Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني : د پروژو په اجرا کې به انډول او عدالت په پام کې نیسي

تاند- ولسمشر محمد اشرف غني د نن ورځې/دوشنبه/ له مظاهره چیانو په دې مننه وکړه چې مسوولانه عمل یې کړی دی.

د کابل ښار له مظاهرې وروسته ولسمشر غني په یوه وینا کې وویل:«زه له هغو ټولو مننه کوم چې له ګډوډي پرته یې په سړه سینه خپل نظرونه، ویناوې، تحلیلونه او سپارښتنې وړاندې کړې.

ولسمشر غني د افغان امنیتي ځواکونو هم مننه وکړه چې د مظاهره چیانو امنیت یې وساته او دښمنان یې پرېنښودل چې ورانکاري اعمال ترسره کړي.

ده تاکید وکاوه چې سږنی کال به د پرمختګ په لور د حرکت کال وي.

ولسمشر غني ژمنه وکړه چې ټوله هڅه به یې دا وي چې د پروژو په اجرا کې انډول او عدالت وساتي څو د ټولو ولایتونو اوسېدونکي له پروژو ګټه واخلي.

ولسمشر غني دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې زرګونو هزاره ګانو په پلازمېنه کې مظاهره وکړه او له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ ولټه برېښنا د مزو د غځېدو لپاره یې د بامیان د لارې د غوره کېدو غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني ویلي چې د برېښنا د انتقال لپاره د سالنګ لاره تېر حکومت غوره کړې او که اوس دا مسیر بدلوي نه یوازې دا چې د څه باندې ۸۰ کیلومتره اوږدې لارې لپاره باید په سلګونو ملیون ډالره اضافي لګښت وشي بلکې دا پروژه به تر خپل اصلي وخت ۳ کاله په ځنډ اجرا شي.

ده همداراز د بامیان پر اوسېدونکو ږغ کړی چې د برېښنا ستنې غواړي او که برېښنا، که برېښنا غواړي د مخکینۍ پرېکړې خلاف، چې ۳۰ میکاواټه برېښنا بامیان ته په پام کې نیول شوې وه، دغه ولایت ته له سالنګ څخه د ۳۰۰ میکاواټه برېښنا د لېږدولو ژمنه کوي.

314 total views, 1 views today

1 comment

  1. محمدربی آماج Reply

    دلته زموږ په پښتنو کی یو متل دۍ چی وایی: که د ټګ ټګی اوبرګی په زړه کی نه وی ! نو ولی خر په خره بدلوی!؟ که خبره په رښتیا د بریښنا ستونځه وی هغه خو هغه دی حکومت خپله اړونده ژمنه په ځلونو تکرار کړیده. نه !! دلته د دوی موخی دنورو ملکونو د ستراتیژیک عمق ته کار کول دی، چی افغانستان همداسی نورو ګاونډیانو ملکونو ته اړ و اوسی. کچیری لږ شاته وګورو د پخوانی اولسمشر د دوری د اوبو اوبریښنا وزارتونو هیڅکله هم د ملی پروژو ننګه نده کړی بلکه تل یی دګاونډیانو څنګ نیولۍ وو او پایله ی دغه شوه چی افغانستان یو مصرفی ملک او د ګاونډیانو محتاج دۍ، اوس هم د ملی پروژو د تطبیق پّه وړاندی د خنډونو جوړول د هماغی پروژی لړۍ ده.

Leave a Reply to محمدربی آماج Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2