Categories

اعلان

Loading…

په کندهار کې ۸۸ ورځې/ لیکوال: رابرت ګرینیر/ ژباړه: پښتونمل

لیکوال : رابرټ ایل ګرینیر

ژباړونکی: بسم الله پښتون مل

شپږم څپرکی

هغه جنګ چې ونه شو

۲۳ مارچ ۲۰۰۱

بې کړکیو کنفرانس خونه په تیاره کې ډوبه وه یواځي یو سوتره د لرګي میز د کوټې په منځ کې واضح ښکاریده، زه چې څنګه د دیوال څنګ ته خپل ځای ته ورسیدم نو یو ناڅاپي رڼا مې تر سترګو شوه ما فیصله وکړه چې د لومړي ځل لپاره د خپل د فصاحت او بلاغت ټول هنر کاروم، هیڅ مې ونه ویل او ددې پر ځای په کراره د خپلو مخاطبینو په پيژندنه بوخت شوم، د میز په سر کې نوی ټاکل شوی ولسمشر جورج ډبلیو بوش ناست و، دواړو څنګو ته یې د سپينې ماڼۍ کارکوونکي ناست و ښي اړخ ته یې د ملي امنیت مشاوره کندولیزا رایس او د دفتر رییس انډریو کارډ، چپ لور ته د ملي امنیت د سلا کارې مرستیال سټیپن هیډلي او د مرستیال ولسمشر د دفتر رییس لیویس سکوټر و د ولسمشر څخه لیري په ښي اړخ جورج ټینټ ناست و او ورسره په څنګ کې د سي ای اې نور جګپوړي مامورین و چې ماته یې شا وه.

زما چوپتیا خپل لازم اغیز درلود، د مقابل لوري پر میز ناست کسان ټول خپلو د یادښت کتابچو ته متوجه شول، له څو ثانیې انتظار وروسته ما پیل وکړ او ولسمشر ته مې وکتل: ښاغلی ولسمشر په اسلام اباد کې ستاسي د څانګې د مسوول په حیث ….. . ما د (ستاسي) لفظ باندي ډير زور راوړ، او دغه لفظ دواړه جورج ټینټ او ولسمشر لږ حیران کړل، مخکي چې یې څیره خندانه وه اوس ناڅاپه جدي شو، ولسمشر ما ته وکتل او جورج ټینټ هم د ډير وخت لپاره سترګې راپکې ښخې کړي، زه نه پوهیدم چې زما د خبرو طریقې خوند ورکړ که نه، هغه پدې کې هيڅ شک نه درلود چې زه د اسلام اباد د څانګې مسوول یم خو ما يې پخپله خبره سره توجه د ځان خواته راواړوله.

دا د سي ای اې له ودانۍ د ولسمشر لومړۍ لیدنه وه او راتګ يې داسي مثال درلود لکه خپل کورته چې راغلی و ځکه د سي ای اې مرکزي ودانۍ په دې وروستیو کې د اوسني ولسمشر د پلار، پخواني ولسمشر جورج بوش په نوم شوې وه ځکه مخکې هغه هم د سي ای اې رییس تیر شوی و، دا له پيله ښکاره وه چې اوسنی ولسمشر د خپل پلار له وخته د سي ای اې په اړه معلومات لري پام ورته کوي او په قدر يې پوهیږي، د کلنټن په وخت کې داسي نه و هغه به ډیر لږ د استخباراتو له مشر سره لیدل. د ولسمشر په ټینګار به جورج ټینټ هره ورځ هغه لنډ استخباراتي راپور ورکوی که څه هم ټینټ د ډیموکرات ګوند کس و خو داسي ښکاریده چې دواړه به تر ډیره یو ځای کار سره وکړی. ټینټ د ولسمشر د دفتر له رییس سره ګرمې او نژدې اړیکي درلودي، زه د سي ای اې یو له دریو مسوولینو څخه وم چې له بهره مو ولسمشر ته په لومړۍ لیدنه کې د ځینو پيښو په اړه معلومات ورکول.

زما نوبت چې راغلی نو ما ولسمشر ته اشاره وکړه تر څو هغه پدې کړم چې زه او زما تر لاس لاندي کسان چې څه کوو هغه د ولسمشر لپاره کوو، ما ورته وویل : زما د مسوولیت ساحه پاکستان او د طالبانو تر واک لاندي ۹۰ سلنه افغانستان دي، زه د ۱۹۹۹ له ډسمبر راهیسي ډیر تمرکز پر افغانستان کوم.

زیاته مې کړه: پخوا د سي ای اې د پام ټکی په القاعده شبکه کې اسامه بن لادن و خو اوس ټوله القاعده ده ځکه دده پلویان چې له بیلابیلو سیمو راغلي او موږ يې د افغان عربو په نوم یادوو اوس پوره پیاوړي شوي دوي موږ او زموږ ملګرو ته په پر له پسي ډول خطرونه جوړوي، که چیري اسامه په طبعي پيښه کې مړ هم شي خو له دوي د طالبانو ملاتړ د دوي د قوت او موجودیت سبب ګرځي.

ځکه نو اوس موږ د خپلو قبایلي سرچینو له لاري د اسامه بن لادن د نیول کیدو په هیله د هغه د ورځني تعقیب تر څنګ د طالبانو څارلو ته پام زیات کړی او په تیرو اتلسو میاشتو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرو، ما په تفصل سره د طالبانو د وزارتونو، رهبري او القاعدي د روزنیزو کمپونو په اړه معلومات ورکړل چې اوس موږ پکې خپل کسان درلودل. ما همدارنګه د طالبانو د سیاست او پالیسو په اړه خپل توضیحات ورکړل، زما له خبرو په ځانګړې دول کندولیزا رایس خوښه ښکاریده ځکه پداسي حال کې چې یادښتونه یې اخیستل سر یې هم د تایید په توګه خوځوی.

ما د خپلو قومي استخباراتي شبکو په اړه هم توضیحات ورکړل چې ټول هیواد یې تر پوښښ لاندي نیولی وه، دغه قومي جاسوسان اکثره یې هغه قومي مشران او سیمه ییز مخور و چې د طالبانو له واک ته رسیدو سره يې خپل ټولنیز قدرت او اعتبار له لاسه ورکړی و، موږ دوي د (مشر جاسوس) په نوم یادول، او کولی يي شول چې په خوندي توګه استخباراتي معلومات تر موږ پوري را ورسوي، د اړیکو لپاره یې په عادي ډول خوندي سټلایټ ټلیفونونه کارول، دوي په سیمه کې د معلوماتو پراخې سرچینې پیدا کړې وې اکثره دغه سرچینې په کورني یا قومي لحاظ په دوي پوري تړلې وې، د دغو جاسوسانو د معلوماتو په ترڅ کې موږ په سیاسي، نظامي او ټولنیزو پرمختیاو او بدلونونو خبریدو، د هغو موضوعاتو چې موږ به بل ځای کار ځیني اخیست د رد یا تایید لپاره به مو افغانستان کې له خپلو نورو همکارانو هم کار اخیست، ځینی وخت به لیکلی یا ثبت شوی معلومات هم رالیږل کیدل، مشرجاسوس به هغه منظم کړی و او بیا به یې د اوښ پر شا تړل تر څو په خوندي توګه زماتر دفتره را ورسیږي، ولسمشر ته زما د توضیحاتو د ورکولو لس دقیقي وخت ختم شو او پدغه وخت کې ما هڅه وکړه چې ټول هغه څه تر ده پوري ورسوم او هغه یې له ځان سره یاداشت کړی چې د راتلونکو اقداماتو پر مهال یې ورته اړتیا وي.

 تر ټولو مهم ټکی چې ما په خپلو خبرو کې په تفصیلی توګه باید یاد کړی وای خو یاد مي نکړ هغه له ډيره وخته زما کاری تمرکز و چې پر اسامه بن لادن می کړی و ما د تیر حکومت پر مهال هم یو نوښت کړی و او په له پر پسې ډول مي له حکومت څخه د اسامه پر وړاندي د عملیاتو غوښتنه کوله، زما د  غوښتنو په مقابل کې د ولسمشر بیل کلنټن په امضا زموږ څانګې ته ددې صلاحیت ورکړل شوي و چې اسامه وڅارو مګر پدې لیک کې ددې اجازه نه وه چې هغه ووژنو، سي ای اې ته زما له راتګ راهیسي زموږ اداره د حکومت له لوري څارل کیده تر څو ۱۲۳۳۳ فرمان له نظره ونه غورځوي، دغه فرمان چې د ولسمشر ریګن له لوري امضا شوی و پکې سي ای اې له هر ډول وژنې څخه منعه شوې وه، زموږ افغان همکارانو کولی شول د اسامه بن لادن د نیولو هڅه وکړي او که چیري اسامه او د هغه وسله وال ملګري مقاومت وکړی له ځانه دفاع هم وکړي، که چیري د مقاومت په ترڅ کې هغه ووژل شي کومه خبره نه ده خو له دې ها خوا موږ او زموږ کارکوونکو ته ددې اجازه نه وه چې په بل ډول د اسامه بن لادن د وژنې اقدام وکړو.

