Categories

اعلان

Loading…

لنډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستونزه/ پوهندوی آصف بهاند

درویشتمه برخه

د لنډیو بڼ ته د نویو کلماتو راتګ

فولکولور پیژندونکي او لنډۍ پیژندونکي ټول په دې عقیده دي چې لنډۍ د هر وخت له شرایطو سره ځان عیارولای شي، د هر وخت د عیني ژوندانه بیلابیل اړخونه په خپله پراخه لمن او ښکلې ورشو کې میلمه کولای شي، د هر وخت نویو کلماتو ته ښه راغلاست وايي او داسې یې را غواړي او جذبوي یې، لکه خپل یې چې وي.

د ژوند له بدلون سره، په ژوند کې د نویو مفاهیمو په راتګ سره، لنډۍ هم په خپله لمن کې د زړو مفاهیمو په ځای نوي مفاهیم منعکسوي او دغسې چې زاړه مفاهیم او زړه محتوی پریږدي، دغسې زړې نومونې او لغات هم نه کاروي او د نوې محتوی له پاره د توان تر حده نوي لغات کاروي.

سلیمان لایق د لنډیو په باب علمي بحثونه کړي دي، یو اوږ او هر اړخیز تحلیلي بحث یې د لنډیو د هغې ټولګې په پیل کې راوړل شوی دی چې د افغانستان د علومو اکادیمۍ په ۱۳۶۳ کال کې خپره کړه. لایق د خپل بحث په یوه برخه کې پر دې خبرې کړې دي چې لنډۍ څه ډول په خپل ځان کې بدلون راولي. دا د لایق د بحث یوه برخه ده:

«ما څو واره د لنډیو تعمیمي کرکتر او هغه عالي خصوصیت واضح کړی دی چې هغوی ته له راز راز شرایطو سره د تطابق او پر له پسې نوښت امکان ورکوي.

د لنډیو مست او له شوره ډک سین تل د یوې څپې ځای بلې ته او د بلې لا بلې ته ور سپاري او په دې توګه د لنډیو رنګین ګلستان او د هغوی د غاړو(آهنګونو) مهیجه او نڅونکې سنفوني، له مطلق خزانیدو، وچیدو او غلي کیدو څخه ساتي. د لنډیو د سین په څپو کې توحید شوي څاڅکي له خپلې چینې څخه تر یو قانونمند دود لاندې د خپل سفر پر لیکه لار وهي. هغوی د خپل سیر په ښکلي نندارتون کې یوه لازمه زماني فاصله ډکوي او بیا د نندارې له سیمې څخه وزي، مګر د څاڅکو او څپو په بدلیدو د سین عمومي شکل او منظر ته تاوان نه رسیږي…

… د لنډیو همیشنۍ شنه ونه چې پر له پسې د لنډیو زاړه افراد تویوي او نوي افراد زیږوي، «همیشه بهار» ونه ده او د هغې پاڼې او ګلونه تر یو قانون من بهیر لاندې بدلون، وده او تکامل مومي. د دې تکامل په ترڅ کې د لنډیو افراد په دوام داره توګه نوي کیږي، زړیږي او زاړه شوي یې مري…

… د لنډیو د زیږیدو او مرګ د چټکتیا او پراختیا اندازه د ټولنې د اجتماعي، اقتصادي بدلون په سرعت او وسعت پورې اړه لري…

نوي مضمونونه اوبکر مفاهیم لنډیو ته ننوتي او ډیر زاړه اصطلاحات او لغات او ژبني علایم له لنډیو څخه لویدلي دي…»(لنډۍ، د افغانستان د علومو اکادیمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د فولکلور دیپارتنمت د غړو ډله ایزه علمي پروژه، د افغانستان د علومو اکادیمۍ خپرونه، ۱۳۶۴ کال، درویشتم، څلور ویشتم او پنځه ویشتم مخونه)

د لنډیو د همدغه ادلون بدلون په سلسله کې، لنډۍ کولای شي هر کله هغه نوي اړین لغات په خپله لمن کې ومني چې د خلکو په ورځني ژوند، ژبه او محاوره کې کارول کیږي. د نوې زمانې، نویو ستونزو اونوې تکنالوژۍ ځینې لغات چې په خلکو کې دود شوي دي، په لنډیو کې یې هم په ماهرانه ډول کارول پیل شوي دي. دا یې څو یوه بیلګه ده:

خدایه د تیلو کوهیان وچ کړې

عرب غریب کړې چې جانان کور ته راځینه

دا د هغې پیغلې یا میرمنې غږ دی چې د خوښې وړ نارینه یې په عربي هیوادونو کې مزدورۍ ته چې اوس په پښتنو کې دا مزدوري ډیره معموله ده، تللی دی او د هغه د بیرته راتګ له پاره  د عربو د تیلو د کوهیانو د وچیدو دعا کوي. دغه راز د لنډیو د محتوايي بدلونونود عوامولو په باب  لایق د خپلو خبرو لمن داسې غځولې ده:

«د لنډیو تطور او بدلون مختلف عوامل لري لکه اجتماعي ــ اقتصادي تحولات، لیږدونه او مهاجرتونه، ایدیالوژیک عوامل، د همسایه ژبو اغیز، او د بیلابیلو لهجو د اصطکاک پروسه، تجارتي روابط، د صنایعو انکشاف، د تخنیک ترویج او پرمختګ او په کُلي توګه د اجتماعي خوځنده توب پروسه… (لنډۍ، دري دیرشم مخ)

اوس کې په لنډیو کې د شکل او محتتوا د بدلون په برخه کې دا خبرې د یو معیار په توګه ومنو، په نویو را زیږیدلو لنډیو کې موږ ګورو چې په رښتیا سره د همدغو د لایلو پر بنا د افغانانو د ژوند په هره برخه کې که مثبت یا منفي بدلون راغلی، په لنډیو کې هم دغه بدلون په جوته محسوس دی. دا بیلګه وګورئ:

جانانه سمه امریکا یې

هم ملامت یې، هم زارۍ در ته کومه

خو په لنډیو کې د نوو را منځ ته شوو تورو کارولو په برخه کې دې ته هم باید پام وشي چې څنګه چې لنډۍ د خلکو او اولس مال دی، ځکه نو لنډۍ باید په اولسي ژبه وي. په لنډیو کې کارول کیدونکي توري او کلمات باید دا ځانګړنه ولري چې د خلکو او اولس له خوا منل شوي وي چې خلک پرې پوه او وايې خستلای شي.

د ۲۰۱۶ کال د اپریل په میاشت کې مې په دې باب د تلیفون پر لیکه دا خبره له استاد معصوم هوتک سره شریکه کړه، هغه خپل نظر داسې را ته حرګند کړ:

«زه د نوو لغتونو له جوړونې سره مخالف نه یم، خو د هغو تورو له پاره چې موږ په خپله ژبه کې یو څه لرو ، نو بیا یې ولې له نورو ژبو نه را واخلو، لکه د سِیف یا دیلت توري چې موږ د سِیف توري ته د خوندي کولو یا ساتلو کلمه لرو او د دیلیت له پاره د توږلو کلمه لرو. هغه توري چې بیخي یې نه لرو او نوې تکنالوژۍ پورې اړه لري، باید وکارول شي. لکه د موټر کلمه چې اوس په پښتو ژبه کې یوه منل شوې کلمه ده او که دا منل شوې کلمه په لنډیو کې هم وکارول شي زه یې  په ځای کار بولم. د را پورونې په برخه کې باید و وایم چې که په لومړي سر کې له هغو ژبو کلمات را واخستل شي چې پښتو ژبې ته یې جوړښت نږدې وي یعنې د پښتو ژبې له خویندو ژبو نه. که موږ داسې پردي توري په لنډیو کې کاروو چې په خپله ژبه کې یې یا معادل لرو یا تر هغه ښه لرو، دا نو لنډیو او ژبې ته خدمت نه، بلکې له ژبې او لنډیو سره جفا ده.

لنډۍ هم د شکل له مخې او هم د محتوا له مخې ډیر ظریف ژانر دی او ظریف ژانر په ظریفو تورو ښکلی کیږي. که ځینې پیکه او نا صیقل شوي توري ور زیات شي، خپل ظرافت له لاسه ورکوي. دغه راز که دیني یا ایدیالوژیک مسایل عمداً ور زیات کړای شي، یو څه یې خوند کموي او په خلکو کې یې د منل کیدو چانس کم وي. لکه دا لنډۍ:

اسلام کشتۍ کُفر دریاب دی

شیطان نهګ دی، عالونه غرقوینه

 لنډۍ ما ته ډیر دروند والی لري، حتی د مقدسو شیانو تر بریده. د لنډیو کلمات باید پاک وساتل شي. که څوک لنډۍ جوړوي، جوړه دې کړي، خو په خپل نامه دې نه ثبتوي. په لنډیو کې داسې کلمات لکه: لو(Low)، سِو(save)، دیلیت(delete) او … کارول دومره تاثیر نه لري، ځکه چې د دې مفاهیمو له پاره په پښتو ژبه کې تر دې ښه، خوندور او پاک کلمات لرو، د داسې تورو کارول د لنډیو ظرافت ته تاوان رسوي. زموږ په ژبه کې د ښایسته کلماتو کمی نه شته، لکه:

«زما د زړه پیکچر دې مات کړ.

دې ته موږ په پښتو کې د زړه ماتولو توری لرو چې تر هغه لا ښه لګیږي او ښه مفهوم افاده کولای شي او دې ته ورته نور کلمات… »

د استاد معصوم هوتک خبرو ته په پام سره دا اصل دایم باید په نظر کې ونیول شي چې په لنډیو کې د غیر اړینو پردیو تورو کارول او په عمدي ډول پښتو ژبې او په ځانګړي ډول پښتو لنډیو ته یې داخلول، نه یوازې دا چې لنډۍ نه غني کوي، بلکې د لنډیو بدن سره، د لنډیو سیمې او بڼ سره جفا ده. څه موده وړاندې چیرې دا لنډۍ په مخه راغلې، ما هم خوندي کړې او دلته یې تاسوږ سره شریکوم، چې خلک به یې و مني که نه، وخت به یې بیا و وايي:

کابله لاړې دبل چا شوې

د ناچارۍ شپې په بل ملک سبا کومه

حال دې فیسبوک کې راته کیږده

پردی وطن دی مزدورۍ کې اخته یمه

حال دې مسیج کې راته پریږده

دا اروپاده، مزدورۍکې اخته یمه

خاونده دا به دې رضاوي

چې باقي عمراروپا کې تیرومه

د درویشتمې برخې پای

65 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *