Categories

اعلان

Loading…

بخت زمینه وایي: دا پاکستانی دښمن مه پرېږده دې خاوره کې

په افغانستان کې د خصوصي رسنیو د جوړېدو په لومړنیو کلونو کې، د خلکو یوه لویه نیوکه دا وه چې رسنۍ ملي میهني سندرې لږ خپروي. په هغه وخت کې محترم عبدالکریم خرم د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر و. زه هغه ته ورغلم. ده ملي راډیو ټلویزیون ته څه هدایتونه ورکړل. هغوی په یوه دقیقه سندره 500 $ بیه کېښوده چې په هغه وخت کې ډېرې پیسې وې او رسنۍ بې وطني میهني سندرو پاته شوی!
د نغمې (لالیه هوابازه)، د استاد مددي(وطن عشق تو افتخارم)، د استاد اولمیر(دا زموږ زیبا وطن)، د وجیهي رستګار (یار یک سرباز است لیلا)، د بخت زمینې (ای سربازه یاره خېژه په مورچل باندې)، د مسحور جمال (برادران و خواهران یکی شوید)، د فرهاد دریا(به کابل جان به کابل جان به کابل جان سلام، افغانستان سلام)، د هنګامې (ای ملک نازنین من، افغان ستان من)، د استاد مهوش(ای وطن ای وطن ګلشن خاور زمین) او داسې نورې هغه سندرې وې چې د خلکو وینې یې په جوش راوستې او د هېوادپالنې او ملي یووالي روحیه یې پیاوړې کوله.
کله نا کله یو سندرغاړی په دوو- دریو سندرو تلپاتې کېږي. بخت زمینه وایي:
اې سربازه یاره خیژه په مورچل باندې
بیا به دې ویده کړمه سیوری د اوربل لاندې
ما هم ملا تړلې ده ځمه د وطن په ننګ
ګوره چې په شا نه شې ځه په ټینګ تکل باندې
ځار دې له مېړانې شم شا ته له دښمن نه شې
ورکړه د همت ګذار نیغ په دې ګوګل باندې
دا پاکستاني دښمن مه پرېږده دې خاوره کې
سترګې یې وروباسه تش په یو کتل باندې
وګورئ د دې ابیاتو شاعر، د سندرې کمپوزیتور او بخت زمینه له نن څخه لږ او ډېر 35 کاله پخوا په دې پوهېدل چې پاکستانی دښمن زموږ د ګران هېواد افغانستان ورانولو ته ملا تړلې او تر هغو چې په کابل اور بل نه کړي، آرام نه کیني.
موږ اوس وینو چې حتی داسې کسان هم پاکستان دښمن بولي چې په هغه وخت کې یې هلته ځالې جوړې کړې وې او د جنرال ضیاالق، جنال  اخترعبدالرحمن، اسلم بیګ، حمید ګل، کرنیل امام، ډګروال یوسف او نورو په قومانده یې د وطن په ضد جګړه کوله.
ډګروال یوسف په خپل کتاب (تلک خرس، د داکتر نثار احمد صمد ژباړه) کې لیکي: (من بحیث رییس شعبه افغانی در ISI نه تنها مسوولیت آموزش و تسلیح مجاهدین را به عهده داشتم، بلکه عملیات ایشان را در داخل افغانستان نیز پی ریزی مینمودم. هدف من این بود تا افغانستان را بحیث ویتنام شوروی ها در آورم… افغانستان را باید آهسته آهسته به آتش کشانید.(ص3).
ډګروال یوسف څلور کاله په ISI کې د افغانستان د ورانولو ماموریت په غاړه درلود. د ده مشر جنرال اختر عبدالرحمن عقیده درلوده چې (کابل باید مشتعل و تباه ګردد)(ص 164).
د دې له پاره چې افغانستان ورو- ورو وسوځي او کابل تباه شي، دوی د افغاني وسله والو په تجهیز، تسلیح او تربیه سربیره خپل پاکستاني فوځونه هم د جګړې له پاره افغانستان ته لېږل. د افغانستان اصلي ورانونکي همدا ټولګي وو.
وګورئ چې ډګروال یوسف څه وایي: (…. من در مورد صحت و یا نادرستی این اتهمات چیزی ګفته نمیتوانم، لیکن یقیناً میدانم که ما درISI پرسونل نظامی پاکستان را از 1981 – 1986 همواره بداخل افغانستان اعزام داشته ایم.
اری! کاملاً میدانم، چون این یکی از وظایف من بود که اشخاص زبده را برګزیده و آنها را در مورود امور محوله شان متوجه میساختم، بګمان اغلب این فعالیتهای شدیداً محرمانه بتعقیب منفصل شدن من از اردو همچنان ادامه یافته است، بآن هم باید واضح سازم که اشخاصیکه ما آنها را بداخل افغانستان اعزام میداشتیم جواسیس نه؛ بلکه نظامیان ارتش پاکستان بودند که با (شعبه افغانی) در ISI همکری نزدیک داشتند. هدف از توظیف آنها پوستن به مجاهدین ضمن برخی عملیات های ویژه بود. همچنان آنها بحیث مشاور عمل نموده و قوماندانان را حین اجرای وظایف شان همکاری مینمود، این ماموریت ها انفجار دادن کدام پایپ لاین و یا تشدید حمله راکتی بر کدام پایګاه هوایی و یا صورت دادن کمین و غیره را در بر میداشت.
در طی مدت زمان اشتغال من همیشه دو تیم پاکستان همزمان در افغانستان از ماه می تا اکتوبر مصروف فعالیت میبود. هر تیم نظر به فاصله منطقه مدت یک الی سه ماه را در جبهه سپری مینمود. هیچکدام تیم در مورد فعالیت ګروه دومی اطلاعی نداشت. این فعالیت ها در سال 1984 به اوج خود رسید، چنانچه در آن زمان کم از کم یازده تیم ارتش پاکستان مصروف چنین عملیات بودند، یعنی هفت تیم در مقابل کابل، دو تیم علیه میدان هوایی شیندند و دو تیم دیګر در نواحی جلال آباد سرګرم عملیات بودند.
تمام این پاکستانی ها داوطلبانی از پرسونل من در ISI بودند. افسران و کارمندانی از بخش های ګوناګون ارتش پاکستان در ISI ګماشته میشدند. جنرال اختر آنها را به مقامهای مختلف استخدام و از میان ایشان افراد زبده و برګزیده را نزد من در شعبه افغانی توظیف میداشتند. آنها برای مدت دو- سه سال نزد من مانده و من ایشانرا نظر به صلاحدید خود در وظایف اموزش، عملیات و یا لوژستیک می ګماشتم، من همواره میپرسیدم که کی خواهش رفتن به افغانستان را دارد؟ در چنین صورت از میان داوطلبان اشخاص مطلوب و موثر  را غرض ماموریت ویژه برمیګزیدم.
یک تیم بطور عادی باید مشتمل بر یک افسر (عموماً برتبه جګرن)، یک افسر برتبه معمولی و بالاخره یک افسر پايین رتبه میبود که از میان ایشان یکی باید پشتو زبان میبود. من ایشانرا در مورد خطرات متوقعه بر حذر ساخته و جداً تاکید میورزیدم که به هر صورت باید از دستګیری اجتناب ورزند، چون این کار موجب افشا سازی پشتیبانی مخفی حکومت پاکستان از جهاد خواهد ګردید، ما از هر چیز حتی از شناسایی ایشان منکر شده میتوانیستم، لیکن آنها در صورت دستګیری متحمل شکنجه های طویل و شرم آوری میګردید. ازینکه هر کس دارای کدام نقطه ضعیف بوده ازینرو شاید ضمن کدام محاکمه علنی پرده عملیات ما بشیوه تبلیغ آمیز برداشته میشد. ما هیچ کس را در عوض دستګیری به خودکشی تشویق نه نموده و کدام تابلیت سمی را نیز توزیع نکردیم چون این کار مخالف  اسلام است، ولی مکرراً اصرار میورزیدیم تا بګونه ای از کدام منفذ فرار نموده و یا اینکه بناچنار در نبرد رویا روی باید کشته شود، در چینین صورت مجاهدین جسد وی را حتی الوسع از صحنه میکشید. به عین ترتیب اګر کدام پاکستانی جراحتی بر میداشت، نیز به ترتیبی از صحنه خارج ساخته میشود. (ص 128+ ص129).
 ښه! دې خلکو به په افغانستان کې څه کول؟ بیا هم همدې کتاب ته ځو: (پایه های برق، پایپ لاین ګاز، قصر دارالامان، تپه تاج بیګ، میدان هوایی کابل، سرباز خانه های چهلستون، کمپ های مقابل زندان پلچرخی، قلعه بالاحصار، کمپ خیرخانه، قشله عسکری ریشخور با قرار ګاه های فرقه هفت و غند 37 کوماندو، غند 88 توپچی، قشله قرغه، سفارت شوروی، آپارتمان های مکروریان، قرار ګاه خاد، وزارتخانه ها، ارګ جمهوری، رادیو کابل، ستدیوی تلویزیون، شرکتهای ترانسپورتي، ستیشن های برق، ذخایر تیل، … اهداف نظامی ما را تشکیل میداد)(ص 167- 168).
عجیبه ده! دی نه وایي چې دا د مجاهدینو اهداف وو، دی وایي چې دا زموږ اهداف وو! او رښتیا وایي چې دا د پاکستان اهداف وو؛ ښکاره خبره ده چې په (تلک خرس) کې ډګروال یوسف د ISI، پاکستاني پوځ او خپل هېواد خوا نیولې او ډېر شیان یې نه دي لیکلي: ښوونځي، پوهنتونونه، کلینیکونه، روغتونونه، معلمین، ډاکتران، انجینران، د اوبو بندونه، سړکونه، پلونه، پلچکونه او لنډه دا چې افغانستان یې باید په کنډواله بدل کړی او شپاړلسمې پیړۍ ته په شا بیولی وای!دلته دا خبره د یادولو وړ ده چی ما د ډګروال یوسف یوازی هغه اهداف رااخستی چی په کابل کی یی موقعیت درلود، که د ټول افغانستان یاد کرو، څو پاڼی پرې ډکیږی.
او بخت زمینه په دې خبره ښه پوهېده چې په سرتېرو او خلکو یې غږ کاوه چې دا پاکستاني دښمن مه پرېږدئ په دې خاوره کې!
اوس د مشرانو جرګې مشر، پخوانی مجاهد مسلمیار او د ده مشر هم وایي چې پاکستان زموږ دښمن دی؛ خو په عین حال کې لا هم دا بربنډ واقعیت نه مني چې خلکو څلوېښت کاله مخکې چیغې وهلې چې پاکستان زموږ دښمن دی او دا مه پرېږدئ دې خاوره کې!! هغه پاکستان د انصارو وطن او واجب الاحترام و.
هوښیار ولسونه هغه وي چې له تېر تاریخ نه پند واخلي. هغه تېروتنې بیا تکرار نه کړي چې یو ځلې یې د وینو سیلابونه روان کړي او دوی په بشپړه توګه تباه کړي وی! هغه کسانو چې د ډګروال یوسف کتاب نه وي لوستي هرمرو دې ولولي چې د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو او بنجاب په یوه برخه خبرو پوه شي!

546 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2