ولسمشر ته زما تر معلوماتو ورکولو څو میاشتي وړاندي هغه ډله چې موږ د اسامه د څارنې لپاره ګمارلې وه موږ ته د یو وړاندیز سره راغلل، دوي اوس د اسامه د تګ راتګ له لاری سره بلد و که څه هم دوي په یقیني ډول نشو ویلی چې پر  کوم وخت هغه له کوم ځایه چیرته ځي خو دوي ته هغه ټول پلګوټي معلوم و چې د اسامه د تګ راتګ د لاري پر سر و او اسامه به خامخا پرې تیریده، د دوي وړاندیز دا و چې یو یا څو له دغو پلونو له زیاته اندازه چاودیدونکو توکو ډک کړي او هغه مهال چاودنه ورکړي چې د اسامه د موټر له هغه ځایه تیریږي، خو موږ ورته وویل چې پام داسي ونه کړي او که يې بیا د داسي کار په اړه فکر هم کړي و نو زموږ له لوري ټولې مرستې به ورباندي بندي شي.

موږ یواځي هغه وخت خپلو قبایلي ملګرو ته د اسامه د وژلو اجازه ورکړې وه چې کله هغه د نیول کیدو پر مهال مقاومت وکړي چې حتمي به یې کوی مګر ښکاره وه چې هغوي داسي نشو کولی، کیدای شي یو لویدیځوال کار پوه ته دا عجبه وبريښي چې نو ولي دوي داسي نه شو کولی؟ تاسي فکر وکړي چې افغان مشرانو ته به دا خبره څومره معقوله وه، په چاودنه کې د اسامه د وژل کیدو وروسته زموږ افغان ملګرو کولی شو چې په اسانه او د ډیر واړه خطر په منلو ځان له سیمي وباسي او په پيښه کې د لاس لرلو ثبوت یې پاته نشي، خو په مخامخ جګړه کې له یوه لوري د د وي د تلفاتو امکان و او له بل لوري په پيښه کې د دوي د قوم د لاس لرلو موضوع په هیڅ ډول پټه نه پاتي کیده او پدې ډول به د افغان طالبانو او عرب جنګیالیو د انتقام شپیلۍ د دوي د کورنۍ د غړو او ملګرو سر ته سیخه وه، زموږ سیمه ییزو همکارانو زموږ د مرستو د له لاسه ورکولو له ویری دا خبره موږ ته مخامخ نه کوله خو هغه کسان چې د اسامه څارنه یې کوله هیڅ کله د امریکا د قانون د مراعت په خاطر دې ته حاضر نه و چې د اسامه د نیونې لپاره په هغه پسې مخامخ لاړ شي او که هغه بیا دفاع وکړي نو دوي ورسره جګړه وکړي، موږ اوس بله لاره نه درلوده یواځي پر معلومه لاره مو  خپلې هڅي کولې زما هیله وه چې نتیجه به ورکړي خو پر دې هیله مې باور ورځ تر بلې کمیده.

تقریباً هره ورځ به زموږ افغان جاسوسانو موږ ته معلومات راکول چې نن اسامه او د هغه بدرګه کوونکي ملګري په کوم ښار دي او په کوم ښار کې شپه تیروي خو تجربو ښودلې وه چې دغه همکاران داسي معلومات نشي وړاندي کولی چې پکې زیات دقیق وي، یواځي د هغه ښار معلوماتو بسنه نه کوله چې اسامه به پکې شپه تیروله بلکه د هغه کور او  حتی هغه کوټې په اړه معلومات لازم و چې اسامه پکې ویده کیده، که داسي معلومات تر لاسه شوي وای نو بیا سي ای اې د امریکا حکومت ته خپل مخکیني وړاندیز چې د کروز توغندیو برید و وریاداوه.

د اسامه بن لادن پر وړاندي دقیق برید چې موږ لا هم ورباندي کار کوي بریالی نه ښکاریده ځکه نو پکار نه وه چې د ولسمشر وخت پرې ونیسم، د درواغو وعدې ورکړم او یا بې ځایه بهانې وړاندي کړم او دا موضوع ځکه هم په ډیر بحث نه ارزیده چې دا ستونزه له مخکینی حکومت نه نوی ولسمشر ته پاته وه، او دا هم باید زیاته کړو چې یواځي د اسامه بن لادن په جنت ته تلللو سره له القاعدې سره زموږ اوږد مهاله ستونزه نه هواریده، ځکه نو ما د خبرو په ترڅ کې پر نورو موضوعاتو ټینګار او بحث وکړ.

ولسمشر او د ملي امنیت ټیم ته موږ د خپلو استخباراتي فعالیتونو د ډيرښت په اړه معلومات ورکړل او دا مو هم ورته وویل چې طالبان مو تر نظر لاندي ساتلي خو یو بل مهم ټکی هم و چې د اوس لپاره ما نه غوښتل له ولسمشر سره یې شریک کړم، ما او زما څانګې پر دې کار کوی چې د افغانستان په جنوب کې د طالبانو پر ضد جګړه پیل کړو، دا معلومه وه چې د ولسمشر بې اجازي موږ جګړه نشوه پیل کولی خو له تیر یو نیم کال راهیسي موږ د دغه پروګرام ځیني برخې بشپړې کړې وې او ځیني مهمې برخې لا پاته وې چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به مو ورباندي کار کوي.

موږ د باوري منځګړو په وسیله هغه پښتانه قومندانان چې د شوروي ضد جګړه کې فعال رول درلود رابلل له دغو قومندانانو تقریباً یوه یې هم د طالبانو په راتلو سره خپل پخوانی حیثیت نه درلود، سره له دې چې ځیني یې د طالبانو تر بیرغ لاندي له شمالي ټلوالي سره په کورنۍ جګړه بوخت و خو بیا هم دوي هیڅکله د خپلو مذهبي مشرانو لپاره د باور وړ نه و، اکثره يې د طالبانو له لوري بې وسلي شوي او له پامه غورځول شوي و ځینو په خپلو کلیو کې سخت ژوند تیروی او ځینی نور بیا له هیواده وتلو ته مجبوره شوي و او له پولې پوري غاړه پاکستان کې اوسیدل.

ځینو دغو قومندانانو له موږ سره لیدنه رد کړه او ځینو چې تازه یې طالبانو سره ملګرتیا پیل کړې وه پدې شرط خبرو ته اماده شول چې منځګړي باید د باور وړ وي ځکه کیداي شي طالبان د دوي په بدنیتي پوه شي چې بیا به له سختې سزا سره مخ شي، په پاکستان کې میشت جګړه مار قومندان جلال الدین حقانې چې د طالبانو په حکومت کې د قبایلو د وزیر و له راڅخه  د اتیا زره ډالرو معادل پیسې یواځي ددې لپاره وغوښتې زموږ لپاره به د لیدنو زمینه برابروي ( خو دده دا غوښتنه ونه منل شوه) ګڼو نورو بیا غوښتل چې له لسو کلونو وروسته بیرته له سي ای اې سره اړیکي جوړي کړي که څه هم ځینې يې پدې خاطر غوسه و چې ولي امریکا هیر کړي و مګر بیا هم زموږ د امید سترګې همدغو کسانو ته وې.

ځینی دغه قومندان په لنډ مهال کې د ډيرو ښو استخباراتي سرچینو په توګه ثابت شول له دوي سره زموږ د اړیکو عمده هدف داوه هر څونه ژر چې کیدای شي د طالبانو پر ضد وسله وال بغاوت وشي ما ځکه ولسمشر ته دا خبرې نه شوې کولي چې بیا هغه ګومان کوی چې زه له خپلې کاري لایحې پښې اړوم او د امریکا د پالیسې د بدلون هڅه کوم او دا په هیڅ صورت د سي ای اې مسوولیت او صلاحیت نه دی چې پالیسۍ ته تغیر ورکړي، بیا به هم زموږ پلان د سي ای اې له لوري له ولسمشر سره شریکیده خو نه پدغه ورځ او نه هم زما له لوري، زه پوهیدم چې که موږ د دغه پروګرام لپاره لازم ترتیبات ونیسو او پکې د بریاوو ژمنې وکړو نو ولسمشر به یې بالاخره راسره ومني، د اوس لپاره زما هڅه داوه چې یواځي د سي ای اې په دننه کې د خپلې دغې نظریې لپاره ملاتړي پیداکړم او هیله مې وه چې یوه ورځ یې د پیل لپاره ولسمشر هم امر راکړي.

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *