتون ليکوال محمد نواز پښتو ته ژباړلى دى.

په دې سربېره ګنې هندي فولکوريکې کيسې هم پښتو ته ژباړلې شوې، د علمي او تاريخي اثارو په برخه کې د هند پېژندونکې صفيې حليم ځينې ليکلي اثار او ژباړې د پام وړ ارزښت لري.

   په دې وروستيو کې د ټاګور د همصره او ملګري مهاتماګاندي د ژوند، فن او مبارزې په اړه د استاد خالق رشيد ځانګړى کتاب هم  خپور شوى دى. ددې ترڅنګ په پښتو ژبه کې  د رفيع الله نيازي(پښتو ژبې ته  د روشن لال ژوند او خدمتونه) او د مينا مسعودي ( د منوهر سنګ بتره فرهنګي څېره) اثار هم  د يادونې وړ دي.

د احمدشاه درانى د شخصيت په اړه هم يوه هندي ليکوال او عالم (ډاکټر ګنډا سنګ) په انګريزي ژبه پنځه سوه مخيز تاريخي اثر ليکلى چې نصرالله سوبمن پښتو ته ژباړلى او په دې وروستيو کې يو ځل بيا خپور شوى دى.

159 total views, 2 views today

3 comments

  1. rashid Reply

    رحمانی صاحب مقاله مودي ولوسته په زړه پورې وه ، لاندې تکو ته مو پام وي :
    الف : نذرالاسلام دبنګالي ژبې نومیالی شاعر تراوسه پورې په بنګالی ژبه کې تر ټآکور هم نامتو او نومیالی دی ، دبنګال عام خلک د قاضی نذرو شعرونه په خورا شوق او ذوق سره اوس هم وايی ، هغوی چې له بنګالي ژبې سره آشنایی لري ، داکه هندی وي اوکه بنګله دیشي ، دوی په خپل ورځنی ژوند کې قاضی بیلګي په خپلو خبرو اترو کې هم کاروي .
    ب : پسرلي صاحب د بنیوا منثوره ژباړه نظم کړه خو یوه برخه یې ونه ژباړله ماناداچی د هغه ژباړه نیمګرې ده ، داچې لامل یې څه و ، ما خپله خبرې ورسره کړې ، او دلیل یې هم تریوه حده عقیدوی و خو ژباړه یی اړینه وه ، ځکه یې ما ته وویل « هغه مې تاسو ځوانانو ته پريښوده » خو زه فکرکوم چی ده به هغه ژباړلې وي خو چا پ یې نه کړه بایدلټه یې و .
    ج : د ټاکور آثار په افغانستان کې دلومړي خل لپاره په پښتو کې معرفی او ژباړل شوي ، بیا وروسته په فارسي کې ولیدل شول حتی په ایران کې هم ، کله چي تاګور ایران ته ولاړ او خپل سفریې ارزیابی کړ ، خو شاله نه و ، خکه ده وویلی وو چی دده له آثارو سره په ایران کې هیڅو ک اشنا نه دي ، په داسې حال کې چی په افغانستان کې ان شاه امان الله ته هم دده د آثارو اهمیت رسیدلی و او له ده څخه يی دمجتبی علی په واسطه دعوت وکړ چی له بده مرغه دسقوي بلوا له امله دهغه سفر ترسره نه شو .
    زه که ایمیل ادرس دی راولږې زه به دطلوع افغان پښتو بیلګه هم درواستوم زما په (یوه پیړۍ پښتو شعر ) نومې رساله کې شته .
    نورمعلومات به هم سره شریک کړو
    درناوي
    رشید

  2. رحماني Reply

    مننه پوهاند رشيد صيب! خوښ شوم چې ستاسې ښکلى نظر مې تر لاسه کړ. کله چې دا اثر په کتابي بڼه خپرېږي، نو دې موضوع ته به خامخا په کې پاملرنه وکړم، دلته د خپرېدو نه هم يوه موخه دا وه چې معلومات بشپړ شي. په لاندې برېښناليک به ستاسې د معلوماتو را استولو په تمه وم.
    G.rahman_rahmani@yahoo.com
    درنښت
    رحماني

  3. babrak Reply

    ډیره مننه!ډیر ښه معلومات و!
    زه ددسمبر په میاشت کی بنګلهدیش ته تللی وم له خلکو می وپوشتل چی څوک د بنګله(بنګله هغه ژبه او قوم دی چي په پنګله دیش یعنی د بنګله دقوم او ژبی وطن)( د شعر بابا دی؟ هغوی ویل تاګور د بنګله ژبی بابا دی خو هندی و خو قاضی نذرالسلام د بنګلهدیش دخاوری و

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *