Categories

اعلان

Loading…

د کابل هوايي ډګر/ استاد شپون

دا دومره وړه او بابیزه موضوع وه چې په لیکلو یې شرمیږم خو څه وکړم چې هر ځل وطن ته د ستنېدو په فکر کې شم همدا موضوع لکه کوه قاف سترګو ته راودرېږي چې څنګه به پرې خیژم. پر لیوالتیا مې سړې اوبه واچوي. نو اوله به موضوع مهمه وسکڼم بیا به یې چارواکو ته وړاندې کړم.

پروسږ چې کابل ته لاړم، نزدې مې خوجه رواش کې د شکرانې سجده کړې وه. خو هره خوا بدهیبته، برېتور، عسکریان ولاړ و چې وسلې ترې زنکېدې. ما یوه ته وخندل سلام وطندار مې ورکړ خو هغه ماته وکتل او آپلو یې لاړې تو کړې. د

استاد شپون

استاد شپون

پاسپورټ غرفې ته په لاین کې ودرېدم خو عسکر به راغی، خارجی به یې مخ ته کړ. بل عسکر به بسته کورنۍ له لاینه وایسته او بلې غرفې ته به یې بو ته. بل عسکر به راغی غږ به یې کړ: فامیل….. کیست اې صف براید. چې تقریبا په اخر کې زما وار شو، شاتني نفر ټیل وهلم، کور استي؟ نمې بیني کې دیګه کس نیس؟

پاسپورت والا داسې راته کتل لکه چې رباني ما وژلی وی، کله به ما ته کله پاسپورټ ته ځیر و. له ماشینه یې تیر کړ، بیا یې یوه همکار ته غږ کړ چې پاسپورټ ډبل چېک کړي. چې بیا یې پریښودلم نو په افسوس یې راپسې کتل لکه وايي چې، هی هی چې دا ځل را نه خلاص شوې.

چې د بګاژ سامان بکسونو ځای ته لاړم نورې ناخوالې یې راباندې هیرې کړې. یوه مردار خوره تسمه وه یو مردار خور ځل ورباندې ټینګ شوی و، د هغې به سر د سپرلیو بکسونه و چې راتلل او بیرته یوه سوري کې غپېدل. ګړه بی ګړه بی. بیا ځای په ځای ودرېد، برق به لاړ. موږ به منتظر وو چې بابا غوښې ډوډۍ راوړي. ګرچاپیر یې د همدغو سړیخورو غومبر و چې سپرلۍ یې نه ورپرېښوه چې خپل بکس راکش کړي. ده به ویل«بمه نشان بده، دیګه غم نخور» که به یې د چا لاس کې د کوکاکولا ګیلاس لېده، یا د لاس امسا، ترې کش کوله یې«بتیش که مه برت بګیرم، کوکاکو ده اخیسته، امسا یې بل ملګري ته. که دې وړوکی بکس د ارابو سره روان کړی و، هغه به یې خپل دریم ملګري جوالي ته ورکړ. «برین بخیر، بکساره ده ګمرک چک کنیم،» ما ته یې سترګک واهه، غم ګمرکه نخور، شراب مراب خودېش نیس؟

ته وا ما به د دوی چارواکو ته شکایت نه وي کړی؟ کاوه مې خو تل مې دې ته پام و چې ربانی خاني ده که دوستم خاني، زیاتره به ټلواله مسلطه وه. نو به یو څه تکیه په جلو ږغېدم. دوی به په انتقاد کې تر ما ګړندي وو، خو ما ته یې د کندهار هوايي ډګر رایاداوه چې پنډیان یې زیاتره هزاره ګان او دوه پښتانه وو. چې په بار دروند و نو یوه به غږ کړ،« برتو یش سر اوغو»اکثر به یې بدله ورپسې ویله: اوغان اګر رستم شود، علم و کمالش کم شود، در دشت اګر سستي کند، در کوه خر محکم شود. نو دلته به هم ګناه د طالبانو وه.

مال او بکسه خو خیر خو ته یې هم به حیا کې نه پریښودې. افغاني پیسه خو تا سره نه وه، سعودي روپۍ او ډالرې چې تا سره وې هغه دې د راوړلو په خاطر ټول په سل ډالریزو بدل کړي وو. چې به دې سل ډالره ورکړل، چې ماتې یې کړی، هغه به یو پنځوس ګیز درکړ، او نور به یې همداسې درته مړې مړې کتلې لکه چې مامله ختمه شوه.

بیا به د ټکسیانو د ربانې جنګ و او قسم قسم لهجې او ژبې یې درباندې ازمییلې چې ځان ستا کلیوال وښیي. تر څو کورته رسیدې، به نالت به لړلی وې خولې به درباندې ماتې وې ته لا ودرې چې ټکسیوان درسره څه مامله کوي!!!!

458 total views, 1 views today

6 comments

  1. bashirjan Reply

    والا چى بيلکول حقيقت دي زما دزړه خبر دې وکړه

  2. عبدالرووف لیوال Reply

    دروندشپون دې ژوندی وی !هسې ماویل هغه دوزیراکبرخان امریکاغږچې دتاسووراره و او که خوریی مې را په یادشواوهغه همایون ډریور،
    کله چې دمجاهدینوانفلاق بریالی شو- نو کوم سرکوزی کارتونست داسې یو کارتون کښلی وو–: یوې خواته یې ربانی چې په تخرګ کې یې یو اوږد رادیو کسټ ټینګ اوپټ نیولی وو اوپه داسې حال کې چې مخامخ ډاکترنجیب ته یې ګوته څنډنه کوله او ویل يې ((ما به خاطردزدی وچور آمده بودیم ولی تو حکومته هم در ګردن مازدی )) دامې تر هغه جناب ته یاده کړه چې له همهغه دمه تردې دمه همداحال ده اودوی ولس برمته نیولی

  3. gulab Reply

    استاده دا هېواد تل دغلام بجه ګانوپه واک کې ده، پښتون يې پرهر لاره بې وزله ده. خو پښتون چې ځان ته واکمن وايي، هغه هم د دوي په واک کې ده

  4. بلال Reply

    ته باور وکړه له دې کبله چې زما پاړسو نه ده زده، کابل کې چې ګرځم لکه یوه پردي هېواد کې چې ګرځم. مقابل کس به ښه په پښتو پوهیږي خو نه به یې راسره وايي. د کابل هوايي ډګر درې ځل ما هم استعمال کړی دی، خوشبختانه داسې څه پېښې سره نه یم مخ شوی . یواځې یو ځای چې بوټان یې راباندې وویستل نو یو سړی راته شین نښتی و چې ژر کوه، دلته نور خلک هم دي، سامان دې ژر ژر وباسه. څومره وخت دې تېر کړ.
    ====
    نور چې څنګه کابل هوايي ډګر ته راننوځې، لکه غوجل ته چې راشې. ستا خبره ریشخند وي سم. عسکر به راشي، مچی به له کس واخلي، سلام کلام او مرکې به ورسره شروع کړي، بیګ به ترې واخلي او غش به شي د ديپلوماتانو په لاره به يې وباسي. نور هم بس هسې ټوکې وي.

  5. ولی Reply

    رشیتا دی وویل داغه بی انصافی ده په میدان کی

  6. عمر Reply

    بيلكول هم داسه ده نظام او سري توب نشته هيران به شي
    پہ میدان هوای کی

Leave a Reply to gulab Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2