Categories

اعلان

Loading…

د طنز قالبونه/ ليکوال: عبدالنافع همت

مخکې مو وويل چې طنز ځکه خپلواک  ژانر نه دی چې د هر ژانر په قالب يا لوښي کې ليکل کېدای شي، که هغه منظوم او يا منثور، شفاهي يا تحريري، ادبي يا ژورناليستيک او يا د ليکنې نور قالبونهوي. پخوانيو ليکوالو  طنز پر دوو ډولونو وېشه چې يو ادبي او بل يې ژورناليستيک طنز  باله. د دوی هدف دا و چې طنز يوازې په ادبي او ژورناليستيک قالب کې ليکل کېدای شي، خو اوس موږ ګورو چې طنز  د ليکنې په هر قالب کې ليکل کېدای شي لکه طنزي خاطرات، طنزي قاموس، طنزي فال کتل، طنزي دائرة المعارف، طنزي ژوندليک او داسې نور.

د طنزي قالب او پاروډي تر منځ يوه نازکه پوله موجوده ده. په پاروډي کې هم يوه زاړه قالب ته نوې متحوا وراچول کېږي او د طنزي محتوا لپاره هم زوړ قالب غوره کېږي، خو توپير يې دا دی چې په پاروډي کې له يوه مشهور قالب، کمپوز، لحن، لباس، خبرې او حرکاتوسره نوې نسخه تړل کېږي، خو د طنزي قالب لپاره د پخواني قالب شهرت مهم نه دی. مثلا موږ په پښتو ژبه کې يو مشهور متل لرو چې وايي: ((د خره مرګ د سپو اختر دی)). اوس که ووايو چې: ((د موټرو ټکر د ټرافيکي پوليسو اختر دی))، نو دا پاروډي شوه، خو که يو طنز د راپور، خبر، مرکې، تبصرې، سفرنامې، لنډې کيسې، هايکو، څلوريځې او مثنوي په قالب کې وليکو پاروډي نه بلل کېږي. که څه هم ادبي، ژورناليستيک او نور  قالبونه د سبک پاروډۍ ته ورته دي، خو مطلق پاروډي ځکه نه شو ورته ويلای چې د نوي نسخې له مخې لوستونکو ته زړه نسخه نه وريادېږي او د دې دوو نسخو ترمنځ توپيرونو ته يې پام نه وراوړي.

عبدالنافع همت

عبدالنافع همت

 په عمومي  ډول يو هنري اثر له دوو توکو څخه جوړ دی چې يو محتوا او بل يې شکل يا قالب دی. لومړی د ليکوال ذهن ته يوه سوژه، خيال، يا مفکوره راځي او بيا د هغه د وړاندې کولو لپاره يو قالب غوره کوي. د ښه هنري اثر ځانګړتيا دا ده چې محتوا او قالب داسې سره اغږل شوي او ګډ شوې وي چې لوستونکی يې ګرسره د بېلتون احساس و نه کړي.  (۱)د قالب غوره کولو پر مهال بايد دا دوه ټکي په پام کې ونيول شي:

الف: د محتوا او قالب تر منځ تناسب

د غوړيو جوړلو فابريکه چې بازار ته څومره اندازه غوړي استوي، نو په هماغه اندازه قالب يا لوښی ورته غوره کوي لکه بېلر، حلبي قطۍ يا ټيم، بوتل، ستل او  پلاسټيکي کڅوړه، نو بايد دغه ډول د طنز قالب هم د محتوا د حجم له مخې غوره شي. که موږ يوه کوچنۍ طنزي محتوا چې د متل، خبر، څلوريځې او نورو  کوچنيو قالبونو په اندازه وي او موږ يې د لنډې کيسې يا ناول په قالب کې وړاندې کړو، داسې ښکاري لکه په پنځه کلن ماشوم چې د پلار جامې واغوستل شي يا يوه اوږده طنزي کيسه چې بايد د ناول يا رومان په قالب کې وړاندې شي او موږ يې د لنډې نثري ټوټې په بڼه وړاندې کړو، داسې مثال لري لکه څوک چې غواړي د پنځه کلن ماشوم کالي د هغه پلار ته ورواغوندي.

ب: د قالب له ځانګړتياوو سره د طنز ليکوال اشنايي

کله چې طنز ليکوال د محتوا له حجم  او اندازې سره سم قالب غوره کړ، بايد وګوري چې ايا د غوره شوي قالب له ځانګړتياوو سره بلددی که نه؟مثلا له  يو چا سره دريشي  ښه ايسي او  د دريشۍ لپاره يې مناسب ټوکر رانيو او  ګنډونکي ته يووړ، خوکه دا ګنډونکی دريشي نه شي جوړولای د دريشۍ انتخاب  ګټه و نه کړه. که يو طنز ليکوال شاعر نه وي او لږ تر لږه د نظم له ځانګړتياوو او تخنيکونو سره بلد نه وي، د نظم په قالب کې ښه طنز نه شي ليکلای.  که يو طنز ليکوال د لنډې کيسې راپور، خبر، ګيردي مېز او نورو قالبونو له ځانګړتياوو او تخنيکونو سره اشنا نه وي، واضح خبره ده چې په دې قالبونو کې ښه طنز نه شي ليکلای، نو په کار ده چې طنز ليکوال له خپل ټغرسره سمې پښې وغځوي او داسې قالب غوره کړي چې دی ورباندې لاسبری وي، که داسې و نه کړي، نو د شکل او محتوا تر منځ توپير له ورايه ښکاري او د طنز هنري اړخ ته زيان رسېږي.

په پښتو ژبه کې لکه څنګه چې نظم تر نثر مشر دی، دغسي د طنز لومړني څرکونه هم په نظم کې ليدل کېږي، خو د شلمې پېړۍ له وروستۍ نيمايي څخه په نثري قالبونو کې هم طنز ليکل دود شوي دي. دلته په ټولو قالبونو کې د ليکل شويو طنزونو بېلګې راوړل  بحثډېر  اوږدوي ، نو د بحث د لنډون لپاره به د طنزي قالبونو يو څو بېلګې راوړو.

د نظم بېلګه:

د دوو وروڼو وېش

کشره وروره هر څه غواړې دا يې ستا

د بابا د ميراث ښه اشيا يې ستا

 د کور ټول کالي زاړه دي، ماتې راکړه

پتنوسپوښ دی نوی نزی، ها يې ستا

ها پايزېب دي د بې رحمي ميرې زما وي

ها د لاس تسبېح د مړه بابا يې ستا

ها بدخويه ازاري اوښ ما ته راکړه

مجلسي پيشو د ګران بابا يې ستا

د دوو ورځو فاتحې خرڅ راته راکړه

غړغړې، نارې،  ماتم ژړا يې ستا

دا موجودي پيسې ډېري زما په کار دي

په دباندي کي د پور  ادا  يې ستا

ها د درو زړو  باغو قباله راکړه

د اوبو کوزه، کارېز، کلا يې ستا

ها پنځه وداني ځمکي ما ته راکړه

اس، پسه، خر و غويی او غوا يې ستا

د سرای غولی دي زما تر شريفې وي

تر اسمانه د لوړ  بام هوا يې ستا

ها مات څنډی د صابون دېګ دي زما وي

ها کاچوغه د خوږې حلوا يې ستا

شپږ ګډوې، دوه صافي ګان، کفکير دي زما وي

لوی ګړونج او سلواغه د څا يې ستا

مخلص وروره که راضي يې خو به ښه وي

او که نه يې زما د سر بلا يې ستا(۲)

د مثنوي بېلګه:

ګوندي په جنت کي

د شينوارو په مالت کي يو ملا و
هم مشهورپه نصيحت هم په تقوا و
ورته ناست به کليوال وه په سلګونو
راروانې وې جوپې د عالمونو
مسئلې به يې چې هره ورځ کولې
دولس له سترګو اوښکي تويېدلې
ټول مخلوق دده په خوله دده په زړه وه
ښځې، نر، وه که زلمي وه  که زاړه وه
که د سر اوکه د مال پر سر دعوې وې
فيصلې به د ملا صاحب له خولې وې
يوه ورځ يې کړې کيسې د دوزخونو
د مارانو، لړمانو او اورونو
ويل يې ښه کوئ له بدو توبه ګار سئ
او که نه نو په غضب به ګرفتار سئ
هسې نه چي له شيطان سره پرلارسئ
اور لړوني د دوزخ د سره انګار سئ
د يوه  لمانځه اويازره غوټېدي
د دوزخ ژوري کندي او شېلې دي
اويا کاله په غوټه کي دي اورونه
هر يو کال يې زموږ اويازره کلونه
څه به وايم د مارانو لړمانو
د دوزخه په امان سئ مومنانو
هر يو مار لري اويا زره سرونه
په هر سر کي يې اويازره غاښونه
هر لړم لري اويازره نېښونه
په هر نيښ کي يې د زهرو خروارونه
څوک به لوېږي په غاښو کي د مارانو
څوک به شومه وي د اور د لړمانو
چې پر  لاره د ابليس څوک برابر وي
تر ابده به يې ځاى دغه سقر وي
خداى ورکړي مومنانو ته باغونه
پيدا کړي يې فردوس او جنتونه
پکښي سروکال تازه خوږې ميوې وي
جګي وني تل شنې، يخي سايې وي
د شربتو او شيدو لری حوضونه
په ويالو کې يې بهيږي شرابونه
هر مومن ته دومره ځمکي وررسېږي
چې اسونه پکښيځغلي ستړي کېږي
د ياقوتو زمردو يې قصرونه
د طلا پکښي ځلېږي قنديلونه
هرمومن ته اوياحوري وي ولاړي
ښايستې وي لکه بتي جګي غاړي
تر بيلوړو يې روښان وي  اندامونه
له وريښمو يې جوړ سوي مړوندونه
لا اويا ورته ولاړ ښايسته غلمان وي
د مومن امر ته ګوري غلامان وي
يو تر بله وي ښايسته داسي ښکارېږي
لکه لعل د مرغلرو چي ځلېږي
کرۍ ورځ د جنتي کړي خدمتونه
په لاسو کي يې د سرو ميو جامونه
او که څوک تر نورو خلکو پرهيزګار وي
تل مشغول په بنده ګۍ د خپل بادار وي
لا په برخه به يې نور وي نعمتونه
غلمان حوري او د سروزرو قصرونه
چې په شپه کړي د خالق عبادتونه
خداى به ورکړي د ښايستو حورو پوځونه
په دا منځ کي يو پښتون سو ورته پورته
خوله يې خلاصه کړه په سوال دملا لور ته
ويل جار سمه د خداى تر نعمتونو
هم تر حورو هم غلمانو هم قصرونو
خداى دي موږ ته هم نصيب کړي جنتونه
د شيدو او د شرابو ډک سيندونه
مګر وايه په جنت کي هم بدي سته؟
د قومونو له تربرو سره سياليسته؟
يو د بل په دښمنۍ کي وژل کېږي؟
په بدۍ کي چاته ښځي وررسېږي؟
ملا وويل! سړيه ته غافل يې
ته روان پر  کږو لارو د باطل يې
چې هرچا ته خپله برخه وررسېږي
د ګونديو ضرورت نه ليده کېږي
چې نه مرګ، نه ناروغي، نه غريبي وي
لا به څوک وي چې په خيال کي يې بدي وي؟
پښتانه ويل زما نه دي جنتونه
بې غيرتو ته کوه نصيحتونه
څه توپير دى د انسان او دوزګړي
چې په چا باندي پور نه لري د مړي
د هغې بدۍ مزه وي په  قرنونو
چې نيکه يې کيسې وکړي د نيکونو
ژوند هغه دى چې دي زړه له خروښه ډک وي
درسره وي سل ګولۍ ډک دي ټوپک وي
دا څه ژوند دى چې نه جنګ وي نه تربور وي
نه دي لاس د خپل تربور په وينو سور وي
نه د اصل او کم اصل وي خبري
نه د چا له توري پورته سي بڅري
نه د بيټ نه د سړبڼ خبري کېږي
نه غلجی نه درانی به معلومېږي
نه دا ځاى د ميړنو، نه پښتنو دى
چې د بل په خيرات پايي د هغو دى
دا جنت يا د ملا يا د ميرزا دى
يا چې نه لري غيرت د هغه چا دى
پښتانه خداى پيدا کړي په بدي کي
ورور  له  ورورسره اوسېږي په ګوندي کي
څوک اصيل څوک پيدا سوي کم اصلان دي
وايه څنګه په جنت کي په يو شان دي؟(۳)

د هايکو بېلګه:

چت باندې ناسته وه هلال کمېټۍ

موږ يې په تمه و چې مياشت به ګوري

هغوی له پاسه جينکو ته کتل. (۴)

د ډرامې بېلګه:

د سړک پروژه

لومړۍ صحنه:

انجنير دلبر خان: ( په وارخطايي) رئيس صاحب هيئت راغی

رئيس: نو رادي شي ولي وارخطا يې؟

انجنير: صاحب د سړک به څه ځواب ورکوو؟

رئيس: ولي په سړک څه شوي دي؟

انجنير:  خو هغه ده بوديجه خلاصه شوه او د سړک پنځمه برخه لا هم نه ده جوړه شوې

رئيس: ياره دلبر خانه لکه د مرغۍ دومره وړوکی زړه دي دی، ما ويل چي ته به څومره غټ زړه لرې

انجنير: صاحب په غټوالي مي مه تېروځه، په دغسي کارونو کې ډېر بې زړه يم

رئيس: زه پوهېږم، خو که په یوه بله پروژه کې هم راسره وې، نو دا وېره به دي نه وي

انجنير: صاحب اوس به هيئت ته څه ځواب وايو؟

رئيس: د مصرف سندونه دي جوړ کړي دي؟

انجنير: هو سندونه مې جوړ کړي، خو که هغوی سړک وګوري، بيا به څه کوو؟

رئيس: هغه دوه لکه ډالر چي پاته وه، هغه خو لرو که نه؟

انجنير: هو هغه لرو، خو د يونيم مليون نورو ډالرو ځواب به څنګه ورکوو؟

رئيس: (په خندا) وا لېونيه! دا دوه لکه ډالر به د هغه دوه مليونو ډالرو ځواب ووايي که نه

انجينير: صاحب پوه نه شوم؟

رئيس: (په خندا) ساده سړيه! له دې دوو لکه څخه سمدستي يو لک ډالره هيئت ته ورکه او پاته يو لک هم والي صاحب ته ورکړو

انجنير: (زړه نازړه) ولا صاحب هيڅ مي سر په خلاص نه شو

رئيس: خير دی وروسته به دي سر خلاص شي.

دوهمه صحنه

رئيس: صاحب د سړک کار خو مو وليده؟

د هيئت مشر: هو وموليده، خو ډېر لږ ځای مو جوړ کړی او کار مو ډېر ورو روان دی

رئيس: صاحب ته رښتيا وايې، خو بوديجه خلاصه شوه

د هيئت مشر: (په حيرانتيا) بوديجه خلاصه شوه؟

رئيس: هو صاحب! يوازې دغه يو لک ډالر پاته دي او دا مو ستاسې برخه ساتلې ده، ځکه چې په دې يو لک ډالرو هسي هم کوم کار نه کېږي

د هيئت مشر: هو رښتيا واياست، ځکه چې حتما به مو د کارګرانو اجوره هم لوړه شوې وي

رئيس: هو صاحب! باور وکړئ چې اوس يو موټر خاوره تر يو موټر خيره هم ګرانه ده، همداسې د موټرو کرايې، د کارګرانو مزدوري او نور درواخله

د هيئت مشر: تاسې ملامت نه ياست، اوس ولاکه څوک تشه خبره هم بې پيسو وکړي. زه حيران يم چې په يو نيم مليون ډالرو مو پر پنځه کيلومتره سړک باندې څومره ډېرې خاوري اچولي دي؟

رئيس: ولا صاحب شپه او ورځ مو پر ځان يوه کړې او کار ته مو اوږه ورکړې ده

د هيئت مشر: ځه غم مه کوه، په وزير صاحب حتما تقديرنامه درته اخلم او د هغه بل سړک پروژه هم تاسې ته درکوو، ځکه چې تاسې ډېره د کار تجربه لرئ

رئيس: مننه صاحب، خدای مو زموږ له سره مه کموه

د هيئت مشر: (خاندي) او خدای دي دا توري خاوري هم د سړک له سره نه کموي.

رئيس او د هيئت مشر دواړه خاندي  (۵)

د ډايلاګ بېلګه:

پوښتنه: شاعر او ليکوال څه فرق لري؟

ځواب: هيڅ فرق نه لري، بس دومره فرق لري چې ليکوال خپل ماغزه خوري او شاعر د بل ماغره خوري.

(جعفر خان اڅکزی، کوټه)

د خبر بېلګه:

وزيران  بايد رزمي ورزش زده وي. در په دره خبري اژانس خبر راکوي چې تر دې وروسته که کوم وزير ولسي جرګې ته د تائيد لپاره معرفي کېږي، نو بايد کمفو، ټيکوانډو، پهلواني، کراټه، سوک وهل او کبډي يې زده او ښه پکې تکړه وي، ځکه چې هلته د کاري وکيلانو د بريد امکان ډېر دی. خبر زياتوي چې ورتلونکي وزيران دي د خپلو کميسونو تڼۍ هم ښه کلکې وتړي چې د لاس اچولو پر مهال يې ګرېوان څېري نه شي. د ورزشي چارو پوهان وايي چې دا ډېر ښه زېری دی، ځکه وزيران له دې پرته ورزش نه کوي او ورځ په ورځ يې خېټې خټېږي، نو کله چې د وکيلانو د وهلو او څملولو  وېره ورسره پيدا شي، ايله به ورزش ته مجبور شي. (۶)

د راپور بېلګه:

له څو کلونو راپه دې خوا جراحي ډاکټرانو او قصابانو تر منځ لوبه کې ډاکټرانو له قصابانو څخه د لوبي ميدان ګټلی و، خو د اتلولۍ په وروستيو لوبو کې چې د عملياتو په برخه کې د ښار د جېب وهونکو ( کيسه برانو) او جراحي ډاکټرانو تر منځ ترسره شوې، جېب وهونکو وکولای شول چې په څو ثانيو کې د اپنډيکس او چورې عمليات ترسره کړي. سرګردان باشي چې د دې لوبي ننداره کوونکی و، د خپلو سترګو ليدلی حال داسې بيانوي:

ما په خپلو ګناهکارو سترګو وليدل چې يو تن جېب وهونکي په ښاري بس کې د چورې د ناروغ عمليات په برياليتوب تر سره کړ. همدا راز مې په يو بل بس کې وليدل چې د يوه سپرلي د جېب په غوڅولو سره يې د هغه د اپنډيکس عمليات هم ترسره کړ.

ژوري هيئت تر يو لږ بحثونو وروسته د لوبي کپ د ښار جېب وهونکو ته په دې خاطر ورکړ چې د دې ډول عملياتو لپاره هم پيسې لګوي او هم په اوونيو اوونيو په روغتونو او ډاکټرانو په کتنځيو کې انتظار کوي چې عمليات يې ترسره شي، خو جېب وهونکي دغه ډول عمليات د وخت له ضايع کېدو پرته ترسره کوي. (۷)

د ښيرا بېلګه:

۱: خدای دي د ملي وحدت کابينه درڅخه جوړه کړي چې نه مرې او نه رغېږې.

۲:خدای دي د پوهنتون محصل کړه چې د ورځې له خوا نجونو ته د کتلو او شپې له خوا د برېښنا د نشتوالي له امله درس نه شې ويلای.

۳: خدای دي د پارلمان وکيل کړه چې د پنځو کالو لپاره د خپل وطن او ولس مخ و نه وينې.

۴:خدای دي ماسټر کړه چې نه دولت کار درکوي او نه د خلکو له شرمه رېړۍ چلولای شې.

۵:خدای دي په کانکور کې د ادبياتو پوهنځي ته کامياب کړه چې نه مو د استادانو املا زده وي او نه يې په څلور کاله کې تا ته درزده کړي. (عبدالنافع، همت)

ماخذونه:

۱: سادات، عاقله، ادبڅېړنه، (ترجمه) ميهن خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۳ ه ش کال، پېښور، پښتونخوا ۲۰۲ –  ۲۰۳ مخونه

۲: مخلص، ولي محمد، د لوی مخلص کليات، ۱۳۷۶ه ش کال، کوټه، صحاف نشراتي موسسه، ۱۴۹ –  ۱۵۰ مخونه

۳:جهاني، عبدالباري، راز و نياز، ۱۳۹۳ ه ش کال، نارنج خپرندويه ټولنه، کندهار، ۳۱۵  –   ۳۲۰ مخونه

۴: ظفر، ظفرخان، د ناوي لور۲۰۰۴م کال، يونيورستي بک اجنسي، پېښور

۵: نااشنا، ننګيار، د ګوړې اچار راډيويي خپرونه، ازادۍ راډيو،  ۲۸ فبروري  ۲۰۱۶

۶: نااشنا، ننګيار،  د ګوړي اچار، ازادۍ راډيو،۵ ثور ۱۳۹۵ ه ش

۷: پاڅون، کاتب، د ښار په سټيډيوم کې، ۱۳۷۶ه ش کال، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور  ۳۸  مخ

91 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *