Categories

اعلان

Loading…

بنګړي/ لنډه کیسه/ فاروق سرور

يوې خواته که وير وو، بلې خواته لوړ په اسمان کښي مرغان هم ، د يو لوی سېل په بڼه ګرځېدل، راګرځېدل لکه دوي چي حېران او کړهانده وي او معلومول غواړي چي دا د کلي په لوي کوڅې کښي خلګ ولي را ټول دي او زناني او واړه په څه په چيغو او بغارو دي ؟

دا ډول زموږ له نارو سره دوي هم ناري جوړي کړي وې لکه له يو بله چي پوښتنه کوي چي و دغه مخلوق ته ورپېښه څه ده او دغو ګډو نارو او ژوژ غوږونه کڼول .

دا مهال دوړي ولاړېدې، څلور پنځه توپکيانو په ګډه بابک تر وستخ ټينګ نيولي وو او د کلي په سپېرو ، ډبرينو او له ځوزانو ډکي کوڅې کښي يې داسي کشوي لکه يو پسه چي قصاب حلالېدو ته په زوره بيايې ، خو هغه نه ورسره ځي .

کله کله به دوي ودرېدل او بابک ته به يې سوکان او لغتي ورسره کړې چي په سمه درځه ، خو هغه به نه ورسره تلي . وروسته به يې بابک بيرته تر وستخ ونيوي ، مخته به سول او دوړي به يو ځل بيا ولاړي سوې .

بل ډول ورځ وه ، که څه هم لمر را ختلي وو او سحار مردان وو ، خو دا يو مرور سحار ښکاره کېدي ، ولي چي لمر تک ژړ او اسمان له خړو دوړو ډک وو ، بس پوره فطرت غمجن ايسېدي لکه هغه چي هم حېرانتيا اخيستي وي .

په دغه حال کښي مورکۍ ، زه او نور کليوال په بل مخ ددغو ځناورو پسي په منډو وو چي په شمېر کښي تر دوو درو درزنو زيات وو ، اوږدې ببري څوڼي يې وې ، ناوړه رنګونه يې وو لکه لېوان چي تازه تازه د انسان په بڼه سوي وي او له ټولو سره کلاشنکوفونه او راکټ لانچران وو . هغوي به په وار وار خپلي سرې سترګي راښکاره کړې چي مخته مه راځي ، ځي ورک سي ، کنۍ تاسي ټول به هم زربه کړو ، خو موږ بيا هم ورپسې وو او ددوي به مو نه منله .

په دغو خلګو کښي يو غټ پټ دېب غوندي سړي هم وو چي يوه بده غنه يې په لاس کښي وه ، سترګي يې لازه داري وې او کله چي به يې موږ وهلو ، نو خورا بد به يې خندل هم . داسي ښکارېده لکه دا زموږ وهل او بيا چيغي بغاري چي ډېري خوند ورکوي او په دغه کله کله د خوند اخيستلو په نيت دي ودرېږي ، بيت په اسمان کښي وڅرخوي ، شړک يې سي او په چا ناره او غلبله وکړي .

د کلي په پاي کښي د خټو يو مات زوړ دېوال ولاړ وو ، چيري چي به ماځيکر وخت په عام حالاتو کښي سپين ږيري کښېنستل ، وروسته به ماجت ته تله او د توپکيانو رخ په هم هغي خوا وو .

کله چي دوي خپل ځاي ته ورسېدل ، نو د خپل مشر په اشاره ودرېدل چي يو لنډي غوندي سړي وو چي ګېډه يې تر ده لويه وه ، خو له خپلو سرو سترګو چي په رنجو لړلي وې ، په ټولو زورور معلومېدي او ټول خورا ورته په احترام وو .

 زما په خيال دا د ددوي مشر وو چي خورا غاوره هم وو او بد لعاظه هم د خداي ترابده وو ، بلکه خله يې هم پوچه وه . بس لکه يوه بلا ، په چا يې برناحقه خپل سام ايښوي .

دا مهال هغه د يو لاس پر ورغوي تور نسوار اچولي وو ، سوڼل يې او زما و پلار ته زيات په غضب وو چي حال ووايه ، خو بابک د مرګ په ساعت کښي هم څه نه ورښوول او موږ حېران وو چي د څه حال .

اوس د هم هغه مشر په يوه بله اشاره يو توپکي چي توره خيرنه لونګوټه يې پر سر وه ، را مخته سو ، د بابا لاسونه يې په ډېري بې دړدۍ شاته په يوې پنډي سوتلۍ وروتړل او په سترګو يې يو تور ټوکر ور وپېچې . په دې موږ په زوره چيغي کړي او لوړ د مرغانو د هغه سيل هم ناري سوې چي په ګردش اخته وو .

 دا ډول لس دولس ګامه لېري و بابا ته هم هغه توپکي په ګوډو کښېنوست او خپل کلاشنکوف يې ورته برابر کړي چي اوس يې يو ځل بيا و خپل مشر ته کتل چي څه اشاره به کوي . په دغه حال کښي به ځنو ماشومانو سترګي پټي کړې چي اوس به ډزي سي .

 ما ، ادې ، زموږ عزيزانو او نورو کليوالو په زوره زوره ژړل او ناري بغاري مو وهلې چي د الله پار دي ، په يو بې ګناه سړي رحم وکړي او مه ې وژني . لوړ مرغان هم داسي کړهانده وو لکه هغوي چي هم منت او زارۍ کوي .

هم دا ساعت و ماته پوره دوې شپې دمخه ، هغه کړېدلي ماخوستن مهال را په ياد سو چي که زه يوه درنه او توره شپه ورته ووايم ، نو بده خبر به نه وي چي داسي بد سام يې وو چي چرګان ، پيشياني ، خره ، غواوي ، سپي ، ګيدړي ، په کېړ کښي بند څاروي او د غرو لېوان لا چپ وو . زما په ګمان ما به په خپل ژوند کښي داسي ناوړه شپه نه وي ليدلي چي تکه توره دربيله وي او هري خواته يو ناسي توب خور وي.

بس په پوره کلي کښي هم يو داسي بد وير خور وو ، لکه په زراو وراري او بوري ښځي چي را يو ځاي سوي وي او له ډېره دړده خپل سرونه ټکوي او ناري او سوي چيغي يې تر وم اسمانه رسي . رښتيا هم د سپين ږيري او کمزوري ملک اکا کره د کلي ټولي زناني او ماشومان په غلبلو وو ، خو عجبه ده ما د څراغ په ژړي رڼا کښي د بابا پر بڼه يوه ناشوده خوشحالي وليده چي دا وخت په کور کښي وو .

هغه به په وار وار و ماته کتل او زه به يې په تندي او باړخوګانو ښکلولوم چي زما خوږه لاليه ، اوس به ته داسي يې لکه د يو باچا زوي او ټول عمر به په دنيا او سرو کښي بازۍ کوې او زه حېران هم چي دا څه واي ؟

رښتيا خبره دا ده چي موږ ډېر خواران وو او په يو داسي کور کښي اوسېدلو چي مات او ګړوب او له خټو  جوړ وو بلکه زموږ ګاونډ کنډواله بلله . موږ په پوره کور کښي يوازي يوه لويه خونه درلوده ، چېري چي به زموږ يواځنۍ اوزه ببرۍ او د هغې هغه سېرليان هم تړلي وو چي خورا اوږده غوږونه به يې وو او ما به لوبي ورباندي کولې او له يو او بل سره به مي وتړل ، خو دوي به سر وڅنډي او بيرته به يې خلاص کړل .

د کلي د خلګو د چيغو په دغه حال کښي چي مورکۍ لا هلته د بوډا ملک کاکو کره وه ، دغه خبره زما د بابک دپاره حق  جوړېده چي دي هم له کوره ور ووزي ، ورسي او د کلي په غم ور شريک سي ، خو هغه داسي نه کول او لکه لېوني له ځانه سره ګد وو .

په هغه شپه تر روڼ سحاره زه هم نه سوم ويده ، ولي چي زه په خپله هم کړهانده وم . په لنډه توګه به داسي ووايم چي په هغي بدمرغي شپې ، د ټول کلي په زړونو اور بل وو او ټول ناخوبه وو لکه يوه بده بلا چي را ګډه سوي وي .

عجبه شپه وه ، د يو ګړي دپاره هم نه کوچنيان او نه زناني چپېدې ، هم دغه سوب وو چي خوب زما له سترګو هم په ميلو لېري وو او حېران وم چي څه وکړم ، ولي چي دباندي وتلو ته به هم بابا نه پرېښولم او هغي بدي سترګي به يې راته سرې کړې چي زما روح به يې لا لړزوله.

سحار به مازي زما سترګي ورغلي وې چي د کلاشنکوف په دربي او بدو ډزو په بل مخ را کښېنستلم . دا ساعت زه حېرانتيا واخستلم چي اي څه دي ، دومره ډېر او داسي بد ټکان خو د بابک پر مخ مي د غم په ځاي خوشحالي وليده . حېرانه سوم چي دا نو ولي او بل دا ټکان د څه دي او ولي وسول ؟ د بابک د مخ نه ختمېدونکي خوشحالۍ زه ولړزولم چي دا هر څه ، څه دي ؟

بابک لا ويښ وو او هغه هم هغه ګړي خپله بستره داسي پرېښوله لکه ده چي د هم دغه وخت انتظار کوي . هغه په ډېره تازيله کښي وو او وماته يې ويل چي بچيه چټک تيارېږه، زغرد سه چي له کوره ور ووزو او په ناوهلي مخ يې خپلي زړې چوټي زر زر په پشو کړې .

موږ چي څرنګه له کوره دباندي ووتلو ، نو ډېر لېري مي ټول کليوال يو ځاي وليدل چي نارينه ، زناني او ماشومان پکښې وو . دغه مهال زياترو په زوره زوره سوي ساندي وهلې ، ژړل يې او سرونه او سينې يې ټکولې .

دلته ما د تورو لونګوټو خورا وسله وال توپکيان وليدل لکه تور کارګان چي پر څوڼو يې لوي لوي شملې تړلي وې او مکروه رنګونه يې وو چي په کليوالو يې خپل توپک نيولي وو او په نارو وو چي ما راپسې راځي کني د ټولو تر زړو به ګولۍ وباسو.

  اوس مي دغسي چيغه تر خولې ووتله او د هغو لسو کسانو په سرو وينو لړلي مړي مي وليدل او وکپېدلم چي توپکيانو پرون نيولي وو او بېګاه يې زما په خيال دا فېصله کړي وه چي صبا سحار وختي به دوي د کلي په سر کښي له  زاړه دېوال سره وژنو ، خو ولي ، بيا سوال څرخېدي او و مخته راته ودرېدي .

په دغه ساعت کښي بابک په ډېره تازيله کښي راته وويل چي هلکه تا چوټي وترلې. ما چي ورته وويل هو ، نو يې راته وويل چي بس درځه . په توپکيانو پسي به ځو . دا ډول يې زر تر لاسه تينګ کړم او د کلي و شاته يې منډه کړه چي اوس به موږ چا نه ليدلو . عجبه ده ، ما له ځانه سره وويل چي په توپکيانو پسي بيا څه غواړي ؟

دا مهال اول په راغه کښي او بيا د غره په کږو وږو لارو کښي ما او ده په بل مخ منډه وهله او د خپلي ساه ږغ مي اورېدي ، بس لکه يو زورور طاقت چي په موږ کښي راغلي وي . په دغه ساعت کښي څو د ببرو لکيو او جګو غوږو ژړو ګيډرو هم و موږ ته له ليري په داسي حېرانتيا وکتل لکه موږ چي بې سما يو ، خو بيا زما په خيال زموږ له لېونتوبه ووېرېدې او سره له جګو غوږونو او ببرو لکيو دغسي ورکي سوې .

موږ په هغو پنځوسو ، شپېتو وسله والو سړو پټ پټ په تېزۍ پسې وو چي لاندي په لاره کښي په خپلو تکړه اسانو سپاره وو چي بېل بېل رنګونه يې وو ، دوړي يې جوړي کړي وې او د اس په يوې رېړۍ کښي يې دغه مړي په ډېري تېزۍ پر مخ وړل . چيري به تلل دوي ، په دې زه نه وم خبر .

اوس بابک په غرو کښي يوه داسي لار راواخيسته چي که څه هم کږه وږه وه او له تېرو ډبرو سره ماران او لړمان به هم پکښې وو ، بلکه يوه سمسياره لا زما تر سترګو سوه، خو داسي ايسېده لکه بابک چي خبر وي چي دوي به چيري ځي . لږ مخته په دغو درو کښي يو هوار ځاي راغي چېري چي هغه لويه دوړه ودرېده او توپکيان سره له خپلو اسانو پکښي را ښکاره سول او د ريړۍ شاوخوا لکه ښکاري اېږان راوګرځېدل . دا مهال له لوړه و موږ ته ټول د مېږيانو په شان ايسېدل .

دلته اول لا يو لوي کډي جوړ وو چي د مړو دپاره له اوله تيار سوي قبر وو او څو ملګري يې وختي لا سره له خپلو بېلچو هلته ولاړ وو . دا ډول هغو توپکيانو د سترګو په رپ کښي کلنګ او بېلچې بيرته وکارولې چي په کډي کښي مړي په يو ځاي شخ کړي او له رېړۍ يې هغه مړي دغسي لاندي دننه وروغورزول ، لکه دوي چي انسانان نه بې کاره ايرې وي چي سم دننه ورغلل . دا راز بيرته دوړي سوې او زر زر يو لوي قبر تيار سو ، چېري چي دننه هر يو مړي په وينو سور بې کفنه پروت وو.

توپکيانو دعا لا نه وغوښته او چي څنګه يې دا هر څه په تازيله وکړل ، نو په دوړه او ډېري تېزۍ په خپلو اسانو له هغه ځايه و نامعلومي خواته روان سول . دا ډول بيرته دوړه ولاړه سوه چي ښه مخته ولاړه او ورکه سوه .

بابک بيا اوس د سترګو په رپ کښي هلته لاندي له قبر سره ولاړ وو او په يوې داسي بېلچې چي له توپکيانو هلته پاته سوي وه ، يې بيرته قبر کيندي.

دا څه کوي؟ اوس زه حېران پاته سوم . په کار ده چي ده په دې دومره ډېرو مړو ژړلي واي او سر يې ټکولي واي ، خو ټول يې خپلوان هم دي.

 اوس دي په خاورو سپېره په هغو مړو کښي په يو کس پسي ګرځيدي چي زه نه وم خبر ، څوک وو او پاي يې هغه مړي وموند چي دده په کار وو .

 دا ګل کاکو وو . بابک دم دستي د هغه له لاسه په بل مخ يو بنګړي را و ايست چي ده په چپ يا کيڼ لاس اغوستي وو او وماته يې راناري کړې .

زويه زه او ته به دا ځاي زر تر زره پرېږدو ، کنۍ د کلي خلګ به دلته راورسېږي ولي چي ددوي لار اوږده ده ، بل ټول په پښو دي او وخت اخلي ، کنۍ موږ به وويني او ګروم به راته  جوړ کړي ، خو لاليه زه او ته به له دغه جنجاله ځان ساتو او زر تر زره به له دې ځايه غورځو .

کله چي موږ په منډه منډه کلي ته بيرته را ورسېدلو او بده ساه مي شړله ، نو يې کوڅې داسي خالي ولاړي وې لکه خوابدي چي وي ، کمال دي د کلي سپي لا نه وو لکه هغوي چي هم په وير لړلي کليوالو پسي تللي وي او کلي خوند نه ورکوي .

زما په ګمان کليوال لا اوس هم په هغي اوږدې لاره کښي وو چي توپکيانو خپله کړي وه او تر قبره لا نه وو رسېدلي ، ولي چي ددې وروسته به دوي مړي بيرته کلي ته راوړل او د کفن او لمانځه پس به يې شخول چي د ګل کاکو عزيزان او د نورو مړو خپلوان ، ور پکښې وو ، بلکه زناني او ماشومان لا ورسره وو .

 کله چي موږ کورته ورسېدو ، نو ما بابک خورا مست ، په اتڼ او خوشحاله وليد . دا مهال زما په مغزو کښي خورا ډېرو سوالونو اتڼ کوي چي توپکيانو ولي ګل کاکو ونيوي او له نورو نهه کسانو سره يې مړ کړي ؟

دا هم ظلم وو چي تر وږلو  د مخه يې پوره شپه د کلي په يو ګاوبند کښي په يوې بوي ناکي خوني کښي لکه حيوانان وتړل او په ډېري ناتر سۍ يې وهل او ډبول هم چي بيا يې موږ ماشومان له هغه ځايه په کاڼو او ډبرو پسي راواخيستلو .

اخير ددوي  جرم څه وو ، کړي يې څه وو چي بيا يې زربه کړل . بل بابک ولي هغه وخت خوشحاله وو او بيا د بنګړي څه راز وو او بابک ولي په بل مخ د ګل کاکو له لاسه وکشي او دې ته يې لا نه وکتل چي خوار يې په ډېري بې دردۍ وژلي دي او تر اوسه وينه ورڅخه روانه ده .

که رښتيا ووايم ، نو زما بابک د يو داسي زړه خاوند وو چي ډبرين وو . که څه هم د هغه زړه زما دپاره ګل ګل وو او زه تر ايمانه زيات ورباندي ګران وم ، ولي چي زه يې يواځني زوي وم ، خو کله کله به و ماته هم ډېر ناترسه سو .

زه يو کمزوري او ډنګري هلک وم او په هيڅ حال کښي مي هم دومره زړه نه سواي کوي چي له ده مي دا ټولي پوښتني په دلاورۍ او زړه ورتوب پوښتلي واي . دروغ نه وايم چي دده درنې څاپېړي را يادي کړم ، خاص لکه د يو قصاب چي يو بد عمله غوي ورباندي وهي او درزي يې ځي ، اوس مي لا روح او زړه دواړه ولړزي ، خو عجبه ده بابک  جان زما ددغو ټولو پوښتنو ځواب بې زما له پوښتني په يو ساه کښي په خپله را کړي .

  زما ګرانه لاليه ! دا بنګړي په اصل کښي د  بخت بنګړي دي چي ستا له ګل کاکو سره وو چي د کلي تر ټولو پوه او رسېدلي سړي وو . دغه بنګړي وده ته يو ناولد سپين ږيري ورکړي وو چي کله ته دا پر لاس کړې ، نو دا ستاسي په غرونو کښي چي څومري خزانې پټي دي ، د سترګو په رپ کښي به يې ووينې او بيا به هر وخت وتاته ښکاره وي . له ښه مرغه ده يوه شپه وما او دغو نورو نهه کسانو ته په خپل کور کښي ډوډۍ وکړه او موږ ټول يې په دې راز خبر کړلو ، ولي چي ده په موږ لس سرو خورا باور درلود . بس زړګيه دا مي ارمان وو چي يورنګه دغه بنګړي زه تر لاسه کړم او ددغو ټولو خزانو يکړ څښتن جوړ سم چي زما په ولات کښي دي او په دوي مي ګرسره نه وې پيرزو . ته خو خبر يې چي دا وخت  جنګ دي او ټول وطن په سره اور لړلي دي . دا رنګه ما د سترګو په رپ کښي ځان تر هغو توپکيانو ورسوي چي د څنګ په کلي کښي ميښته وو او غلاوي به يې کولې او په لاره کښي به يې رنځير لګولي وو چي مسافر وشکوي . دا خو مي ورته وويل چي لس سره د خزانو په ځايونو خبر دي ، خو د بنګړي حال مي پټ ورڅخه وساتي . د ګل اکا دا نيت وو چي دغي خزانې خو دي ويني ، نو له دغو کسانو سره به يې ايستلو ته ورسي ، ځکه نو زويه اوس چي کله دا بنګړي زه په لاس کړم ، ټولي خزانې به په خپله ووينم . دا ډول به وروسته دا ټولي خزانې زما د لالي وي . زما د ګران به يو ښايسته صباون وي او دي به ددې وطن تر ټولو موړ او خوشحاله سړي وي ، بلکه باچا به وي باچا .

اوس بابک ګرسره اتڼ پيل کړي او په خپل لېونتوب کښي يې خپړي هم ټکولې .

نه يم خبر چي په غره کښي څوک پټ راپسې سول يا يې له بده مرغه موږ تر نظره سولو چي يې توپکيان را خبر کړل . بل سحار دوي يو ځل بيا و کلي ته را ښکاره سول ، د اسانو يې دربي او ناري سوې ، کلي يې ولړزوي او دغسي په دربي سره زموږ په کور راننوتل لکه د کور لويه دروازه چي را ماته کړي ، کونج کونج يې وکتي ، بابک يې په رسيو ټينګ وتړي او بيا يې زربه کړي .

د بابا جرم دا وو چي دي هم اوس په هغو خزانو خبر وو چي تر مځکو لاندي پټي وې چي بابک ورته و هم منلې ، خو هغه نه ورښوولې او د بنګړي حال يې هم پټ وساتي . هغو ډېر ورته وويل چي ځاي يې راوښيه و به دي بخښو ، خو پلار مي نه ورسره ومنله .

هغه بنګړي اوس هم ما پټ ايښي دي ، ولي چي څنګه د کور دروازه وټکېده او بابک د توپکيانو په نارو پوه سو ، نو يې زر بنګړي په هوا کښي وغورزوي چي وروسته ما د کور په و يو ګړوب او مات تناره کښي وموندي کنۍ ما به هغه مهال توپکيانو ته ورکړي وو او بابک به مو له مرګه بچ کړي وو .

اوس خار مړي جنګ دي چي لا نه ختمېږي او ورځ په ورځ رنګ بدلوي ، خو د توپکيانو سورمخي او شين سترګي ناولد ملګري اوس هم د بنګړي په لټون دي بلکه په دې لړ کښي لېونتوب کوي ، تر توپکيانو زيات کړهانده وي او زما عقل کار نه کوي چي دوي بيا څنګه خبر سول . دا په دې نه چي دوي په هغه بنګړي مين دي او توپکيانو ته يې ورکول غواړي ، ولي چي زما د ملګري کلو سپين ږيري نيکه واي چي له دوي سره خو تر دې هم زيات زورور بنګړي سته او ټولي خزانې زياتي ښې پکښي ويني ، بلکه کيسه دا ده چي دوي دا نه غواړي چي موږ د خپلي خاوري په پټو خزانو خبر سو .

پاي

October 2015

21 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *