Categories

اعلان

Loading…

نوملړونه يا ويي ټولگې (لغوي گروپونه) پوهاند دوکتور م. ا، زيار

     اکسفورډ ۲۵می ۱۶

(nomenclature categories)

خپلوان، کورني لوښي لرگي (اثاث البيت،اثاثيه)…

 (nomenclature categories)

دويمه برخه

کورني لوښي لرگي (اثاث البيت،اثاثيه)- (فرش و پوشاک)

  کټو، کونډۍ،کټ، پوزی، اغوستن، نيمسی، ټغر، غالۍ…

لکه څنگه مو چې په لومړۍ (د خپلوانو نومونو) برخه  کې پر دې  رڼا واچو له، په دغه تړاو موږ ته له کوچاني اوپو وندگلي ژوند ژواکه راپاتې نومو نې (اصطلاوې) له سوچوالي  سره سره  خورا لنډې تنگې  او د وسمها لو دوی سره له څومره ييز او څرنگيز پلوه هېڅ د پرتلې او سيالۍ وړ نه دي، خو بيا يې هم  د  نويزونو (نيولوجېزمونو) په ملتيا د يو شمېر پارسي، تور کي. اروپايي … هغو ځاينا ستې کولای شو.  لکه واخلې د دغې ټولۍ يا کتېگورۍ پاسنی غونډنوم يا (اسم جمع collective noun)   ٌ لوښي لرگي ٌ  او همداسې يې څو نور همما نيزونه، لکه: کاڼي کودي، کالي کودي، ډا نگ ډبلۍ…؛ کورني لوښي لرگي (اثاث البيت،اثاثيه) در واخله. خو د پوره پوهاوي  لپاره   ورسره  ٌفرش و پوښاکٌ  د څېرمه برخې په توگه په دوه بېلابېلو نوملړونو کې رانغاړو:

الف- لوښي: کټو(ه)، کټوۍ، دېگ، دېگی، دېگچی، دېگوړی، بړاس دېگ (ديگ بخار)، برغولی (سرپوش)، تېغنه-  تبۍ (تابه)، کړايي (کرايی)، څمڅۍ، څمڅو کۍ (مردان: قاشق)، کاندۍ (قاشق)، ښاخۍ (مزينه: پنجه، چاړه، چړه، چوړ کۍ، چړوکۍ، خوری- کونډۍ- ټوټۍ(کاسۀ چوبی)، کټو ری (جام، گلاس) ، منگی ، منگوټی، گړی، گړو کی، گړونج – گروچی(پايه يا ميز کوزه ها)، منجيله- منجله (حلقه يی از لخ و لته که زير کوزۀ آب می نهند)، مټ، مټۍ ( ظرف گلی جک زنی)، چاټۍ (آبدان گلی)، ځک (جک)، غړک- غړکه (مشک دوغ و دوغ زدن يا جک زدن)،کوچلانه ( مشک مسکه اندو زی)، کوچَنۍ (مسکه دانی- نو)، هگنۍ ( تخمدانی)، خوږنۍ (قند دا نی)، ايرنۍ (خا کستردانی)، ژی (مشک آب ، ماست و يا دوغ)، مالگا ڼی، ما لگنی، (د) مالگې منگوټی، مالگړو بی- د مالگو بي لوښی (ظرف نمک آب)، ارکاره-لاغو- کړ څو (روغن داغ، تخم پزی)،کا رۍ ( سبد کلان ساخته  از خمچه)، چاينکه (چا ينک)، پتنوس ( > روسي))، پياله- نوي: اوبېشی (آب گرمی، آبجو شی)، چای اېشی( چای جوش)، تود ساتی (ترموز)- ببو زی- پکی (پکه)، سنک- ښانک (کاسۀ چوبی)، کنډ ول- کنډولی (ماستخوری گلی)، غوا لوشه -غالوشه  يا لوغۍ (گاو دوشه)، غوری (غوری)، تينگړ ی (بشقاب)، سا گڼی- ساگېڼی (قاب، طبق)، ساگله (ديگ مسی)، ساگلو (ديگبر)، لُو ټه- بدنۍ (بدنی)، گډوه (کو زۀ مسی)، گډوی (صراحی)، رېبځ- ربځ (جار وب؛ برس)، کانټه (جاروب کلان از نی، خمچه ها )، برېښنا ربځ (جاروب برقی)، شمان (خاکروبه)، خاورې خځلې ( مربوط تنظيفات)، خځلنۍ (زباله دانی؛ سطل يا بيلر تنظيفات)، بغر ۍ (اغور، اونگ يا هاو ند سنگی)، کَو ړی (هاوند چو بی)، مولی (دستۀ هاو ند)، لوښنی(!)- لو ښينې- لوښنې- لوښلونې (آب مستعمل ظرف شويی)، لوښلونی ( شخص يا ماشين ظرف شويی- نو)، لوښلون ( ظرف شويی-نو)،لوښن سا بون (صابون يا مايع ظرف شويی)… .

ب- فرش و پوښاک:  په دې لړ کې  دوه پخواني غونډنومونه  ٌ کټ پو زی ٌ  او ٌ اغوستنٌ  لرو چې  د پارسي ٌ فرش و پوشاکٌ  او همداراز ٌ موبل و فرنېچرٌ دانډولونو په توگه د غولي له فرشه نيولې،  تر کټ، پالنگ، خوب تخت (تخت خواب-نو) او بسترې، په نورو ټکو، د خوب  بېلابېل پوښاک ډولو نه رانغاړي، لکه: سروېږدی- بالښت (بالين، بالش)، کټ پوښ (سرجا يی)، څادر (روی جايی)، بوغبند (چادر شب)، د تورکي پور ويي تلتک (لحاف) لپاره ٌ بړستنٌ او د بل  تورکي ٌتو شکٌ لپاره  نږه باجوړی انډول  ٌلاند ېستونٌ  لرو، هغه هم له آرپوهيز (اېتېمولوجيک) پلوه د ٌ بړستن ٌ>  ٌبرستونٌ يانې (برځای) پر وړا ندې، اغوستن (د اغوستو ځای) هم ورته زړه رغاونه او لکه چې وويل شو، هممهاله يو غونډنوم (اسم جمع) هم دی. د غولي فرش، لکه:  پوزی (بوريا)،ټغر (گليم، نيمسی (نمد)،)،درۍ (سطرنجی)، غالۍ (قا لی، قالين)، غاليچه (قالينچه)… .

موبل: ناستدړه يا څوکۍ،کَوچ، څنگو ا ښی، څنگوېږدی (تکيه، متکا)، مخدړه يا ونج (مېز) چې ٌ گړونجٌ  تړنگ او کوشينبڼه ونجړی يې هم له کم پېښو نږه پښتو وييونو گڼل کېږي، (د لوښيو يا کا ليو) الما رۍ، کاغذنۍ، تَوښۍ- تودنۍ (بخاری)، ټوکرۍ (سبد)، بمبولۍ (سبدی بافته از لُخ يا مزری ،امروزه عموما برای البسۀ قابل شستشو به کار ميرود)، تَو َنگ (جامه دان)، تُونگی – هړپۍ ( جزدان، صندوقچه)… .

439 total views, no views today

4 comments

  1. محمد قسيم ځير Reply

    يوم ښاڅمن يم چې زيار لرو دوهم پاسللی
    د تاسې له علمي هاند و هڅو څخه
    زيار داکتر صيب
    د قاشق يو بل بلونج سيپۍ ده چې مونږ احمدزي يې کاروو
    او هاوند لپاره مندسته هم ډيره ژوندی نوم دی

    1. محمد قسيم ځير Reply

      د تکيه يا ستاسو د څنګوښي
      څنګوېږدي.
      بلونج چې ما اورېدلی او نويز راته ايسي ډډيزه چې د دفارسي تيکه ژباړه ده

  2. zyar Reply

    ډېره مينه او مننه ځير صاحب
    ما ستا سې د سوچه پښتني ټبر ډېر کمپېښيگړويزونه يا ډايلکتېزمونه پر ۱۳۴۲ کال له لوگره تر پکتيا د خپلو
    څوکلنو گړدودي څېړنو په لړکې راخوندي کړي او دغه درې بېلگې هم په دې کې ډډيزه سوچه او او دوې نورې چې \

    د ننگرهار

    خواته هم دود دي پارسي او انگليسي شک ورباندې کېږي هيله ده په دغه تړاو راسره خپله مرسته پرمخ يوسې او رابرېښليک يې کړې

  3. محب هوتک Reply

    سلامومه او نيکي هيلي می ومنئ استاد محترم
    محب هوتک د کندهار څخه
    استاد زیار صاحب تاسو ځیني هغه لغاتونه چي د پردۍ ژبي څخه راغلي دي او زموږ په ژبه کي کلتوري سوي دي کلتوري سوي په دې معنی چي زموږ پښتنو په خولو کي عام سوي دي چي د هغو د جملې څخه دا تاسو چي لوړ ذکر کړي دي ځيني شامل دي ان داسي لغاتونه سته چي په سو سو تاريخ لري زموږ په ژبه کي نو ايا د داسي لغاتونو لپاره نوي لغاتونه ټاکل ستاسو په نظر څنګه دي او بله خبره دا چي موږ باید هغه اجناسو ته نوي لغاتونه وټاکو کوم چي نوي زموږ په ژبه کي داخليږي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