Categories

اعلان

Loading…

د « ته ګټونکی یې» کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه

«ته ګټونکی یې» کتاب چې د بریالیتوب د ارواپوهنې مخکښ لیکوال شیو کهرا لیکلی پښتو ژباړه چاپ شوه. کتاب افغان ژورنالېست شېرخان شهیر پښتو ته ژباړلی دی. « ته ګټونکی یې» کتاب په ۱۳ څپرکو او ۳۲۰ پاڼو کې پر سپین کاغذ او غوره صحافت د اکسوس کتاب پلورنځي له لوري چاپ شوی. دغه کتاب تر پښتو وړاندې ۲۱ نورو ژبو ته ژباړل شوی او ۳،۳ میلیونه جلده پلورل شوی دی. په کتاب کې د بریالیتوب د ارواپوهنې پر مهمو موضوعاتو لکه بریا، پر نفس باور، د فکر پر بڼې او زموږ پر ژوند د هغې پر اغېز ګټور بحثونه شوي دي.
مینوال کولای شي دغه کتاب په مناسبه بیه له اکسوس کتاب پلورنځي څخه تر لاسه کړي .

60 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *