Categories

اعلان

Loading…

د ملا یو شعر او زما برداشت/ لیکوال: عصمت بهیر

د عبدالهادي ملا پر شعر مې د استاد نثار احمد اریا یوه شننه ولوسته، خوند یې را کړ، زه هم تشویق شوم چې د ښاغلي ملا  له شعر  چې څه برداشت لرم، ستاسو سره یې شریک کړم.

چې په مینه څوک مین سي، نه بېلتون سته نه وصال

چې دا ځان له ځانه ووزي، بیا نه غم سته نه جنجال

که دي سترګې سي حسیني، حسن ستا د در غلام

دا خو ستا د سترګو رنګ دی، دا ښایست او دا جمال

وخته! ستا قصه ده مفته، زه د بخت منت ګزار

که یار ویښ راسره ناست وي، رب دي توره شپه کړي کال

مسلسله خودکشي ده، هر مقتول قاتل د ځان

ګل په خپلو وینو ډوب سي، لمبه سوځي خپل مشال

تله راتله دي تېرېده دي، مرګ او  ژوند غاړه غړۍ

هره شپه د ورځي لور ده، هر زوال زوی د کمال

طالب بند کړي له کتابه، ستا د تورو څڼو جال

له ملا نه ټکي هېر کړي، ستا د ورځو د مینځ خال

د وخت ضرب، ۵۲ مخ

پورته شعر مې د خوږ ژبې سندرغاړي سردار علي ټکر په اواز کې، تقریباً یو کال مخکې اورېدلی وو، هغه وخت کې مې د پوهنتون آزموینې وې، مصروف وم خو د ځان سره مې دا هوډ کړې وو چې کله مې فرصت پیدا کړ، خپل نظر به پرې لیکم نو د ښاغلي اریا لیکنه راته یوه ښه پلمه شوه.

چې په مینه څوک مین سي، نه بېلتون سته نه وصال

چې دا ځان له ځانه وزي، نه څه غم سته نه جنجال

په دنیا کې تر ټولو شدید درد د میني دی. په زیاته بیا هغه وخت چې په مینه کې څوک ناکامه شي، د میني درد یوازېنی درد دی چې هم سړی خوند ځنې اخلي هم ورڅخه بېزاره وي لکه د پښتو هغه متل (چې هم درپسې مرم او هم درڅخه مرم)

زما په نظر شاعر په لومړی نیم بیتي کې وايي چې که څوک په خپله پر میني باندې مین شي، یعنې پر شخص نه، بلکې خپله د مینې پر پدیدې باندې، هغه به بیا هیڅکله د بېلتون او وصال په فکر  کې و نه اوسېږي، ځکه مینه یوه پدیده ده او دا پدیده که مین کس په هر چا، هر شي او هر وخت کې وویني نو د خوشحالۍ احساس به کوي؛ خو که څوک پر شخص باندې مین شي که شخص بې وفایي ورسره وکړي نو غمونه دې مبارک او په دوهم نیم بیتي کې شاعر وايي، که څوک د خودخواهۍ له مرضه خلاص شي، هغه به د هر ډول غمو او جنجالو څخه هم بېغمه وي.

که دي سترګې سي حسیني، حسن ستا د درغلام

دا خو ستا د سترګو رنګ دی، دا ښایست او دا جمال

په دې بیت کې شاعر د ښکلا پېژندنې دوو نظریو ته اشاره کوي. یوه ډله ښکلا پېژندونکی په دې نظر دي چې ښکلا بهرنۍ پدیده ده یعنې د ښکلا دا باندنی اړخ دی، چې په دنیا کې ښایسته او بدرنګه په وجود راوړي او انسان په آسانۍ سره کولای شي چې د ښکلا او بدرنګي تر منځ فرق وښيي؛ خو د دوی په مقابل  کې بله ډله بیا په دې باور ده چې ښکلا ذهني پدیده ده، که د چا ذهن ښایسته او مثبت وي، دنیا ټوله ور  ته ښایسته ښکاري، په هر څه، هر چا او هر شی کې ښایست ننداره کوي، متل دی (چې په ځان کې وینې، په جهان کې وینې)ملا د ښکلا پېژندونکو د دوهمي ډلې نظریه تائیدوي.

غني بابا هم په دې اړه داسې ویلي دي:

دلته رنګ بدرنګي دواړه د انسان د نظر تول دی
زما سترګو پيدا کړی سپين ساقي او تور امام

وخته! ستا قصه ده مفته، زه د بخت منت ګزار

که یار ویښ راسره ناست وي، رب دي توره شپه کړي کال

ښاغلي ملا د معمول خلاف، وخت بې ارزښته شیښیي او د بخت احسان بیا مني خو د بخت منت همپه هغه وخت و حالت کې پر ځان مني چې یار ورسره ناست او د ده خبره مني.

په شاعرۍ کې شپه یانې تیاره د بدبختۍ سمبول دی خو شاعر ته دا د بدبختۍ سمبول هغه وخت په ارزښت او روښنایۍ بدليږي چې یار ورسره ناست وي.

مسلسله خودکشي ده، هر مقتول قاتل د ځان

ګل په خپلو وینو ډوب سي، لمبه سوځي خپل مشال

شاعر  په دې بیت کې دا خبره کوي چې هیڅوک د بل د چا قاتل نه دی بلکې هر مقتول په خپله د خپل ځان قاتل دی.

ګل ته خپل ښایست او هغه ګټې چې چې ګل یې لري ور ته بلا شوې دي ځکه  د ګل له وینو (اوبو) څخه په طبابت کې کار اخیستل کيږي، د ګل له وینو څخه په فیشن کې د عطرو په توګه کار اخلي او همدارنګه مشال هم د خپلې لمبې له لاسه سوځي یا له منځه ځي.

تله راتله دي تېرېده دي، مرګ او  ژوند غاړه غړۍ

هره شپه د ورځي لور ده، هر زوال زوی د کمال

عطایي ملا خپل معشوقې ته وایي چې ستا تلل ما ته دومره درد را کوي لکه مرګ او راتلل دې بیا د ژوند په شان ارزښت راته لري او شاعر ته دا خبره هم ثابته ده چې د یار تګ او راتګ لکه ژوند او مرګ له یو او بل سره نه بېلېدونکي شیان دي.

په دوهم نیم بیتي کې دا خبره بیانوي چې په هره تیاره او هره بدبختۍ پسې روښنایي او نېکمرغي حتمي راتلونکې ده.

 یا که دا بیت د تشبیه له مخې تشریح کړو نو شاعر د یار تګ د شپې او راتګ یې د ورځې سره تشبیه کړی دی. مرګ یې له زوال او ژوند یې له کمال سره تشبیه کړی دی.

طالب بند کړي له کتابه، ستا د تورو څڼو جال

له ملا نه ټکي هېر کړي، ستا د ورځو د مینځ خال

37 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *