Categories

اعلان

Loading…

د شکر ناروغۍ د مخنیوي لپاره مهم کشف

تاند- امریکايي څېړونکو د لومړي ځل لپاره داسي انسولین جوړ کړي چې خوړل کېږي.

انسولین هورمون د شکر ناروغۍ د مخنیوي لپاره ضروري دي. د دوی په وینا دا انسولین یې ازمویلي او ګټور ثابت شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ په یوه راپور کې وویل څېړونکو د خوړل کېدونکو انسولینو د جوړولو لپاره د هورمون مناسب ډوز په یوه پوش کې، چې د ساتنې دنده لري، کېښودل او هغه یې په ۱۸۰ ناروغانو وازمویل؛ د دې تجربې پایلې وښوده چې له دې لارې ناروغانو په کافي اندازه هورمون ترلاسه کړي دي.

دا تجربه پر هغو ناروغانو وشوه چې په متفورمین بڼه یې تداوي نه کېده او د ګلوکوزو اندازه یې پر له پسې او په ځانګړي ډول د خوب په وخت نه کنټرولېده.

ویل شوي چې خوړل کېدونکو انسولینو د دغو ناروغانو د وینې شکر په کنټرولولو کې اغېز کړی او هیڅ راز جانبي عوارض نه لري.

د شکر ناروغي په بدن کې د انسولین په تولید یا مصرف کې د کمزورتیا له کبله پیدا کېږي.

انسولین داسي هورمون دی چې تریخی یې جوړوي او وظیفه یې د بدن د انرژۍ د سترې منبعې په توګه له شکر څخه استفاده ده.

لومړی ډول دیابت یا شکر، چې معمولاً له ماشومتوبه پیلېږي، د انسولین د تولید د کموالي له کبله رامنځته کېږي او یوازې د انسولین د کنټرول په وسیله یې مخه نیول کېږي.

495 total views, 1 views today

6 comments

  1. داکتر امین Reply

    ترخه نه پانقریاس کی انسولین جوړیږی

  2. دوکتور انور Reply

    دا خقیقت ماته نه شکاری زکه اول خو دا زیات دروع دی چی تریخی انسولین جوڑوی تریخی په واسطه انسولین نه بلکی د پانقراص ترشخ کیژی

    1. تاند Reply

      ډاکتر صاحب مننه. پانکراس یا پانقراص مو په توري ژباړلی،

      1. عبداالحق Reply

        ژباړه ښه ده خو د تریخی په نوم په بدن کی یوه بله عضوه هم شته چی وظیفه یی د د ژیړو یا صفرا جمع کیدل دی.

  3. عبدالحسیب ویاړ Reply

    ستاسو خپلې ژباړنې سره م‌ؤخذ نه دی لیکلي. هیله ده چې په راتلونکې کې د هرې لیکنې م‌ؤخذ ولیکلشي، تر څو لوستونکي ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمن وي. چې دا لیکنه له کوم جورنال نه اخستل شوي ده.
    مننه

  4. امین امین Reply

    ګټٶر مواد دىاو دډاکتر صاحبانو ملاحظات هم پر ځاى هيله ده چه په نظر کى ونيول شى.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2