Categories

اعلان

Loading…

اته اتیا ورځې تر کندهار پوري/ ژباړه: پښتونمل

لیکوال : رابرټ ایل ګرینیر

ژباړونکی: بسم الله پښتون مل

څلورم څپرکی

خبرداری او مخنیوی

فبروري ۲۰۰۰

سفیر بیل میلام بیا په چټیانو سر و، شکایت هماغه تکراري شکایت و،  د وزن ډیرښت ، ویل یې  ته لعنتي په خوراک او څښاک کې عدالت ساتي زه هم غواړم داسي وکړم خو هیڅ وخت نه مړیږم، مجبوره یم چې خپله خوله وګنډم. بد خويي د میلام عمده نښه وه خو ما ځان ته نژدي کړی و، د خوراک په اړه ما ورسره مرسته نشوی کولی خو هغه به هڅه کوله چې زما لپاره کارونه تر اصلي حالت سخت کړي تر څو ماته ځان وښيي چې یو څه کولی شي او ددې لپاره ده خپل دلایل درلودل.

څو اونۍ وړاندي د یکشنبې په ورځ چې په اسلام اباد کې د امریکا سفیر بیل میلام د سهار ناشتي لپاره راغلی و او د سفارت اداري مسوول هم ورسره و، په خوړنځي کې يې شاوخوا کتلی و هلته ډير کسان ناست و چې اصلا د سفیر په کیسه کې نه و ځینو یې یواځي او ځینو په ګروپي شکل ناشته کوله. هغه ویلي و : دا بد بختان څوک دي؟ دا خو زه یو هم نه پيژنم. د هغه ملګري چې موقع په لاس ورغلي وه ورته ویلي و : دا ګرینیر کسان دي ته پوهیږي هغه ددې ځای مشري کوي. سفیر څو شیبې د هګیو په خوړولو مصروف و هیڅ یې نه ویل خو کله چې بیرته تلی نو یې چیغه کړې وه : ددې ځای مشر زه یم.

ما پدې اړه هیڅکله سوچ نه کوی چې په اسلام اباد کې د سفارت مشر څوک دی ما د سي ای اې د څانګې د مسوول په حیث خپل راپور د استخباراتو مشر ته ورکوی او سفیر میلام به خپل راپور ولسمشر ته ورکوی، په حکومتي چوکاټ کې زموږ دندي او مقامونه سره جلا و، ماته دا ویل شوي و چې زما کامیابي د سفیر په ملاتړ یا لږ تر لږ د هغه په نه خوابدون کې ده او دا خبره مې په غوږ کې ساتلې وه. زما د دې نظريې پخاطر چې باید په افغانستان کې خپل فعالیت او وړتیاوي زیاتي کړو زموږ کارکوونکي اضافه شوي و او د دغو نویو کسانو په راتګ او د دوي په مخفي کارونو سره زموږ د ملګرو تبصرې هم زیاتي شوې وې، ما له دوي د همکاري غوښتنه کړې وه ورته ویلي مي و چې عادی تګ راتګ وکړي تر څو د چا پام ور وانه وړي او نه هم له چا سره په دښمني اخته شي. زه پوهیدم چې که زموږ د څانګې کوم کار پاکستاني چارواکو ته خوند ورنکړي نو هغوي سفیر ته وایي او پدې حالت کې زما لپاره سیاسي ملاتړ ضرور دي. زما له راتګ وروسته سفیر ماته وویل : په یاد لره! که غواړې چې زه ستاسره د کوزیدلو پر مهال و اوسم نو باید د الوتلو پر وخت هم درسره یم. ما دا خبره ومنله او تر خپله وسه مې هڅه کوله چې سفیر د خپلو ټولو کارونو په اړه خبر کړم، خو بیا هم ما ځیني وخت داسي کارونه کول چې د میلام به نه خوښیدل او احتجاج به یې وکړ چې مشر څوک دی؟

یو شپه چې کله موږ د جنوب خوا نظامي ښار راولپنډۍ ته د سفیر په لیموزین موټر کې روان و د موټر پر سر د سفارت بیرغ رپیدی ما د سفیر د ملاتړ رښتنی ضرورت احساس کړ زما هیله وه چې سفیر به زما لپاره هغه لاسته راوړنه ولري چې زه یې په یواځي ځان نشم درلودلی او لږ تر لږه د القاعدې پر وړاندي به د پاکستان ثابت ملاتړ تر لاسه کړو.

څو اونۍ وړاندي د اردن امنیتي ادارو د القاعدې لوي پلان رسوا کړ او د دغه ډلې یو شمیر غړي يې ونیول له دغو کسانو سره په زیاته اندازه چاودیدونکی توکي ونیول شول او ویل کیدل چې القاعدې غوښتل پدغو انفجاري موادو سره د اردن په یو شمیر هوټلونو او نورو تفریحي ځایونو کې چې بهرنیان پکې زیات وي بریدونه ترسره کړي، که له چا سره شک و چې القاعده غواړي بیاهم په افریقا کې پر سفارتونو د بریدونو په څیر بل برید وکړ اوس ورسره دا شک نه و پاتي. د اردن د بریدونو په دسیسه کې دوه جلا وطنه فلسطینیان ښکیل و چې یو یې د خلیل دیک په نوم یو فلسطین الاصله امریکايي و او اوس په پيښور کې اوسیدی، هغه د پاکستان حکومت نیولی و او د اردن حکومت ته یې سپارلی و د اردن یو نظامي الوتکې هغه خپل پلرنی وطن ته رسولی و پاکستان دده په اړه هم په برید کې د ښکیلتیا ثبوتونه تر لاسه کړی و او هم د هغه ځای ور معلوم و چې ترې ویې نیوی.

که څه هم دغې نیونه د ستایلو وړ وه خو د بیا ځلي داسي لاسته راوړنې کار یې سخت کړی و موږ غوښتل چې د دسیسې دوهم او ډیر مهم تورن فلسطینی هم ونیول شي او ددې بریا لپاره د پاکستان همکاري لازمي وه، ذین العابدین محمد حسین چې د ابو زبیده په نوم پيژندل کیده له څو میاشتو راهیسي د سي ای اې په مشکوک لست کې تر څار لاندي و هغه د القاعدي مخکښ لوژستیکي مسوول و، موږ پوهیدو چې په منظمه توګه یې د پاکستان له لاري د افغانستان او نوري نړۍ تر منځ تګ راتګ کوی هغه له بهره نوي جذب شوي عرب جنګیالي افغانستان ته رسول او په افغانستان کې  يې د طالبانو تر واک لاندي سیمو کې د القاعدې د روزنیزو مرکزونو په جوړولو کې مهم رول درلود او د اردن له پيښي سره په القاعده کې د هغه د اهمیت کچه معلومه شوه، ابو زبیده هغه کس و چې له امله یې ما او سفیر میلام پدې شپه کې د پاکستان د پوځ د مشر او له څلورو میاشتو د دغه هیواد له ولسمشر جنرال مشرف سره لیدل.

نظامي مرکز ته چې اوس د پوځ د مشر استوګنځي هم و په ننوتو سره ما داسي فکر وکړ چې ماضي ته تللی یم د ودانیو جوړښت سړی ته د برتانوي امپراتورۍ د راج شپې ور یادولې، له مشرف سره زموږ لیدنه غیر رسمی خو له صمیمیته ډکه وه د مجلس فضا ښه وه، د منځنې ونې خاوند مشرف واضح خبرې کولې او په چوپتیا کې به جدي او با وقاره ښکاریده، هغه چې په نظامي کودتا یې واک تر لاسه کړی و او مخکنی نظامي کمانډو و په پریکړو کې يې د فکر پر ځای د جراات څخه کار اخیسته، تر پایه یې د سفیر میلام بیان ته په سړه سینه غوږ نیولی و، سفیر چې د ابو زبیده نابلده عربي نوم یې په سختي سره تلفظ کوي وویل هغه یو خطرناک سړی دی چې د اسامه بن لادن مهم مرستیال دی او د اردن هیواد د عدلي ارګانونو له لوري د بریدونو په پلان کې په لاس لرلو متهم دی، موږ پوهیږو چې هغه د پاکستان له لاري تګ راتګ کوي او غواړو چې هغه د بل برید له ترسره کولو مخکي ونیول شي. د سفیر په خبرو کې تر ټولو مهم ټکی هغه ګواښ و چې نوموړي د خپلو سیاسي خبرو په ترڅ کې د پاکستان تر ولسمشره ورسوي، هغه وویل : که خدای مه کړه د القاعده له لوري د امریکا پر ضد کوم بل برید ترسره شي او په هغه کې د ابو زبیده ښکیلتیا ثابته شي او دا څرګنده شي چې پاکستان د دغه کس پر وړاندي د اقدام کولو فرصت په قصدي توګه له لاسه ورکړ نو دا به د امریکا او پاکستان اړیکي که له منځه یونسي نو سختې به یې زیانمنې کړي.

مشرف ماته کتل او ویې ویل ایا د ابو زبیده په اړه دغه معلومات د ای ایس ای له مشر جنرال محمود احمد سره شریک شوي دي؟ ای ایس ای او سي ای اې چې د شوروي پر وړاندي د جګړې پر مهال د یو بل اغیزمن همکاران و، ما ورغبرګه کړه: هو دغه معلومات له هغوي سره هم شریک شوي خو د ابو زبیده په اړه باید پاکستان د امریکا د معلوماتو ماسیوا نور ډیر څه هم وکړي.

مشرف وویل موږ د دواړو هیوادونو او په خاصه د دواړه استخباراتي ادارو تر منځ فعاله او قوي اړیکو ته اړتیا لرو که موږ وتوانیږو چې پر مناسب وخت کره معلومات تر لاسه کړو نو دغه سړی به په اسانه پیدا او ونیسو، مشرف زیاته کړه : زه به له جنرال محمود سره خبرې وکړم خو امریکا د دغه خطر پر وړاندي د پاکستان پر همکارۍ پوره حساب کولی شي.

په ناسته کې باید زما ټولې انديښنې په باور بدلې شوې وای خو داسي ونه شو، زه پوهیدم چې جنرال مشرف په خپلو خبرو کې صادق دی که هغه پخپله په عملیاتي موقف کې وای نو مطمین یم چې څه موږ ورته ویل هغه به یې کول خو دغه څلور ستوری لرونکی جنرال د خپلو هم رتبه جنرالانو په منځ کې و د پاکستان د نهو قول اردو ګانو قوماندانان د ده سره په رتبه کې یو شان و همدارنګه ګڼ دري ستوريز جنرالان و لکه د ای ایس ای مشر جنرال محمود، دغو هره یوه ځان خود مختاره ګڼي او په ټولو کې بیا محمود ځان جلا ګڼي ځکه کله چې جنرال مشرف د کودتا له لاري د نواز شریف حکومت نسکوروي د کودتا ټولې چاري د محمود کسانو سر ته ورسولې جنرال محمود هغه کس و چې نوازشریف یې د مشرف د ګوښه کولو په خاطر ونیوی، دا وفاداري ددې سبب وه چې اوس مشرف د جنرال محمود د اړونده کارونو په اړه پوره احتیاط کوی، د مشرف له ولسمشر کیدو سره سم محمود د ای ایس ای مشر وټاکل شو او سمدستي يې د نواز شریف د کورنۍ د مالي فساد او له واک څخه د ناوړې ګټې اخیستنې دوسیې پرانیستې محمود د ۱۹۹۹ د ډسمبر تر وروستیو زما سره د لیدنې وخت پیدا نکړ. زموږ په لومړۍ لیدنه کې محمود له سي ای اې سره د معلوماتو د شریکولو په اړه خاصه دلچسپي ونه ښوده ما غوښتل محمود راخپل کړم خو دغو هڅو مې تر هغه وخته نتیجه نه درلوده چې زه او سفیر میلام د پاکستان د پوځ  مرکز ته ورتلو.

داسي نه و چې مشرف جنرال محمود ته امر نشوی کولی که مشرف غوښتی وای هغه ته یې ویلی شو خو د نوي دیکتاتور په حیث هغه باید له ګڼو ننګونو سره د سمې مقابلې په خاطر ځیني نزاکتونه په نظر کې نیولی وای تر څو یې تر کودتا وروسته هیواد د ولسواکي لور ته وړی وای، پدې هم زه پوه وم چې که سخته اړتیا نه وي نو محمود به هم د مشرف د خوښې خلاف کار ونکړي. د سفیر میلام اخطار زه پوه کړم خو د مشرف له خبرو داسي ښکاریده چې هغه یې چندان په کیسه کې نه دی هغه داسي ګڼله چې په راتلونکي کې به کوم وخت د القاعدې پر سر له امریکا سره په لانجه اوړي خو د اوس لپاره د هغه کورني جنجالونه ډیر و او د سفیر اخطار هم د دغه پوځ مشر لپاره یو سخته یادونه وه.

کله چې موږ بیرته اسلام اباد ته تلو نو ما کوښښ وکړ چې ځان دومره مثبت وښيم څومره چې کولی شم، زه پدې پوه شوم که غواړم د محمود ملاتړ تر لاسه کړم نو پدې معامله کې باید زه ډیري هڅي وکړم.

30 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *